محتسبینو په فراه او کندز ولایتونو کې د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه جدي کړنې تر سره شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۵۱
mhtsbyn_dr_frah_w_kndz_nrkh_ra_kntrwl_krdnd.jpeg

 د امربالمعروف، نه عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کندز او فراه ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو په دې ولایتونو کې د اړوندو ادارو په ملتیا په بازارونو کې د سود، احتکار او نرخونو کنټرول په موخه جوړو شویو کمېټو پر مټ په ښارونو کې د ګرانۍ د مخنیوي په پار له ځینو دوکانونو او تجارتي ځایونو څخه لیدنه وکړه.

د څارنې پر مهال هټۍوالو ته لارښوونه وشوه، چې د پخوانیو موجوده توکو بیې به د هماغه پېرلو له قیمت سره سمې تنظیموي او د حالاتو له نوم څخه په استفادې سره به نرخ لوړونه نه کوي. همداراز ټینګار وشو، چې احتکار، د توکو پټول او یا بې‌ځایه نرخ لوړول د شرعي او قانوني اصولو خلاف عمل دی او له سرغړوونکو سره به جدي چلند ترسره شي.

د محتسبینو په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ډاډ ورکوي چې د بازار د ثبات، د خلکو د اقتصادي حقونو د خوندیتوب او د احتکار د مخنیوي په برخه کې به څارنې لا هم  دوام ولري او هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړل شي چې له شرایطو ناوړه استفاده وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۴۶
Background image

د هېواد په اوو ولایتونو کې (۲۰) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ارزګان، کندز، فاریاب، کاپیسا،بلخ، ننګرهار او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

محتسبینو په نورستان، فاریابو او بلخ ولایتونو کې محتسبینو څلور تنه خطر ناک کوډګر نیولي دې

  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فاریاب، بلخ او نورستان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۳۶
Background image

ننګرهار کې محتسبینو د ټولنیزو ستونزو پر سر راپورته  شوې اوږد مهاله شخړه حل کړه

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه د ځایي مسؤلینو، قومي مخورو او دیني عالمانو. . .

BACK TO NEWS