محتسبینو په فراه او کندز ولایتونو کې د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه جدي کړنې تر سره شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۵۱
mhtsbyn_dr_frah_w_kndz_nrkh_ra_kntrwl_krdnd.jpeg

 د امربالمعروف، نه عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کندز او فراه ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو په دې ولایتونو کې د اړوندو ادارو په ملتیا په بازارونو کې د سود، احتکار او نرخونو کنټرول په موخه جوړو شویو کمېټو پر مټ په ښارونو کې د ګرانۍ د مخنیوي په پار له ځینو دوکانونو او تجارتي ځایونو څخه لیدنه وکړه.

د څارنې پر مهال هټۍوالو ته لارښوونه وشوه، چې د پخوانیو موجوده توکو بیې به د هماغه پېرلو له قیمت سره سمې تنظیموي او د حالاتو له نوم څخه په استفادې سره به نرخ لوړونه نه کوي. همداراز ټینګار وشو، چې احتکار، د توکو پټول او یا بې‌ځایه نرخ لوړول د شرعي او قانوني اصولو خلاف عمل دی او له سرغړوونکو سره به جدي چلند ترسره شي.

د محتسبینو په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ډاډ ورکوي چې د بازار د ثبات، د خلکو د اقتصادي حقونو د خوندیتوب او د احتکار د مخنیوي په برخه کې به څارنې لا هم  دوام ولري او هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړل شي چې له شرایطو ناوړه استفاده وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

جلوگیری از فروش نزدیک به یک تن مواد خوارکی تاریخ گذشته در ولایت های غور و ننگرهار

در نتیجه نظارت های  محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، بر فعالیت فروشگاه‌ ها، دکان ‌ها و شرکت‌ های تولیدی در ولایات غور و ننگرهار، نزدیک به یک تُن مواد خوراکی بی‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۰
Background image

حل و فصل ۱۸ مورد منازعه و دشمنی در ۸ ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی، حل منازعات و دشمنی ها میان اقوام و خانواده‌ ها، ۱۸ مورد منازعه و دشمنی را در. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۲۹
Background image

منسوبین وزارت امر بالمعروف، چهار جادوگر را در سه ولایت بازداشت کردند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت های کابل، تخار و پکتیکا چهار تن از جادوگران حرفه‌ای را حین ارتکاب اعمال خلاف شریعت اسلامی، همراه با کتاب و اسناد مرتبط با. . .

BACK TO NEWS