غزني کې د امر بالمعروف مسؤلینو(۲) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې (۲) مېرمنې چې د خپلو خاوندانو له لوري د نفقې نه ورکړې او کورني تاوتریخوالي سره مخ وې او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.
محتسبینو د یادو مېرمنو د خسرګنۍ له غړو سره په اصلاحي ناستو کې د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو پر ارزښت او د هغوی د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.
مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنود حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او ټینګار کوي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.