د امربالمعروف وزارت له لوري په هیواد کې (۹۸۲) بابه مسجدونو فعال شول.

org_admin
Thu, Nov 24 2022 9:12 AM

 د ا.ا.ا له قیام وروسته او د امربالمعروف وزارت د فعالیتونو په جریان کې تر دې مهاله د هیواد په پلازمېنه او ولایتونو کې د محتسبینو په مرسته او هڅونه د دې ولایتونو د مرکزونو په شمول په بېلابېلو ولسوالیو کې ۹۸۲ بابه مسجدونه فعال او دروازې یې د لمونځ کونکو په مخ خلاصې شوې.

د یاد نویو فعال شویو مسجدونو له جملې (۴۰۰) بابه مسجدونه په پلازمېنه کابل کې فعال شول چې د هغو له جملې (۲۶۹) بابه مسجدونه د اقامه او اذان له پاره تیار دي او پاته نور یې د جوړېدو په حال کې دي.

همداراز ۱۱۴ مسجدونه په بدخشان، (۱۴۷) بابه مسجدونه په میدان وردګ (۱۳۲) بابه مسجدونه په لوګر، (۱۷۱) بابه مسجدونه په پروان او ۱۸ بابه مسجدونه په ارزګان ولایت کې فعال شوي دي.

دا راز یادو مسجدونو ته د امربالمعروف وزارت د محتسبینو له لوري ملا امامان مقرر شوي دي چې میاشتنی معاش یې د سیمو د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.

همد راز د دې مسجدونو امامان د امامت تر څنګ د سمیې ماشومانو ته دیني زده کړي ورښیي او هم د لومړنیو زده کړو ټولګي هم پکې شروع شوي دي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د امربالمعروف وزارت د مسؤلینو له لوري په پلازمېنه کابل کې په یو وخت د اذان کولو په موخه ۴۰۰ لاوډسپیکرونو  نصب او ورڅخه په ټاکلي وخت اذان خپرېږي.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS