غزني کې د امر بالمعروف مسؤلینو(۲) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۳۳
dr_wlayt_ghzny_dw_tn_az_zlm_njat_yaft.jpg

غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ  کې (۲) مېرمنې چې د خپلو خاوندانو له لوري د نفقې نه ورکړې او کورني تاوتریخوالي سره مخ وې او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

محتسبینو د یادو مېرمنو د خسرګنۍ له غړو سره په اصلاحي ناستو کې د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو پر ارزښت او د هغوی د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنود حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او ټینګار کوي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۳
Background image

میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د قتل پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وکړه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ شریف الدین نقره کار د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ترافیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

هلمند کې ناروغ کس ته د ودېدونکې ځوانې مېرمنې د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

د هلمند ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال د هغې مېرمنې د غیر شرعي نکاح مخه ونیوله، چې څه موده وړاندې یې خاوند وفات شوی و او د خسرګنۍ غړو یې غوښتل، چې د مېرمنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۹:۵۱
Background image

روزګان کې محتسبینو د دوو اجباري نکاحو مخه نیولې

د روزګان ولایت محتسبین وایي، په یاد ولایت کې د هغې پېښې مخه نیولې چې له امله یې دوه سپين ږیرو پلرونو غوښتل خپلې ځوانې لوڼې د هغوی له خوښې پرته یوبل ته په نکاح ورکړي.

هغوی زیاتوي چې دغه. . .

BACK TO NEWS