شیخ محمد خالد (الحنفي): چیرته چې عدل او انصاف وي هلته وحدت او اخوت وي

org_admin
Sun, Dec 25 2022 10:50 AM

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) نن ورځ د پنجشیر ولایت کې په یوه ستره ولسي غونډه کې چې د یاد ولایت د والي، د استخباراتو رئیس او د لیوا د مسئول په شمول ولایتي مسئولینو، علماء او متنفذینو یې ملتیا کوله ګډون وکړ.

نوموړي د پنجشیر خلکو ته و ویل امیرالمؤمنین تاسو ته ځانګړې توجه کوي، په ځانګړو مجالسو کې مو یادوي، تاسو د هغو څو مفسدینو په نوم هغه او مونږ نه پیژنو چې له هیواد بهر دي او بغاوت ته خلک هڅوي، تاسو ته ښه معلومه ده چې د نوح علیه السلام په ځوی او د ابراهیم علیه السلام په پلار هغوی نه پیژندل کیږي.

شیخ محمد خالد د پنجشير ملت ته په خطاب کې و ویل: تاسو د روسانو پر وړاندې د جهاد ویاړ لرئ او هغه جهاد مو د اسلامي نظام د قیام لپاره و، اوس ستاسو وروڼه او زامن وتوانیدل چې اسلامي نظام قائم کړي مونږ تاسو یې باید حمایت وکړو چې ټولو خلکو د حمایت ژمنه وکړه.

نوموړي مسئولینو ته په خطاب کې و ویل دا نظام له ډيرو قربانيو وروسته راغلی او ډيرې هیلې ورپورې تړلې دي چې هغه په عدل ترلاسه کیدای شي، چیرته چې عدل او انصاف وي هلته وحدت او اخوت قائم وي، د دې ملت د وحدت لپاره کار وکړئ، د عمر بن عبدالعزيز د عدل له امله حیواناتو هم یو پر بل تیری نه کولو، تاسو د دې ملت اوښکې پاکې کړئ او خادمان یې وګرځئ، که مشکل رامنځته کیدلو له سیمه ییزو علماء او ولایت سره په همکاري یې حل کړئ، خلکو سره داسې برخورد وکړئ چې ستاسې د برخورد له امله د نفرت پر ځای ترغیب شي، د دې ملت وحدت وساتئ.

ښاغلي شیخ محمد خالد د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت اړوند د پنجشیر ریاست محتسبینو ته په خطاب کې و ویل: له خلکو سره سم چلند کوئ، د عامو خلکو ذهن سازي وکړئ، ستاسې چلند باید له شریعت سره سم وي.

همدا راز یې عامو خلکو ته واضحه کړه چې که د هر امارتي غړي له لوري د چا حقوق تلف شي کولی شي چې زمونږ د سمع شکایات برخې ته رجوع وکړي او هلته به یې ورته حقوق ترلاسه کیږي.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS