شیخ محمد خالد (الحنفي) د نورستان ولایت د برګ مټال ولسوالۍ له دیني عالمانو او قومي مخورو  سره وکتل

org_admin
Sun, Feb 19 2023 9:19 AM

شنبه، رجب المرجب۲۷، ۱۴۴۴

نن شنبه؛ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د نورستان ولایت، د برګ مټال ولسوالۍ  د دیني عالمانو او قومي مخورو له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د هغوی شته ستونزې یې واورېدې او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو  د رسولو  ډاډ  ورکړ .

د یادې ولسوالۍ ،د د یني عالمانو او قومي مخورو استازو، په یاده ولسوالي کې د دیني مدارسو او ښوونځیو پر نه شتون او په  صحي برخه کې پر نه امکانا تو خواشیني وښوده او له هغوی یې وغوښتل؛ چې د دې ستونزو په حل کې ورسره لازمه مرسته وکړي.

د یاد وزارت، سر پرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي هغوی ته د ښه را غلاست تر څنګ وویل؛ چې اسلامي امارت د خپل ولس هر ډول ستونزي اوري او د حل هڅه یې  کوي څو ولس ارام ژوند وکړي او د ژوند له لومړنیو ضرورتونو برخمن و اوسي.

د ناستې په پای کې، سرپرست وزیر  په یاده ولسوالي کې د امربالمعروف پر کړنو خبرې وکړې  او د سیمې له اوسېدونکو یې په دې برخه د همکاري غوښتنه وکړه چې هغوی ورته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او دا ناسته د عایې په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS