د ولایتی کړنو راپور

د ارجاع او پيګيرۍ رئيس جوزجان ولایت ته د لاينحل موضوعاتو د حل او عامه پوهاوي په موخه سفر وکړ.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارجاع او پیګیرۍ رياست رئيس جانان آغا او د شکايتونو اورېدلو د علمي بورډ غړو د خپلو رسمي سفرونو په جريان کې چې د هېواد شمال غربي ولايتونو ته يې د لاينحل موضوعاتو په موخه پيل کړي، جوزجان ولايت ته سفر وکړ، چې د دغه سفر په پایله کې يې د همدې ولایت د امر بالمعروف رياست له رئيس حافظ مولوي محمد ياسين وقاص او د شکایتونو اورېدلو له آمر سره د ياد رياست په مقر کې ليدنه وکړه، ښاغلي جانان اغا په سر کې د خپل سفر موخه د ياد رياست له رئيس سره شريکه او له نوموړو يې وغوښتل چې د هېوادوالو هغه شکايتونه ورسره شريک کړي چې لاينحل پاتې وي، تر څو يې حل په موخه اقدام وکړي.

ټاکل شوې ده چې ياد هئيت به د جوزجان ولايت له والي، امنیه قومندانۍ، استخباراتو ریاست  او نورو امارتي مسؤولينو سره د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه چې له امارتي مسؤولينو څخه يې لري  ليدنه وکړي او یو  یو با صلاحیته استازی به (د ولايت مقام، امنیه قوماندانۍ، استخباراتو رياست، استناف محکمې، نظامي محکمې او د ملي دفاع وزارت مربوط له لواء)څخه د وزارت مقام د لارښوونې په اساس وټاکل شي، څو یاد هیئت سره په ګډه د هېوادوالو لاینحل  ستونزې په شفاف ډول حل کړي.

هېره دې نه وي چې ياد هیئت به د هېواد والو د ستونزو د حل په موخه، د روان کال د دلوې له ۷ نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۱۲ نېټې پورې یاد ولايت کې پاتې وي تر څو د هېواد والو ستونزې په ژر او شفاف ډول حل کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

په بلخ ولایت کې شکايتونو ته د رسېدنې کمېټې  202 شکايتونه د حل په موخه اړوندو مراجعو ته وسپارل .

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو رياست ټاکل شوي هيئت چې د‌ جانان آغا په سرپرستۍ بلخ ولايت ته د‌ هېواد والو د ستونزو د حل او عامه پوهاوي په موخه سفر کړی وو، د يوې اونۍ په جريان کې  202 شکايتونه‌ ثبت، چې له جملې څخه يو شمېر حل او پاتې نور يې د حل په موخه مربوطه څانګو ته وسپارل، چې د حل تر وخته به يې ياد هيئت او د ولايت په سطح ټاکل شوې کمېټه چې له شپږګونو ارګانونو څخه تشکیل شوې نظارت کوي او وزارت ته به يې د حل په موخه ډاډ ورکوي.

دغه راز ټاکل شوي هيئت د خپل سفر په وروستۍ ورځ يو ځل بیا د ياد ولايت له والي حاجي محمد يوسف وفا سره ليدنه وکړه او د يوې هفتې لاسته راوړنې او ستونزې ورسره شریکې کړې او له نوموړي يې وغوښتل چې د يادو مشکلاتو د حل په موخه له ټاکل شوې کمېټې سره مرسته وکړي او د حل تر وخته يې تر څارنې لاندې ونيسي.

د ياد ولايت والي ښاغلي وفا د کمېټې د لاسته راوړنو څخه د مننې تر څنګ ډاډ ورکړ چې له ټاکل شوې کمېټې سره به د ستونزو د حل موخه مرسته کوي او تر پايه به يې څارنه کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د زابل ولایت محتسبینو د یاد ولایت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځايي خلکو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې

د زابل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رياست محتسبینو د مرکز په ګډون په  ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره بېلابېلې اصلاحي ناستې ترسره کړې.

د یاد ولایت د مر کز او ولسوالیو محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی وو، ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل: زموږ لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول دي، نو پر همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له موږ سره مرسته وکړئ.

په ورته وخت کې محتسبینو د دیني مدارسو او جوماتونو له ملا امامانو سره په جلا ناستو کې له هغوی وغوښتل چې خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبري وکړي؛ څو په ټولنه کې د امربالمعروف وزارت له  لوري  شوې سپارښتنې پلې او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د هدایت پر اساس د هېواد په ټولو ولایتونو کې محتسبین له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو له ځینو تصویري او غږیزو رسینو څخه لیدنه وکړه،

د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو له ځینو تصویري او غږیزو رسینو څخه لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د کابل ښاري ریاست د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د رسنیو مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: په ټولنه کې د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د رسولو دروند مسؤولیت د رسنیو پر اوږو دی؛ ځکه رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر حیثیت لري نو پر تاسې لازمه ده چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ، کوم چې د اسلام او اسلامي نظام اساسي غوښتنې وي.

محتسبینو په دې تړاو زیاته کړه، محلي رسنۍ د اماراتي ادارو او ولس تر منځ د اعتماد او باور جوړونې پُل دی، نو اړینه ده چې د دې پُل حمایه او ملاتړ وشي. هغوی د رسنیو له استازو ته سپارښتني وکړي، چې د ولس د اذهانو په تنویر کې خپل اسلامي او ملي مسؤولیت په ښه توګه ادا کړي.

دغه راز هغوی د ټولنې ویښتیا او پرمختګ په برخه کې د رسنیو ونډه مهمه یاده کړه، د اماراتي ادارو او سیمیزو رسنیو تر منځ یې په ښې همغږۍ ټینګار وکړ.

همدارنګه د رسنیو مسؤولینو د اسلامي نظام قوانینو ته غاړه ایښودل او پلي کول خپل دیني او هېوادنی مسؤولیت وباله او د شوو سپارښتو د پوره پلي کېدلو ژمنه یې وکړه.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ارزګان ولایت محتسبین: رسنۍ دي خپلې ټولې کړنې له شرعي امورو سره سمې تر سره کړي.

د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په دې ولایت کې د ملي راډیو له مسؤولینو او کارمندانو سره اصلاحي ناسته ترسره کړه.

محتسبینو په دې اصلاحي ناسته کې چې موخه یې په یاد ولایت کې  د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پلي کول و، وویل: د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د ور رسولو تر ټولو لوی مسؤولیت د رسنیو پر اوږو دی او زیاته یې کړه، رسنۍ باید دا کوشش وکړي چی کړنې او دار ومدار یی د عامه پوهاوی په موخه وي

همدارنګه محتسبینو په دې تړاو وویل، په لرې پرتو سیمو کې خلک له راډیو ماسیوا نورو نشراتي وسایلو ته زیات لاس رسی نه لري؛ نو دا ستاسې مسؤولیت دی چې اسلامي احکام تر هغوی ور ورسوئ؛ څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز محتسبینو هغوی ته ور یاده کړه، چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي؛ څو اللهي  قوانین پلي او د شته ستونزو مخه ونیول شي.

د یادلو وړ ده چې د یادې رسنۍ مسؤولینو د نظام غوښتنو ته ژمن پاتې کېدل خپل لومړنی مسؤولیت وباله او ژمنه یې وکړه چې شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلي کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د ارزګان ولایت محتسبین: رسنۍ دي خپلې ټولې کړنې له شرعي امورو سره سمې تر سره کړي.

د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په دې ولایت کې د ملي راډیو له مسؤولینو او کارمندانو سره اصلاحي ناسته ترسره کړه.

محتسبینو په دې اصلاحي ناسته کې چې موخه یې په یاد ولایت کې  د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پلي کول و، وویل: د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د ور رسولو تر ټولو لوی مسؤولیت د رسنیو پر اوږو دی او زیاته یې کړه، رسنۍ باید دا کوشش وکړي چی کړنې او دار ومدار یی د عامه پوهاوی په موخه وي

همدارنګه محتسبینو په دې تړاو وویل، په لرې پرتو سیمو کې خلک له راډیو ماسیوا نورو نشراتي وسایلو ته زیات لاس رسی نه لري؛ نو دا ستاسې مسؤولیت دی چې اسلامي احکام تر هغوی ور ورسوئ؛ څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز محتسبینو هغوی ته ور یاده کړه، چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي؛ څو اللهي  قوانین پلي او د شته ستونزو مخه ونیول شي.

د یادلو وړ ده چې د یادې رسنۍ مسؤولینو د نظام غوښتنو ته ژمن پاتې کېدل خپل لومړنی مسؤولیت وباله او ژمنه یې وکړه چې شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلي کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د امربالمعروف وزارت نظامي معینيت: نظامي مسؤولین باید د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي

د امربالمعروف،نهي عن المنکر اوشکایتونو وزارت د نظامي معینیت اړوند د ازاله منکراتو ریاست مسؤولینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د پلازمېنې کابل د کمپنۍ، باغ بالا او نادر پښتون واټ پر لویو لارو د چیک پواینټونو پر مهال له تېرېدونکو نظامي مسؤولینو وغوښتل چې د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.

د دې چیک پواینټونو پر مهال د یاد ریاست مسؤولینو د وزارت د هدایت پر اساس له نظامي مسؤولینو وغوښتل چې باید د سنت خلاف وېښتان کم او په دې برخه کې د مسؤولینو پوره اطاعت وکړي، تصویرونه یی په موټرونو مه لګوی، چی په دي برخه کي یو شمیر د اسلامي امارت د مشرانو لګول شوي عکس تري لیري شوه،

دغه راز مسؤلینو هغوی ته په خپلو ویناوو کې وویل: د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د اسلامي نظام له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي او زیاته یې کړه: ولس موږ ته په کتو کړنې تکراروي، نو موږ ته لازمه ده چې په خپلو نېکو  کړنو ولس ته د اسلامي نظام رښتینی انځور وړاندې کړو.

د یادولو وړ ده چې د یاد ریاست مسؤولین د وزارت د هدایت پر اساس د پلازمېنې کابل په ګډون په ولایتونو کې له نظامي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې تر سره کوي چې ور سره په نظامي مرکزونو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د ارزګان محتسبین: امارتي مسؤولین باید د ولس له پاره الګو وي

د ارزګان ولایت د امربالمعروف،نهی عن المنکر اوشکایتونو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز ترین کوټ په ګډون د ځینو ولسوالیو له نظامي مسؤولینو د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کېدلو په پار په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: امارتي مسؤولین باید د ټولنې له پاره الګو وي او ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.

په دې پار جوړې شوې اصلاحي ناستې کې چې د ډېرو نظامي او ملکي ادارو کارمندانو شتون درلود محتسبینو وویل، په ټولنه کې هغه وخت د منکراتو مخه نیول کېږي او ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کېږي، چې مسؤولین ټاکل شوي قوانین لومړی په خپله عملي کړي او زیاته یې کړه: امارتي مسؤولین باید د نظام له لوري ټاکل شوي قوانین پر ځانونو پلي کړي څو یې ولس ته د نمونې په ډول وړاندې کړو.

محتسبینو دغه راز له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي؛ څو پوري ولسي خلک له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د مرکز ترین کوټ محتسبینو له ښاري هټۍ والو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او خپل کارونه د وزارت له لوري د ټاکل شوو قوانینو په رڼا کې ترسره کړی.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست


د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي هيئت د بلخ ولايت له ديني علماوو او قومي مخورو سره ليدنه وکړه

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکايتونو اورېدلو رياست رئيس مولوي جانان آغا او د امربالمعروف وزارت د علمي بورډ غړو بلخ ولايت ته د خپل رسمي سفر په جريان کې د هېواد والو د ستونزو او د شفاف  حل په موخه د ياد ولايت له ديني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او زيات شمېر ولسي خلکو سره ليدنه وکړه.

ټاکل شوي هيئت ځایي خلکو ته په خپلو خبرو کې وويل: که له هر چا سره خدای مکړه د امارتي مسؤولينو له لوري ظلم او زياتی شوی وي  مونږ به يې د حق پوښتنه کوو او چاته به اجازه ور نه کړو چې د چا حق تر پښو لاندې او زياتی ور سره وکړي او له هغوی يې وغوښتل چې پرته له کومې وېرې خپل مستند شکایت موږ ته راورسوئ تر څو ستاسو حق تاسو ته وسپارل شي.

همدارنګه د ياد هیئت د علمي بورډ غړو په خپلو خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هېڅ څوک ستاسو حق نه شي ضایع کولی او زياته يې کړه چې د فتحې په راتګ سره که کوم امارتي مسؤول ستاسو شخصی کور يا موټر د بیت المال او حکومتي په نوم اخيستی وي اوهغه شخصی ثابت سی مونږ  به یی فورا بېرته تاسو ته وسپارو او له مقابل لوري سره به قانوني چلند وشي.

دغه راز د ياد ولايت د دفتر رئيس مولوي سلطان محمد سعيد ورغلي هيئت د ښه راغلاست تر څنګ د هر راز مرستې ډاډ ورکړ او له ځایي خلکو يې وغوښتل خپل مستند عرایض تر مسؤولینو ورسوي او مسؤولین به يې له مقابل لوري حق ترلاسه کوي ولو که د نظام په هر موقف کې وي.

بلخوا د ياد ولايت اوسېدونکو د هيئت له ورتګ څخه خوښي وښوده او زياته یی کړه چې دخلګو ومشکلاتو ته داسي رسیدګي بل هېڅ حکومت نه وه کړې؛ چی هېواد وال د چارواکو سره خپلې ستونزې او مشکلات مخامخ شریک کړي چی دا کړنه د ولس او امارت تر منځ لرې والی ختموي او د خلکو باور په خپل نظام لا پياوړی کوی

هېره دې نه وي چې د وزارت له لوري ټاکل شوي هيئت د بلخ ولايت له مقام، استخباراتو، امنيه قوماندانۍ، قول اردو، ښاروالۍ، اطلاعاتو کلتور، د محکمو له استازو او ګڼ شمېر نورو امارتي مسؤولینو سره هم د ياد ولايت په مقام کې لیدنه وکړه او له نوموړو سره يې د خپل سفر موخه شريکه او هغوی ته يې د امیر المومنین حفظه الله فرامین واورول او امارتي چارواکو ته یې زیاته کړه، چې د محکمې له حکمه پرته مجرم ته جزا ورکول د قانون خلاف عمل دی او له انجامونکي سره به يې قانوني چلند کېږي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د زابل ولایت محتسبین: د ځوان نسل فکري رغښت د د یني عالمانو او لوستو ځوانانو مسؤولیت دی

د زابل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له دیني عالمانو او ځوانانو سره په جوړو شوو بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته د دعوت پر مهال وویل: د ځوان نسل د فکرونو رغول او په اسلامي روحیه سمبالول ستاسو دیني عالمانو او لوستو ځوانانو مسؤولیت دی، چې باید په پوره توګه یې تر سره کړئ؛ څو پورې ځوان نسل مو له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.

محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی او د عامه ذهنیت جوړول وو، دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل: د نوي نسل د عامه ذهنیت جوړلو له پاره کار وکړئ؛ څو لوستي ځوانان په شعوري ډول د اسلامي نظام قوانینو ته ژمن پاته شي او نوی نسل مو په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.

همدارنګه محتسبینو زیاته کړه: دښمن له هر لوري هڅه کوي چې خپل کلتور او رواج زموږ ټولنې ته راوړي او پر موږ یې تحمیل کړي؛ نو پر وړاندې یې مبارزه زموږ او ستاسو ګډ مسؤولیت دی چې په پوره ځیرکتیا سره یې ترسره کړو او په دې اسلامي ټولنه کې د پردي کلتور د خپرېدو مخه ونیسو.

همدا راز دیني عالمانو او ځوانانو په دې ولایت کې د امربالمعروف محتسبینو کړنې وستایلې او د نوي نسل په سالم فکر روزل او په هېواد کې د پردي کلتور د خپرېدو مخه نیول یې خپل الهي او هېوادنی مسؤولیت وباله.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د لغمان ولایت د امربالمعروف رئیس: د ولس شکایتونه اورېدل مو لومړیتوب دی

د لغمان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي پاچاګل احمدي، د شکایتونو اورېدلو آمر، محتسبینوعلماء کرامو، د استخباراتو او حج او اوقافو ریاستونو استازو په ملتیا په دې ولایت کې د بابا صاحب پنډغالي له اوسېدونکو سره اصلاحي ناسته تر سره کړه.

د دې ناستې پر مهال د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي پاچاګل احمدي په خپلو خبرو کې وویل چې دلته زموږ د راتګ موخه ستاسو د شته ستونزو او شکایتونو اورېدل او د حل په موخه تر مسؤولو چارواکو رسول دي، چې په وینا یې: (د ولس شکایتونه اورېدل زموږ لومړيتوب دی).

دغه راز ښاغلي احمدي د سیمې له خلکو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړی؛ تر څو په ټولنه کې الهي قوانین پلي او د شته ستونزو مخه ونیول شي.

همدارنګه په دغې ناستې کې راغلو مسؤولینو او دیني عالمانو هم خبرې وکړې او په یاد ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې او په دې برخه کې له محتسبینو سره مرسته یې خپل الهي او هېوادنی مسؤولیت یاد کړ.

د یادولو وړ ده چې د دې ولایت محتسبین وخت پر وخت له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناستې کوي، چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


په میدان وردګ ولایت کې د محتسبینو له لوري څلور کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه

د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د امربالمعروف،نهی عن المنکر آمریت محتسبینو د دې ولسوالۍ د دیني عالمانو، قومي مخورو او متنفذینو په مرسته د یادې ولسوالۍ په شیخ آباد سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ څلور کلنه دښمني پر دوستۍ بدله کړه.

په دې پار رابلل شوې ولسي ناستې ته محتسبینو په خبرو کې د بې اتفاقۍ پر بدو پایلو او د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او وې ویل: الله جل جلاله موږ ته په قرآن کریم کې ویلي چې مؤمنان د یو وجود حیثیت لري؛ دوی باید په خپلو منځونو کې یو بل له بدیو منع کړي او د نېکیو لور ته یې را وبولي چې همدا د اسلام د مقدس دین غوښتنه ده.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې توافق او جوړ جاړي خوښیي وښوده او په یاد ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

د یادولو ده چې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د نورستان محتسبین: په ټولنه کې د ناسمو او غیر شرعي دودونو مخنیوی د ټولو ګډ مسؤولیت دی

د نورستان ولایت د امربالمعروف،نهی عن المنکر اوشکایتونو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې  له ځایي خلکو سره په ټولنه کې د ناسمو دودونو پر مخنیوي او د حجاب پر ارزښت او رعایتولو اصلاحي ناستې تر سره کړې.

په دې اصلاحي ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل: د امر بالمعروف محتسبینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی دی، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په ټولنه کې د ناسمو رواجونو په مخنیوي کې له موږ سره مرسته وکړئ، چې تر څو په ټولنه کې الهي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز د دې ولایت محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو سره په جلا ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي.

په ورته وخت کې محتسبینو د امارتي ادارو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي، ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه ډډه وکړي.

دغه راز یې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې په بیت المال کې له خیانت کولو څخه ډډه او په دې برخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي نلاستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د شکایتونو اورېدلو رياست رئيس بلخ ولایت ته د لاينحل موضوعاتو د حل په موخه سفر وکړ

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو رياست رئیس مولوي فضل الرحمن مجددي او مل پلاوي د خپلو رسمي سفرونو په جريان کې چې د هېواد شمال غربي ولايتونو ته يې د لاينحل شکایاتو دحل په موخه پيل کړي، د بلخ ولايت د امربالمعروف رياست له رئيس مولوي سید نوراغا هاشمي سره د ياد رياست په مقر کې ليدنه وکړه، ښاغلي مجددي په سر کې د خپل سفر موخه د ياد رياست له رئيس سره شريکه او له نوموړو يې وغوښتل چې د هېوادوالو هغه شکايتونو ورسره شريک کړي چې لاينحل پاتي دي تر څو يې د شفاف او صريح حل په موخه اقدام وکړي.

ټاکل شوې ياد هئيت د ولايت له (والي، امنيه قوماندان، د استخباراتو رئيس، استناف محکمې، نظامي محکمې او د دفاع وزارت مربوط لواء) له مسؤولانو سره د هيوادوالو د ستونزو د حل په موخه چې له امارتي مسؤولينو څخه يې لري هم ليدنه وکړي.

هېره دې نه وي چې د وزارت  مقام د هدايت په اساس به د ولايت له پورته یادو شويو شپږ ګونو ارګانونو څخه يو يو با صلاحيته استازی هم ټاکل کېږي تر څو د هغوی په شتون او همکارۍ د هېوادوالو ستونزو ته په شفاف او صریح ډول رسېدنه وشي.

ياد هئيت به د هېواد والو د ستونزو د حل په موخه ياد ولایت کې له ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ تاريخ څخه تر ۱۴۰۲/۱۱/۵ تاريخ پورې پاتي شي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د امربالمعروف وزارت دپالیسي اومسلکي معین نورستان ولایت ته سفر وکړ

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسي اومسلکي معين شیخ الحدیث مولوي محمد فقیر محمدي او ورسره مل پلاوي نورستان ولایت ته، د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست د محتسبینو د کړنو د ارزونې په موخه، سفر وکړ.

د دې سفر پر مهال  شیخ محمد فقیر محمدي د یاد ولایت د والي په ملتیا د نورستان ولایت د امربالمعروف ریاست له رئیس او محتسبینو سره د کړنو د ارزونې او په دې برخه کې د شته ستونزو د اورېدلو په موخه ناسته تر سره کړه.

ناستې ته د امربالمعروف وزارت مسلکي معین شیخ محمد فقیر محمدي په خبرو کې وویل: لله الحمد د امربالمعروف وزارت د کړنو له شروع سره د پلازمېنې کابل په ګدون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه د محتسبینو کړنې د ستایلو وړ دي.

دغه راز هغه محتسبینو ته په خطاب کې وویل چې په دعوتي برخه کې له پوره حوصلې څخه کار واخلي او خپلې دعوتي کړنې د وزارت له ټاکل شوې تګلارې سره سمې تر سره او له خلکو سره غوره او نېک چلند وکړي.

همدا راز د ناستې په پای کې محتسبینو له ورغلي هیئت څخه د مننې تر څنګ له هغوی سره خپلې غوښتنې او ستونزې شریکې کړې، چې د هیئت غړو ورته د حل او تر مسؤولو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.

د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د رهبرۍ له لوري د محتسبینو د کړنو د ارزونې په موخه ټاکل شوی هیئت به د دې وزارت د مسلکي معین شیخ محمد فقیر محمدي په مشرۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم د محتسبینو د کړنو د ارزونې او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه سفرونه وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د هرات ولسي خلک: اوس ولس پر نظم باور لري ځکه مسؤولین یې غږ اوري او رسېدنه ورته کوي

د هرات ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس الحاج شیخ عزیز الرحمن المهاجر د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ ته د محتسبینو د چارو د ارزونې او د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه سفر وکړ.

شیخ المهاجر د رباط سنګي ولسوالۍ او د یادې ولسوالۍ اړوند د تورغنډۍ بندر ولسي خلکو سره ولېدل، د هغوی ستونزې او شکایتونه  یې واورېدل او د رسېدنې ډاډ یې ورکړ.

ښاغلي المهاجر له ځایي خلکو سره په ناسته کې د خبرو پر مهال وویل چې د امربالمعروف ریاست په دوه برخو د امربالمعروف،نهی عن او شکایتونو اورېدلو کې هره ورځ د ولسي خلکو ستونزې اورې او رسېدنه ورته کوي او ولسي وګړي په ډېر ډاډ سره کولای شي د خپلو موضوعاتو د حل په موخه یادو څانګو ته مراجعه وکړي.

له بلې خوا د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو وویل د اسلامي امارت له قیام او په خاص ډول د امربالمعرف وزارت د کړنو له پیل سره هېڅ څوک د چا د ټوپک او چوکۍ څخه  نه ډارېږې، چې غیرې اصولي کړنه ورسره ترسره کړي، ځکه دوی ډاډه دي چې په اسلامي نظام کې داسې ادارې شتون لري چې د دوی غږ اوري او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کوي.

همدا راز شیخ المهاجر د یادې ولسوالۍ محتسبینو ته په ځینو چارو کې لارښونه وکړه او ورته یی وویل: خلک په نیکه او نرمه طریقه د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د ازالې لوري ته راوبولئ د تُندۍ څخه ځانونه وساتئ.

د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ المهاجر د محتسبینو د کړنو د ارزونې او د خلکو ستونزو اورېدلو په موخه د هرات ولایت اړوند ولسوالیو ته وخت ناوخت سفرونه کوي چې د ډیری خلکو ستونزې ورسره حل او فصل شوي دي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کنړ ولایت محتسبین: د خلکو ستونزې اورېدل او ورته رسېدنه مو الهي او هېوادنی مسؤولیت دی

د کنړ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د دې ولایت د مرکز په ګډون په پنځلس ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره د حجاب رعایتولو،  عامه پوهاوي او د خلکو د شکایتونو اورېدلو په موخه بېلابېلې اصلاحي ناستې تر سره کړې.

په دې تر سره شوو ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته په خبرو کې وویل: د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤولین هېواد والو ته ریښتینی خدمت او د هېواد والو ستونزې اورېدل خپل الهي او هېوادنی مسؤلیت ګڼي او لومړنۍ هڅه یې خلکو ته د ریښتیني خدمت وړاندې کول دي.

دغه راز محتسبینو ځایي خلکو ته په خبرو کې وویل چې پر خپلو ښځینه وو حجاب رعایت کړي ځکه دا یو الهي امر دی نه د مسؤولینو غوښتنه، چې د حجاب په کولو سره په ټولنه کې د ډېری منکراتو مخنه نیول کېږي او الهي احکام پلي کېږي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو سره په جلا ناستو کې هغوی ته وویل چې خلکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي او د منبرونو له لارې  خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي چې تر څو پوري الهي احکام پلي او خلک د نظام غوښتنو ته ژمن و اوسي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس په روغتونونو، ښوونیزو او ورزشي ځایونو ګرځي او مسؤولینو ته د وزارت له لوري شوې سپارښتنې اوروي چې ور سره په یادو ځایونو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د میدان وردګ محتسبین: د شرعي اصولو خلاف د هر راز سپارښتنو له منلو څخه ډډه وکړئ

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په دې ولایت کې د ابتدائیه محکمې له رئیس او د دې ولایت د پوهنې ریاست له مسؤولینو سر په کارونو کې د همغږۍ او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د اورولو په موخه یو ځایي ناسته ترسره کړه.

په دغې ناسته کې محتسبینو د یادو امارتي ادارو مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: د اسلامي شریعت د نافذه قوانینو او مقرراتو پرخلاف له هر راز سپارښتنو او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه باید ډډه وشي او په چارو کې له عدالت څخه کار واخیستل شي

دغه راز یې له مسؤولینو وغوښتل چې خپل لاس لاندي کارمندانو سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ او له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

همدارنګه د ناستې په پای کې د یادو امارتي ادارو مسؤولینو په دې ولایت کې د محتسبینو کړنې وستایلې او په کارونو کې یې محتسبینو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې  ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


شکايتونو ته د رسېدنې ټاکل شوي هئيت د بلخ ولايت له والي سره ليدنه وکړه

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارجاع او پيګیرۍ رياست رئيس مولوي فضل الرحمن مجددي او د امربالمعروف وزارت د علمي بورډ غړو د بلخ ولايت له والي حاجي محمد يوسف وفا سره د هېوادوالو د ستونزو د شفاف او صریح حل په موخه چې له امارتي مسؤولينو څخه يې لري د ياد ولایت په مقر کې ليدنه وکړه.

د يادې کمېټې مشر مولوي فضل الرحمن مجدیدي له ښاغلي وفا سره د خپل سفر موخه شريکه او له نوموړي يې وغوښتل چې د هېواد والو د ستونزو د حل په موخه له ټاکل شوي هيئت سره هر راز همکاري ترسره کړي تر څو هېواد والو ته خپل حق ورکړل شي.

ښاغلي وفا د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي هيئت ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر راز مرستې ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د زرګونو شهيدانو يواځينی ارمان د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام حاکميت وو، چې لله الحمد د اشغال د خاتمې ارمان پوره شوو اوس وار د بشپړ اسلامي نظام حاکميت دی چې د امارت هر وګړی باید په پوره صداقت او ايماندارۍ ورته کار وکړي او هر څوک چې د امير المؤمنين حفظه الله او د نورو مشرانو له لارښوونو سرغړونه کوي بايد د قانون پنجو ته وسپارل شي، ولو که زه هم اوسم.

دغه راز ياد هيئت له ښاغلي وفا څخه د شپږ کسیزې کمېټې چې د ( ولایت له مقام، استناف محکمې، امنيه قوماندانۍ، استخباراتو رياست، نظامي محکمې او د ملي دفاع وزارت اړوند لیواء) څخه د هېواد والو د ستونزو د حل په موخه ټاکل کېږی؛ غوښتنه وکړه چې ورته يې معرفي کړي تر څو د هغوی په شتون کې د هېواد والو ستونزې په شفاف او صريح ډول حل کړي.

هېره د‌ نه وي چې ياد هيئت به په نوموړي ولايت کې د هېواد والو د ستونزو د شفاف او صريح حل په موخه يوه اونۍ پاتې شي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د لوګر ولایت محتسبین: زمونږ ټولې کړنې د ټولنې د اصلاح لپاره دي نه د توهین او تحقیر؛

د لوګر ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناستې ترسره کړي.

په دغو ناستو کې چې ډیری خلکو شتون درلود محتسبینو ځایي خلکو ته په خبرو کې وویل: زمونږ هره کړنه د ټولنې د اصلاح لپاره ده، نه د توهین او تحقیر لپاره او لومړنۍ هڅه مو په ټولنه کې د الهي قوانینو پلي کول او ولس ته رښتینی خدمت وړاندې کول دي.

محتسبینو په دې تړاو زیاته کړه:  غواړو چې په ټولنه کې معروفات قایم او د منکراتو مخه ونیسو، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړئ.

دغه راز محتسبینو د جوماتونو له ملا امامانو وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو له ۹روغتیا یي مرکزونو، ۶ تعلیمي ځایونو او ۹ ملکي او نظامي ادارو څخه لیدنې ترسره کړې او له هغوی یې وغوښتل چې د معرفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره، له هېڅ راز مرستې درېغ ونه کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د غزني ولایت د امربالمعروف رئیس: د ولس رښتینی خدمت مو الهي او هېوادنی مسؤولیت دی

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي محمد عالم ناصح د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسؤولینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: ولس ته رښتینی خدمت کول د اسلامي نظام لومړنۍ هڅه او زموږ هېوادنی مسؤولیت دی.

دا ناسته چې پکې د ریاست مسؤولینو، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو او د بېلابېلو ادارو کارمندانو شتون درلود؛ موخه یې په یاده برخه کې د شته ستونزو له منځه وړل و، ښاغلي ناصح وویل: ولس ته رښتینی خدمت مو الهي او هېوادنی مسؤولیت دی؛ موږ هڅه کوو چې د ټاکل شوو قوانینو په رڼا کې ولس ته اسانتیاوې برابرې او په ټولنه کې د شته ستونزو او منکراتو مخه ونیسو.

 ښاغلي ناصح ناستې ته د اسلامي نظام پر اهمیت، عامه فکر جوړونې، د منکراتو په له منځه وړلو خبرې او د ټولو اداراتو ترمنځ په همغږۍ او همکارۍ  ټینګار وکړ؛ مسؤولین يې مخاطب کړل څو د ټاکل شوو قوانینو په رڼا کې خپلې کړنې تر سره او د خپلو مشرانو او نظام واقعي نمایندګي وکړي.

د یادولو وړ ده چې د امربالمعروف وزارت محتسبین د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د میدان وردګ ولایت محتسبین: امارتي ادارو کې مسؤولين مکلف دي چې صورت او سیرت په نبوي سنتو برابر کړي.

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له مسؤولینو سره د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په پار ناسته تر سره کړه.

په دې ناسته کې چې د یاد ریاست ډېری مسؤولینو ګډون درلود، د یاد ولایت د امربالمعروف  ریاست محتسبینو په امارتي ادارو کې د کارمندانو د صورت او سیرت جوړونې، د نارینه او ښځینه کارکوونکو د کارځایونو د بېلوالي، د ولسونو ستونزو ته پر وخت رسېدلو، د الهي احکامو د پلي کولو او په یو شمېر نورو برخو کې د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان شریک کړ او په دې برخه کې یې مسؤولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه ډډه وکړي او په خپلو نېکو کړنو ولس ته د اسلامي نظام رښتینی انځور وړاندې کړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو او د مشرتابه د هدایاتو پر اساس په دې ولایت کې له ملکي او نظامي ادارو څخه لیدنه کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د هلمند ولایت محتسبین، مجاهدینو ته: په بیت المال کې له خیانت کولو څخه ځان وساتئ

د هلمند ولایت امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو اصلاحي فعالیتونو پر مهال د مجاهدینو له نظامي مرکزونو او اطاقونو څخه لیدنه وکړه او هغوۍ ته یې په خطاب کې وویل: د خپلو امرانو اطاعت وکړئ او خپل صورت او سیرت په نبوي سنتو برابر کړئ.

همدا رنګه محتسبینو په خپلو سپارښتنو کې مجاهدينو ته زياته کړه چې د دندو پرمهال د ولس سره له غوره او نېک چلند څخه کار واخلي او په  بیت المال کې له خیانت کولو څخه د ځان ساتني ترڅنګ د استفادې په صورت کې احتیاط وکړي.

سربېره پردې د یاد ولایت محتسبینو په مرکز او ولسوالیو کې له بېلابېلو جوماتونو، روغتیایي مرکزونو، سلمانیو او حمامونو څخه د ليدنو پر مهال خلکو ته د ځان او ټولنې د اصلاح په برخه کې اصلاحي ویناوې وکړې چې د خلکو او ولس له لورې هم ورته د پوره ترسره کولو ډاډ ورکړل شو.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

پکتیکا کې محتسبینو د(۱۷) ولسوالیو له ځایي اوسېدونکو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې

 د پکتیکا ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون په (۱۷) ولسوالیو کې له ورزشي کلپونو او هټیو څخه د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کیدا په موخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنو کې چې موخه یې په یادو ځایونو کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو، محتسبینو د ورزشي کلپونو مسؤولینو ته په خبرو کې  هغوی ته یاده کړه چې د لوبو پر وخت د موسیقۍ له غږولو ډډه وکړي او لمونځونه پر جماعت سره ادا کړي.

همدارنګه محتسبینو له ښاري هټۍ والو وغوښتل چې خپلې تجارتي کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په دې برخه کې د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړبدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د لوګر ولایت محتسبین: په تجارتي کړنو کې له خیانت کولو څخه ډډه وکړئ

د لوګر ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال له ښاري هټۍ والو وغوښتل چې په تجارتي کړنو کې له غش او خیانت کولو څخه ډډه وکړي او خپل لمونځونه په جماعت سره ادا او د لمونځونو د اداء کولو پر وخت خپل دوکانونه وتړي.

په دې لیدنو کې چې موخه یې ښاري هټۍ والو ته د وزارت لخوا د شویو سپارښتنو اورول وو، محتسبینو د دعوت پرمهال وویل: خپلې ورځینۍ کړنې مو له اسلامي اصولو سره سمې ترسره او په تجارتي کړنو کې له غش او خیانت کولو څخه ډډه وکړئ.

په ورته وخت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې محتسبینو د (۵۷) مسجدونو څخه لیدنه کړې او له ځایي خلکو سره یې په بېلابېلو موضوعاتو ناستې ترسره کړي، چې ځایي خلکو د محتسبینو له کړنو څخه خوښي ښودلې او له هغوی یې غوښتي چې د ټولنې د اصلاح په موخه داسې ناستې نورې هم زیاتې کړي.

د یادولو وړ ده چې د یاد ولایت محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پکتیا ولایت د امربالمعروف ریاست رئیس: په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند کولو څخه ډډه وکړئ

د پکتیا ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي سید جمال جمالي د دې ولایت د اصلاحات اداري ریاست له مسؤولینو سره په ګډه د یاد ولایت د برېښنا ریاست له مسؤولینو سره اصلاحي ناسته تر سره کړه.

په دې تر سره شوې ناسته کې د ذکر شوي ولایت د امربالمعروف رئیس د دې ریاست کارمندانو ته په خبرو کې وویل: کړنې د وزارت د ټاکل شوې پالیسۍ پر اساس تر سره کړئ، له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلئ او خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړئ.

هغه زیاته کړه، در سپارل شوي مسؤولیتونه په پوره امانتدارۍ سره تر سره کړئ، په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند کولو څخه ډډه وکړئ او په خپلو کړنو ولس ته د اسلامي نظام رښتینی انځور وړاندې کړئ.

ښاغلي جمالي دغه راز د هغوی کړنې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف رئیس د مشرتابه د هدایت پر اساس د امارتي مسؤولینو سره د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په پار ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د زابل ولايت محتسبین: علما‌ء کرام باید د معروفاتو په اقامه او منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره پوره همکاري وکړي

د زابل ولایت امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د اصلاحي ناستو پر مهال علماء کرامو او قومي مخورو ته په  خطاب کې وویل: علمای کرام او قومي مخور باید ولس ته د عامه پوهاوي تر څنګ، د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره پوره همکاري وکړي.

دا خبرې محتسبینو د یاد ولایت له  مرکز او ولسوالیو څخه په لیدنه کې د غوندې ګډونوالو ته په داسې حال وکړې چې ګڼ شمېر علما‌‌ء کرامو او قومي مخورو شتون درلود او د هغوی څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه او تر څنګ یې د غونډې ګډونوالو ته د عقایدو او نیکو اعمالو د تصحیح په موخه ضروري او لازمي سپارښتنې هم وکړې.

د یادونې وړ ده چې یادو محتسبینو د مرکز په ګډون نوبهار،  سیوري، اطغر او ارغنداب ولسوالیو کې له بیلابیلو مساجدو له لمونځ کوونکو سره لیدلي او د معروفاتو د اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې یې هغوی ته ورته سپارښتنې کړي چې د یادو ساحو خلکو هم د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


سمنګان ولايت کې شکايتونو ته د رسېدنې ټاکل شوي هيئت د ستونزو د حل په موخه يوه پنځه کسيزه کمېټه جوړه کړه،

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارجاع او پيګیرۍ رياست رئيس مولوي فضل الرحمن مجددي او د امربالمعروف وزارت د علمي بورډ غړو سمنګان ولايت ته د خپل رسمي سفر په جريان کې د هېواد والو د ستونزو د شفاف او صریح حل په موخه د ياد ولايت له پنځه ګونو ارګانونو (ولایت مقام، امنيه قوماندانۍ، استخباراتو رياست، استناف محکمې او د ملي دفاع وزارت اړوند لیواء) د يو يو  با صلاحيته استازو په ګډون کمېټه جوړه کړه.

د ياد پلاوي د علمي بورډ غړو په خپلو خبرو کې خلکو ته وويل چې د اسلامي امارت په راتلو نور د ظلم او وحشت وخت ختم شو او هېڅ څوک نشي کولای چې په خلکو ظلم او زياتی وکړي او که خدای مه کړه داسې يو څه شوي او يا هم کېږي ټول هېوادوال کولای شي چې پرته له کوم ډار او وېرې څخه خپل مشکل تر مونږ را ورسوي؛ موږ به یې مشکل ته په صريح ډول رسېدنه کوو.

بل خوا بیا د ياد ولايت خلکو له ورغلي هيئت څخه د مننې تر څنګ خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې زمونږ ستونزو ته داسې رسېدنه نه وه شوې چې له مونږ سره دې مخامخ خبرې شوې وي او ستونزې مو په شفاف او صريح ډول حل شوې وي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د میدان وردګ ولایت محتسبینو د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې یو کوډګر نیولی.

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو فعالیتونو او کړنو پرمهال د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې  یو هغه تن  نیولی چې له تېرو څو کلونو را په دېخوا يې په ټولنه کې د دم او تعویذ په نوم ناروا او غیر شرعي کړنې ترسره کولې.

د یادې سیمې اوسېدونکي د محتسبینو دغه کړنې ستايي او له هغوی څخه غواړي چې ورته موارد په جدي توګه تعقیب او وڅاري ترڅو ټولنه کې د دې ډول ناوړه اعمالو مخه په تمامه معنی ونیول شي او مجرمین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د خوست محتسبین: ولس پر موږ حق  لري چې رښتنی خدمت یې وکړو.

د خوست ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د دې ولایت د ښاروالۍ ریاست اړوند اولې، دویمې او درېیمې ناحیو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: در سپارل شوی مسؤولیت الهي امانت دی چې باید په پوره اخلاص سره یې تر سره کړئ او له دې لارې ولس ته رښتنی خدمت وړاندې کړئ.

په دې تر سره شوو ناستو کې چې موخه یې په امارتي ادارو کې د منکراتو مخنیوی او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو، محتسبینو زیاته کړه: ولس پر موږ حق لري چې رښتینی خدمت ورته وکړو او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړو چې تر څو پوري ولس له اسلامي نظامي راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.

دغه راز یې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې صورت او سیرت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ او د مشرانو پوره اطاعت وکړي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د سیمې له قومي مخورو سره په یو ځایي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په ودونو کې د زیات ولور او بی ځایه لګښتونو د نه کولو  په اړه خلکو ته سپارښتنی او توصیی  وکړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی؛ ځایي خلک او امارتي مسؤولین په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د محتسبینو کړنې ستایي او دا د ټولنې د سمون غوره لار بولي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د غزني ولایت محتسبین: په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی مو الهي او هېوادنی مسؤولیت دی

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د حج و او قاف له ریاست سره په همغږۍ د دې ولایت له دیني عالمانو او قومي مخورو سره په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو په موخه په جوړه شوې ناسته کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح، دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل: دیني عالمان د ټولنې په تغیر کې مهم رول لرې او په ټولنه کې د خپل رسوخ او محبوبیت څخه په استفادې د هر منکر مخه په اسانه طریقه نیولی شي.

په دې ولسي ناسته کې چې د حج و اوقاف ریاست مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو شتون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل، دا د دیني عالمانو مسؤولیت دی چې الهي احکام په سم ډول د ټولنې تر خلکو ورسوي؛  په وینا یې دیني عالمان په ټولنه کې د خپل محبوبیت په واسطه کولی شي چې پر خلکو شرعي سپارښتنې ومني او د شته منکراتو مخه ونیسي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی مو الهي او هېوادنی مسؤلیت دی او په خپل ټول توان به هڅه کوو چې الهي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیسو.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کندهار ولایت د امربالمعروف محتسبینو د یاد ولایت له بېلابېلو ځایونو څخه لیدنه وکړه.

د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتوتو اورېدلو ریاست مسؤولینو د منکراتو د مخنیوي او پر نېکیو د امر کولو په پار د یاد ولایت له بېلابېلو مساجدو، نظامي او روغتیایي مرکزونو، موبایل پلورنځیو، بازارونو، د لوبو له میدانونو او سلمانیو څخه لیدنه وکړه.

یادو محتسبینو د منکراتو د مخنیوي په پار خلکو ته د عامه پوهاوي تر څنګ مجاهدینو ته ځینې سپارښتنې او لار ښوونې  وکړې او د خپلو چارو د ښه ترسره کېدو له پاره یې د هغوۍ څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدارنګه د یاد ریاست محتسبینو د خپلو اړوندو سیمو له علما‌ء کرامو، قومي مشرانو او متنفذینو سره په ناستو کې هغوۍ ته د امربالمعروف او نهې عن المنکر په اړه مهمې او اړینې ویناوې وکړې؛ او ځوانانو ته یې  د ږیرو  پرېښودو ترڅنګ د موسیقۍ، ساز او سرود د مخنیوي په هکله توصیې وکړې.

دیادونې وړ ده چې په دغو کتنو کې شا او خوا د (۶۰) مسجدونو لمونځ کوونکو او ځوانانو ته د عامه پوهاوي تر څنګ  د بې ځایه ناستو او بنډارونو د نه کولو اړوند اصلاحي ویناوې او سپارښتنې وشوې.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کندز ولایت محتسبین: امربالمعروف نه یواځې د مشرتابه حکم، بلکې الهي امر دی چې باید پر ځای شي

د کندز ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په نهو ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره په اصلاحي ناستو کې هغوی ته د دعوت پر مهال وویل، په ټولنه کې امربالمعروف او نهې عن المنکر نه یواځې د مشرتابه حکم، بلکې دا یو الهي امر دی چې باید پر ځای شي.

په یادو ناستو کې چې ګڼ شمېر ولسي وګړو شتون درلود د امربالمعروف محتسبینو زیاته کړه، چې په ټولنه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر په کولو سره د شته منکراتو مخه نیول کېږي او په وینا یې دا یو الهي حکم دی نه د مشرتابه شخصي غوښتنه.

په ورته وخت کې محتسبینو د دې ولایت له نظامي مسؤولینو سره په بېلابېلو ناستو کې د وزارت د هدایت پر اساس هغوی ته وویل، هېڅ څوک نشي کولی زندانیانو ته د محکمې دحکم پرته سزا ورکړي او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې په زندانونو کې له شته زندانیانو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي؛ څو هغوی د کړو جرمونو له تکراره ډډه وکړي او د اسلامي نظام غوښتنو ته ژمن و اوسي.

دغه راز یې له هغوی وغوښتل چې په نظامي لیکو کې د کم عمره او کل ږیرو کسانو له ګمارنې ډډه وکړي، څو په دې برخه کې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلې او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت له لوري په ولایتونو کې مېشت محتسبین له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د امربالمعروف وزارت له لوري د شکایتونو اورېدلو په موخه ټاکل شوي هیئت د پروان له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري د ولسي خلکو د شکایتونو د اوریدو او حل په موخه ټاکل شوي هیئت د خپل رسمي سفر پر مهال د پروان ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.

نن له غرمې مخکې د امر بالمعروف وزارت اړوند لاینحل شکایاتو ته د سریع او شفافه رسېدنې پلاوي د یاد ولایت محبوسینو سره ولیدل، یاد پلاوي په دې لیدنه کې د هغو زندانیانو چې په محکمه کې یې ځند راغلی وي یا هم د مسؤولینو له لوري کماحقه دهغوی حق نه یی اداء شوي  او په اړه یی مستند شکایات موجود وي د پلاوي له لوري به ورته رسیدنه او دحل په موخه به یی تر مسؤولو چارواکو ورسوي

دغه راز د دې  زندان مسؤول مولوي عبدالرحیم احمد په خپلو خبرو کې د یاد پلاوي په راتګ خوښي وښوده او یاد پلاوي سره يې د هر اړخيزې همکارۍ  ژمنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې په ذکر شوي زندان کې یو شمیر زندانیان شتون لري او له یاد پلاوي سره به د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه د لیدنې زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې یو تن زنداني د دې پلاوي په راتګ خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې ياد پلاوی به زمونږ ستونزې حل او یا تر مسؤولو چارواکو ورسوي.

د یادولو ده چې د یاد ریاست له لوري ټاکل شوی هیئت د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه ناستې تر سره کوي چې ور سره په دې برخو کې د خلکو د شته ستونزو په  حل کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس: حکومتي چارواکي دې د  ولس په وړاندې له نرمۍ او ښه چلند څخه کارواخلي

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوی عبدالله محمد، د شکایتونو امر مولوي ذبیح الله او ور سره مل پلاوي د بهسودینو ولسوالیو ته سفر وکړ.

یاد هیئت په دې سفر کې د اداري کارمندانو او محتسبینو د کاري استقامت ارزونې علاوه، هغوی ته سپارښتنه وکړه چې، د مختصر نصاب په توضیح کې پوره کوشش وکړي او د مساجدو له امامانو سره ښې اړیکې جوړې او د هغوی له مشورو څخه د منکراتو په مخنیوي او د معروفاتو په اقامه کې کار واخلي.

 همدا راز ښاغلي محمد د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او معاونینو سره ناسته تر سره کړه او هغوی ته په خطاب کې یې وویل چې د عام ولس په وړاندې له نرمۍ او ښه سلوک څخه کار واخلئ؛ د ولس رضایت ترلاسه او د ستونزو په هواري کې ورسره مرسته وکړئ.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي په ورته وخت کې د بهسودینو ولسوالیو له زندان څخه هم لیدنه وکړه او د بندیانو ستونزې یې له نږدې واورېدې؛ او د حل په موخه یې د زندان مسؤولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او هغوی ته یې وویل چې د بندیانو په وړاندې له ښه چلند څخه کار واخلي.

په پای کې د شکایتونو آمر د ولس د ستونزو د هوارۍ په پار د مسؤولینو د اړیکو شمېرې په خلکو ووېشلې تر څو په وسیله یې ولس وکولای شي خپلې ستونزې له مسؤولینو سره په اسانې شریکې او حل لاره یی پیدا کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د هرات محتسبین: د ولس پر مخ دروازې پرانیزئ، ستونزې یې واورئ او رسېدنه ورته وکړئ.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري محتسبینو ته د شوي هدایت پر اساس چې محتسبین دې د امارتي مسؤلینو سره د همغږۍ او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د څار او پلي کولو په موخه ناستې ترسره کړي د تطبیق په دوام کې د هرات ښاري محتسبینو د یاد ولایت د ملکي او نظامي ادارو له مسئولینو، مأمورینو او کارکوونکو سره ولېدل.

محتسبینو امارتي مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: د ولس پر مخ دروازې پرانیزئ، ستونزې یې واورئ او رسېدنه ورته وکړئ، همدا رنګه خپل صورت او سیرت د نبوي سنتو سره سم جوړ  او له مراجعینو سره نرم چلند وکړئ؛ ځکه تاسې د نظام استازې یاست، نو د ولس سره باید داسې چلند وشي چې ولس د ټول نظام نه راضي شي.

محتسبینو په دې تړاو زیاته کړه، له ولس سره  له تُندې روې او د کار ځنډونې څخه ډډه وکړئ چې خدای مه کړه نظام ستاسو د کړنو له امله بدنام نشې.

همدا راز محتسبینو د دې اصلاحي ناستو  په جریان کې له مسؤولینو وغوښتل چې د ولس پر مخ د ادارو دروازې پرانیزي او هر مأمور دې د خپلې لائحې اړوند چارو کې د خلکو ستونزې واورې او دا ستونزې خپلې ستونزې وبولي او رسېدنه ورته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت محتسبین د مشرتابه د هدایت سره سم هره چهار شنبه هرات کې له  امارتي ادارو څخه د وزات له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کیدا په موخه لیدنه کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې  د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د لغمان ولایت محتسبین: خپلې ورځنۍ تجارتي کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړئ

د لغمان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونواورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو اصلاحي کړنو په جریان کې له هټۍ والو وغوښتل چې خپلې ورځنۍ تجارتي کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په دې برخه کې له هر ډول خیانت کولو څخه ډډه وکړي.

محتسبینو په دې لیدنو کې د وزارت د هدایت پر اساس له ښاري هټي والو وغوښتل چې لمونځونه پر جماعت سره ادا کړي او په دې وخت کې له پېر او پلور څخه ډډه وکړي.

 په ورته وخت کې محتسبینو  د ځینو نظامي مرکزونو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او ورسپارل شوي مسؤولیتونه په پوره امانتدارۍ سره تر سره کړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې  د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


کندهار ولایت کې محتسبینو د خپلو ټاکل شوو سپارښتنو د څار په موخه له نظامي مرکزونو لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ او نورو بېلابېلو نظامي ارګانونو څخه د خپلو ټاکل شوو سپارښتنو د څار په موخه لیدنه وکړه.

دا لیدنې چې موخه یې په نظامي مرکزونو کې د امربالمعروف وزارت له لوري د معروفاتو د اقامي او د منکراتو د مخنیوي په موخه د شوو سپارښتنو څارل وو، محتسبینو د یادو مرکزونو مسؤولينو ته وویل چې د مشرانو پوره اطاعت وکړي او په خپلو کړنو کې ولس ته د اسلامي نظام ریښتنی انځور وړاندې کړي.

دغه راز یې پر هغوی ټینګار وکړ چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او کړنې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره سمې تر سره کړي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د ولسوالیو محتسبینو له ځایي خلکوسره د حجاب او امربالمعروف پر ارزښت اصلاحي ناستې تر سره کړې او د سیمې له دیني عالمانو یې وغوښتل چې په ټولنه کې د حجاب رعایتولو او عامه ذهنیت جوړولو له پاره کار وکړي څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

د یادولو ده چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبین له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کابل ښاري ریاست محتسبین: تجارتي کړني داسلامي اصولو سره سمي ترسره کړۍ،

د پلازمېنې کابل ښاري ریاست د امربالمعروف،نهی عن المنکر ریاست محتسبینو د ورځنیو کړنو په جریان کې له ځینو تجارتي مرکزونو څخه په لیدنو کې د دې ځایونو مسؤلینوته وویل چې خپلې تجارتي کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره او په دې برخه کې له خیانت کولو ډډه وکړۍ

په دې لیدنو کې محتسبینو د ذکر شوو ځایونو مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: ځینې قومونه الله جل جلاله په ترازو کې د خیانت کولو په وجه هلاک کړل، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې خپلې تجارتي کړنې د اسلامي اصولو پر اساس تر سره او په دې برخه کې له خیانت کولو څخه ډډه وکړئ.

په ورته وخت کې د دې ریاست محتسبینو له ځینو غږیږو او تصوري رسنیو څخه په لیدنو کې چې موخه یې د رسنیو مسؤولینو ته د امربالمعروف وزارت د سپارښتنو اورول وو، له هغوی وغوښتل چې خپلې خپرونې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي.

دغه راز محتسبینو وویل، چې د داسې څه له خپرولو ډډه وکړي چې پکې د پردي کلتور د خپرېدو هڅه شوې وي او هغوی ته یې توصیه وکړ چې خپلې ټولې خپرونې  د اسلامي اصولو سره سمي تر سره کړي.

همدارنګه محتسبینو هغوی ته یاده کړه چې خپل سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې پکې د امربالمعروف وزارت له سپارښتنو څخه سرغړونه شوې وي.

د یادولو ده چې د یاد ریاست محتسبین په پلازمېنه کابل ښار کې د خپلو سپارښتنو د څار په موخه پر تعلیمي مرکزونو، روغتونونو، تجارتي ځایونو او هټۍ یو ګرځي چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د نیمروز ولایت محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناستې ترسره کړې

د نیمروز ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینود خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د ورکړل شوي مهال وېش مطابق د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په پار ناستې ترسره کړې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې په ټولنه کې د حجاب په ارزښت خبرې وکړي او له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي. 

دغه راز د یاد ولایت محتسبینو د بانکونو له مسؤولینوسره د اصلاح په موخه لیدنې وکړې او نوموړو ته یې توصیه وکړه چې د محتسبینو سپارښتنې عملي او له منکراتو ځان وساتي او هڅه وکړي چې خپل معاملات له اسلامي اصولو سره سم مخ ته یوسي.

هېره د نه وي چې محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کې له یو شمېر هوټلونو، صحي روغتونو، درملتونونو او یو شمېر سلمانیو څخه لیدنې هم کړي او نوموړو ته یې توصیې وکړې، چې د وزارت سپارښتني پلې او د منکراتو له ترسره کولو ډډه وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د هلمند محتسبین: د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی د هر مؤمن دنده ده

د هلمند ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د (۱۷) ولسوالیو آمرینو او محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د یادو ولسوالیو له یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ټولنې د اصلاح، معروفاتو په اقامه او د منکراتو د مخنیوي په پار ناستې ترسره کړې. محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو څخه وغوښتل چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د یاد ولایت له محتسبینو سره مرسته وکړي.

 دغه راز محتسبینو زیاته کړه چې په یوه اسلامي ټولنه کې د معروفاته اقامه او د منکراتو مخنیوی د هر مؤمن مسلمان دنده ده، چې باید ترسره یې کړي.

ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت له (۲۳) نظامي ځایونو څخه د ليدنو په ترڅ کې مجاهدینو ته د وزارت لخوا د شویو سپارښتنو د تطبیق په موخه توصیې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې له ولس سره نېک چلند او کارونه یې په وخت ترسره کړي.

دغه راز یې نوموړو ته وویل چې خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


په میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د دوو قومونو ترمنځ  ۴۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت د مرکز په ابراهیم خیلو کلي کې د دوو قومونو ترمنځ (۴۵) کلنه دښمني د دوامداره هڅو په پایله کې په دوستۍ بدله کړه.

یاده دښمني چې د کلونو راهيسې په نوموړي ولایت کې د دوه قومو ترمنځ موجوده وه، د محتسبینو په دوامداره هڅو د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت علماوو او قومي مخورو هم ګډون درلود په دوستۍ بدله کړه او دواړو خواوو ژمنه وکړه چې وروسته له دې به د وروڼو په څېر ژوند کوي. او یو بل ته به هېڅ ډول زیان نه رسوي.

دغه راز محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د ولس تر منځ د ورورولۍ او اتحاد روحیه پیاوړې، د منکراتو مخنیوی او د معروفاتو په ترسره کولو توصیې وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ننګرهار محتسبین: د حجاب رعایتول د الهي حکم پر ځای کول دي

د ننګرهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مرکز جلال اباد په ګډون په دیارلس ولسوالیو کې د حجاب په ملاتړ ناستې تر سره کړې.

په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې د یادو ولسوالیو محتسبینو ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل: حجاب الهي حکم او د ښځې زینت دی چې په کولو سره یې الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه نیول کېږي. همدا راز زیاته یې کړه؛ دا چې حجاب الهي حکم دی، نو راعيتول یې د یو مسلمانې ښځې ديني وجیبه ده.

په ورته وخت کې محتسبینو د یادو سیمو دیني عالمانو سره په ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د حجاب پر ارزښت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام وروښیي.

د یادولو ده چې د یاد ولایت محتسبین د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په موخه له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د لوګر ولایت محتسبین: په اسلامي نظام کې  د نظام  د پایښت له پاره باید کار وشي.

د لوګر ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې  د نظامي او ملکي ادارو څخه په بېلابېلو اصلاحي لیدنو کې د دعوت پر مهال هغوی ته وویل، په اسلامي نظام کې باید د اسلامي نظام د پایښت له پاره کاروشي او په دې برخه کې باید ولس ته ریښتینی خدمت وړاندې شي.

د یاد ولایت د محتسبینو له لوري دا اصلاحي ناستې چې موخه یې په ملکي او نظامي ادارو کې د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت له لوري د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه د شوو سپارښتنو پلي کول وو د یادو ادارو مسؤولینو ته په خطاب کې وویل، زموږ لومړنۍ هڅه ولس ته د ریښتیني خدمت وړاندې کول دي چې باید په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند کولو څخه ډډه وکړو او په خپلو نېکو کړنو ولس ته د اسلامي نظام رښتینی انځور وړاندې کړو چې په وینا یې په اسلامي نظام کې نه باید دخپل شخصی مفاداتو لپاره کار وشي بلکې د اسلامي نظام د پایښت له پاره کاروشي او په دې برخه کې باید ولس ته ریښتینی خدمت وړاندې شي

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس په مرکز او ولسوالیو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړبدلون راغلی دی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کندهار ولایت محتسبینو د حجاب رعایتولو او خپلمنځي یوالي په تړاو ناستې ترسره کړې

د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د مرکز او ولسوالیو د  ۴۰ مسجدونو له ملا امامانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د حجاب رعایتولو او خپلمنځي یوالي په تړاو ناستې ترسره کړې، محتسبینو نوموړو ته د اتحاد او یوالي په ارزښت خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې خپلو کې د وروڼو په څېر ژوند وکړي او دښمن ته اجازه ور نه کړي چې په منځ کې يې تفرقه واچوي.

دغه راز یې له نوموړو وغوښتل چې ښځينه وو ته د حجاب رعایتولو په ارزښت توصیه وکړي. او له هغوی وغواړي چې پرته له شرعي محرم څخه سفر ونه کړي.

ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کې له ملا امامانو او قومي مخورو سره په ټولنه کې د امربالمعروف په ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي. او زياته یې کړه چې ملا امامان بايد د منبرونو له لارې د اسلامي حجاب او د امربالمعروف پر ارزښت بیانونه وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د فراه ولایت محتسبینو د حجاب مراعتولو په تړاو ۴۰۰ مسجدونو کې ناستې ترسره کړې؛

د فراه ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په تېره یوه اونۍ کې د حجاب د مراعتولو په تړاو په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۰۰ مسجدونو له ملا امامانو او قومې مخورو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

د یاد ولایت محتسبینو په دغو ناستو کې خلکو ته د حجاب په ارزښت او مقام خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې حجاب یوه الهي فریضه ده چې رعایتول یې په ښځینه وو باندې فرض  او ټولنه له منکراتو ژغوري.

محتسبینو د ناستې ګډون والو ته په خبرو وویل: هره زنانه چې حجاب نه مراعتوي د هغې د کورنۍ مسؤول هم د الله جل جلا له په نزد ګنهګار او مجرم دی چې د محشر په ورځ به ترې الله جل جلا له پوښتنه کوي.

دغه راز د یاد ولایت محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د یاد ریاست له محتسبینو سره مرسته وکړي او چاته اجازه ور نه کړي چې په ټولنه کې منکرات ترسره او د ټولنې نظم اخلال کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ارزګان ولایت د امر بالمعروف رئیس د یاد ولایت له امارتي مسؤولینو سره د همغږۍ په موخه یوه ستره ناسته ترسره کړه:

د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مفتی کریم الله فقیر د یاد ولایت د علماوو د شورا په انګړ کې چې د یاد ولایت د والي مرستیال، د استخاباراتو ریاست رئیس، د امنیه قومندانۍ معاوین، د څلورمې پلی لیواء مسئولینو او د ملکي ادارو ټولو رئیسانو ګډون درلود د همغږۍ په موخه یوه ستره ناسته ترسره کړه.

د یادې غونډې په جریان کې ټولو ګډون والو خپلې لاسته راوړنې له نورو سره شریکې او په یوه اتفاق سره ټولو وویل چې د ولس رښتینی خدمت به کوي او چاته به اجازه نه ورکوي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

د غه راز د یادې غونډې ګډونوالو د امربالمعروف له اصلاحي کړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنوي کې به د یاد ریاست له محتسبینو سره هر راز مرسته کوي او چاته به په ټولنه کې د منکراتو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کندز محتسبین: په تجارتي کړنو کې له خیانت کولو څخه ډډه وکړئ؛

 په کندز ولایت کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال له ښاري هټۍ والو وغوښتل چې په تجارتي کړنو کې له غش او خیانت کولو څخه ډډه وکړي او خپل لمونځونه په جماعت سره ادا او د لمونځونو د ادا پر وخت خپل دوکانونه بند کړي.

په دې لیدنو کې چې موخه یې ښاري هټۍ والو ته د وزارت له لوري شوې سپارښتنې اورول وو، محتسبینو د دعوت پر مهال وویل: خپلې ورځنۍ کړنې مو له اسلامي اصولو سره سمې تر سره او په تجارتي کړنو کې له غش او خیانت کولو څخه ډډه وکړئ.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د ولسوالیو محتسبینو له ځایي خلکو سره په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته د عوت پر مهال توصیې وکړې او زیاته یې کړه چې له خپلمنځي شخړو ځان وساتئ او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړئ.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پلازمېنې کابل محتسبین: د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې تر سره کول یې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې وي                         

 د پلازمینې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې له پلازمېنې کابل پر غځېدلو لویو لارو خلکو ته داسلامي اصولو پر بنسټ شرعي توصیی وکړي

د دې سپارښتنو ير مهال محتسبینو  موټر چلونکو ته توصیه وکړه  چې په لري سفرونو کې د بې محرمه ښځو له سپرولو او د موسیقۍ له غږولو ډډه وکړي او هغه کړنې تر سره نه کړي چې تر سره کول یې د اسلام مقدس دين ناروا ګڼلی وي

په ورته وخت کې د یاد ریاست محتسبینو له ځینو نظامي مرکزونو څخه په لیدنه کې هغوی ته د امیرالمؤمنین حفظه الله او د وزارت له لوري شوې سپارښتنې واورولې او له هغوی یې د پوره پلي کېدلو غوښتنه وکړه.

د یادولو ده چې د دې ریاست محتسبین په پلازمینه کابل کې له هوټلونو، واده تالارونو او ورزشي کلپونو څخه د وزارت د سپارښتنو د څار په موخه لیدنې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلونونه راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري د پلازمینې کابل محتسبینو ته روزنیز سمینار پیل شو

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري د پلازمینې کابل ٨٠٣   محتسبینو د جملي څخه ٣٩٠ تنه محتسبینو ته دري ورځنی روزنیز سمینار پیل شو.

د یاد ریاست له لوري دا روزنیز سمینار چې موخه یې محتسبینو ته د وزارت له لوري په دعوتي برخه کې د ټاکل شوې تګلارې اورول او په دې برخه کې د هغوی شته ستونزو ته رسېدنه ده.

په دې روزنیز سمینار کې به د یاد ریاست د شیوخ کرامو له لوري محتسیینو ته د دعوت پر لارو چارو ، له خلکو سره په نېک چلند کولو او نورو برخو کې نظري درسونه وړاندې شي. 

په دې تړاو د امربالمعروف وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت رئیس مولوي شریف الله حقاني وایې چې له دې روزنیز سمینار څخه  یې موخه د محتسبینو کړنې ارزول او په دعوتي برخه کې د وزارت له لوري د ټاکل شوې تګلارې بیانول دي چې په وینا یې  تر څو موږ د محتسبینو په وسیله وکولی شو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه د الهي اصولو پر اساس ونیسو

هغه په دې تړاو زیاتوي، په دې روزنیزه لړۍ کې موږ محتسبینو ته ښیو  چې خپلې کړنې د اسلامي احکامو پر بنسټ تر سره کړي، له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او الهي احکام په هغه ډول تر خلکو ورسوي لکه څرنګه چې د اسلام  مقدس دین غوښتنه ده.

د یادولو ده چې څه موده وړاندې  دامربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري د هېواد په څلور دېرش ولایتونو کې نیږدې ۴۰۰۰ محتسبینو ته د یاد ریاست له لوري د روزنیزو سمینارونو لړۍ پای ته ورسېده

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د بادغیس ولایت محتسبين: خپل اولادونه د عصري زده کړو ترڅنګ ديني زده کړو ته هم وهڅوئ؛ څو نوی نسل په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي

د بادغیس ولایت د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره په اصلاحي ناستو کې د دعوت پر مهال هغوی ته وویل: د خپلو اولادونو سالمه روزنه وکړئ او د عصري زده کړو تر څنګ دیني زده کړو ته هم وهڅوئ، څو راتلونکی نسل له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو له ځایي خلکو سره په اصلاحي ناستو کې د امربالمعروف او د حجاب پر ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې د وزارت د سپارښتنو پر اساس وغوښتل چې له خپلمنځي شخړو ډډه وکړي او له محتسبينو سره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبین له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


په غور ولایت کې محتسبینو د دوو قومونو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله کړه

د غور ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کې د دوو قومونو څو کلنه دښمني د دوامداره هڅو په پایله کې په دوستۍ بدله کړه.

یاده دښمني چې د کلونو راهيسې په نوموړي ولایت د دوه قومو ترمنځ موجوده وه، د محتسبینو په دوامداره هڅو د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت علماوو او قومي مخورو هم ګډون درلود په دوستۍ بدله کړه او دواړو خواوو ژمنه وکړه چې وروسته له دې به د وروڼو په څېر ژوند کوي. او یو بل ته به هېڅ ډول زیان نه رسوي.

دغه راز محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د ولس تر منځ د ورورولۍ او اتحاد روحیه پیاوړې، د منکراتو مخنیوی او معروفاتو په ترسره کولو توصیې وکړي.

د یاد ولایت خلکو د امربالمعروف له اصلاحي کړنو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې له محتسبینو سره به د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له هېڅ راز مرستو درېغ ونه کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د هرات محتسبین، نظامي مسؤولینو ته په خطاب کې: له ولس سره نېک چلند او کارونه یې پر وخت ترسره کړئ

د هرات ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په یاد ولایت کې د پولیسو، استخباراتو او اردو له نظامي ځایونو څخه د امیرالمؤمنین حفظه الله  د فرمانونو د تطبیق په موخه بېلابېلې لیدنې ترسره کړې.

محتسبینو له نوموړو وغوښتل چې د امیرالمؤمین حفظه الله فرمانونه او خپلو نورو مشرانو لارښوونې او هدایات عملي، له خلکو سره نېک چلند ترسره او کارونه یې په وخت سره پای ته ورسوي.

ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د همغږۍ او ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه بېلابېلې ناستې ترسره او د یاد ولایت له خلکو یې وغوښتل چې له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دغه راز د سیمې خلکو د محتسبینو له لوري د داسې ناستو جوړول له اسلامي نظام سره د ولس د همکارۍ مهم راز وباله او ډاډ یې ورکړ چې چې د منکراتو د مخنیوي په برخه کې به هر راز مرسته کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د زابل محتسبین: پرته له ډار او وېرې خپل غږ تر مسؤولینو رسولای شئ

د زابل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له خلکو سره، د هغوی د ستونزو د اورېدلو په موخه بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

محتسبینو په ترسره شوو ناستو کې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت ستاسو هرې ستونزې ته رسېدنه کوي او تاسو کولای شئ چې خپل غږ تر مسؤولو کسانو پرته له ډار او وېرې ورسوئ او هېڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې د ولس پر وړاندې له ظلم او زور زیاتي څخه کار واخلي.

دغه راز محتسبینو د یاد ولایت له ځینې نظامي ځایونو څخه لیدنه وکړه او نوموړو ته یې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او د وزارت د هدایاتو د پلې کولو په موخه سپارښتنې وکړې او له نوموړو یې وغوښتل چې له ولس سره نېک چلند وکړي، خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره ترسره کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


لوګر کې محتسبینو له ځینو امارتي ادارو څخه، د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د څار په موخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د زراعت، حج او اوقافو، ښاروالۍ، سیندیزه حوزې او فواید عامې ریاستونو څخه په بېلا بېلو لیدنو کې د یادو ریاستونو مسؤولینو ته وویل چې په خپلو کارمندانو د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.

 محتسبینو په دې اصلاحي لیدنو کې چې موخه يې په ارمارتي ادارو کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو، د یادو ریاستونو مسؤولینو ته زیاته کړه، چې له خپلو کارمندانو وغواړي تر څو سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

دغه راز یې له هغوی غوښتنه وکړه، چې له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه ‌‌ډډه وکړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړبدلون راغلی دی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د نورستان ولایت محتسبین: امارتي کارمندان باید سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي

د نورستان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون په(۷) ولسوالیو کې د بېلابېلو امارتي ادارو له  مسؤولینو سره په ناستو کې د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو پر اساس وغوښتل چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه ډډه وکړي.

په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په امارتي ادارو کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو، محتسبینو وویل: زموږ لومړنۍ هڅه په امارتي ادارو کې د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو پلي کول او په دې  برخو کې د شته منکراتو مخه نیول دي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړئ او خپلې کړنې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره سمې تر سره او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د نظام له پالیسۍ سره  په ټکر کې وي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو ښاري هټۍ والو ته سپارښتنه وکړه چې لمونځونه پر جماعت سره ادا کړي او  د لمونځونو د ادا پر وخت خپل دوکانونه وتړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس په مرکز او ولسوالیو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخوکې د منکراتو په مخنیوي کې  د پام وړ بدلون راغلی دی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د میدان وردګ د امربالمعروف رئیس: زموږ هره اصلاحي کړنه د ټولنې د هوساینې په موخه ده

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي عبدالله محمد او ورسره مل پلاوي د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د یاد ولایت، جغتو ولسوالۍ ته د خلکو او  امارتي مسؤولینو سره د لیدنې او د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه سفر وکړ.

ښاغلي محمد په سر کې د یادې ولسوالۍ له محتسبینو سره لیدنه وکړه او هغوی ته یې د وزارت لخوا د شوو سپارښتنو د پلې کېدو توصيه وکړه او له نوموړو یې وغوښتل چې ولس سره نېک چلند ترسره او کارونه یې په وخت پای ته ورسوی. دغه راز ښاغلي محمد وویل؛ زمونږ هره اصلاحي کړنه د ټولنې د هوساینې په هدف ده. نو باید هرې کړنې ته زیات متوجه اوسو.

دغه راز یې د یادې ولسوالۍ له امارتي مسؤولینو سره په لیدنه کې له نوموړو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د یاد ولایت له محتسبینو سره مرسته وکړي او د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه عملي، خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د غرني ولایت محتسبینو خلکو ته د امربالمعروف په ارزښت د پوهاوي په موخه ناستې ترسره کړې.

د غزني ولايت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت د مرکز او ځينې ولسوالیو د مسجدونو له ملا امامانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د امربالمعروف په ارزښت د پوهاوي په موخه ناستې ترسره کړې.

په دغو ناستو کې چې ګڼ شمېر خلکو ګډون درلود، محتسبینو وویل: زمونږ ټولنه الحمدالله یوه اسلامي ټولنه ده او نظام یې هم اسلامي ده؛ امربالمعروف، نهې عن المنکر د هر اسلامي نظام اساس او بنسټ ده، چې له شتون پرته یې اسلامي نظام نيمګړی دی.

محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د امربالمعروف په ارزښت ټولنې ته پوهاوی ورکړي او له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کې د یو شمېر مسجدونو له ملا امامانو سره په لیدنه کې وویل چې خلکو ته د حجاب په ارزښت خبرې وکړي او له خلکو وغواړي چې په خپلو ښځينه وو حجاب مراعت، ځان او ټولنه د الله جل جلاله له عذابه وژغوري.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د نیمروز ولایت محتسبین: ځوان نسل د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري

د نیمروز ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو  اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو فعالیتونو په جریان د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ځوان نسل د سالمې روزنې په موخه لیدنې وکړې.

محتسبینو دیني عالمانو او قومي مخورو ته په خپلو خبرو کې وویل چې ځوان نسل د ټولنې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري او له شتون پرته یې هېڅ ټولنه د بریالیتوب پوړیو ته نه شي رسېدلی؛ نو لازمه ده چې د ځوان نسل سالمه روزنه وکړو، هغوی ته د تعلیم زمینه برابره او په اسلامي او افغاني فکر سمبال یې وروزو.

ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تېلو پمپونو څخه لیدنې وکړې او هغوی ته یې توصیې وکړې چې په کیفیت برابر تېل وپلوري او   بي کیفیته تیل، دښه تېلو په نامه ورکولو ګناهونه یی ورته بیان کړه.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


په هلمند ولایت کې محتسبیو د یتيم د حقونو په تړاو ناستې ترسره کړې

د هلمند ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رياست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د یتیم د حقونو په تړاو بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

په يادو ناستو کې چې ګڼ شمېر ديني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون درلود د یاد ریاست محتسبینو په خپلو ويناوو کې وویل: زمونږ هېواد له بده مرغه څو لسیزي د استعمارګرو لخوا د جنګ په اور کې وسوځيد، چې زمونږ خلکو ته يې ډېر زیانونه واړول، په زرهاوو کسان یې راشهیدان کړل خو بیا هم دې ولس سر ټيټ نه کړ او د هغوی پر وړاندې یې په مېړانه مبارزه وکړه. چې اوس د هغو مېړنیو او په زرهاوو نورو شهیدانو یتیمان مونږ ته امانت راپاتي؛ مونږ باید د هغوی ښه پالنه وکړو، حقوق یې ورکړو او سختیو ته یې یواځي پرې نه ږدو. لکه څنګه چې الله جل جلا له او پيغمبر صلی علیه وسلم د یتیم د حقونو او د هغوی پر وړاندې د نيکي کولو امر کړی موږ هم باید ورسره په هماغه شکل نېک او غوره چلند وکړو.

د یاد ولایت خلکو د محتسبینو له خبرو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې  ټولو یتیمانو سره به داسې سلوک کوي لکه خپلو اولادونو سره یې چې کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د پکتیکا د امربالمعروف رئیس: لومړنۍ هڅه مو په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او د خلکو خدمت دی

د پکتیکا ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست رئیس مولوي نعمت الله مخلص د یو رسمي سفر پر مهال د دې ولایت د (۱۱) ولسوالیو د امربالمعروف آمريتونو له آمرینو سره د هغوی د کړنو د ارزونې او د شته ستونزو د اورېدلو په موخه بېلابېلې ناستې تر سره کړې.

په دغو ناستو کې چې موخه یې د یادو ولسوالیو محتسبینو ته د وزارت له لوري په دعوتي برخه کې د ټاکل شوې تګلارې اورول او په دې برخه کې د شته ستونزو اورېدل وو، ښاغلي مخلص وویل: زموږ لومړنۍ هڅه تر خلکو د الهي احکامو په سم ډول رسول دي، ترڅو وکولی شو په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د شته منکراتو مخه ونیسو.

هغه په دې تړاو د امربالمعروف آمرينو ته زیاته کړه: هڅه وکړئ چې خلک په غوره طریقه نېکې لارې ته راوبولئ او الهي احکام په سم ډول تر خلکو ورسوئ او په دې برخه کې له هر ډول تند چلند څخه ډډه وکړئ.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس د دې ولسوالیو له قومي مخورو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو  په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او په ودونو او نورو خوښیو کې د بېځایه لګښتونو او غیر شرعي دودونو مخه ونیسي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ارزګان محتسبین: یوه اسلامي ټولنه باید له منکراتو پاکه او هېڅ منکر پکې ترسره نه شي

د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي او محتسبینو سره د مرستې په پار له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

محتسبینو نوموړو ته وویل: چې یوه اسلامي ټولنه باید له منکراتو پاکه او هېڅ منکر پکې ترسره نه شي او یواځې د الله جل جلا له  او د هغه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لار او قوانین پلې شي.

 دغه راز محتسبینو له نوموړو وغوښتل چې د منکراتو د مخنیوي او د معروفاتو د اقامې په برخه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او په ټولنه کې د هر ډول منکر مخه ونيسي.

ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر مسجدونو څخه لیدنه وکړه او خلکو ته یې په خپلمنځي اتحاد، د بېځایه او غیر شرعي رواجونو په له منځه وړلو او په جماعت سره د لمانځه پر ادا کولو توصيې وکړې.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د کندهار ولايت محتسبینو له یو شمېر مسجدونو او نظامي مجاهدینو د ځایونو څخه لیدنې وکړې؛

د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر مسجدونو او نظامي مرکزونو څخه د اصلاح په موخه لیدنې وکړې.

محتسبینو په یادو لیدنو کې د نظامي ځایونو مسؤولینو او مجاهدینو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو د تطبیق په موخه توصیې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپل کارونه په خپل وخت ترسره او خلکو سره له نېک چلنده کار واخلي. 

دغه راز محتسبینو له مسجدونو څخه د لیدنو په جریان کې له خلکو وغوښتل چې په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی، د اولادونو سالمه روزنه، هغوی ته د تعلیم زمینه برابره او د اسلامي نظام په ارزښت او ساتنه یې وپوهوي.

ورته وخت کې محستبینو د یاد ولایت په مرکز کې له یو شمېر هوټلونو، صحي روغتونونو او ورزشي ځایونو څخه لیدنې وکړې او هغوی ته یې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه توصیې وکړې او له نوموړو یې وغوښتل چې خپلې کړنې له اسلامي شریعت سره برابرې مخ ته یوسي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


ایجاد برنامه هماهنگی میان محتسبین مرکز و ولسوالی ها ولایت جوزجان

مولوی محمد یاسین وقاص رئیس امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت جوزجان جهت انسجام بهتر فعالیت های اصلاحی، محتسبین ولسوالی های این ولایت را به مرکز دعوت نموده، روی یک برنامه بزرگ هماهنگی میان محتسبین مرکز و ولسوالی ها گفتگو نمودند.

رئیس امر باالمعروف ولایت جوزجان در این دیدار گفت که امر بالمعروف و نهی عن المنکر در نظام‌های اسلامی یک اصل پذیرفته شده‌است، لازم است در برابر فساد و منکرات مبارزه صورت گیرد. وی در این برنامه از محتسبین خواست که در اجرای وظایف شان با مردم از نرمش کار بگیرند و با رویۀ نیک و پسندیده، مردم را به راه نیک رهنمایی نمایند.

در این نشست آمرین محتسبین؛ مسولیت های امربالمعروف و نهی عن المنکر را جزء وظایف دینی خود شمرده در جهت انجام بهتر آن وعده نمودند.

محتسبین امربالمعروف این ولایت نیز مطابق به فعالیت های روزانه شان جهت اقامه معروفات و ازاله منکرات از اماکن صحی خصوصی نظارت نموده و طی نشستِ با مسئولین و داکتران گفتند وظیفه طبابت یک وظیفه مقدس است، حین معالجه مردم امورات دینی را مد نظر گرفته، سالون های مردانه و زنانه را جدا نموده،  داکتران و کارمندان زنانه حجاب اسلامی را رعایت نمایند.

طبق یک خبر دیگر محتسبین امربالمعروف ولایت جوزجان جهت اقامه معروفات و ازاله منکرات بیش از ۴۵۰ مسجد قریه جات دور دست این ولایت را نظارت نموده و در دیدار با بزرگان و جوانان در مورد فضیلت نماز در جماعت، رعایت حجاب اسلامی، وعظ دینی نمودند که در این دیدار ها بیش از صد ها تن از باشندگان این ولایت از توصیه های محتسبین مستفید شدند.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د سرپل محتسبین: امارتي کارمندان باید د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي؛

 د سرپل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبينو د دې ولایت د مرکز په ګډون په ۷ ولسوالیو کې د بېلابېلو امارتي ادارو له مسؤولینو څخه، د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو پر اساس وغوښتل چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په اداري چارو کې له هر ډول توپري چلند څخه ډډه وکړي.

په دې لیدنو کې چې موخه یې په امارتي ادارو کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو، محتسبینو وویل: زموږ لومړنۍ هڅه په امارتي ادارو کې د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو پلي کول او په دې برخو کې د شته منکراتو مخه نیول دي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړئ او خپلې کړنې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره سمې تر سره کړئ او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د نظام له پالیسۍ سره  په ټکر کې وي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو له ښاري هټۍ والو وغوښتل چې لمونځونه پر جماعت سره ادا او د لمانځه د ادا پر وخت باید خپل دوکانونه وتړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس په مرکز او ولسوالیو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د امربالعروف وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د هېواد له اهل تشیع علماوو سره وکتل؛

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د هېواد د اهل تشیع علماوو سره د همغږۍ په پار په تر سره شوې ناسته کې له هغوی سره د شته جزئی ستونزو پر حل او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې چې ګڼ شمېر د اهل تشیع علماوو شتون درلود، د امربالمعروف وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د اسلامي امارت په پالسي کې تبعيض او هېڅ ډول توپیري چلند نشته، دا د ټولو افغانانو ګډ کور دی او زموږ لومړنۍ هڅه هېوادوالو ته په ټولو برخو کې د رښتيني خدمت وړاندې کول دي.

همدارنګه ناستې ته د یاد ١٧ کسیز علماوو د هیئت په مشرۍ شیخ مدارعلي کریمي، شریف بلخابي او سید صوفي ګردېزي خبرې وکړې او ویې ویل: موږ هر ډول شورش د اسلامي امارت په مقابل کې حرام بولو او هغه اشخاص چې له خارج څخه په یو او بل نوم د دې نظام مخالفت کوي د افغانانو نماينده ګي نشي کولای، د تاريخ په اوږدو کې یواځنی اسلامي مرکزي متحد حکومت دی چې د اشغالګرو څخه یې په مېړانه او قربانیو خپله ازادي واخيسته. او زیاته یې کړه: امربالمعروف، نهې عن المنکر د يو اسلامي نظام اساس دی، چې په کارونو کې یې مرسته زموږ دیني او هېوادنی مسؤولیت دی؛ نو په همدې اساس موږ له اسلامي امارت او په خاص ډول دامربالمعروف وزارت سره په کړنو کې تر وروستي بریده همکارۍ ته ژمن او د دی وزارت دفعاليتونو ستاینه کوو.  موږ د امیرالمؤمنین حفظه الله سره بیعت کړي او پر خپل بیعت باندې به د الله په نصرت ثابت قدمه پاته کېږو.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د هرات محتسبینو د یاد ولایت له نظامي ځایونو څخه د اصلاح په موخه لیدنې وکړې؛

د هرات ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په یاد ولایت کې د پولیسو، استخباراتو او اردو له درېیوو فرقو څخه د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تطبیق په موخه بېلابېلې لیدنې ترسره کړې.

محتسبینو له نوموړو وغوښتل چې د امیرالمؤمین حفظه الله فرمانونه او د خپلو نورو مشرانو لارښوونې او هدایات عملي، له خلکو سره نېک چلند ترسره او کارونه یې په وخت سره پای ته ورسوي.

دغه راز محتسبینو له نوموړو ځایی مسئولینو وغوښتل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان مطابق خپل وېښتان، سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر، لمونځونه په جماعت سره ادا او له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړئ.

د یادو نظامي ځایونو مجاهدینو د محتسبینو له اصلاحي کړنو څخه د مننې ترڅنک ډاډ ورکړ چې د نوموړی توصیې به عملي او د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې به ورسره له هېڅ راز مرستو درېغ ونه کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د فراه ولايت محتسبینو د ۲۰۰ مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره ناستې ترسره کړې؛

د فراه ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو په مرکز او ولسوالیو کې د تېرو ۷۲ ساعتونو په جریان کې د ۲۰۰ مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره د اصلاح په موخه ناستې ترسره کړې.

د يادو ناستو په جریان کې محتسبینو خلکو ته  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر په ارزښت خبرې وکړې او هغوی ته يې وويل: که چېرې خدای مه کړه په ټولنه کې امربالمعروف،نهی عن المنکر نه وي ټولنه د بربادۍ په لوري ځي او د اسلام تطبيق به تش په کلماتو کې بند وي؛ نو له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د منکراتو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي او هېڅ چاته اجازه ور نه کړي چې په ټولنه کې منکرات ترسره کړي.

دغه راز د یاد ولایت محتسبینو له یو شمېر تعلیمي ځایونو، هوټلونو او هټۍ والو څخه لیدنې وکړې او هغوی ته یې د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د تطبیق په موخه توصیې وکړې.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پکتیا ولايت د امربالمعروف رئیس د چاپېریال ساتنې ریاست له مسؤولینو سره ناسته تر سره کړه؛

د پکتیا ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست رئیس مولوي سید جمال جمالي او ورسره مل پلاوي د دې ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له مسؤولینو سره د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په پار اصلاحي ناسته تر سره کړه.

په دې ناسته کې ښاغلي جمالي د یاد ریاست کارمندانو ته د وینا پر مهال وویل، چې سیرت او صورت باید له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، لمونځونه په جماعت سره ادا او په اداري چارو کې د هر ډول توپیري چلند څخه ډډه وکړي.

دغه راز یې د ریاست پر مسؤولینو غږ وکړ، چې په خپلو تر لاس لاندې کسانو د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره د وزارت له لوري د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي به موخه د شوو سپارښتنو د پلي کولو په موخه ناستې تر سره کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د زابل ولايت محتسبین: امارتي کارکوونکي له ولس سره په نېک چلند مکلف دي

د زابل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت ټولګټو چارو، شهدا او معلولینو، اطفایي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له مسؤولینو او کارمندانو سره د کارونو د لا ښه ترسراوي په موخه لیدنې وکړې.

محتسبینو د یادو لیدنو په لړ کې د ذکر شوو ریاستونو له مسؤولینو او کارکوونکو وغوښتل چې خپل ورځني فعالیتونه او د ولس لپاره چوپړتياوې لا کړندۍ او ښې کړي، د خلکو کارونه پر وخت ترسره او له نېک چلند څخه کار واخلي.

محتسبینو نوموړو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې امارتي کارکوونکي له ولس سره په نېک چلند مکلف او د دې ځورېدلي ولس خادمان دي، څو غوښتنو ته یې د خدمت په موخه رسيده ګي وکړي، دغه راز محتسبینو نوموړو ته توصیه وکړه چې خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر، لمونځونه په جماعت ادا او د معروفاتو په اقامه  د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د میدان وردګ ولايت محتسبین: مجاهدین دې له هر راز سمتي او تعصبي چلند څخه ډډه وکړي

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په بهسودینو ولسوالیو کې له نظامي ځایونو څخه لیدنې وکړې.

محتسبینو د یادو لیدنو په جریان کې د نظامې ځایونو مسؤولینو او مجاهدینو سره د همغږۍ او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، د وزارت د سپارښتنو د تطبیق په موخه خبرې وکړې.

محتسبینو نوموړو ته توصیې وکړې چې د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه، د وزارت هدایات په پوره توګه عملي او خپل کارونه داسلامی شریعت د اصولو سره سم ترسره کړۍ. او له هر راز سمتي او تعصبي چلند څخه ډډه وکړي.

دغه راز یې مجاهدینو ته وویل: د اسلامي امارت د مجاهدینو یواځینۍ هیله او آرمان د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام قایمول وو، چې لله الحمد خپلو دواړو هيلو ته ورسېدل، اوس د نظام ساتل او هغه ته کار کول دي، چې په پوره اخلاص او ایماندارۍ  بايد د نظام هر وګړی کار وکړي او خپله وجداني او ایماني دنده ترسره کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

په پکتیکا ولايت کې محتسبینو له قومي مخورو سره ولسي ناستې تر سره کړې

د پکتیکا ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو د دې ولایت د مرکز ښرنې په ګډون د ولسوالیو له قومي مخورو او ځایي اوسېدونکوسره په ودونو او نورو خوښیو کې، د تر سره کېدونکو بېځایه او غیر شرعي دودونو د مخنیوي په موخه ولسي ناستې تر سره کړې.

په دې تر سره شوو ناستو کې، محتسبینو له قومي مخورو او ځایي خلکو وغوښتل چې په ودونو او نورو خوښیو کې د بېځایه لګښتونو او غیر شرعي دودونو په مخنیوي کې مرسته وکړي؛ څو الهي احکام پلي او ټولنه له ورپېښو ستونزو وژغورل شي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د ولسوالیو امربالمعروف محتسبینو له ځایي خلکو سره په اصلاحي ناستو کې د امربالمعروف او د حجاب پر ارزښت خبرې وکړې؛ هغوی ته یې د وزارت د سپارښتنو په اساس توصیه وکړه، چې له خپلمنځي شخړو ډډه وکړي او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبین له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کابل ښاري ریاست محتسبینو  سلمانیو ته سپارښتنی کړي، چې خپلې کړنې د وزارت له پالیسۍ سره سمې تر سره کړي؛

د پلازمېنې کابل ښاري ریاست د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې له ۱۶۰ حمامونو او سلمانیو څخه د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کیدا په موخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنو کې محتسبینو د یادو ځایونو مسؤولینو ته سپارښتنې وکړې چې خپلې ورځنۍ کړنې د وزارت له لوري د ټاکل شوې تګلارې په اساس تر سره او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.

محتسبیو د یادو ځایونو مسؤولینو ته وریاده کړه، چې لمونځونه په جماعت سره ادا او خپلې کړنې له اسلامي اصولو سره سمې مخ ته یوسي.

په ورته وخت کې محتسبینو د وزرشي کلپونو له مسؤولینو وغوښتل چې د تمریناتو پر مهال له مناسبو جامو استفاده وکړي، څو عورت يې پټ او له شريعت سره په ټکر کې نه وي او هغوی ته یې د لمونځو په جماعت سره د ادا کولو سپارښتنه وکړه.

 د یادلو وړ ده چې د پلازمینې کابل ښار محتسبین د ټاکل شوې لایحې پر اساس د سپارښتنو د پلي کولو په موخه پر روغتونونو، ښوونیزو مرکزونو، تفریخي پارکونو او هټیو ګرځي چې ورسره په یادو ځایونو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د نیمروز ولایت محتسبین: زمونږ ټولنه تر هرڅه زیات، یو با تعلیمه قشر ته اړتیا لري

د نیمروز ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو فعالیتونو په جریان کې د یاد ولایت په مرکز او ولسواليو کې د معروفاتو په اقامه، د منکراتو د مخنیوي او د اولادونو د سالمې روزنې په موخه له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره لیدنې ترسره کړې.

محتسبینو په خپلو خبرو کې وویل، چې زمونږ ټولنه تر هرڅه زیات یو با تعلیمه قشر ته اړتیا لري چې له شته ستونزو مو هېواد بهر او له نړۍ سره سیال کړي نو لازمه ده چې د نوي نسل سالمه روزنه وکړو، هغوي ته د عصري او دیني زده کړو زمینه برابره او د تعلیم حاصلولو ته یې وهڅوو.

دغه راز محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د منکراتو په مخنیوي کې له نوموړو سره مرسته وکړي.

هېره د نه وي چې محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کې له یو شمېر هوټلونو، صحي روغتونو، درملتونونو او یو شمېر سلمانیو څخه لیدنې هم کړي او نوموړو ته یې توصیې کړي دي، چې د وزارت سپارښتني پلې او د منکراتو له ترسره کولو ډډه وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 

د هلمند ولايت محتسبین: له بیت المال څخه شخصي استفاده مه کوئ

د هلمند ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د یاد ولایت د مرکز په ګډون د ۱۷ ولسوالیو له دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او ۱۵ نظامي ځایونو څخه د اصلاح په موخه  لیدنې ترسره کړې.

محتسبینو د نظامي ځایونو څخه د لیدنې پر مهال مجاهدينو ته وويل: د امیرالمؤمنین حفظه الله او خپلو مشرانو اطاعت وکړئ، خلکو سره له نېک چلنده کار واخلئ، له بیت المال څخه ښه ساتنه وکړئ او یواځې په امارتي کارونو کې ترې استفاده وکړئ او شخصي استفاده ترې مه کوئ.

 دغه راز محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د ټولنې په اصلاح کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، د ځوان نسل سالمه تربیه او هغوی ته د اسلامي نظام په ارزښت او ساتنه خبرې هم وکړي.

همدا رنګه یې نوموړو ته توصیه وکړه چې خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


لغمان کې محتسبینو له واده تلارونو او هوټلونو څخه د وزارت د سپارښتنو د پلي کیدا په موخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو د  خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د ۱۹ واده تالارونو او هوټلونو څخه د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کیدو په موخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنو کې محتسبینو د واده تالارونو مسؤولینو ته سپارښتنې وکړې چې د ودونو او نورو خوښیو پر مهال د موسيقۍ له غږولو ډډه وکړي او د ښځینه وو لپاره د ناستې ځايونه او تګ او راتګ لارې ځانګړې کړي.

دغه راز یې د هوټلونو له مالکانو غوښتي چې په دې برخه کې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلې او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د اسلامی اصولو سره په ټکر کې وي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي چې د کړنو له شروع سره په یادو ځایونو کې تر ډېره د وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلې شوي او د شته منکراتو مخه نیول شوې ده.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د سپارښتنو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د خوست ولايت محتسبین: په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند کولو څخه ډډه وکړئ؛

د خوست ولایت د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو د دې ولایت د مرکز متون ښار په ګډون په دولس ولسوالیو کې د نیږدې۶۰ جوماتونو له ملا امامانو او ځایي اوسېدونکو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې.

په دې تر سره  شوو ناستو کې چې ګڼ شمېر ديني علمانو او قومي مخور ګډون درلود، محتسبینو له دیني عالمانو وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي او هغوی ته د حجاب او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي.

دغه راز د دې ولایت محتسبینو د نظامي مرکزونو له مسؤولینو سره په ناستو کې هغوی ته وویل، چې له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه ډډه وکړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کندهار ولايت محتسبینو د منکراتو د مخنیوي په پار له ديني عالمانو او قومي مخورو سره اصلاحي ناستې ترسره کړې؛

د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او دامان ولسوالۍ کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په پار له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره بېلابېلې اصلاحي ناستې ترسره کړې.

محتسبینو نوموړو ته توصیه وکړه چې خپلې ورځنۍ کړنې له اسلامي شریعت سره برابرې تر سره کړي او له هغو کارونو څخه ډډه وکړي چې له اسلامي شريعت سره په ټکر کې وي.

دغه راز محتسبینو له دیني عالمانو وغوښتل چې په ټولنه کې د بې ځایه او غیر شرعي رواجونو د مخنیوي په پار بیانونه وکړي، خلکو ته دې پوهاوی ورکړي چې له غیر شرعي کړنو لاس واخلي او پرځای یې هغه څه وکړي کوم چې الله جل جلا له او پيغمبر صلی الله علیه وسلم یې د کولو آمر کړی دی.

ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کې له یو شمېر تعلیمي ځایونو څخه لیدنې وکړې او مسؤولینو ته یې توصیې وکړې چې خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر، لمونځونه په جماعات سره ادا  او د زده کوونکو سالمه روزنه وکړئ.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ارزګان  ولايت محتسبینو د سني او شيعه وګړو وو تر منځ دیرش کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړه؛

د ارزګان ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو د خپلو فعاليتو په جريان کې د ګېزاب  په ولسوالۍ کې د سني او شیعه وګړو  ترمنځ  ۳۰ دېرش کلنه دښمني د دوامداره هڅو په پايله کې په دوستۍ بدله کړه.

 ياده دښمني چې له دېرش کلنو را په دې خوا د ياد ولايت د ګېزاب  په ولسوالۍ کې د ځمکې په سر رامنځته شوې وه د يادې ولسوالۍ د محتسبینو، ديني عالمانو او قومي مخورو په هڅو پای ته ورسېده.

محتسبینو دواړو خواوو ته د دښمنۍ په بدو پايلو او د سولې په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه چې مسلمانان بايد خپلې ستونزې په خبرو حل کړي نه چې له زور او زبردستۍ کار واخلي.

دواړو خواوو د محتسبینو او قومي مخورو د خبرو اورېدلو وروسته په خپلو کړنو پښېماني وښوده او ژمنه يې وکړه چې وروسته له دې به، د دښمنۍ پر ځای دوستي پالي او يو بل ته به هېڅ ستونزې نه جوړوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د لوګر د امربالمعروف رئیس: د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی مو دیني او هېوادنی مسؤولیت دی

د لوګر ولايت د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رئیس مولوي حجت الله صاحبزاده د محمدآغې ولسوالۍ له محتسبینو سره د کارونو د ارزونې او په دې برخه کې د شته ستونزو اورېدلو په موخه اداري ناسته تر سره کړه.

 په دې ناسته کې چې د یادې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون د ابتدائیه محکمې قاضي، امنیه قوماندان، د استخباراتو مدیر او د نورو ادارو مسؤولینو شتون درلود، د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل: مسؤولین باید له محتسبینو سره د منکراتو په مخنیوي او د معروفاتو په اقامه کې پوره همکاري وکړي، ځکه دا د هر مؤمن دیني مسؤولیت دی چې باید تر سره یې کړي او په وینا یې (د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکايتونو اوريدلو اداره لوی ديني او اجتماعي حيثيت لري چې د دې حيثيت ساتل او ورته کار کول زموږ او ستاسي شريک مسؤوليت دی.

دغه راز د ناستې په پای کې راغلو مسؤولینو هم خبرې وکړې او په دې برخه کې له محتسبینو سره مرسته یې خپل دیني او هېوادنی مسؤولیت وباله.

د یادلو ده چې د دې ولایت محتسبین د مرکز پل علم په ګډون په ولسوالیو کې له ولسي خلکو او امارتي مسؤولینو سره په ټولنه او امارتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه اصلاحي ناستې ترسره کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پکتیا د امربالمعروف مسؤولین: د ولس ستونزې اورېدل مو الهي او هېوادنی مسؤلیت دی؛

د پکتیا ولایت د امربالمعروف ریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو آمریت په تېره یوه اونۍ کې دیارلس شکایتونه ثبت کړي چې له جملې یې (۸) قضیې د حل تر بریده رسېدلې او پاتې پنځه جرمي قضیې لا هم تر څېړنې لاندې دي.

په دې تړاو د یاد ریاست د شکایتونو اورېدلو مسؤولین وایي چې تر دې دمه دوی ته په بېلابېلو برخو کې نیږدې دیارلس شکایتونه راغلي چې تر اوسه یې اته شکایتونه حل شوي او پاته پنځه شکایتونه د حل په موخه تر څېړنې لاندې دي او زیاتوي چې د دې برخې مسؤولین هر وخت د ولس په خدمت کې دي او دا خپل دیني او هېوادنی مسؤولیت بولي.

د یادولو ده چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤولین د خلکو ستونزې اوري او د حل په موخه یې تر مسؤولو چارواکو رسوي، چې په همدې موخه د مسؤولو چارواکو څلور فعالې ټلیفوني شمېرې له سیمیزو رسنیو خپرېږي تر څو خلک وکولی شي چې خپل شکایتونه په اسانۍ سره د حل په موخه د يادې برخې له مسؤولو کسانو سره شريک کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کندهار محتسبین: زمونږ ټولې کړنې د ټولنې د اصلاح په موخه دي، نه توهين او تحقير

د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په پار بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

په دغو ناستو کې چې ډېری خلکو شتون درلود محتسبینو په خپلو خبرو کې زیاته کړه: زمونږ هره کړنه د ټولنې د اصلاح په موخه ده، نه توهین او تحقیر او غواړو چې په ټولنه کې معروفات قایم او د منکراتو مخه ونيسو. په دې سره به د الله (جل جلا له) فرمانونه عملي او د انسانانو د دنیا او آخرت د کاميابۍ باعث شي.

د غه راز محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کې له یو شمېر صحي مرکزونو، تعلیمي ځایونو، هوټلونو، ورزشي ځایونو او یو شمېر سلمانیو څخه دمعروفاتو دپلي کيدو او دمنکراتو د مخنیوی په موخه لیدنې وکړې او هغوی ته یې د وزارت لخوا د شویو سپارښتنو د تطبیق په موخه توصیې وکړې او له نوموړو یې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د یاد ولایت له محتسبینو سره مرسته  وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د غزني ولايت د امربالمعروف رئیس: د راغلي اسلامي نظام ساتنه د ټولو دنده ده؛

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي محمد عالم ناصح د خپلو ورځنیو فعالیتونو په جریان کې د یاد ولایت په واغظ ولسوالۍ کې له دیني عالمانو، قومي مخوور او ځوانانو سره د راغلي اسلامي نظام په ارزښت او ساتنه خبرې وکړې.

ښاغلي ناصح نوموړو ته وویل، چې راغلی اسلامي نظام د زرګونو شهیدانو د وینو او قربانیو په نتیجه کې راغلی؛ چې هیله او ارمان یې د الله (جل جلا له) د نظام قایمول وو، لله الحمد هغه هیله او ارمان پوره شو، اوس زمونږ ټولو دنده ده چې د راغلي اسلامي نظام ساتنه او د تطبیق لپاره یې کار وکړو او چاته اجازه ور نه کړو چې د دې سپېڅلي نظام پر وړاندې منفي تبلیغات ترسره کړي.

دغه راز یې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو وغوښتل چې د معروفاتو په ټينګښت او د منکراتو په مخنیوي کې د یاد ریاست له محتسبینو سره مرسته وکړي، څو په ټولنه کې د منکراتو مخه ونيول شي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د زابل محتسبین: د اولادونو سمه تربيه یې پر والدينو حق ده؛

د زابل ولایت د امربالمروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت د مرکز په ګډون په درېیو خاک افغان، شاجوي او اطغر ولسوالیو کې د اولادونو د سالمې روزنې او په ټولنه کې د بې ځایه او غیر شرعي دودونو د مخنیوي په پار له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

محتسبینو له خلکو وغوښتل چې دخپلو اولادونو سالمه روزنه او د اسلامي نظام په ارزښت او ساتنه یې پوه کړي او دا د هغوی حق دی چې پر والدینو یې جوړېږي چې باید ورکړل شي.

دغه راز محتسبینو نوموړو ته توصیه وکړه چې د ټولو هغو دودونو مخنیوی وکړي چې بې ځایه مصرف او د اسلامي شریعت سره مخالف وي؛ پرځای دې د الله (جل جلا له) او د هغه د رسول( صلی الله علیه وسلم) لار تعقیب کړي، ترڅو یې د دنیا او آخرت د کاميابۍ سبب شي.

د یاد ولایت خلکو د محتسبینو له اصلاحي کړنو د مننې تر څنګ ډاډ ورکړ چې د ټولو هغو دودونو په مخننیوي کې به له محتسبینو سره مرسته کوي چې د شریعت خلاف وي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د غور ولايت محتسبین: اسلام د عدل دین دی؛

د غور ولایت د امربامعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت له دیني عالمانو قومي مخورو او امارتي کارکوونکو سره د عدالت تر عنوان لاندې بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

محتسبینو خلکو ته په خپلو خبرو کې وویل چې اسلام مبارک دین د عدالت دين دی، الله تعالی  ټولو بنده ګانو ته امر کوي چې له عدالت څخه کار واخلي. نو هر فرد ته، خصوصاً امارتي کارکوونکو ته لازمه ده چې د خلکو ترمنځ عدالت وکړي او له بې عدالتۍ څخه ځان وساتي لکه څنګه چې حضرت عمر(رض) د خپل خلافت په دوران کې له خپل رعیت سره عدالت کاوو. محتسبینو زیاته کړه چې عدالت د اسلامي نظام اساس ده؛ چې هر چا ورته شا کړې الله سبحان و تعالی سخت ذلیله کړي او له مقام نه یې غورځولي دي.

دغه راز یې له امارتي کارکوونکو نه وغوښتل چې له خلکو سره نېک چلند او کارونه یې په وخت ترسره کړي او د وزارت لخوا په شویو توصیو عمل او د یاد ریاست له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د میدان وردګ محتسبین: امارتي کارکوونکي باید په ټاکلي وخت دندو ته حاضر شي

د میدان وردګ ولایت د محتسبینو آمر مولوي عبدالرحمن رحماني او ورسره مل پلاوي د خپلو فعالیتونو په جریان کې د یاد ولایت د حج او اوقافو، ټولنيزو چارو او د څار او پيګرۍ ریاستونو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل، چې امارتي کارکوونکي باید په ټاکلي وخت سره خپلو دندو ته حاضر او د خلکو کارونو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

دغه راز ښاغلي رحماني له امارتي کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

همدارنګه محتسبینو زیاته کړه چې ټول امارتي کارکوونکي مکلف دي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ټول فرمانونه عملي او خپل کارونه په وخت ترسره کړي.

هېره دې نه وي چې محتسبينو د یادو ځایونو له مسؤولينو غوښتنه وکړه چې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له دوی سره مرسته وکړئ او د یاد ریاست له محتسبینو سره د کارونو د لا ښه پرمختګ په موخه همغږي ولرئ.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د هرات محتسبین: د اسلامي نظام د بقا په موخه، د هر رنګه ننګونو پر وړاندې باید مبارزه وکړو؛

د هرات ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د فکري انحطاط او د هغې پر وړاندې د مبارزې په پار بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

په دغو ناستو کې چې ډېری خلکو شتون درلود محتسبینو په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ((زمونږ ګران هېواد دا شل کاله د نظامي یرغل تر خوا د فکري یرغل ښکار هم وو، چې لله الحمد نظامي یرغل مو ختم کړ، خو دښمن لا هم زمونږ د اسلامي نظام پر وړاندې فکري جګړه مخ ته وړي چې پر وړاندې یې باید مبارزه وشي. او دا د هر مسلمان او افغان اسلامي او ایماني دنده ده چې د موجوده ننګونو پر وړاندې کلک ودرېږي او دښمن ته اجازه ور نه کړي چې په خپلو شومو موخو کې بریالی شي.))

دغه راز محتسبینو خلکو ته وویل چې له دې ناوړه جګړې د خلاصون لپاره باید خپل  نوی نسل چې د دې جګړې اصلي هدف دی په اسلامي او افغاني روحیه سمبال وروزو او ا جازه ور نه کړو چې د غرب او د هغوی د غلامانو د دسيسو ښکار شي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


 د کندز ولایت محتسبینو له نظامي مسؤولینو سره د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو په پار ناستې تر سره کړې

د کندز ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت د نهو ولسوالیو له نظامي مسؤولینو سره د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په پار اصلاحي ناستې تر سره کړې.

په دې تر سره شوو ناستو کې محتسبینو د مشرتابه د حکم پر اساس نظامي مسؤولینو ته په خبرو کې وویل، هېڅ څوک نشي کولی چې مجرمینو ته د محاکمو له سزا اورولو څخه مخکې تعزيري سزا ورکړي.

دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

همدارنه یې هغوی ته په خبرو کې زياته کړه چې په نظامي لیکو کې د کم عمره او کل ږیرو کسانو له ګمارنې ډډه وکړي څو د مشرتابه حکم پرځای او په دې برخه کې د منکراتو مخه ونیول شي.

د یادولو ده چې د یاد ولایت محتسبین د وزارت د حکم پر اساس له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ارزګان ولايت محتسبینو له خلکو سره د امربالمعروف په ارزښت ناستې ترسره کړې

د ارزګان ولایت د ا مربالمعروف، نهې عن المنکر محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په اسلامي نظام کې د امربالمعروف په ارزښت خبرې وکړې.

محتسبینو وویل: امربالمعروف د اسلامي نظام اساس او بنسټ ده چې ټولنه له منکراتو منع او معروفاتو ته یې تشویقوي، چې له شتون څخه یې پرته اسلامي نظام نیمګړی دی. دا د هر مسلمان دنده ده چې د معروفاتو په ټينګښت او د منکراتو په مخنیوي کې خپله اسلامي او ایماني دنده سرته ورسوي.

د یاد ولایت خلکو د امربالمعروف محتسبینو له کړنو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د معروفاتو په ټينګښت او د منکراتو په مخنیوي کې به له محتسبینو سره مرسته کوي او چاته به اجازه نه ورکوي چې د محتسبینو د اصلاحي کړنو پر وړاندې منفي تبلیغات ترسره کړي.

دغه راز د یاد ولایت محتسبینو د ذکر شوي ولایت په مرکز کې د یو شمېر مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره د حجاب په ارزښت او مراعت کولو خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو کورنیو ته د حجاب د ارزښت په هکله کړې توصیې ورسوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


نظامي معینیت: زموږ کړنې د مشرتابه فرمانونه دي، چې پلي کول یې زموږ شریک مسؤولیت دی

د امربالمعروف وزارت اړوند د ازاله منکراتو ریاست ټاکل شوي پلاوي د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د کابل ښار د استخباراتو له (۰۶۵) ریاست څخه د اصلاح په موخه لیدنه وکړه.

 یاد پلاوي لومړی د دې ریاست له رئیس شیخ خالد سره په ناسته کې هغوی ته د امربالمعروف وزارت کاري لایحه واروله او له هغوی یې وغوښتل چې په خپلو، لاس لاندې کسانو د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي چې په وینا یې: (( زموږکړنې د مشرتابه فرمانونه او د وزارت سپارښتنې دې چې پلي کول یې زموږ شریک مسؤولیت دی)).

دغه راز یې د یاد  ریاست له مامورینو سره په ځانګړې ناسته کې هغوی ته د وزارت لخوا د شوو سپارښتنو د پلي کېدلو سپارښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د نظامي معینیت اړوند د ازاله منکراتو ریاست مسؤولین د پلازمینې کابل په ګډون په ولایتونو او ولسوالیو کې له نظامي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


جهاد پشتوانه قوی استقلال یک کشور می باشد؛

محتسبین امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت غور حین دیدار با شهروندان این ولایت در ارتباط به مزایایی جهاد صحبت نموده گفتند: جهاد پشتوانه‌ای قوی برای عزت واستقلال یک کشور به شمار می‌رود چنانکه  پیامبر گرامی اسلام می‌فرماید: جهاد کنید تا مجد و عظمت را برای فرزندان تان بر جای گذارید.

در این دیدار محتسبین از تمام شهروندان به خصوص ملا امامان مساجد خواستند تا فرزندان این سرزمین را از حقیقت جهاد آگاهی دهند تا این فریضه الهی از نسل به نسل انتقال نماید تا کسی نتواند به مسلمین ظلم نماید.

محتسبین گفتند جهاد در راه خداوند متعال از مهمترین وظایف و مسئولیت های فردی و اجتماعی هر مسلمان می باشد؛ مومن که بر علیه بدی ها و وسوسه های شیطانی مبارزه کنند؛ تلاش وی جهاد محسوب می گردد و یکی از بهترین مزایای جهاد این است جلوی ظلم ظالم گرفته شده و برای مسلمانان  فضای مصئونیت را ایجاد می نمایند.

همچنان محتسبین ولایت غور از چندین نهاد نظامی دیدن نموده و توصیه ها را به گونه کتبی برای مجاهدین شریک نمود و نیز محتسبین حین بازدید از صفوف گفتند: هیچ فرد امارتی  حق ندارد بر مردم ظلم نمایند و مجاهدین باید خادم مردم باشند نه اینکه بالای مردم  قدرت نمایی  نمایند و هر شهروند که از سوی مجاهدین مورد اذیت قرار می گیرد به بخش سمع شکایات این ریاست؛ شکایت نمایند.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کابل ښاري ریاست محتسبینو له ۴۲ صحي مرکزونو او ۱۷۰ تجارتي ځایونو څخه لیدنې وکړي؛

د کابل ښاري ریاست د امربالمعروف، نهې عن المنکر محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د کابل ښار له ۴۲ صحي مرکزونو او۱۷۰ تجارتي مارکیټونو له مسؤولینو سره د وزارت لخوا د شویو سپارښتنو د تطبیق په موخه لیدنې وکړې محتسبینو نوموړو ته توصیه وکړه چې د وزارت لخوا شوې سپارښتنې عملي او خپلې ټولې کړنې له اسلامي شریعت سره برابرې مخ ته یوسي.

محتسبینو د صحي مرکزونو مسؤولینو ته توصیه وکړه چې له ناروغانو سره نېک چلند او سمه درملنه یې وکړي او د ښځينه او نارینه و انتظار ځایونه سره جلا او خپلو ښځینه کارکونکو ته توصیه وکړي چې شرعي حجاب مراعت کړي.

همدا راز یې له نوموړو وغوښتل چې د معروفاتو په ټینګښت او د منکراتو په مخنیوي کې د یاد ریاست له محتسبینو سره مرسته وکړي.

د یادو ځایونو مسؤولینو د امربالمعروف محتسبینو ته له اصلاحي کړنو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې له نوموړو سره به د معروفاتو په ټينګښت او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د میدان وردګ محتسبین: د ځوان نسل سالمه روزنه زمونږ دیني او انساني دنده ده؛

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو آمر مولوي ذبیح الله منصور د یاد ولایت مرکز اړوند د دولسم ټولګي زده کوونکو په فراغت غونډو کې ګډون وکړ.

ښاغلي منصور زده کوونکو ته د مبارکۍ تر څنګ توصیه وکړه چې خپلې زده کړي جاري وساتي او د زخمي وطن زخمونو ته پټۍ شي او په هر حالت کې په خپل وطن او د خپلو هېوادوالو تر څنګ پاتې شي.

دغه راز یې له ښوونکو د مننې ترڅنګ وغوښتل چې د هېواد د بچيانو د سالمې روزنې په برخه کې لاهڅې وکړي. محتسبینو نوموړو ته وویل: د ځوان نسل روزنه زمونږ د ټولو دیني او انساني دنده ده او په خپله دنده کې باید ریښتیني و اوسو.

دغه راز یې له کورنیو وغوښتل چې د خپلو اولادونو سالمه روزنه وکړي، د عصري زده کړو ترڅنګ یې ديني زده کړو ته هم وهڅوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د هرات محتسبین: د امربالمعروف له شتون څخه پرته، اسلامي ټولنه نيمګړې ده

د هرات ولایت محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې په تېرو (۷۲) ساعتونو کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو سره په ټولنه کې د معروفاتو د ټینګښت، منکراتو د مخنیوي او د امر بالمعروف په ارزښت بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

په یادو ناستو کې محتسبينو د یاد ولايت قومي مخورو او ديني عالمانو ته په خپلو خبرو کې وویل چې یوه اسلامي ټولنه غیر د امربالمعروف له شتون څخه پرته نیمګړې ده او دا د هر مسلمان دنده ده چې د معروفاتو په ټينګښت او د منکراتو په مخنیوي کې خپله ونډه واخلي. دغه راز یې له دیني عالمانو وغوښتل چې په ټولنه کې د حجاب، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو او په نبوي طریقه د ظاهر جوړلو په اړه  بيانونه وکړي او خلکو ته توصیه وکړي چې د وزارت سپارښتنې پلي کړي.

ورته وخت کې محتسبیو د یاد ولایت په مرکز او د ځینو ولسوالیو له تعلیمي ځایونو، صحي مرکزونو، هوټلونو، سلمانیو او یو شمېر هټۍ والو سره د وزارت د سپارښتنو د عملي کولو په پار ليدنې وکړې.

محتسبینو نوموړو ته توصیه وکړه چې د وزارت لخوا په شویو سپارښتنو عمل وکړي او خپله دنیا او اخرت روښانه کړئ.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


قومي مخور: د امربالمعروف وزارت کړنې د ټولنې د سمون غوره لار ده

د کابل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو له لوري د یاد ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د امنیتي ارګانونو له مسؤولینو او د دې ولسوالۍ له قومي مخورو سره د همغږۍ په موخه ناسته تر سره کړه. 

په دې تر سره شوې ناسته کې محتسبینو له مسؤولینو او قومي مخورو سره په ودونو او نورو خوښیو کې د موسقۍ پر غږولو او د سینګارتونونو  پر بندیز خبرې وکړې او په دې برخو کې یې له امارتي مسؤولینو او قومي مخورو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

امارتي مسؤولینو او قومي مخورو په یادو برخو کې د امربالمعروف وزارت د مسؤولینو کړنې وستایلې او دا یې د ټولنې د سمون او جوړښت غوره لار وبلله او د دې برخې مسؤولینو ته یې په چارو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز په ناسته کې د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخو او ټولو امارتي ادارو کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه د شوو سپارښتنو پلي کول چې د ناستې یوه برخه وه هم خبرې وشوې او د ذکر شوې برخې  مسؤولینو  د وزارت محتسبینو ته په دې برخو کې د شوو سپارښتنو د پلي کولو ژمنه وکړه.

د یادولو ده چې د پلازمینې کابل ریاست محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د  منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کندز په ولايت کې محتسبینو له قومي مخورو سره ناستې تر سره کړې

د کندز ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون د نهو ولسوالیو له قومي مخورو او د جوماتونو له ملا امامانو سره په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناستې تر سره کړې.

د دې اصلاحي ناستو پر مهال محتسبینو ځایي خلکو ته سپارښتنې وکړې چې په ودونو او نورو خوښیو کې د موسیقۍ له غږولو او د بې ځایه لګښتنو له کولو ډډه وکړي.

دغه راز یې  د سیمې پر دیني عالمانو غږ وکړ چې د ممبرونو له لارې خلکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي او هغوی ته د حجاب او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي.

باید وویل شي چې د امربالمعروف وزارت له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې مېشت محتسبین له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامي او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناستې کوي چې ورسره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د علمي بورډ غړي: د اسلامي نظام ساتنه یواځي په اسبابو سره نه کېږي؛

د امربالمعروف وزارت اړوند په نظامي لیکو کې د منکراتو د مخنیوي او شکایتونو اورېدلو علمي بورډ غړو د خپلو ورځینو کړنو په جریان کې د کورنیو چارو وزارت اړوند د (وزارتونو د ساتنې اتلسم نظامي ټولي) له مسؤولینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: د اسلامي نظام ساتنه یواځې په اسبابو سره نه کېږي، بلکي د مشرانو اطاعت او د نظام له لوري د ټاکل شوې پالیسۍ پر اساس کړنې تر سره کول د نظام د پایښت او دوام سبب کېږي.

 په یاده ناسته کې د علمي بورډ غړو د ذکر شوي نظامي ټولي مسؤولینو ته د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوې لایحه هم واوروله او له هغوی یې د پوره پلي کېدو غوښتنه وکړه.

یاد هیئت  پر هغوی ټینګار وکړ چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتداري تر سره کړي او له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.

د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت اړوند په نظامي لیکو کې د ازاله منکراتو مسؤولین د ټولو نظامي ادارو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د هلمند ولايت محتسبینو له عمري انسټیټیوټ او عمري داراليتام څخه ليدنې وکړې

د هلمند ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست د محتسبینو آمر مولوي محمد ايوب «ايوبي» او ورسره مل پلاوي د خپلو ورځنيو کړنو په جريان کې د ياد ولایت له عمري روغتيايي انسټیټیوټ او عمري داراليتام څخه ليدنې وکړې. ښاغلي ايوبي د يادو تعليمي ځايونو مسؤولينو، استادانو او زده کوونکو ته د اسلامي نظام په ارزښت او ساتنه خبرې وکړې او له استادانو يې وغوښتل چې زده کوونکو ته د اسلام په زرین تاریخ سمينارونه داير کړي څو له اسلامي تاريخ څخه خبر شي. دغه راز محتسبینو زده کوونکو ته توصیه وکړه چې عصري او ديني تعليم دواړه چې د ټولنې يو مبرم ضرورت دی وکړي او د خپل اسلامي نظام تر خوا خپل ځورېدلي ولس ته د خدمت جوګه شي.

محتسبینو د ذکر شوو تعلیمي ځایونو مسؤولينو ته ډاډ ورکړ چې تر خوا يې ولاړ دي؛ مرستې به جاري ساتي او له هغوی يې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنيوي کې د ياد ولایت له محتسبینو سره مرسته وکړي او چاته اجازه ورنه کړي چې د امر بالمعروف وزارت د اصلاحي کړنو پر وړاندې منفي تبليغات ترسره کړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د فراه ولايت محتسبین: اسلام د ورورولۍ او اتحاد دین دی

د فراه ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د خپل منځي اتفاق او ورورولۍ په پار ناستې ترسره کړې.

په دغو ناستو کې چې ډېری خلکو ګډون درلود محتسبینو په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اسلام د ورورولۍ دین دی نو باید د وروڼو په څېر ژوند وکړو او د یو بل تر خوا ودرېږو هېڅ یو ته اجازه ور نه کړو چې په منځ کې مو خدای مه کړه نفاق واچوي. دغه راز محتسبینو له خلکو وغوښتل چې د اولادونو سالمه روزنه وکړي او د ديني تعليم ترڅنګ یې عصري تعليم ته هم وهڅوي.

ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کې له یو شمېر سلمانیو، هوټلونو او هټیو څخه د اصلاح په موخه لیدنې ترسره کړې محتسبینو نوموړو د وزارت له خوا د شویو توصیو د تطبیق سپارښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د یاد ولایت له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د لغمان ولایت محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناستې ترسره کړې

د لغمان ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د ورکړل شوي مهال وېش مطابق د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په پار ناستې ترسره کړې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې په ټولنه کې د حجاب په ارزښت خبرې وکړي او له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي. 

دغه راز د امربالمعروف وزارت د اعلامیې د خپرېدو سره سم د لغمان ولایت امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست د خپلو مربوطه ولسوالیو سره په همغږۍ د باران غوښتلو په پار د استسقاء لمونځونو لړۍ پیل کړه، چې د لغمان ولایت مرکز او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې به درې ورځې  په مسلسله توګه د استسقاء لمونځونه ترسره شي.

ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د ښار له یو شمېر سلمانیو، هوټلونو، روغتونونو، ورزشي او یو شمېر نورو تجارتي ځایونو څخه د اصلاح په موخه لیدنې وکړې او هغوی ته یې د وزارت لخوا د شویو سپارښتنو د تطبیق توصیه وکړه.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د میدان وردګ محتسبین: د عامه ذهنیت جوړول او اسلامي احکام تر خلکو رسول د رسنیو مسؤلیت دی

د میدان ورګ ولایت دامربالمعروف محتسبینو، د د ې ولایت د غږیزو او تصویري رسنیو له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل چې د نشراتو پر مهال د هغه څه له خپرولو ډډه وکړي چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي.

محتسبینو په دې  اصلاحي ناستو کې  چې موخه یې په یاد ولایت کې  د رسنیو پر کارمندانو د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پلي کول وه وویل،د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د رسولو تر ټولو لوی مسؤلیت ستاسې رسنیو پر اوږو دی، نو پر تاسې لازمه ده چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ورسوئ چې د اسلام او اسلامي نظام اصلي غوښتنې وي.

دغه راز محتسبینو هغوی ته ور یاده کړه چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي څو د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پلي او د شته ستونزو مخه ونیول شي.

د یادو رسنیو مسؤلینو د نظام غوښتنو ته ژمن پاته کېدل خپل لومړنی مسؤلیت یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې شوې سپارښتنې  به په پوره توګه پلي کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د فراه ولایت د امربالمعروف رئیس د دې ولایت له اوسېدونکو سره  د هغوی د شکایتونو اورېدلو په موخه ناستې تر سره کړې

د فراه ولایت د امربالمعروف  رئیس شیخ عبدالمجید صمیم د مل پلاوي په ملتیا د یاد ولایت د قلعه کاه، پشتکوه او شیب کوه ولسوالیو ته د خپلو سفرونو پر مهال د دې ولسوالیو له مسؤلینو سره په امارتي ادارو کې  د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو اود وزارت د سپارښتو د پلي کولو په پار بېلابېلې اصلاحي ناستې تر سره کړې.

په دې بېلابېلو ناستو کې  ښاغلي عبدالمجید صمیم مسؤلینو ته پخپلو خبرو کې وویل: د مسؤلینو له لوري در سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتدارۍ تر سره کړئ او په دې بخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړئ او د کړنو پر مهال له قوم پالنې او خپلوي پالنې څخه ډډه وکړئ او ولس ته ریښتینی خدمت وړاندې کړئ.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس د د ې ولسوالیو له ځایي اوسېدونکو او قومي مخورو سره په جلا ناستو کې هغوی ته وویل، د امربالمعروف وزارت د خلکو د شکایتونو اورېدلو په موخه ځانګړی ریاست لري چې یاد ریاست د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې ریاستونه او امریتونه لري تر څو خلک وکولی شي خپل شکایتونه د یادو ادارو له لوري د حل په موخه هر مسؤلو چارواکو ورسوي.

د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین په مرکز او ولسوالیو کې له ځايي خلکو او امارتي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د‌کابل ښاري رياست محتسبینو له يو شمېر سلمانيو او ورزشي ځايونو څخه څارنه وکړه

د کابل ښاري رياست محتسبینو د خپلو ورځنيو کړنو په جريان کې د ورکړل شوي مهال وېش سره سم د‌کابل ښار  له ۸۹ سلمانيو ۱۴ حمامونو او يولس ورزشي ځايونو څخه د اصلاح په موخه ليدنه ترسره کړه او هغوی ته يې د وزارت لخوا د شويو  سپارښتنو د پلي کولو په موخه لارښوونې وکړې.

دغه راز د ياد رياست محتسبینو د‌کابل ښار په ۲۲ ناحيو کې له ۳۳ شخصي او امارتي ښوونځيو څخه د اصلاح په موخه ليدنه وکړه، محتسبینو د ښوونځيو مسؤلينو ته سپارښتنې وکړې چې په خپله دنده کې لا هڅه وکړي او نوی نسل دې په اسلامي روحيه و روزي. دغه راز يې له ښوونکو وغوښتل چې خپل سيرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

ورته وخت کې د ياد رياست محتسبینو د ښار په عامه ځایونو کې خلک د معروفانو په اقامې او د منکراتو د مخنيوي په موخه و هڅول او هغوی ته يې د وزارت لخوا د شويو سپارښتنو د عملي کولو په موخه لارښونې وکړې

او له نوموړو يې وغوښتل چې خپلې کړنې د وزارت له پاليسۍ سره سمې مخ ته يوسې.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د امر بالمعروف وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د پولیسو له اکاډمۍ څخه لیدنه ترسره کړه

د امربالمعروف،نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي معین شیخ محمد فقیر(محمدي) او د ریاست الوزرا د تشریفاتو مرستیال الحاج خلیل احمد او ورسره مل پلاوي د میدان وردګ ولایت د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه د اصلاح په موخه لیدنه وکړه.

ښاغلي محمدي د یاد ښوونیز مرکز له ټولو مجاهدینو سره د یاد مرکز په تالار کې غونډه ترسره کړه، او هغوی ته یې د امیر المؤمنین حفظه الله فرامین بیان کړل، او له ټولو مجاهدینو او کارمندانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو امیرانو او مشرانو اطاعت وکړي او د هغوی د فرمان خلاف کار دي نه ترسره کوي، ښاغلي  محمدي له مجاهدینو و غوښتل چې خپل سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم برابر او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي . دغه راز یې له ټولو مجاهدینو وغوښتل چې دا نظام د ډېرو وینو بهېدلو او د سرونو په قربانیو راغلی او ساتنه یې هم باید د سر په بیه وشي.

دغه راز د یاد ښوونیز مرکز قومندان مولوي محمد نسیم(سعید)  د یاد پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دوی لخوا په شویو سپارښتنو به عمل کوي

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


کنړ کې محتسبینو له روغتیایي مرکزونو د وزارت د سپارښتنو د څار په موخه لیدنه وکړه

د کنړ ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دریو ورځو  په جریان کې د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې د(۴۸) ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره بېلاېلې اصلاحي ناستې تر سره کړې.

په دې تر سره شوو ناستو کې محتسبینو پر ښوونکو ټینګار وکړ چې د زده کوونکو د علمي روزنې تر څنګ د هغوی فکري او  اخلاقي روزنه وکړي څو مو نوی نسل له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.

دغه راز محتسبینو په دې ناستو کې له زده کوونکو وغوښتل چې خپلو درسونو ته متوجه و اوسي او د درسي کتابونو تر څنګ دیني او فکري کتابونه ولولي څو د پردیو افکارو له تاوان خبر او پر وړاندې یې مبارزې ته چمتو وي.

په ورته وخت کې محتسبینو د ۱۵ ولسواليو  په ۳۸ جوماتونو، ۱۴ روغتیایي مرکزونو، مؤسسو، چکپینټونو او د سیمې له علماء کرامو، قومي مخورو ، او ځوانانو سره د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو او د امربالمعروف وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په پار  بیلابیلې اصلاحي ناستې تر سره کړې.

د یادولو ده چې د کنړ ولایت د امربالمعروف محتسبین په مرکز او  ولسوالیو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د بغلان محتسبین: مسؤلین باید د ولس ریښتینی خدمت وکړي

 د بغلان ولایت د مرکز او ولسوالیو  د امربالمعروف محتسبینو  په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او دمنکراتو د مخنیوي په موخه په (۱۱۰)  جوماتونو کې له ځایي خلکو سره د دعوت پر مهال هغوی ته د اسلامي عقیدې، یووالي، حجاب او د امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړې.

د یاد ولایت د محتسبینو له لوري دا جوړې شوې ناستې چې موخه یې په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوی او خلکو ته د امربالمعروف وزارت له لوري د شوو سپارښتنو اورول وو.

محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې له ځایي خلکو وغوښتل چې له خپلمنځي شخړو ډډه وکړي وا هغوی ته یې د اسلامي حجاب او په ټولنه کې د امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د وزارت د هدایت پر اساس د دې ولایت د پوهنې او استخباراتو ریاست له مسؤلینو سره د وزارت له لوري د ټاکل شوو سپارښتنو د اورولو او پلي کولو په پار بېلابېلې ناستې تر سره کړې او پر مسؤلینو یې ټینګار وکړ چې شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړې او په اړوندو برخو کې ولس ته ریښتینی خدمت وکړي او پخپلو نېکو کړنو ولس ته د اسلامي نظام ریښتینی انځور وړاندې کړي.

د یادولو ده چې د دې ولایت  محتسبین د مرکز په ګدون له ځایي خلکو او امارتي مسؤلینو سره وخت پر وخت اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو په پلي کولو کې دپام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


په پکتیا ولایت کې محتسبینو ته د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري درې ورځنی روزنیز سمینار پیل شو

د پکتیا ولایت د امربالمعروف په ریاست کې د امربالمعروف وزارت د مسلکي معینیت اړوند د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري محتسبینو ته درې ورځنۍ روزنیز سمینار پیل شو.

د امربالمعروف وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري په دې ترتیب شوي سمینار کې پر پکتیا ولایت سر بېره  ، خوست، پکتیکا، غرني او د لوګر  ولایتونو د امربالمعروف رئیسانو او اداري کارمندان  ګډون لري چې له دې روزنیز سمینار څخه یې موخه په اداري برخه کې د مسلکي کسانو روزل او کارمندانو ته  د پر مختللې او منظمې ادارې د مهاروتونو ورښودل دي.

د سمینار د پیل خبرې د پکتیا امربالمعروف رئیس مولوي سیدجمال جمالي وکړې، ښاغلي جمالي د وزارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ خوښي وښوده چې مسؤلین د دوی هرې ستونزې ته پر وخت رسېدنه کوي.

په دغه تړاو ښاغلي جمالي پخپلو خبرو  کې اداره علم او هنر وګڼلو او ویې ویل چې سمینار کې چې څه زده کوئ دغه علم دی او دا سمینار کې  زده شوي څه په عمل کې راوستل بیا هنر دی.

د یادولو ده چې دا روزنیز سمینار چې پکې د پکتیا ولایت پر محتسبینو سر بېره د پکتیکا، خوست، غزني او لوګر ولایتونو رئیسان او اجرائیه مدیران پکې شتون لري چې تر دریو ورخو به دوام وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


کند هار کې محتسبینو د (۹۰) جوماتونو له ملا امامانو سره د همغږي په موخه ناستې تر سره کړې

د کندهار ولایت د امربالمعروف محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د (۹۰) جوماتونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه  اصلاحي ناستې تر سره کړې.

په دې ناستو کې چې موخه یې په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوی او په دې برخه کې  د دیني عالمناو او قومي مخورو همغږي وه محتسبینو وویل، هر مسلمان مسؤلیت لري چې په ټولنه کې دشته منکراتو مخه ونیسي او خلک نېکې لارې ته را بولي، نو په همدې اساس مو له دیني عالمانو او قومي مخورو غوښتنه ده چې په دې برخه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی خپل مسؤلیت وباله او له محتسبینو سره یې په هره برخه کې دمرستې ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو په ښار کې له بېلابېلو هټیو لیدنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې تر سره کول یې په  اسلام کې جواز نه لري.

د یادولو ده چې ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبین له ځایي خلکو او امارتي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کندهار ولايت د امر بالمعروف رئيس او محتسبينو د ياد ولايت له ٦٥ نظامي ارګانونو څخه لیدنه وکړه:

د کندهار ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئيس د دې ولايت دمحتسبينو په ملتيا د ياد ولايت دمرکز په ګډون په ولسواليو کې د ٦٤ جوماتونو او ٦٥ نظامي ارګانونو له مسؤلينو سره د اصلاح په موخه ناستې ترسره کړې،په دې تر سره شوو ناستو کې محتسبينو د نظامي ارګانونو څخه د لیدنې پر وخت له مجاهدينو وغوښتل .چې له خلکو سره نېک چلند وکړي او ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وکړي دغه راز يې له هغوی وغوښتل چې خپل سیرت او صورت دنبوي ارشاداتو  سره سم جوړ کړي،د معروفاتو په اقامي او د منکراتو په مخنيوي کي د ياد رياست له محتسبينو سره خپله همکاري وکړي په ورته وخت کې د ياد ولايت محتسبينو د دې ولایت په ۶۴ مسجدونو کې له ملا امامانو او قومي مخورو

.سره د اصلاح په موخه ناستی ترسره کړي،محتسبينو له ملا امامانو او قومي مخورو وغوښتل چې دځوان نسل په سالمه روزنه کې خپلې هڅې وکړي ځوانان دې په ديني او عصري پوهه سمبال و روزي او د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنيوي کې دې له محتسبينو سره مرسته وکړي،دغه راز يې دسيمې له خلکو و غوښتل چې خپل سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي ، لمونځونه په جماعت سره ادا کړي په خپل منځ کي په نېکۍ چلند وکړي،د معروفاتو په اقامه،او د منکراتو په مخنيوي کي له محتسبينو سره مرسته وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کنړ دامر بالمعروف رئيس له خيريه بنسټونو او ولسي خلکو وغوښتل چې له نويو راغلو کډوالو سره مرستې وکړي:

د کنړ ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئيس مفتي محمد ياسين او محتسبينو د خپلو ورځنيو کړنو په جریان کې د ياد ولايت له ولسي خلکو او خيريه بنسټونو سره د يوې ناستې پر مهال له هغوی .وغوښتل چې له نويو راغلو کډوالو سره مرسته وکړي او په دې سختو شرايطو کې يې لاسنيوی وکړي

د ياد ولايت د امر بالمعروف ریاست رئيس او محتسبينو، د مهاجرينو په پنډغالي کې له خيريه بنسټونو او ولسي خلکو وغوښتل چې نوي راغلي کډوال په دې سختو شرايطو کې لاسنيوي ته اړتيا لري نو ټول هېواد وال يې بايد تر خپل توانه

لاسنيوی وکړي په ورته وخت کې، دياد ولايت محتسبينو د مرکز په ګډون د پنځلس ولسوالیو څخه لیدنه وکړه، او له خلکو يې .وغوښتل، چې له نوي راغلو کډوالو سره مرسته وکړي دغه راز دخاص کنړ ولسوالۍ د امر بالمعروف ریاست دمحتسبینو په هڅو، سرې مياشتې ژمنه وکړه چې د نويو راغلو کډوالو په .پنډغالي کې به کډوالو ته مسجد او د پاکو اوبو سيستم جوړ کړي.همدارنګه د ياد ولايت محتسبينو له 76 جوماتونو، 18 لېسو، او پوهنتونونو، 12 ديني مدرسو، 56 لويو او وړو .بازارونو، 8 هوټلونو، 42 لرو پرتو کلیو، 8 ملکي رياستونو او 42 نظامي پوستو کې اصلاحي ناستې ترسره کړې محتسبينو نوموړو ته د وزارت لخوا شوې سپارښتنې بيان کړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې چارې د وزارت له پالیسۍ سره سمې مخ ته يوسي محتسبينو همدا راز له هغوی وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې دياد رياست له محتسبينو سره خپله همکاري وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


کابل ښاري رياست د کابل ولايت له ۲۲ حوزو څخه د اصلاح په موخه ليدنه وکړه.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت، کابل ښاري رياست د خپلو ورځنيو کړنو په جريان کې نن د کابل ښار له ۲۲ حوزو څخه ليدنه وکړه.

محتسبینو هټۍ والو ته سپارښتنې وکړې چې خپل کار په اسلامي احکامو برابر مخ ته يوسي او خپل ورځني کار کې دې له منکراتو مخنيوی وکړي.

دغه راز د ياد رياست محتسبینو د کابل ښار په يو شمېر مسجدونو کې له خلکو سره ناستې ترسره کړې ځوانانو ته يې د نشه يې توکو زيانونه او ګناه بیان کړه، او له هغوی يې وغوښتل چې له نشه يي توکو څخه ځان لرې وساتي نوموړو د نشه يي توکو د زيان په هکله هغوی ته و ويل چې له يوې خوا مو دا دنيا خرابوي او د ژوند له هرې سيالۍ پاتې کېږي او له بلې خوا مو آخرت تباه کوي او ځای به مو خدای مه کړه جهنم وي

دغه راز يې د کورنيو له مشرانو و غوښتل چې په خپلو اولادونو زده کړې وکړي د هغوی په تربيه کې دې هڅه وکړي.

همدارنګه محتسبینو له ديني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنيوي کې د ياد رياست له محتسبینو سره همکاري وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ميدان وردګ ولایت د امر بالمعروف محتسبینو د اتو(۸) نظامي ارګانونو له عقیدتي مسؤلينو سره وکتل.

د ميدان وردګ ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رئيس او محتسبینو د خپلو ورځنيو کړنو په جريان کې د مرکز په ګډون د ۸ ولسواليو د نظامي ارګانونو له عقیدتي مسؤلينو سره ناستې ترسره کړې.

د يادو ناستو په لړ کې محتسبینو عقیدتي امرينو ته د وزارت لخوا شوې سپارښتنې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې له لايحې سره سم مخ ته ولاړ شي. دغه راز يې له نوموړو وغوښتل چې مجاهدينو ته دې د نیک رفتار سپارښتنې وکړي، د اسلامي نظام په ارزښت او ساتنه دې ورته خبرې وکړي. دغه راز محتسبینو له نوموړو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنيوي کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

همدارنګه د ياد ولایت محتسبینو د چک ولسوالۍ د خوات په دره کې د قرآن کريم د حفظ په فراغت غونډه کې چې زيات شمېر عالمانو او قومي مخورو ګډون درلود برخه واخيسته.

محتسبینو له هغو کورنيو مننه وکړه چې په خپلو اولادونو اسلامي زده کړې کوي، او له هغوی يې وغوښتل چې د خپلو اولادونو په سالمه روزنه کې لا هڅې وکړې او د ديني زده کړو تر څنګ عصري زده کړي هم پرې وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف محتسبینو د نعمت آباد ولسوالۍ له اوسېدونکو سره وليدل.

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو د ورځنيو کړنو په دوام د ياد ولایت د نعمت آباد ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د اصلاح په موخه ناستې ترسره کړې.

د يادې ولسوالۍ محتسبینو د ولسوالۍ په څو مسجدونو کې ملا امامانو او قومي مخورو ته و ويل؛ اسلام د نېکۍ او خیر غوښتنې دين دی نو بايد له نورو سره په نېکۍ چلند وکړو، يو بل نيکۍ ته دعوت کړو له منکراتو يې مخنيوی وکړو. او په خپلو منځو کې ريښتوني و اوسو

دغه راز د يادې ولسوالۍ محتسبینو له خلکو وغوښتل چې د اولادونو سالمه روزنه وکړي، هغوی په اسلامي روحيه و روزي د ديني تعليم تر څنګ عصري تعليم پرې وکړي او له منکراتو يې مخنيوی وکړي‌.

دغه راز د يادې ولسوالۍ محتسبینو په يو شمېر مسجدونو کې د لمانځه او سنتو په ارزښت خبرې وکړې، له خلکو يې و غوښتل چې ځان د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) مبارک په سنتو پوه او په ځان عملي کړي. همدارنګه يې له ټولو ملا امامانو او قومي مخورو و غوښتل چې د معروفانو په اقامه او د منکراتو په مخنيوي کې له محتسبینو سره خپله همکاري وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر رئيس او محتسبینو د ياد ولایت له ټولو امارتي ادارو څخه ليدنه وکړه.

د لوګر ولايت ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رئيس او محتسبینو د لوګر ولایت له امارتي ادارو څخه ليدنه وکړه

او هغوی ته يې د امير المؤمنین حفظه الله فرامين او سپارښتنې بیان کړې له هغوی يې وغوښتل چې امارتي ادارې بايد د امر بالمعروف وزارت له پاليسۍ سره برابرې وي. همدارنګه يې له کارکوونکو وغوښتل چې خپل صورت او سیرت په نبوي ارشاداتو برابر کړي، لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او له مراجعینو سره نېک او غوره چلند وکړي.

 دغه راز محتسبینو د مرکز په ګډون له څو ولسوالیو ليدنه وکړه او هغوی ته يې د وزارت لخوا په شوو سپارښتنو ټينګار وکړ او له هغوی يې وغوښتل چې خپلې کړنې د شريعت مطابق پرمخ يوسي.

دغه راز د ياد ولایت محتسبینو د مرکز په ګډون د څو ولسوالیو د ديني عالمانو او قومي مخورو سره ناستې ترسره کړې. له هغوی يې وغوښتل چې خپلو ښځينه وو ته د حجاب مراعتولو په اړه سپارښتنې وکړي.

همداراز يې له ديني عالمانو و غوښتل چې ځوانانو ته د دينې زده کړو ترڅنګ فکري پوهه ورکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د خوست محتسبینو د اصلاح په موخه د مرکز په ګډون له ۱۲ ولسوالیو څخه ليدنه وکړه.

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو د ورځنيو کړنو په دوام کې د ياد ولایت د مرکز په ګدون له ۱۲ ولسوالیو څخه ليدنه وکړه محتسبینو د مرکز او يادو ولسواليو په ۴۰ جوماتونو کې له ملا امامانو او قومي مخورو سره ناستې ترسره کړې.

محتسبینو د يادې ولسوالۍ خلک خپل مسئولیتونو ته متوجه کړل، او د وزارت لخوا شوي سپارښتنې يې تر هغو ورسولې، دغه راز يې له نوموړو وغوښتل، چې د کورنۍ د سرپرست په صفت د خپلې کورنۍ ښه او سالمه روزنه وکړي، خپل اولادونه دې په اسلامي پوهه او روحیه و روزي؛ خصوصاً ځوانان چې په يوه ټولنه کې مهم رول لري، او راتلونکی ټول د هغوی په لاس کې دی دغه راز يې له ملا امامانو و غوښتل چې خلکو ته دې سپارښتنه وکړي، چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا او خپل صورت او سیرت په نبوي طریقه برابر کړي.

همدارنګه د ياد ولایت محتسبینو له امنيتي تلاشي ځايونو او پوستو څخه د اصلاح په موخه ليدنه وکړه له هغوی يې وغوښتل چې د امیر المؤمنین حفظه الله فرامین عملي کړي، له خلکو سره نېک چلند وکړي او د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنيوي کې د ياد رياست له محتسبینو سره لازمه همکاري وکړي.

دغه راز محتسبینو خلکو ته سپارښتنې وکړې چې خپل ودونه په اسلامي طريقه وکړي او د وزارت له پاليسۍ دې سرغړونه نه کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د غزني دامربالمعروف رئیس، د همغږۍ په موخه د يوه روغتون په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ!

د غزني د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رئيس مولوي محمد عالم ناصح او ورسره مل پلاوي، د عارف ندا معالجوي روغتون په يوه جوړه شوې غونډه کې چې موخه يې له پاکستان څخه د نويو راغلو مهاجرينو وړيا درملنه وه؛ ګډون وکړ.

ياده غونډه کې چې ملي سوداګرو، ديني عالمانو، قومي مخورو او رسنيو ګډون درلود؛ ښاغلي ناصح د ياد روغتون دا کړنه وستايله او د مننې تر څنګ یې ورسره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه. دغه راز ښاغلي ناصح د غونډې له ټولو ګډونوالو و غوښتل چې له نويو راغلو کډوالو سره پوره همکاري وکړي د هغوی تر خوا ودرېږي او د اوسېدو لپاره ورته خپلې ځمکې او کورونه په اختیار کې ورکړي.د يادونې وړ ده چې د غونډې ګڼ شمېر هېوادوالو له نويو راغلو کډوالو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې دوی به په دې سختو شرايطو کې يواځې نه پرېږدي.

همدارنګه ښاغلي ناصح او ورسره مل پلاوي د ياد ولایت د حضرت عبدالله ابن عباس له دارالعلوم څخه ليدنه وکړه،ښاغلي ناصح د ياد دارالعلوم له استادانو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته وویل چې تاسو ددې ټولنې د ملا د تېر حيثيت لرۍ، چې هر وخت مو ددې ټولنې بچيان په اسلامي پوهه سمبال روزلي.

دغه راز د ياد رياست محتسبینو د ذکر شوي دارالعلوم له زده کړيالانو وغوښتل چې خپل سيرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او د ديني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړي چې د ټولنې يو مبرمه اړتیا ده وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ارزګان د امر بالمعروف رئيس د ولایت په مرکز کې د اصلاح په موخه غونډې ترسره کړې.

د ارزګان ولایت د امر بالمعروف رئيس او محتسبینو د ياد ولایت په مرکز کې د همغږۍ او اصلاح په موخه غونډه ترسره کړه ياده غونډه کې د عامو خلکو تر څنګ دولتي کارکوونکو هم ګډون درلوده. يادې غونډې ته محتسبینو و ويل چې ټول ولس مکلفيت لري چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنيوي کې له محتسبینو سره همکاري وکړي

محتسبینو له قومي مخورو او عالمانو و غوښتل د ځوان نسل په روزنه کې خپلې هڅې وکړي او هغوي په ديني پوهه او روحیه وروزي.

همدارنګه د ياد رياست محتسبینو د ګېزاب ولسوالۍ له اهل تشيع عالمانو سره ناستې ترسره کړې او له هغوی يې و غوښتل چې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو په عملي کولو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي

دغه راز محتسبینو له نوموړو و غوښتل چې د سني او شيعه وګړو ترمنځ د همغږۍ ناستې ترسره کړي او له هغوی وغواړي چې د معروفاتو په اقامه او منکراتو په مخنيوي کې د ياد رياست له محتسبینو سره همکاري وکړي.

همدارنګه د ياد رياست محتسبینو د خاص ارزګان ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د حجاب په ارزښت، د جمعې د لمونځ او په نبوي ارشاداتو د سيرت او صورت برابرولو په ارزښت خبرې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې خپلې کړنې د وزارت له پاليسۍ سره برابرې مخ ته يوسي او د منکراتو په مخنيوي او د معروفاتو په اقامه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د زابل ولایت محتسبینو په مرکز او ولسوالیو کې له خلکو سره د اصلاح په موخه ناستې ترسره کړې.

د زابل ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبینو د ياد ولایت په مرکز کې د خپلو ورځنيو کړنو په دوام له هټۍ والو سره د اصلاح په موخه ولیدل له هغوی يې وغوښتل چې د لمانځه په وخت کې خپل کار پرېږدي او جمعې ته ولاړ شي.

همدا راز محتسبینو د ښار له ټولو سلمانيو او حمامونو څخه ليدنه وکړه او هغوی ته يې د وزارت لخوا لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې خپل کارونه د وزارت له پاليسۍ سره سم مخ ته يوسي.

همدا راز د ياد رياست محتسبینو د اطغر ولسوالۍ له ځينو روغتیایي مرکزونو څخه ليدنه وکړه او هغوی ته يې سپارښتنې وکړې چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي د نارينه او ښځينه وو انتظار ځايونه جلا کړي او له مراجعینو سره نېک چلند وکړي.

دغه راز د ياد ولایت محتسبینو د نوبهار او خاک افغان ولسوالیو کې د مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره ناستې ترسره کړې هغوی ته يې د وزارت لخوا لازمې سپارښتنې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


کابل ښاري رياست د کابل په ۲۲ حوزو کې خلکو سره د اصلاح په موخه ناستې ترسره کړې.

د کابل ښاري ریاست، محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د دوه ویشت حوزو  اړوند ۷۴ سلمانيو، ۹حمامونو، ۳جمنازيمونو، ۱۲ ورزشي کلپونو او له ۲۲شخصي او دولتي ښوونځیو څخه د خپلو ټاکل شوو سپارښتنو د څار په موخه لیدنه وکړه.

 محتسبینو د اصلاح په موخه نوموړو ته د وزارت له خوا د شوو سپارښتنو د تطبيق سپارښتنه وکړه او له هغوی يې و غوښتل چې خپلې کړنې د وزارت له پاليسۍ سره سمې مخ ته يوسي.

دغه راز يې له نوموړو وغوښتل چې خپل صورت او سیرت په نبوي ارشاداتو برابر کړي، لمونځونه په جماعت سره ادا کړي. او د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې دې د ياد وزارت له محتسبینو سره همکارري وکړي

محتسبینو همدا راز د کابل ښار د ۱۲ مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره وليدل.

له هغوی يې وغوښتل چې خلکو ته د وزارت سپارښتنې د اصلاح په موخه ورسوي او له هغوی وغواړي چې له منکراتو ځان وساتي

دغه راز يې د مسجدونو له ملا امامانو وغوښتل چې خلکو ته سپارښتنې وکړي چې له پاکستان څخه نويو راغلو مهاجرو سره نېک چلند وکړي، او د کورونو په کرایه کې ورسره مراعت وکړي

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پکتيا امر بالمعروف،نهې عن المنکر رياست له دولتي ارګانونو لیدنه ترسره کړه.

د پکتيا ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رئيس اومحتسبینو، د استخباراتو او د ولایت د استازي په شتون کې د ياد ولایت له اداراتو څارنه ترسره کړه. د يادې ليدنې هدف په اداراتو کې د اصلاحاتو راتګ او د ياد رياست د مکتوب تطبيق وو چې لله الحمد تر ډېره دا چاره بريالۍ وه. د ليدنو په جريان کې د ياد رياست محتسبینو له کارکوونکو و غوښتل چې په خپلو چارو کې ريښتيني و اوسي او له مراجعینو سره نیک چلند ترسره کړي.

همدا راز يې نوموړو ته سپارښتنې وکړې چې خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر کړي او خپلمنځي اتحاد د پياوړی کړي. دغه راز يې له نوموړو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د ياد رياست له محتسبینو سره خپله همکاري وکړي.

د ياد رياست د محتسبینو د خبرو تر اورېدو وروسته ټولو کارمندانو د امر بالمعروف کار چې د ټولنې اصلاح ده و ستايه او ژمنه يې وکړه چې له نوموړو سره به بشپړه همکاري کوي

هېره دې نه وي چې نوموړی هیئت چې مشري يې د ياد رياست رئيس سید جمال جمالي په غاړه لري هره دوشنبه او سه شنبه د استخباراتو او د ولایت د مقام د استازي په شتون کې ترسره کېږي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د قندهار ولایت د امر بالمعروف رئيس د ۶۰ مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره ناستې ترسره کړې.

د کندهار ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست د ياد ولايت په مرکز او ولسوالیو کې د ۶۰ مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره ناستې ترسره کړې. يادو ناستو کې محتسبینو له خلکو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له ياد رياست سره همکاري وکړي.

همدا راز يې له هغوی وغوښتل چې خپلمنځي اتحاد پياوړی، او د اولادونو سالمه روزنه وکړي.

همدا راز د ياد رياست محتسبینو د مجاهدينو له(۳۰) اطاقونو څخه ليدنه ترسره کړه

هغوی ته يې د امير المؤمنین حفظه الله فرامین بیان کړل او له هغوی يې وغوښتل چې د فرامینو په عملي کولو کې خپله هڅه وکړي، خپل سيرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر کړي خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي

دغه راز د ياد رياست محتسبینو له يو شمېر سلمانيو،هوټلونو، ورزشي ځايونو او تعليمي مرکزونو څخه ليدنه وکړه هغوی ته يې سپارښتنې وکړې چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي. خپل کارونه د وزارت له پاليسۍ سره برابر مخ ته يوسي.

دغه راز محتسبینو د خلکو ترمنځ څلور شخړې حل کړي او له هغوی ژمنه واخيسته چې نور به خپلو منځو کې د دښمنۍ پر ځای دوستي کوي. هېره دې نه وي چې د ياد رياست محتسبین د شپې لخوا هم د ښار او ولسوالیو په بازارونو او کليو ګرځي او د خلکو کړنې تر څار لاندې نيسي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د بغلان ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رئيس مولوي خليل الرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د خپلو ورځنيو کړنو په جريان کې د ياد ولایت له پنځو ولسوالیو( نهرین، برکه، خوست، فرنګ،او ګذر ګاه نور) څخه ليدنه ترسره کړه.

د سفر په جريان کې د يادو ولسواليو امنيه قومندانانو، د استخباراتو له مسئولينو او د امر بالمعروف له آمرينو سره ناستې ترسره کړې، ښاغلي راشد يادې ناستې ته د امیر المومنین حفظ الله فرامین بیان کړل او له هغوی يې و غوښتل چې د فرامینو په عملي کولو کې باید خپله ټوله هڅه وکړي.ددې ترڅنګ يې مسئولينو، مجاهدينو او کارمندانو ته د يو والي او اتفاق سپارښتنې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې له خلکو سره نېک چلند وکړي، او د هغوی ستونزو ته دې په وخت رسېدنه وکړي.

ورته وخت کې ټولو مجاهدينو او کارکوونکو د ياد رياست له کړنو تقدير وکړ، او د عملي کولو ژمنه يې وکړه.

د يادونې وړ ده چې ښاغلي خليل الرحمن راشد د ولسواليو د امر بالمعروف له آمرينو سره جلا جلا ناستې ترسره کړې او هغوی ته يې لازمې سپارښتنې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړي.

همدارنګه د ياد ولایت محتسبینو د مرکز په ګدون څو ولسوالیو کې خلکو ته سپارښتنې وکړې چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي، سيرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر کړي او خپلو ښځينه وو ته  چې حجاب د مراعتول لپاره سپارښتنې وکړي همدا راز يې له عالمانو او قومي مخورو و غوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنيوي کې د ياد وزارت له محتسبینو سره همکاري وکړي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ارزګان محتسبینو د دې ولایت له مرستیال والي سره په کارونو کې د همغږۍ په موخه ناسته تر سره کړه

د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو د د ې ولایت له مرستیال والي او نورو مسؤلینو سره د همغږۍ په پار ناسته تر سره کړه .

په دې ناسته کې د نورو موضوعاتو تر څنګ پر دې ټینګار وشوچې مسؤلین باید په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې اود منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او پر خپلو د تر لاس لاندې کسانو د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.

په دې ناسته کې چې موخه یې په کارونو کې همغږي، په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی وو محتسبینو د ناستې ګډون والو ته په خبرو کې وویل؛ زموږ او ستاسې یوازینۍ هیله د اسلامي نظام پایښت او ولس ته د ریښتي  خدمت وړاندې کول دي چې باید په هره برخه کې په پوره اخلاص کار وکړو او د ولس ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړو څو  ولس له اسلامي نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.

دغه راز محتسبینو په غونډه کې له ناستو مسؤلینو وغوښتل چې په تر لاس لاندې کسانو د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي او له محتسبینو سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په دې تړاو ناستې ته نورو مسؤلینو هم خبرې وکړې او په دې برخه کې مرسته کول یې خپل الهي او هېوادنی مسؤلیت وباله.

د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف محتسبین د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له امارتي مسؤلینو او ځایي خلکو سره د معروفاتو د اقامې اود منکراتو د مخنیوي په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په یادو برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د لوګر په شپږو ولسوالیو کې اصلاحي ناستې تر سره شوې

د لوګر  ولایت د امربالمعروف محتسبینو د مرکز پل علم په ګډون (څرخ، خوښۍ ،برکي برک ،ازره، محمدآغه او خروار) ولسوالیو کې د جوماتونو له ملا امامانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ناستو کې له هغوی وغوښتل چې له محتسبینو  سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي او د سیمې پر دیني عالمانو او ځوانانو یې ټینګار وکړ  چې د ځوان نسل په روزنه کې تر هر څه زیاته هڅه وکړي؛ څو مو نوی نسل له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.

دا ناستې چې موخه یې په ټولنه کې دمنکراتو مخنیوی او په دې برخه کې د دیني عالمانو او ځوانانو همغږي وه محتسبینو وویل، د ټولنې هر وګړی دا الهي مسؤلیت پر غاړه لري چې د معروفاتو اقامه وکړي اود منکراتو مخه ونیسي نو پر همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په دې برخه کې له محتسبینو  سره مرسته وکړئ څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او دشته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز محتسینو له دیني عالمانو وغوښتل چې د ممبرونو  له لارې  ځوانانو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د امربالمعروف محتسبینو له ښاري هټۍ والو وغوښتل چې خپلې ورځنۍ تجارتي کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او د لمونځونو د ادا پر وخت خپل دوکانونه وتړي او لمونځونه پر جماعت سره ادا کړي.

د یادلو ده چې د یاد ولایت محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس له امارتي مسؤلینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ارزګان محتسبینو د دې ولایت له مرستیال والي سره په کارونو کې د همغږۍ په موخه ناسته تر سره کړه

د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو د د ې ولایت له مرستیال والي او نورو مسؤلینو سره د همغږۍ په پار ناسته تر سره کړه .

په دې ناسته کې د نورو موضوعاتو تر څنګ پر دې ټینګار وشوچې مسؤلین باید په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې اود منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او پر خپلو د تر لاس لاندې کسانو د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.

په دې ناسته کې چې موخه یې په کارونو کې همغږي، په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی وو محتسبینو د ناستې ګډون والو ته په خبرو کې وویل؛ زموږ او ستاسې یوازینۍ هیله د اسلامي نظام پایښت او ولس ته د ریښتي  خدمت وړاندې کول دي چې باید په هره برخه کې په پوره اخلاص کار وکړو او د ولس ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړو څو  ولس له اسلامي نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.

دغه راز محتسبینو په غونډه کې له ناستو مسؤلینو وغوښتل چې په تر لاس لاندې کسانو د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي او له محتسبینو سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په دې تړاو ناستې ته نورو مسؤلینو هم خبرې وکړې او په دې برخه کې مرسته کول یې خپل الهي او هېوادنی مسؤلیت وباله.

د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف محتسبین د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له امارتي مسؤلینو او ځایي خلکو سره د معروفاتو د اقامې اود منکراتو د مخنیوي په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په یادو برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د خوست محتسیبن: د نوي نسل په  سالمه روزنه روزل مو د راتلونکې ټولنې د سمون ضمانت کوي

د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو  د امربالمعروف محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د دولس ولسوالیو له اوسېدونکو سره د دعوت پر مهال هغوی ته وویل چې لمونځونه په جماعت سره ادا کړي، د خپلو اولادونو سالمه روزنه وکړي او خپلې ورځنۍ کړنې له اسلامي احکامو سره سمې تر سره کړي.

په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته د عوت پر مهال وویل، د نوي نسل په  سالمه روزنه روزل مو د راتلونکې ټولنې د سمون ضمانت کوي نو پر همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې خپلو اولادونو ته هغه څه ور وښیاست لکه څرنګه چې یې د اسلام د مقدس دین غوښتنه کوي.

دغه راز محتسبینو له ځایي خلکو وغوښتل چې لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او خپلې ورځنۍ کړنې له اسلامي احکامو سره سمې تر سره کړي څوپه ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شی.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د امربامعروف محتسبینو د جوماتونو له ملا امامانو سره په جلا ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د ممبرونو له لارې خلکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي او خلکو ته د امربالمعروف او حجاب پر ارزښت خبرې وکړي.

د یادلو ده چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د امربالمعروف محتسبین له امارتي مسؤلینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د نيمروز ولایت محتسبینو د مرکز او ولسوالیو په ګډون د (۴۸) جو ماتونو له ملا امامانو سره د همغږۍ په پار ناسته ترسره کړه

 د نیمروز ولایت د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو رئيس، مولوي الله ‌نور "زرقاوي" وايي، د همدې ادارې محتسبینو د مرکز او ولسواليو د ۴۸ جوماتونو څخه د يوالي او د ټولنې د وګړو د سالمې تربيې په موخه څارنه وکړه.

ښاغلي زرقاوي همدا راز زياتوي، چې ددې ادارې محتسبينو د خوراکي توکو او ګازو د ۱۵ شرکتونو  څخه د خرڅلاو په برخه کې د انصاف او عدالت مراعت کولو او د ودونو د لسو مراسمو څخه د خرافاتو او ناوړه رواجونو څخه د ځان ساتلو په موخه ليدنه اوڅارنه وکړه.

د ښاغلي زرقاوي  په خبره، د همدې ادارې محتسبینو  د څلور ښوونځيو، څلور نظامي مرکزونو، ۱۲ کليو، درې روغتونونو او پنځه د معاملاتو د لارښوونې له دفترونو څخه څارنه وکړه  او هغوی ته یې اصلاحي ویناوې وکړې

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د کندهار دیني عالمان: په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی مو الهي مسؤلیت دی

د کندهار ولایت د امربالمعروف محتسبینو  د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د (۷۰) بابه جوماتونو له ملا امامانو سره په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه  اصلاحي ناستې تر سره کړې.

له دې ناستو چې موخه یې د سیمې له دیني عالمانو همغږي او په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی وو محتسبینو دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل، امربالمعروف الهي مسؤلیت دی چې کول یې زموږ او ستاسې مسؤلیت دی چې باید تر سره یې  کړو څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز  د دې ولسوالیو دیني عالمانو پّ دې ولایت کې د محتسبینو کړنې وستایلې او له هغوی سره په د معروفاتو په اقامې اود منکراتو په مخنیوي کې مرسته یې الهي مسؤلیت وباله.

په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د(۴۳) نظامي مرکزونو له مسؤلینو سره هم په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د مشرانو اطاعت وکړي، په بیت المال کې له خیانت کولو ځان وساتي او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

د یادولو ده چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبین د امربالمعروف وزارت د هدایت پر اساس له ځایي خلکو  او د ملکي او امارتي ادارو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پلازمینې کابل محتسبینو په ښار کې له ګرځېدونوکو موټر چلوونکو غوښتي چې د موسیقۍ له غږولو ډډه وکړي

د امربالمعروف وزارت اړوند ،د کابل ښاري ریاست د بېلا بېلو حوزو محتسبینو، د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د پازمینې کابل پر لویو لارو د امیرالمؤمنین حفظه الله او د امربالمعرف وزارت د سپارښتنو د پلي کېدلو په پار چیک پواینټونه تر سره کړل.

د دې چیک پواینټونو پر مهال، محتسبینو پر لاره له تېردونکو موټر چلوونکو  وغوښتل، چې د موسیقۍ له غږولو او هغو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.

دغه راز محتسبینو  د وزارت د حکم پر اساس له موټر چلوونکو وغوښتل چې موټرونو ته د بې حجابه او بې محرمه ښځو له خېژولو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې محتسبینو  د دې چیک پواینټونو پر مهال په ښار کې له ګرځېدونکو مجاهدینو وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د د اسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې په ټولنه کې د مجاهد مقام او درنښت زیانمنوي.

د یادولو ده چې د یاد ریاست محتسبین د امربالمعروف وزارت د هدایت پر اساس وخت پر وخت له نظامي مسؤلینو او  ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پکتیا د امربالمعروف محتسبین: در سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتدارۍ تر سره کړئ 

د پکتیا ولایت د امربالمعروف محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په  جریان کې د دې ولایت د(افغانستان بانک، کلیو پراختیا، قبایلو چارو او مهاجرینو چارو) ریاستونو له کارمندانو سره په امارتي ادارو کې د معروفاتو د اقامې اود منکراتو مخنیوي  په موخه بېلابېلې ناستې تر سره کړې.

دا ناستې چې موخه یې په امارتي ادارو کې د معروفاتو اقامه او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو محتسبینو وویل، در سپارل شوي مسؤلیتونه الهي امانت او د ولس حق دی چې باید په پوره امانتدارۍ یې تر سره کړئ او په پوره توان ولس ته ریشتینی خدمت وړاندې کړئ او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړئ.

دغه راز محتسبینو د یادو ریاستونو کارمندانو ته ور یاده کړه چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره په ټکر کې وي

 په ورته وخت کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبینو له ښوونځیو څخه په لیدنه کې د ښوونځیو له استادانو وغوښتل چې زده کوونکو ته د درسي کتابونو تر څنک د نبوي سیرت او فکري کتابونو  د لوستلو سپارښتنه وکړي څو مو نوی نسل له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روخیه سمبال وروزل شي.

د یادلو ده چې ددې ولایت محتسبین د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې اود منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پکتیا ولایت د امربالمعروف محتسبینو په( ۱۴) ولسوالیو کې اصلاحي ناستې تر سره کړې 

د پکتیا ولایت د امربالمعروف محتسبینو د مرکز ګردېز په ګډون په ( ۱۴) ولسوالیو کې د  ۱۶۷ جوماتونو له ملا امامانو، ځایي خلکو  او قومي مخورو سره د همغږۍ او په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې اود منکراتو د ازالې  په موخه بېلابېلې ناستې تر سره کړې.

دا ناستې چې موخه یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی وو، محتسبینو د جوماتونو له ملا امامانو وغوښتل چې خلکو ته د ممبرونو له لارې د حجاب او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي څو په  ټولنه کې الهي احکام پلي اود منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز یې د سیمې له دیني عالمانو وغوښتل چې په ودونو او نورو خوښیو کې د موسیقۍ او بې ځایه لګښتونو مخه ونیسي چې په وینا یې( الهي احکام تر خلکو رسول، د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی د ټولو الهي او هېوادنی مسؤلیت دی)

په ورته وخت کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبینو له ۵۵ روغتونونو، ۵۶ ښوونځیو او  اتیا تجارتي ځایونو او هټيو څخه د وزارت د سپارښتنو د څار په موخه لیدنه وکړه ، چې د محتسبینو په وینا په یادو ځایونو کې تر ډیره د وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلې او د شته منکراتو مخه نیول شوې.

دغه راز په دې ولایت کې ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایي او په دې برخه کې له محتسبینو سره همکاري خپل الهي او هېوادنی مسؤلیت یادوي.

د یادلو ده چې ددې ولایت محتسبین د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې اود منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ارزګان د امربالمعروف رئیس دمل پلاوي په ملتیا د چهار چینو ولسوالۍ ته سفر وکړ

د ارزګان ولایت امربالمعروف رئیس، مفتی کریم الله«فقیر» د یاد ولایت د والي ، امنیه قوماندان ، د استخباراتو رئیس ، د محاکمو  استازي او د  دې ولایت د پوهنې رئیس په ملتیا د ارزګان ولایت چهارچینو ولسوالی ته سفر وکړ.

 دا سفر چې موخه یې، په یادو برخو کې د مسؤلینو کړنې څارل او د شته ستونزور حل کول وو ، د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل، چې ور سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتدارۍ تر سره کړي او له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او له هغوی یې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو  سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې یاد هیئت د چهار چینو لسوالۍ د خار خورده، وشي او ککرکه سیمو له قومي مخورو ، ځوانانو سره په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې، د منکراتو د مخنیوي او د هغوی د شته ستونزو د اورېدلو په موخه ولسي ناسته تر سره کړه او ځايي اوسېدونوکو ته یې د  شته ستونزو د حل او تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.

د یادولو ده چې د یاد ولایت د امر بالمعروف رئیس مولوي کریم الله فقیر د مل پلاوي په ملیتا  تر دې وړاندې هم د یاد ولایت نورو ولسوالیو ته د محتسبینو د کړنو د ارزونې او د ځایي خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه سفرونه کړي چې ورسره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د  منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ازاله منکراتو رئيس د داخلې وزارت له دسپيچري دروازې څخه ليدنه وکړه

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د ازاله منکراتو رئیس ښاغلي مولوي راز محمد حامد او ورسره مل پلاوي د داخلې وزارت له دسپيچري دراوزې څخه ليدنه وکړه، په سر کې ښاغلي حامد د امر بالمعروف وزارت طرزالعمل شریک کړ وروسته يې

 يې ټول مجاهدين يو ځای را ټول کړل او هغوی ته يې سپارښتنې وکړې،چې ځان له فتنو وساتي او خلکو سره په نيکۍ رفتار وکړي،

د يادې ليدنې په پای کې ښاغلی حامد مجاهدينو ته د امیر المومنین فرامین په مسلسل ډول بیان کړل او له مجاهدينو يې وغوښتل چې د فرامینو په تطبيق او عملي کولو کې هېڅ ډول غفلت ونه کړي او ياد فرامین د لومړی په خپل ځان بیا په ټولنه عملي کړي،مجاهدينو د لبیک په اواز د ټولو فرامینو عملي کول په ځان او په خلکو خپل مکلفيت وګاڼه او ژمنه يې وکړه چې په تطبيق کې به يې هېڅ ډول تېروتنه نه کوي

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د خوست محتسبین: ولس مسؤل دی چې د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي

 د خوست ولایت د امربالمعروف محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د امارتي ادارو له مسؤلینو، ښوونیزو مرکزونو، روغتونونو او ورزشي کلبونو له مسؤلینو سره په بېلابېلو ناستو کې له هغوی وغوښتل چې دامربالمعروف وزارت له لوري په هره برخه کې ټاکل شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي او په یادو ځایونو کې د شته منکراتو مخه ونیسي.

دا اصلاحي ناستې چې موخه یې په امارتي او ملکي ادارو کې د منکراتو مخنیوی او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو محتسبینو له امارتي مسؤلینو سره په ناستو کې هغوی ته وویل، ستاسې کار له ولس سره دی ، پخپلو نېکو کړنو ولس ته اسلامي نظام ریښتنی تصویر وړاندې کړئ څو ولس له اسلامي نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.

دغه راز یې یې د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره په جلا جلا غونډو کې هغوی ته وویل: در سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتداري تر سره کړئ او د ولس ریښتینی خدمت الهي او هیوادنی مسؤلیت وګڼئ. او پر هغوی یې تینګا وکړ چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.

د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبینو د(۵۴) جوماتونو له ملا امامانو سره د همغږي او په ټولنه کې د منکراتود مخنیوي په موخه په جوړو شوو ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د ممبرونو له لارې خلکو ته د امربالمعروف او حجاب پر ارښت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي څو په ټولنه کې الهي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې یې د ورزشي کلپونو د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته د دعوت پر مهال وویل چې د تمرین پر وخت د موسیقي له غږولو ډډه وکړي او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

د یادولو ده چې د یاد ولایت محتسبین له ځایي خلکو، د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو مخه نیول شوې.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د میدان وردګ محتسبین: حجاب الهي حکم دی چې پر ځای کول یې زموږ الهي مسؤلیت دی

د میدان ورګ ولایت د اتو ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو له ځایي خلکو سره د حجاب، یووالي او د امربالمعروف پر ارزښت اصلاحي ناستې تر سره کړې، چې له دې ناستو یې موخه په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو.

محتسبینو وویل، حجاب الهي حکم دی چې په کولو سره یې په ټولنه کې د شته منکراتو مخه نیول کېږي او دا د ښځینه وو له پاره د وقار او درنښت وسیله ده.

دغه رازمحتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې ځایي خلکو ته د عوت پر مهال وویل، اسلام موږ ته د یووالي درس راکوي او له موږ غواړي چې په ټولنه کې د وروڼو په څېر ژوند وکړو او له خپلمنځي شخړو کولو ډډه وکړو.

په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو محتسبینو د سلمانیو له مسؤلینو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې کړنې  د امربالمعروف وزارت له پالیسۍ سره سمې تر سره کړي او دداسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.

د یادولو ده چې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبین له امارتي مسؤلینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د لوګر محتسبین: له رسنیزو ادرسونو ټولنې ته باید هغه څه وړاندې شي چې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره په ټکر کې نه وي

دلوګر ولایت د امربالمعروف ریاست مطبوعاتي مسؤل مولوي اکرام الله عزیر د مل پلاوي په ملتیا د یاد ولایت دملي راډیو ټلویزیون له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل: د رسنیو مسؤلین مسؤلیت لري چې د اسلامي نظام اصلي غوښتنې تر ولسه ورسوي او خپلې کړنې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره سمې تر سره کړي.

محتسبینو په دې  اصلاحي ناسته کې  چې موخه یې په یاد ولایت کې  د رسنیو پر کارمندانو د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پلي کول وه وویل، د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د رسولو تر ټولو لوی مسؤلیت ستاسې رسنیو پر اوږو دی، ځکه رسنۍ په ټولنه کې د ممبرونو حیثیت لري؛ نو پر تاسې لازمه ده چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ چې د اسلام او اسلامي نظام اصلي غوښتنې وي.

محتسبینو په دې تړاو وویل، په لري پرتو سیمو کې خلک له راډیو ماسیوا نورو نشراتي وسایلو ته زیات لاس رسی نه لري؛ نو دا ستاسې مسؤلیت دی چې اسلامي احکام تر هغوی ور ورسوئ څو په تولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز محتسبینو هغوی ته ور یاده کړه چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي څو د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پلي او د شته ستونزو مخه ونیول شي.

دغه راز  د یاد راډیو ټلویزیون مسؤلینو د نظام غوښتنو ته ژمن پاته کېدل خپل لومړنی مسؤلیت یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې شوې سپارښتنې  به په پوره توګه پلي کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د غزني محتسبین: دیني عالمان مسؤل دي چې الهي احکام تر ټولنې ورسوي او د شته منکراتو مخه ونیسي

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو له لوري د یادې ولسوالۍ له دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او ولسي خلکو سره  د همغږۍ، د معروفاتو د اقامې، د منکراتو د مخنیوي او د بې ځایه دودونو د مخنیوي په موخه ولسي ناسته تر سره شوه.

په دې جوړه شوې ناسته کې چې پکې نیږدې د (۶۰) جوماتونو ملاامامانو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون درلود محتسبینو دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل، دا ستاسې(دیني عالمانو) دیني او هېوادنی مسؤلیت دی چې الهي احکام په هغه ډول تر خلکو ورسوئ لکه څنګه چې د اسلام د مقدس دین غوښتنه ده او تاسې مسؤل یاست چې د معروفاتو اقامه وکړئ او خلک له منکراتو را وګرځوئ.

محتسبینو په دې تړاو پر قومي مخورو غږ وکړ چې په ودونو کې پر بېځایه دودونو، بې ځایه لګښتونو اود موسیقي پر غږولو بندیز ولګوي او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې د خوښیو پر مهال دې د اختلاط مخه ونیسي څو په ټولنه کې الهي احکام پلي اود شته منکراتو مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې دې ولسي ناستې ته دیني عالمانو او قومي مخورو هم خبرې وکړې او له محتسبینو سره په کارونو کې مرسته او د منکراتو مخنیوی یې خپل الهي مسؤلیت وباله او ژمنه یې وکړه چې تر خپله وسه به په ټولنه کې د معروفاتو اقامه کوي اود منکراتو مخه به نیسي او د دا ډول ناستو جوړول یې له اسلامي نظام سره د همغږۍ او په کارونو کې د مرستې غوره لار وبلله.

د یادولو ده چې د یاد ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم له دیني عالمنو او قومي مخورو سره د همغږۍ او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناستې تر سره کړې چې ور سره په یادو برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ارزګان محتسبین: د اسلامي ټولنې غوښتنه همدا د ه چې اوسېدونکي یې پر ځانونو الهي قوانین پلي کړي

 د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د یادې ولسوالۍ له دیني عالمانو، قومي مخورو، امارتي مسؤلینو، ښونځیو مسؤلینو او ځوانانو سره د عامه ذهنیت جوړونې او په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناسته تر سره کړه.

دا ناسته چې موخه یې د ځوان نسل فکري رغونه او په ټولنه کې د شته منکراتو له منځه وړل وو محتسبینو وویل: موږ په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو چې  د اسلامي ټولنې غوښتنه همدا د ه چې اوسېدونکي یې باید پر ځانونو ټول الهي قوانین پلي کړي او تر  خپله وسه په ټولنه کې د معروفاتو اقامه وکړي او د منکراتو مخه ونیسي چې همدا د مسلمان ځوان، عالم الهي او هېوادنی مسؤلیت دی.

دغه راز په دې ناسته کې محتسبینو یادې ناستې ته راغلو د ښوونیزو مرکزونو له استادانو او مسؤلینو وغوښتل چې زده کوونکو ته د خپلو درسي کتابونو تر څنګ زده کوونکو ته د نبوي سیرت او فکري کتابونو درسونه شروع کړي چې په وینا یې” تر څو مو ځوان نسل په اسلامي فکر سمبال وروزل شي”

محتسبینو په ناسته کې پر دیني عالمانو غږ وکړ چې د ممبرونو له لارې خلکو ته د امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي او محتسبینو سره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دغه راز ناستې ته راغلو مسؤلینو هم خبرې وکړې او د محتسبینو دا کړنه یې وستایله او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې تر خپله وسه به له محتسبینو سره په چارو کې مرسته کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


هرات کې محتسبینو په تیره یوه اونۍ کې د (۵۰۰) جوماتونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره ناستې تر سره کړې

د هرات ولایت د امربالمعروف،نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدلو ریاست د مرکز هرات او  ولسوالیو محتسبینو په تېره یوه اونۍ کې نیږدې د  ( ۵۰۰) بابه جوماتونو له ملا امامانو او قومي مخورو  سره د همغږۍ او په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناستې تر سره کړې.

په دې ناستو کې د یاد ولایت د امربالمعروف محتسبینو د جوماتونو له ملا امامانو وغوښتل چې خلکو ته د ممبرونو له لارې او په اصلاحي ناستو کې د حجاب او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي.

محتسبینو دغه راز د سیمې له قومي مخورو وغوښتل چې په ټولنه کې د بې ځایه دودو نو او په ودونو کې د زیاتو مصارفو او د موسیقي غږولو  مخه ونیسي.

دغه راز دیني عالمانو او قومي مخورو په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی خپل الهي مسؤلیت وباله او محتسبینو ته یې په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادولو ده چې په یاد ولایت کې د امربالمعروف محتسبین له امارتي مسؤلینو او ځایي خلکوسره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د نورستان محتسبین: په ټولنه کې امربالمعروف د ټولو الهي مسؤلیت دی

د نورستان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو د مرکز په ګډون په وانت، دو اب او نور ګرام ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره په اصلاحي ناستو کې د دعوت پر مهال هغوی ته وویل: په ټولنه کې امربالمعروف د ټولو مؤمنانو دیني وجیبه ده چې باید تر سره یې کړي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې راسره مرسته وکړئ.

په دې تر سره شوو اصلاحي ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته د امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې پهسیمه کې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي چې په وینا یې« امربالمعروف د هر مسلمان مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړي»

دغه راز دیاد ولایت محتسبینو په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو له ملا امامانو سره د همغږۍ په پار په جوړو شوو ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د ممبرونو له لارې خلکو ته د امربالمعروف او حجاب په ارزښت خبرې وکړي څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د منکراتو مخه ونیول شي.

د یادولو ده چې د یاد ولایت محتسبین د وزارت  حکم پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د غزني دامربالمعروف رئیس: لومړنۍ هڅه مو ولس ته ریښتینی خدمت وړاندې کول دي

د غزنی ولایت دامربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونواورېدلو رئیس مولوی محمدعالم ناصح  دیاد ولایت مقام له لوري د امنیه قومندانۍ د غونډو په تالار کې له مسؤلینو سره د همغږي او د کارونو د لا چټکتیا په موخه په جوړه شوې ناسته کې د ګډون پر مهال په خبرو کې وویل: د اسلامي نظام له قیام وروسته زموږ لومړنئ هڅه په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی او ولس ته ریښتینی خدمت وړاندې کول دي.

پورته څرګندونې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح د یاد ولایت د مقام له لوري له ټولو امارتي مسؤلینو سره د کارونو د لا چټکتیا او همغږي په پار جوړې شوې ناسته کې هغه مهال وکړې چې  په دې ناسته کې د امنیه قومندانۍ پر مسؤلینو سر بېره د زندانونو مسؤلینو، د ترافیکو ریاست مسؤلینو، جنایی آمر،  دحوزو مسؤلینو او د نورو نظامي او ملکي ارګانونو مسؤلینو ګډون درلود.

ناستې ته ښاغلي ناصح په خبرو کې وویل، زموږ د بریا لومړنی اصل الهي نصرت، د مشرانو پوره اطاعت او په کارونو کې همغږي وه نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په کړنو کې د مشرانو پوره پیروي وکړئ او خپلې کړنې د اسلامي نظام له لوري د ټاکل شوې پالیسۍ پر اساس تر سره کړئ او په دې برخه کې پر خلکو د خپلو  شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړئ.

ښاغلي ناصح د زندانونو مسؤلینو ته په خطاب کې وویل چې د زندانیانو ټول حقوق پوره ورکړي او زیاته یې کړه چې هیڅوک حق نه لري چې د محاکمو له سزا اورولو مخکې زندانیانو ته تعذیري سزا ورکړي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې  په یاد ولایت کې د ټولو نظامي اوملکي ارګانونو کړنې وستایلې او پر هغوی یې غږ وکړ چې په ټولنه او امارتي ادارو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې همکاري وکړي.

دغه راز ناستې ته راغلو مسؤلینو هم خبرې وکړې او په یاد ولایت کې د امربالمعروف له مسؤلینو سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د پکتیا د امربالمعروف رئیس د دې ولایت د والي په ملتیا درې ولسوالیو ته سفرونه وکړل

د پکتیا ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي سیدجمال جمالي د یاد ولایت د والي مولوي مهرالله حماد، امنیه قومندان مولوي محمد عمر مخلص او  د قومونو قبایلو چارو رئیس مولوي سردار محمد په ملتیا، د پکتیا ولایت درې ولسوالیو،( میزکې، سیدکرم او احمد اباد) ولسوالیو ته د خپل رسمي سفر پر مهال، دد ې ولسوالیو له امارتي مسؤلینو، قومي مخورو او ځوانانو سره د همغږي اود شته ستونزو د له منځه وړلو په پار ناستې تر سره کړې.

دا رسمي سفر چې موخه یې په یادو ولسوالیو کې د شته ستونزو مخنیوی او خلکو ته د امربالمعروف ارزښت بیانول وو مولوي سید جمال جمالي د یادو ولسوالیو امارتي مسؤلینو ته په جلا ناستو کې هغوی ته وویل، اسلامي نظام د بې شمېره قربانیو ثمره ده چې ساتل او ورته خدمت کول مو الهي او هېوادنی مسؤلیت دی.

دغه راز یې هغوی ته وویل،د بیت المال ساتنه مو مسؤلیت دی چې باید پکې له خیانت کولو اود ځان په ګټه له استعمالولو څخه یې ډډه وکړو او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د ولسي خلکو ریښتنی خدمت وکړي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس د مل پلاوي په ملتیا د یادو ولسوالیو له ځایي خلکو، قومي مخورو سره په جلا ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي او هغوی ته یې ور یاده کړه چې په ټولنه کې  د بېځایه دودونو، مصارفو مخه ونیسي چې په دې سره به له یوې خوا په ټولنه کې د ناوړه رواجونو مخه نیول شوې وي او له بل پلوه به شته منکرات ختم شوي وي.

د یادولو ده چې  یاد هیئت به د دې ولایت نورو ولسوالیو ته هم سفرونه ولري او د ځایي خلکو شته ستونزې به د حل په موخه ترمسؤلو چارواکو ورسوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د خوست محتسبین: د ولس ریښتینی خدمت الهي او هېوادنی مسؤلیت وګڼئ

 د خوست ولایت د امربالعمروف محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د امارتي ادارو له مسؤلینو، ښوونیزو مرکزونو، روغتونونو او ورزشي کلبونو له مسؤلینو سره په بېلابېلو ناستو کې له هغوی وغوښتل چې دامربالمعروف وزارت له لوري په هره برخه کې ټاکل شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي او په یادو ځایونو کې د شته منکراتو مخه ونیسي.

دا اصلاحي ناستې چې موخه یې په امارتي او ملکي ادارو کې د منکراتو مخنیوی او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو محتسبینو له امارتي مسؤلینو سره په ناستو کې هغوی ته وویل، ستاسې کار له ولس سره دی ، پخپلو نېکو کړنو ولس ته اسلامي نظام ریښتنی تصویر وړاندې کړئ څو ولس له اسلامي نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.

دغه راز یې یې د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره په جلا جلا غونډو کې هغوی ته وویل: در سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتدارۍ تر سره کړئ او د ولس ریښتینی خدمت الهي او هیوادنی مسؤلیت وګڼئ. او پر هغوی یې تینګا وکړ چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.

په ورته وخت کې یې د ورزشي کلپونو د لیدنې پر مهال مسؤلینو تهد دعوت پر مهال وویل چې د تمرین پر وخت د موسیقي له غږولو ډډه وکړي او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

د یادولو ده چې د یاد ولایت محتسبین له ځایي خلکو، د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو مخه نیول شوې.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د میدان وردګ محتسبین: له اسلامي نظام سره مرسته مو الهي او هېوادنی مسؤلیت دی

د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مرکز میدان ښار اړوند دیني علماوو،  قومي مخورو، هټۍ والو، د ورزشي کلبونو مسؤلینو ، د مکاتبو او  لېسو ښوونکو او ځوانانو سره د لیدنو پر مهال هغوی ته وویل : اسلامي نظام د الله جل جلاله نعمت دی چې په کارونو کې یې مرسته کول مو الهي او هېوادنی مسؤلیت دی .             

 په دې بېلابېلو اصلاحي نستو کې محتسبینو پخپلو خبرو کې له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې خلکو ته د امربالمعروف او حجاب په ارزښت خبري وکړي څو دا الهي احکام په ټولنه کې پلي اود شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز محتسبینو له ځایي خلکو وغوښتل چې د اسلامي نظام د هرې ادارې له مسؤلینو سره د کارونو په اجرا کې مرسته وکړي چې په خبره یې دا د هر هېواد وال دیني او هېوادنی مسؤلیت دی.

په ورته وخت کې د یاد ریاست محتسبینو له  دیني عالمانو وغوښتل تر څو خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي او له نظام سره همکاري یې د هغوی دیني مسؤلیت وباله.

بل خوا ځایي اوسېدونکو په دې ولایت کې د امربالمعروف وزارت د محتسبینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې په کارونو کې به یې مرسته او همکاري کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)