دامر بالمعروف وزارت د علمي بورډ غړي؛زموږ لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او دخلکو د ستونزو هوارول دي

org_admin
Mon, Sep 19 2022 3:52 PM

دوشنبه،صفر۲۲، ۱۴۴۴

دامربالمعروف،نهی عن المنکر او شکاییتونو اورېدلو وزارت د علمي بورډ مسؤلینو دیاد وزارت د وزیر (الشیخ محمد خالد الحنفي) د پرېکړې او هدایت پر اساس د پلازمېنې کابل د اولې حوزې اړوند د ملاامامانو،قومي مشرانو،متنفذینو او کلاءګذر سره په ناسته کې هغوی ته ویلي:زموږ لومړنۍ هڅه همدا ده چې له ولس سره کړې وعدې سر ته ورسو او مشکلاتو ته یې رسیدګي وکړو.

د یاد هیئت په نمایندګي مفتي عبدالحمید حماد دسیمې اوسېدونکو ته په خبرو کې ددې هیئت اهداف او کړنې تشریح کړې او زیاته یې کړه:هر ولسي وګړی که له نظامي مسؤلینو شکایت لري مسؤل کسان په جریان کې کړئ څو مو ستونزو ته پر وخت رسيدګي شوې وي .

دغه راز مسؤلینو د سیمې پر خلکو د شکایتونو او رېدلو تلیفوني شمارې ووېشلې او له دوی یې وغوښتل چې مسؤلین د ستونزو درلودلو پر وخت په جریان کې کړي.

همدارنګه ځایي اوسېدونکو د یاد وزارت له ټولو کړنو خوښي څرګنده کړه او دوی ته یې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS