د ولایتی کړنو راپور
د امربالمعروف وزارت له لوري په کنړ او لغمان ولایتونو کې څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د اصلاح او روزنې ریاست له لوري په کنړاو لغمان ولایتونو کې د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، د کارونو د ارزونې او په دې برخه کې د هغوی د ستونزو اورېدلو په پار جوړ شوي څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.
دا روزنیزسمینارونه چې مشري یې د محتسبینو د اصلاح او روزنې رئیس مولوي شریف الله حقاني پر غاړه لري چې پکې د یاد ریاست شپږ تنه شیوخ کرام هم شتون لري چې موخه یې په ولایتونو کې د محتسبینو کړنې ازرول او په دې برخه کې د هغوی ستونزې اورېدل دي.
د یاد ریاست رئیس مولوي شریف الله حقاني د یادو ولایتونو محتسبینو ته په وینا کې وویل، په ټولنه کې امربالمعروف او نهی عن المنکر پیغمبري مسؤلیت دی چې اوس ستاسې پر اوږو دی، دا ستاسې مسؤلیت دی چې الهي احکام په سم ډول د ټولنې تر خلکو ورسوئ او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه په ښه ډول ونیسئ.
ښاغلي حقاني دغه راز محتسبینو ته په خبرو کې وویل، د امربالمعروف وزارت له لوري محتسبینو ته ځانګړې پالیسي ټاکل شوې، چې دوی باید خپلې کړنې د ټاکل شوې پالیسي پر بنیاد تر سره کړي، نو پر همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې کړنې مو د وزارت د پالیسۍ پر اساس تر سره کړئ، له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلئ او په دې برخه کې پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړئ او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.
هغه همدا راز په دې برخه کې د یادو ولایتونو د محتسبینو ستونزې واورېدې او هغوی ته یې د حل او تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت اړوند د محتسبینو د اصلاح او روزنې رئیس د خپل کاري ټیم په مرسته په نورستان، کنړ،غزني،میدان وردګ، بامیان،دایکنډي، غور، بدخشان، قندوز او لغمان ولایتونو کې روزنیز سمینارونه پای ته رسولي چې د محتسبینو د روزنې دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
ننګرهار کې د محتسبینو څلور ورځنی روزنیز سمینار پیل شو
د امربالمعروف وزارت اړوند د محتسبینو د اصلاح او روزنې ریاست له لوري په ننګرهار ولایت کې د محتسبینو د ظرفیت لوړونې او د هغوی د کارونو د ارزونې په پار جوړ شوی څلور ورځنی روزنیز سمینار پیل شو.
یاد سیمینار چې مشري یې د محتسبینو د اصلاح او روزنې ریاست رئیس قاري شریف الله حقاني کوله چې پکې د یاد ریاست شپږو تنوشیوخوکرامو، د یاد ولایت د محتسبینو امرینو، محتسبینو او نورو اداري مسؤلینو شتون درلود پیل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي .
د سمینار ګډون والو ته د محتسبینو د اصلاح او روزنې رئیس مولوي شریف الله حقاني وویل، محتسبینو ته ډیر دروند مسؤلیت چی دانبیاء کرامو مسؤلیت دی ورسپارل شوی چې محتسبین باید په چارو کې له حمکت څخه کار واخلي او د ټاکل شوې پالیسي په اساس کړنې تر سره کړي.
ښاغلي حقاني دغه راز پر محتسبینو ټینګار وکړ چې له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي، الهي احکام په سم ډول تر خلکو ورسوي، چې په وینا یې؛ ستاسې کړنې د اسلامي نظام نمایندګي کوي نو پخپلو نېکو کړنو ولس ته د اسلامي نظام ریښتینی انځور وړاندې کړئ.
ورغلي هیئت دغه راز د هغوی ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت اړوند د محتسبینو د اصلاح او روزنې رئیس د خپل کاري ټیم په مرسته په نورستان، کنړ،غزني،میدان وردګ، بامیان،دایکنډي، غور، بدخشان، قندوز او لغمان ولایتونو کې روزنیز سمینارونه پای ته رسولي چې د محتسبینو د روزنې دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
هرات کې محتسبینو د وزارت د هدایت پر اساس یو تن کوډګر نیولی
د هرات ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدلو ریاست ښاري محتسبینو له لوري د ځایي خلکو په مرسته هغه کوډګر ونیول شو چې په سیمه کې یې ناروا او غیر شرعي کړنې تر سره کولې.
د امربالمعروف وزارت د هدایت پر اساس د هرات ولایت محتسبینو د یاد ولایت د مرکز اړوند نهمې ناحیې سیمه کې د ځایي خلکو په مرسته هغه کوډګر نیولی چې په ټولنه کې یې ناروا کړنې تر سره کولې.
د محتسبینو له لوري له یاد کس سره د کوډو یا سحر هغه لوازم هم نیول شوي چې په وسیله یې کوډې تر سره کولې.
بل خوا د یاد ولایت ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنه ستایي او له هغوی غواړي چې په دې برخه کې خپلو کارونو ته جدي پاملرنه وکړي او خوښي ښیي چې له دې سره به په ټولنه کې د ډېرو منکراتو مخه ونیول شي.
د یاد ولایت د محتسبینو لوري به یاد شخص تر پوره څېړنې وروسته د دې ولایت شرعي محکمې ته وسپارل شي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت محتسبینو د وزارت د هدایت پر اساس د پلازمینې کابل په ګډون سل ګونه کوډګر یا سحران له کره شواهدو سره نیول شوي او د دوسیو له رسمي کېدلو وروسته د ولایتونو شرعي محکمو ته سپارل شوي دي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د هرات محتسبین: پر خلکود خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړئ
د هرات ولایت امربالمعروف محتسبینو د امیرالمؤمنین د تازه شفاهي هدایت پر اساس( چې د پلازمینې کابل په ګډون په ولایتونو کې مېشت محتسبین باید په اونۍ کې یو ځل د امارتي ادارو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې وکړي) پر اساس د یاد ولایت له ځینو ملکي او نظامي ادارو په لیدنه کې له هغوی وغوښتل چې له ولس سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي او خپلې کړنې د نظام له پالیسۍ سره سمې تر سره کړي.
دغه راز د یاد ولایت محتسبینو د امارتي کارمندانو سره په ناسته کې له هغوی وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وکړي او پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړي .
د یادولو ده چې په دې ورستیو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري په تازه شفاهي هدایت کې د امربالمعروف وزارت له لوري په ولایتونو کې له مېشتو محتسبینو غوښتي چې په اونۍ کې دې یو ځل د ټولو نظامي او ملکي امارتي ادارو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې وکړي او په امارتي ادارو کې د امربالمعروف وزارت له لوري د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پلې کړي او د شته منکراتو مخه ونیسي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
ننګرهار کې محتسبینو د مشرتابه د حکم پر اساس د ځینوادارو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د یاد ولایت د افغان بېسیم مخابراتي شرکت، د مرکز د پوهنې آمریت او د صنعت او سوداګرۍ ریاست له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل: سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړئ او په دې برخه کې د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړئ او د ولس ریښتینی خدمت وکړئ.
د یاد ولایت محتسینو چې له دې ناستو یې موخه په امارتي ادارو کې د شته منکراتو مخنیوی او پر هغوی د امربالمعروف وزارت له لوري د معروفاتو د اقامي او د منکراتو د مخنیوي په موخه د شوو سپارښتنو پلي کولو وو وویل،هر نظام خپل ټاکل شوي قوانین لري چې د اسلامي امارت له پاره د کارمندانو پر نبوي طریقه برابرول مهم اصل دی چې امارتي کارمندان یې باید پر ځانونو پلی کړي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت له لوري په ولایتونو کې مېشت محتسبین له امارتي مسؤلینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د لوګر محتسبینو د حج اوقافو او ښار والۍ ریاستونو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د لوګر ولایت د مرکز پل علم محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د لوګر د حج اوقافو او ښاروالۍ ریاستونو څخه دامیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه څارنه وکړه.
د یاد ولایت محتسبینو د یادو ریاستونو د رئیسانو او کارمندانو سره په ناستو کې له هغوی وغوښتل چې دنظام د پایښت له پاره د امرانو اطاعت وکړي او په خپلو نېکو کړنو ولس ته د اسلامي نظام ریښتنی انځور وړاندي کړي.
محتسبینو دغه راز هغوی ته ور یاده کړه چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي، له هغوی سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي او خپل سیرت او صورت د نبوی ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت محتسبین د هیواد په ټولو ولایتونو کې له ملکي خلکو او امارتي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
هلمند د امربالمعروف رئیس: خپلې کړنې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره سمې تر سره کړئ
د هلمند ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي له مل پلاوي سره د یاد ولایت د عبیده بن جراح (رض) د پولیسو د ښوونیز نظامي مرکز د اوومې دورې د فارغینو په فراغت غونډه کې د ګدون پر مهال مجاهدینو ته په خطاب کې وویل،هغه څه چې مو په دې ښوونیز بهیر کې تر لاسه کړي عملا یې پخپلو کړنو کې ولس ته وړاندې کړئ او خپلې کړنې د اسلامي نظام له پالیسي سره سمې تر سره کړئ او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د نظام له پالیسي سره په ټکر کې وي.
دغه څرګندونې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي هغه مهال وکړې چې په دې ناسته کې د یاد ولایت ډېری مسؤلینو هم شتون درلود.
ښاغلي طیبي وویل، د اسلامي نظام له پالیسي سره سمې تر سره کړئ او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د نظام له پالیسي سره په ټکر کې وي او زیاته یې کړه؛ هغه څه چې مو په دې ښوونیز بهیر کې تر لاسه کړي عملا یې پخپلو کړنو کې ولس ته وړاندې کړئ.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي لیکو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي محتسبین پر ټولو نظامي ځایونو ګرځي او د وزارت له لوري شوې سپارښتنې پرې په عملي توګه پلې کوي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د لغمان د امربالمعروف رئیس: خپلې کړنې مو د وزارت له پالیسۍ سره سمې تر سره کړئ
د لغمان ولایت د امربالمعرف،نهی عن المنکراوشکایتونو اورېدلو رئیس مولوي پاچا ګل احمدي د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د محتسبینو او امرینو سره د همغږي او د کارونو د ارزونې په موخه په جوړه شوې ناسته کې هغوی ته وویل: زموږ او ستاسې کار په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی دی چې باید الهي احکام په هغه ډول د ټولنې تر خلکو ورسو لکه څنګه چې د اسلام د مقدس دین غوښتنه او د وزارت پالیسي ده.
دا ناسته چې پکې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبینو او د محتسبینو امرینو ګډون درلود؛ چې موخه یې په یاد ولایت کې د محتسبینو د کړنو ارزول او د هغوی شته ستونزو ته رسیدګي کول وو، ښاغلي احمدي وویل، زموږ او ستاسې کار له ولس سره دی او لومړنۍ هڅه مو په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی دی، نو موږ ته لازمه ده چې الهي احکام په هغه ډول د ټولنې تر خلکو ورسو لکه څنګه چې د ددې دین غوښتنه ده او خپلې کړنې د وزارت له پالیسۍ سره سمې تر سره کړو او پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړو.
دغه راز په دې ناسته کې محتسبینو د تېرې اونۍ په لاسته راوړنو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د فعالیتونو له شروع سره په ملکي او نظامي برخه کې د شته منکراتو مخه تر ډېره نیول شوې ده.
د ناستې په پای کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس د محتسبینو ستونزې واورېدې او هغوی ته یې د حل او تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د غزني د امربالمعروف رئیس: : باسواده ځوانان د ټولنې اساس او د ملا د تیر حیثیت لري
دغزنی ولایت دامربالمعروف رئیس مولوی محمدعالم ناصح د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د یاد ولایت د مسؤلینو له لوري په سږنۍ کانکور ازموینه کې د مخکښو زده کوونکو د نمانځنې په پار په جوړه شوې ناسته کې ګدون والو ته په خبرو کې وويل: باسواده ځوانان د ټولنې اساس او د ملا د تیر حیثیت لري.
دا ناسته چې پکې د یاد ولایت د مرستیال والي په ګډون د امارتي ادارو مسؤلینو، محصلینو او ګڼو نورو ځایي اوسېدونکو شتون درلود ښاغلي ناصح وویل، ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، لازمه ده چې دوی په اسلامي روزنه وروزل شي تر څو د ټولنې د هوساینې او پرمختګ سبب وګرځي چې په وینا یې « د دوی اخلاقي قوت او روزنه د ټولنې د قوت او پرمختګ سبب کېږي».
ښاغلي ناصح دغه راز په غونډه کې ناستو محصلینو او زده کوونکو ته په خبرو کې وویل، له وخت څخه په ګټې اخیستنې زده کړیز فرصتونه له لاسه مه ورکوئ هڅه وکړئ د خپلو درسي کتابونو تر څنګ دیني او فکري کتابونه ولولئ، څو له اسلامي احکامو خبر او د پردیو فکرونو له ضرر څخه په امن شئ او ویې ویل چې خپل قوت او ځواني مخکې له بوډاتوب غنیمت وګڼئ او پخپل ځان کې د خدمت کولو احساس پیدا کړئ.
هغه د ښوونیزو مراکزو له مسؤلینو وغوښتل چې زده کوونکي په اسلامي روحیه وروزي تر څو هغوی ټولنې ته اسلامی مفکوره وړاندې کړی شي.
دغه راز ناستې ته راغلو مسؤلینو هم خبرې وکړې او ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د پکتیا محتسبین: استادان او شاګردان باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي
د پکتیا ولایت دامربالمعروف محتسبینو د یاد ولایت مرکز ګردېز اړوند د ځینو ښوونځیو له استادانو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
په دې ناستو کې چې د بېلابېلو لېسو مدیرانو او استادانو شتون درلود محتسبینو له هغوی د وزارت د هدایت پر اساس وغوښتل چې استادان او شاګردان باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په دې برخه کې د وزارت له لوري ټاکل شوې سپارښتنې په پوره توګه پلي کړي.
په ورته وخت کې محتسبینو د یادو لېسو له زده کوونکو سره په جلا ناستو کې هغوی ته وویل چې د خپلودرسي کتابونو تر څنګ دیني او فکري کتابونه ولولي څو له اسلامي احکامو خبر او د پردي فکر پر وړاندې مبارزې ته چمتو او له زیانونو یې خبر وي.
همدا رنګه د یادو لېسو مسؤلینو هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ په دې ولایت کې د محتسبینو کړنې وستایلې او د ټاکل شوو سپارښتنو پلي کول یې خپل الهي مسؤلیت وباله .
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
ولسي خلک د امربالمعروف له کړنو راضي دي او پر شویو سپارښتنو له مسؤلینو د ټینګار غوښتنه کوي
د لوګر ولایت د امربالمعروف محتسبینو د مرکز پل علم په ګډون په ولسوالیو کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د همغږي په پار په جوړو شوو اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د ټولنې په سمون او د ناوړه دودونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي .
د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبینو په دې ناستو کې چې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو پکې ګډون درلود هغوی ته په خبرو کې وویل: د ټولنې د سمون په موخه د امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو په پلي کولو کې مرسته کول مو الهي او هیوادنی مسؤلیت دی او هم یې له هغوی وغوښتل چې په ټولنه کې د بېځایه دودونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي.
هغوی په دې هکله وویل، زموږ موخه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او خلک نېکې لارې ته را بلل دي چې په دې کار کې موږ ستاسې مرستې ته اړتیا لرو څو وکولی شو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیسو او د وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پلې او الهي احکام تر خلکو ور ورسوو.
د یادولو ده چې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو او په دې برخه کې د همکاري ژمنه وکړه او دا یې د ټولنې د سمون غوره لار وبلله.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د زابل په څلورو ولسوالیو کې محتسبینو له خلکو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د زابل ولایت د امربالمعروف محتسبینو د مرکز په شمول په اتغر، دایچوپان او خاک افغان ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل، زموږ کړنې د الهي احکامو او وزارت د سپارښتنو پر اساس تر سره کېږي نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې را سره مرسته وکړئ.
د یاد ولایت د مر کز او ولسوالیو محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی وو ځایي خلکو ته دعوت پر مهال وویل، زموږ لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول دي؛ نه غواړو خپلې شخصي غوښتنې پر خلکو ومنو نو پر همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې را سره مرسته وکړئ.
په ورته وخت کې محتسبینو د جوماتونو له ملا امامانو سره په جلا ناستو کې له هغوی وغوښتل چې خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبري وکړي څو په ټولنه کې د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلې او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د هدایت پر اساس د هیواد په ټولو ولایتونو کې محتسبین له ځایي خلکو او امارتي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د خوست محتسبین: مسؤلین هڅه کوي له شته امکاناتو په استفادې د ولس د هوساینې له پاره کار وکړي
د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبینو په جوماتونو کې له ځایي خلکو سره په اصلاحي ناستو کې د دعوت پر مهال هغوی ته وویل: د مشرتابه مقام له لوري هغه توصیې او فرامین چې ولس ته وړاندې کیږي په کامله توګه په ځانونو پلي کړئ او د هغو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې اسلام یې د نه کولو امر کړی وي.
د دغو اصلاحي ناستو چې موخه یې په سیمه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی وو محتسبینو ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل، د امیرالمؤمنین حفظه الله او د امربالمعروف وزارت له لوري په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پلي کول زموږ او ستاسې دیني مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو.
دغه راز محتسبینو ځایي خلکو ته پخپلو خبرو کې دوی ته وویل، د نظام هر مشر د ولس د خیر خواهۍ لپاره د شته امکاناتو څخه کار اخلي او هڅه یې دا ده چې ولس په امن کې د ژوند چارې مخته یوسي نو له تاسې مو غوښتنه ده چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړئ څو د وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلې او د شته منکراتو مخه په ښه ډول ونیول شي .
همدارنګه د دې ولایت محتسبینو د نظامي مرکزونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د امرانو اطاعت وکړي، له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي او پخپلو کړنو ولس ته د اسلامي نظام ریښتونی انځور وړاندي کړي او د هغه کارونو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
په ورته وخت کې محتسبینو د روغتونونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې ور سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتداري سر ته ورسوي او هغوی ته یې ور یاده کړه چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې د ښځینه ډاکترانو او کارمندانو د تګ راتګ لارې ځانګړې او پر هغوی حجاب رعایت کړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د ارزګان محتسبین: تېر قومونه الله ج په ترازو کې د خیانت کولو له وجه هلاک کړل
د ارزګان ولایت امربالمعروف محتسبینو د مرکزترینکوټ ښار د ګڼ شمېر هټۍ والو سره په جوړه شوې اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: په پېر او پلور کې له بې انصافۍ او سود کولو څخه ځانونه وساتئ ځکه الله جل جلاله تېر قومونه په ترازو کې د خیانت کولو په وجه هلاک کړل.
دا اصلاحي ناسته چې پکې د دوکانونو د اتحادیې غړو او هټۍ والو شتون درلود محتسبینو وویل، الله جل جلاله هغه قومونه هلاک کړل چې په ترازو کې یې خیانت کاوه؛ نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په پېر او پلور کې له بې انصافي او سود کولو څخه ډډه وکړئ چې په وینا یې« په خپل ورځنې پیر او پلور چارو کې له عدل او انصاف څخه کار واخلئ، ځکه ولس په تیرو نیابتي جګړو کې بې شمېره ځاني او مالي زیانونه ګالي چې له امله یې ولس اوس هم د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې مرسته کول یې زموږ او ستاسې دینه وجیبه ده».
دغه راز محتسبینو له کسبه کارانو وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او زیاته یې کړه؛ محتسبین په یوازي ځان نه شي کولی په ټولنه کې د ټولو منکراتو مخه ونیسي نو له تاسې مو غوښتنه ده چې د ټولنې هر وګړی د الهي احکامو په تطبیق کې ځان مسؤل وګڼئ او له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړئ.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو له نظامي مسؤلینو سره په جلا ناستو کې له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي، پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړي، خپل کارونه د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم تر سره کړي او پخپلو نېکو کړنو ولس ته اسلامي نظام ریښتینی انځور وړاندې کړي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د امربالمعروف مسؤلین: هره کړنه مو د الهي احکامو پر بنسټ او د نظام د پایښت په خاطر تر سره کوو
د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي درې کسیز هیئت چې مشري یې د دې وزات د ازاله منکراتو د رئیس مولوي راز محمد حامد پر غاړه وه د ملي دفاع وزارت اړوند دوهمې پلې لېوا له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل: هره اصلاحي کړنه مو د نظام د پایښت او د منکراتو د مخنیوي په موخه ده او نه غواړو په دې برخه کې خپلې غوښتنې پر خلکو ومنو.
د وزارت له لوري ټاکل شوي هیئت لومړی د یادې لېوا له رئیس مولوي نواب مبارز سره د هغه په کار ځای کې د امربالمعروف پر کړنو او پالیسۍ خبرې وکړې وروسته یې د یاد ریاست د مسؤلینو له لوري جوړې شوې ناستې ته چې شمېر یې نیږدې (۶۰۰)سوه ته رسېده په خبرو کې و ویل: هره اصلاحي کړنه مو د نظام د بقا اود منکراتو د مخنیوي په موخه ده او زموږ لومړنۍ هڅه د منکراتو مخنیوی او ولس ته ریښتونی خدمت کول دي چې په وینا یې« نه غواړو په دې برخه کې خپلې غوښتنې پر خلکو ومنو بلکې هغه څه تر مسؤلینو او ولس رسوو کومه چې د مشرتابه او اسلامي نظام غوښتنه ده .
دغه راز ښاغلي حامد د یادې لېوا مسؤلینو ته په خبرو کې وویل، ستاسې کار له ولس سره دی، پخپلو نېکو کړنو ولس ته د اسلامي نظام ریښتینی انځور وړاندې کړئ او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې ولس پرې متنفر کېږي او د نظام له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د هدایت پر اساس محتسبین د هیواد د ډېری ولایتونو په نظامي ځایونو کې د اصلاحي ناستو لړۍ جریان لري چې ور سره په نظامي برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی .
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
زابل کې محتسبینو په ودونو کې پر موسیقي او ناوړه دودونو په تر سره کولو بندیز لګولی
د زا بل ولایت د امربالمعروف محتسبیو د دې ولایت د مرکز قلات په ګډون په ولسوالیو کې د دعوت پر مهال له ځایي خلکو وغوښتل چې په ودونو کې د بېځایه لګښتونو او دودونو له تر سره کولو ډډه وکړي.
د یاد ولایت د مر کز او ولسوالیو محتسبینو په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له ځایي خلکو وغوښتل چې په ودونو او نورو خوښیو کې د بېځایه لګښتونو او دودونو له تر سره کولو ډډه وکړي چې په وینا یې څو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې په ودونو کې د موسیقي له غږولو ډډه وکړي او په دې برخه کې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.
بل خوا ځایي اوسېدونکي په دې ولایت کې د امربالمعروف وزارت د محتسبینو کړنې ستایي او هیله مند دي چې په دې سره به په ودونو کې د بېځایه لګښتونو او ناوړه رواجونو مخه ونیول شي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
هلمند کې محتسبینو له ځایي خلکو غوښتي چې د خپلمنځي شخړو له تر سره کولو ډډه وکړي
د هلمند ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د مرکز په شمول په اوو ولسوالیو د پنځه اویا جوماتونو له ملا امامانو او ځایي خلکو سره په اصلاحي ناستو کې د دعوت پر مهال هغوی ته وویل چې د خپل منځي شخړو له تر سره کولو ځان وساتي، سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د هغو ټولو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د امربالمعروف وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.
دا ناستې چې موخه په سیمه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی وو محتسبینو ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل، اسلام د یو والي دین دی او له موږ غواړي چې په ټولنه کې د وروڼو په څېر ژوند وکړو او له خپل منځي شخړو ځانونونه وساتو.
دغه راز محتسبینو د وزارت د هدایت پر اساس له ځایي خلکو وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په دې برخه کې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.
همدارنګه د دې ولایت محتسبینو د نظامي مرکزونو له مسؤلینو سره په ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د امرانو اطاعت وکړي، له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي او پخپلو کړنو ولس ته د اسلامي نظام ریښتونی انځور وړاندي کړي.
په ورته وخت کې محتسبینو د پنځلس روغتونونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې ور سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتداري سر ته ورسوي او هغوی ته یې ور یاده کړه چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې د ښځینه ډاکترانو او کارمندانو د تګ راتګ لارې ځانګړې او پر هغوی حجاب رعایت کړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د کنړ په اوو ولسوالیو کې د حجاب په ملاتړ اصلاحي ناستې تر سره شوې
د کنړ ولایت د مزکر اسدآباد په ګډون په اوو ولسوالیو(اسمار، دره پیج، چپه دره، مروره ، خاص کنړ، ناړۍ، )ولسوالیو کې د حجاب په ملاتړ په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل: د حجاب رعایتول الهي حکم دی چې پر ځای کول یې د ښځو درنښت او وقار ساتي او په کولو سره یې په ټولنه کې د شته منکراتو مخه نیول کېږي.
د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اصلاحي ناستو د تر سره کولو پر مهال چې موخه یې په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او د وزارت د سپارښتنو پلي کول وو محتسبینو وویل: حجاب الهي حکم دی چې په تر سره کولو سره یې په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول کېږي او رعایتول یې د ښځو د خوندي تابه تر ټولو غوره لار ده.
دغه راز محتسبینو د یادو ولسوالیو پر قومي مخورو غږ وکړ چې په ودونو او نورو خوښیو کې د بې حجابي مخه ونیسي او د سیمې له دیني عالمانو یې غږ وکړ چې د ممبرونو له لارې خلکو ته د حجاب او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي څو د وزارت له لوري ټاکل شوې سپارښتنې پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې له خلکو وغوښتل چې لمنځونه په جماعت سره ادا او خپلې ورځنئ چارې اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او د هغو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د اسلام دین یې د نه کولو امر کړی دی.
د یادولو ده چې د امربالمعروف محتسبینو د هیواد په ډېری ولایتونو کې په ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه دودونو په تر سره کولو او د زیات ولور په اخیستلو بندیز لګولی چې ځایي خلکو د امربالمعروف وزارت له دې کاره خوښي ښودلې او له مسؤلینو یې غوښتي چې د یادو اصولو پلي کولو ته په پوره توګه توجه وکړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د ارزګان محتسبین: د نوي نسل په سالمه روزنه روزل مو الهي مسؤلیت دی
د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو د مرکز ترینکوټ اړوند سیدال خان عالي لېسې له مسؤلینو او شاګردانو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې ښوونکو ته په خطاب کې وویل: د نوي نسل په سالمه روزنه روزل او هغوی ته اسلامي فکر ورکول مو الهي مسؤلیت دی چې باید په سمه توګه یې تر سره کړو.
دا اصلاحي ناستې چې موخه يې په ښوونیزو مراکزو کې د امربالمعروف وزارت له لوري شوې لارښوونې پلي کول او هغوی ته د امربالمعروف ارزښت بیانول وه محتسبینو وویل، نوی نسل په اسلامي روحیه روزل او هغوی ته اسلامي احکام ور ښودل مو الهي او هیوادنی مسؤلیت دی؛ چې باید په پوره امانتداري سره یې تر سره کړو.
محتسبینو دغه یادې لېسې له ښوونکو وغوښتل چې د نوي نسل د پردیو او غربي فکرونو څخه د خلاصون او له هغوی سره د مبارزې له پاره پر زده کوونکو د دیني او فکري کتابونو مطالعه وکړي او هغوی ته په فکري کتابونو کې د رقابتي ازموینو زمینه برابره کړي تر څو زده کوونکي له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي چې په وینا یې زموږ له پوهنتون څخه فارغ ځوان باید دیني عالم هم وي څو له اسلامي احکامو خبر او د غربي فکر پر وړاندې مبارزې ته اماده وي.
په ورته وخت کې محتسبینو د یاد ښوونځي له زده کوونکو سره چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده په جلا ناسته کې هغوی ته وویل چې د ښوونکو احترام وکړي او خپلو درسونو جدي پاملرنه وکړي او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې د خپلو درسي کتابونو تر څنګ د نبوي سیرت او نورو فکري کتابونو مطاله وکړي چې په وینا یې ( زموږ له پوهنتون څخه فارغ ځوان باید دیني عالم هم وي څو د پردیو فکرونو له ضرر څخه خبر او پر وړاندې یې مبارزې ته اماده وي).
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د خوست ولایت په دو لس ولسوالیو کې د امربالمعروف محتسبینو له ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د خوست ولایت د امربالمعروف، نهي عن المنکر ریاست محتسبینو د دې ولایت د دولس ولسوالیو له ځایي خلکوسره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې د د عوت پر مهال هغوی ته وویل، خپلو ورځنیو چارو کې د هغو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د اسلام دین یې د پرېښودلو امر کړی وي ترڅو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي او د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پلې شي .
د یاد ولایت محتسبینو په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په ولسوالیو کې د امربالمعرف وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول او د شته منکراتو مخه نیول وو وویل؛ د امربالمعروف محتسبین هڅه کوي چې د وزارت له لوري په ټولنه او نظامي ځایونو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین پلي کړي نو پر همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې د وزارت له لوري شوي سپارتنې پلي کړئ او په ټولنه کې د شته ستونزو او منکراتو مخه په بشپړ ډول ونیول شي .
محتسبینو په دې اصلاحي لیدنو کې د وزارت د لارښوونو پر بنسټ هغوی ته وویل چې لمونځونه په جماعت سره ادا کړئ او په سیمه کې له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړئ .
د یادولو وړ ده چې په یاد ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبین له نظامي مسئولینو او ملکي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په اړونده ساحو کې د معروفاتو په اقامه او منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ ګټور بدلون راغلي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د هرات محتسبین: دیني عالمان مسئول دي چې الهي احکام په سم ډول تر خلکو ورسوي
د هرات ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په تېره اونۍ کې د مرکز په شمول د ولسوالیو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی غوښتي چې د امربالمعروف وزارت له لوري په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د شوو سپارښتونو په پلي کولو کې ور سره مرسته وکړي ترڅو په ټولنه معروفات اقامه او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دې اصلاحي ناستې کې چې موخه یې په یاد ولایت کې د معروفاتو اقامه او منکراتو مخنیوی وو محتسبینو دیني عالمانو ته په وینا کې وویل، ستاسو مسئولیت دی چې الهي احکام تر خلکو ورسوئ او خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړئ او هغوی پر دې پوه کړئ چې د وزارت له لوري د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوي په موخه شوي سپارښتنې الهي احکام دي نه د مسؤلینو غوښتنې.
دغه راز محتسبینو د یاد ولایت له قومي مخورو وغوښتل چې په ټولنه کې د بېځایه لګښتونو، دودونو او په ودونو کې د موسیقي غږولو مخه ونیسي.
بل خوا د یاد ولایت دیني عالمانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر ریاست کړنې وستایلې او په ټولنه کې یې د معروفاتو اقامه او منکراتو مخنیوی یې خپل الهي مسئولیت وباله .
د یادولو وړ ده چې په یاد ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبین له نظامي مسئولینو او ملکي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامه او منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
غزني د امربالمعروف رئیس: له اسلامي نظام سره مرسته مو الهي او هیوادنی مسؤلیت دی
غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوی محمد عالم ناصح د روضې سیمې اړوند په یوه لویه ولسي غونډه کې چې د یادې سیمې علماوو، قومي مخورو، هټۍ والو، د ورزشي کلبونو مسؤلینو ، د مکاتبو او لېسو ښوونکو او ځوانانو شتون درلود د ګډون پر مهال وویل : اسلامي نظام د الله جل جلاله نعمت دی چې په کارونو کې یې مرسته کول مو الهي او هیوادنی مسؤلیت دی .
ناستې ته مولوی محمدعالم ناصح پخپلو خبرو کې له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې خلکو ته د امربالمعروف او حجاب په ارزښت خبري وکړي څو دا الهي احکام په ټولنه کې پلي اود شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز ښاغلي ناصح د ناستې له ګدون والو وغوښتل چې د اسلامي نظام د هرې ادارې له مسؤلینو سره د کارونو په اجرا کې مرسته وکړي چې په خبره یې دا د هر هیواد وال دیني او هیوادنی مسؤلیت دی.
په ورته وخت کې ناستې ته دیني عالمانو د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړې او له نظام سره همکاري یې د هغوی دیني مسؤلیت وباله.
بل خوا ځایي اوسېدونکو په دې ولایت کې د امربالمعروف وزارت د محتسبینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې په کارونو کې به یې مرسته او همکاري کوي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
شیخ شرف الدین نقره کار: د امربالمعروف د سپارښتنو پلي کول د نظام د بقا او استحکام سبب کېږي
د خوست ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ شریف الدین نقره کار د خپل رسمي سفر پر مهال د قلندر ولسوالۍ له نظامي مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل: د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د شوو سپارښتنو پلي کول د نظام د استحکام او بقا سبب کېږي.
دا اصلاحي ناسته چې موخه یې په یادو ځایونو کې د منکراتو مخنیوی وو وویل، په تېر شل کلن جهادي دور کې مجاهدینو د اسلامي نظام د راتلو له پاره بې شمېره قربانۍ ورکړې چې په نتېجه کې یې الله جل جلاله اسلامي نظام ورکړ چې اوس یې ساتل او خدمت کول د ټولو الهي او هیوادنی مسؤلیت دی، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په خپلو تر لاس لاندې کسانو د وزارت له لوري شوې سپارښتې پلې کړئ ځکه چې دا د نظام د بقا او استحکام غوره لار ده.
په ورته وخت کې ښاغلي نقره کار د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف له محتسبینو سره په جلا ناسته کې له هغوی وغوښتل چې خپلې کړنې د وزارت له پالیسۍ سره سمې تر سره کړي او پخپل سر د کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.
دغه راز یې د یادې ولسوالي د محتسبینو ستونزې واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د حل په موخه به یې تر مسؤلو چارواکو رسوي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د کنړ په پنځو ولسوالیو کې د حجاب په ملاتړ اصلاحي ناستې تر سره شوې
د کنړ ولایت په پنځو ولسوالیو(اسمار، دره پیج، چپه دره، مروره ، او ماڼو ګي )ولسوالیو کې د حجاب په ملاتړ په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته د عوت پر مهال وویل: د حجاب رعایتول الهي حکم دی چې پر ځای کول یې د ښځو درنښت او وقار ساتي او په کولو سره یې په ټولنه کې د شته منکراتو مخه نیول کېږي.
د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اصلاحي ناستو د تر سره کولو پر مهال چې موخه یې په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او د وزارت د سپارښتنو پلي کول وو محتسبینو وویل: حجاب الهي حکم دی چې په تر سره کولو سره یې په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول کېږي او رعایتول یې د ښځو د خوندي تابه تر ټولو غوره لار ده.
دغه راز محتسبینو د یادو ولسوالیو پر قومي مخورو غږ وکړ چې په ودونو او نورو خوښیو کې د بې حجابي مخه ونیسي او د سیمې له دیني عالمانو یې وغوښتل چې د ممبرونو له لارې خلکو ته د حجاب پر ارزښت خبرې وکړي څو د وزارت له لوري ټاکل شوې سپارښتنې پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت محتسبینو د هیواد په ډېری ولایتونو کې په ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه رواجونو په تر سره کولو او د زیات ولور په اخیستلو بندیز لګولی چې ځایي خلکو د امربالمعروف وزارت له دې کاره خوښي ښودلې او له مسؤلینو یې غوښتي چې د یادو اصولو پلي کولو ته په پوره توګه توجه وکړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
محتسبینو د میدان وردګ په اتو ولسوالیو کې اصلاحي ناستې تر سره کړې
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت د ترافیکو، دارالمعلمین او د دې ولایت د سیندیزې حوزې ریاستونو له کارمندانو د خپلو ټاکل شوو اصولو د څارنې په موخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې موخه یې په امارتي ادارو کې د منکراتو مخنیوی او د وزارت د سپارښتنو پلي کول وه محتسبین د یادو ریاستونو پر ټولو کارځایونو وګرځېدل چې په وینا یې په امارتي ادارو کې د وزارت له لوري شوې سپارتنې پلې شوې او لا هم دوام لري.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د سید اباد ولسوالي محتسبینو د وزارت د هدایت پر اساس هغه کوډګر یا ساحر نیولی چې په ټولنه کې یې غیر اسلامي او ناروا کړنې تر سره کولې.
د یادولو ده چې د یاد ولایت د اتو ولسوالیو محتسبینو له ځایي خلکو سره پر بېلا بېلو موضوعات اصلاحي ناستې تر سره کړې او د سیمې له دیني عالمانو یې وغوښتل چې خلکو ته د امربالمعروف او اسلامي نظام پر ارزښت خبري وکړي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
علمي بورډ غړي : دمنکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین د مشرتابه فرامین دي
اوامربالمعروف وزارت یی دتطبیق په وخت په وخت نظارت کوی.
د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو د علمي بورډ غړو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پلازمینې کابل ترافیکو ریاست مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل، د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې د مشرتابه احکام دي چې باید په ټولو نظامي ځایونو کې په پوره توګه پلي شي څو په نظامي لیکو او امارتي ادارو کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د وزارت له لوري ټاکل شوي هیئت لومړی د یاد ریاست له رئیس مولوي خیال محمد غاور او په یاد ریاست کې د دعوت ارشاد له مسؤل مولوي سمیع الله ایوبي سره په ناسته کې هغوی ته وویل، موږ هڅه کوو چې د مشرتابه او وزارت له لوري په امارتي نظامي او ملکي اداراتو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړو څو د شته منکراتو او ستونزو مخه ونیول شي او مسؤلین د ولس ریښتونی خدمت وکړي.
په ورته وخت کې د علمي بورډ غړو د یاد ریاست له کارمندانو سره په جلا ناسته کې هغوی ته وریاده کړه چې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو ولس د نظام له کړنو راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي او له هغوی یې وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي .
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
ارزګان د امربالمعروف محتسبین: د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوی په موخه شوې سپارښتنې لومړی باید پر امارتي مسؤلینو پلې شي
د ارزګان ولایت، د امربالمعروف محتسبینو د یاد ولایت د مرکز په شمول په ولسوالیو کې نظامي مسؤلینو ته په اصلاحي ناستو کې وویل، موږ هڅه کوو په ټولنه او نظام کې د شته منکراتو مخه ونیسو او د امر بالمعروف وزارت له لوري د معروفاتو د قامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوې سپارښتنې لومړی پر امارتي مسؤلینو پلي څو یې ولس ته د نمونې په ډول وړاندې کړو.
محتسبینو په دې ناسته چې موخه یې، په یاد ولایت کې د امربالمعروف وزارت د سپارښتنو پلي کول وو وویل، د امربالمعروف وزارت د مسؤلینو لومړنۍ هڅه په ټولنه او نظام کې د منکراتو له منځه وړل او د هیواد والو ستونزو ته پر وخت رسیدګي کول دي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې د وزارت له لوري د معروفاتود اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پر ځانونو او تر لاس لاندې کسانو پلې کړئ څو یې ولس ته د نمونې په ډول وړاندې کړو.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو له ځایي خلګو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل چې لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او د منکراتو له تر سره کولو ډډه وکړي.
هغوی پخپلو خبرو کې ځایي خلګو ته یاده کړه چې د امارتي مسؤلینو څخه د شکایت درلودلو په وخت کې کولی شي خپل شکایت په ازاد ډول د امربالمعروف وزارت دشکایتونو اورېدلو په ریاست کی ثبت کړي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست څلور فعالې ټلفوني شمېرې چی له سیمیزو رسنیو په دوامداره توګه د خلګو د شکایتونو اورېدلو په موخه خپرېږي تر څو خلک وکولی شي خپل شکایتونه د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
غزنی د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتواوریدلو ریاست رئیس مولوی محمد عالم ناصح او مل پلاوي د مسلم پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل .
دغزنی ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح د مسلم پوهنتون له استادانو او محصلینو سره په ناسته کې هغوی ته داسلامي نظام پر اهمیت، خپل مسؤلیت په ښه توګه د اداء کولواود وظیفوي غفلت څخه دځان ساتلو او د محصلینو دسالمې روزنې په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
ښاغلي ناصح د ناستې پر مهال محصلینو ته په خطاب کې وویل؛ له تعلیم سره تربیه لازمي ده نو پر همدې اساس زموږ د پوهنتونونو محصلین او زده کوونکي به په داسې سالمه روزنه او تربیه سمبال وي چې اسلام او اسلامي ارزښتونونو ته په پوره توګه ژمن وي.
هغه همدا راز له محصلینو د وزارت د سپارښتنو پر اساس وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او خپلې ورځنۍ چارې له اسلامي احکامو سره سمې تر سره کړي.
د ناستې په پای کې د یاد پوهنتون مسؤلینو او محصلینو پخپل وار خبرې وکړې او د هغوی کړنې یې د ټولنې اړتیا وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې به یې تر خپله وسه هڅه کوي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د بامیان د امربالمعروف رئیس: ولس ته ریښتونی خدمت کول مو الهي او هیوادنی مسؤلیت دی
دوشنبه، محرم ۲۸، ۱۴۴۵
د بامیان ولایت د امربالمعروف رئیس د دې ولایت د سیغان ولسوالۍ له محتسبینو سره د کارونو د لاښه پر مختګ او همغږي په پار په جوړه شوې ناسته کې هغوی ته وویل، د را سپارل شوو مسؤلیتونو پوښتنه به الله جل جلاله له موږ څخه د قیامت په ورځ کوي، نو په همدې اساس موږ مسؤل یو چې را سپارل شوي مسؤلیتونه په سم ډول تر سره کړو او هیواد والو ته ریښتونی خدمت وړاندې کړو.
د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمود الحسن منصوري له مل پلاوي سره په دې رسمي سفر کې چې موخه یې په سیغان ولسوالي کې د محتسبینو کړنې ارزول او د هغوی ستونزې له نیږدې اورېدل وه د یوې ناستې پر مهال وویل، دا زموږ الهي او هیوادنی مسؤلیت چې را سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتداري تر سره کړو او پخپلو کړنو ولس ته د اسلامي نظام ریښتونی تصویر وړاندې کړو، څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
هغه همدا راز پر محتسبینو ټینګار وکړ ،چې خپلې کړنې د وزارت له پالیسي سره سمې تر سره کړي او په دې برخه کې پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو، له منلو ډډه وکړي.
د یادې ولسوالۍ ،د امربالمعروف محتسبینو ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په دې ولسوالي کې خپلې لاسته راوړنې او په دې برخه کې شته ستونزې له هغوی سره شریکې کړې او له ورغلي پلاوي یې وغوښتل چې د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس د دې ولسوالۍ د محتسبینو کړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې شته ستنوزې به یې د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو رسوي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د ارزګان محتسبین: امارتي مسؤلین باید د ولس له پاره الګو وي او ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي
دوشنبه، محرم۲۸، ۱۴۴۵
د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت د مر کز ترین کوټ په شمول د ځینو ولسوالیو له نظامي مسؤلینو د خپلو قوانینو پلي کېدلو په پار په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل، امارتي مسؤلین باید د ټولنې له پاره الګو وي او ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پر ځانونو پلي کړي.
په دې پار جوړې شوې اصلاحي ناستې چې پکې د ډېرو نظامي او ملکي ادارو کارمندانو شتون درلود محتسبینو وویل، په ټولنه کې هغه وخت د منکراتو مخه نیول کېږي او ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کېږي چې مسؤلین ټاکل شوي قوانین لومړی پخپله عملي کړي او زیاته یې کړه چې امارتي مسؤلین باید د نظام له لوري ټاکل شوي قوانین پر ځانونو پلي کړي څو یې ولس ته د نمونې په ډول وړاندې کړو .
محتسبینو دغه راز له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو ولسي خلک له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د مرکز ترین کوټ محتسبینو له ښاري هټۍ والو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او په دې برخه کې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د خوست محتسبین: له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلئ
د خوست ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت د استخباراتو ریاست، امنیه قومنداني او نورو نظامي ارګانونو له مسؤلینو او کارمندانو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل، در ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره اخلاص تر سره کړئ او له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلئ .
محتسبینو په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې د یادو نظامي ارګانونو ډېری مسؤلینو پکې شتون درلود وویل، د نظام له لوري در سپارل شوي مسؤلیتونه در سره امانت دي، په پوره اخلاص یې سر ته ورسوئ او په دې برخه کې د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتئ چې د نظام له ټاکل شوې پالیسي سره په ټکر کې وي.
هغوی په همدې تړاو مسؤلینو ته وریاده کړه چې له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي او پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
د یادلو ده چې د امربالمعروف وزارت محتسبین د هیواد په ټولو ولایتونو کې له امارتي کارمندانو او ځایي خلکوسره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د علمي بورډ غړي: زموږ مسؤلیت د مشر تابه قوانین تر مسؤلو چارواکو رسول دي
سه شنبه، محرم۲۰، ۱۴۴۵
د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ غړو د کورنیو چارو وزارت اړوند د وزارتونو د ساتنې ۱۴ نظامي ټولي او د عدلیې وزارت له مسؤلینو او کارمندانو سره په دوو جلا اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل، زموږ مسؤلیت د مشر تابه قوانین تر مسؤلو چارواکو رسول دي
دا اصلاحي ناستې چې موخه یې په امارتي ادارو کې د منکراتو مخنیوی او د امربالمعروف وزارت د قوانینو پلي کول وه د علمي بورډ غړو وویل، زموږ اساسي موخه په ملکي او نظامي ادارو کې د منمراتو مخنیو او تر مسؤلو چارواکو د مشرتابه د قوانینو رسول دي.
دغه راز د امر بالمعروف وزارت اړوند د علمي بورډ غړو په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې د یادو ځایونو مسؤلینو او کارمندانو ته په وینا کې وویل، زموږ او ستاسې کار له ولس سره دی؛ موږ ته لازمه ده چې د ولس ریښتونی خدمت وکړو او له هغوی سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلو، څو هغوی له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
هغوی په همدې تړاو زیاته کړه، در سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتداري سر ته ورسوئ او په دې برخه کې د مشرانو اطاعت وکړئ څو ټاکل شوي قوانین پلي او په نظامي لیکو او ملکي ادارو کې د شته منکراتو او ستونزو مخه په ښه ډول ونیول شي او له هغوی یې په جدي توګه غوښتنه وکړه چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
کنړ د امربالمعروف محتسبین: د امربالمعروف وزارت قوانین د نظام اساسي غوښتنه ده
سه شنبه، محرم۲۰، ۱۴۴۵
د کنړ ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت د مرکز په شمول د اوو ولسوالیو له اوسېدونکو سره په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل، د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین الهي احکام دي نه د محتسبینو شخصي غوښتنې.
د یاد ولایت د مرکز په شمول د ولسوالیو محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په ياد ولایت کې د امربالمعروف وزارت قوانین پلي کول اود شته منکراتو مخه نیول وه وویل، د امر بالمعروف وزارت قوانین الهي احکام او د نظام اساسي غوښتنه ده چې پلي کول یې زموږ او ستاسې دیني وجیبه ده.
محتسبینو په ټولنه کې د امربالمعروف د کړنو په تړاو د سیمې خلکو ته په خطاب کې وویل، زموږ هره کړنه د الهي احکامو او د مشرتابه د حکم پر اساس تر سره کېږي چې پلي کول یې د نظام اساسي غوښتنه ده نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړئ څو الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده؛ چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د امربالمعروف محتسبین له خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په سیمه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د خوست د امربالمعروف رئیس: قواینن د ځان تابع نه بلکي ځانونه دقوانینو تابع وګرځوئ
پنجشنبه،محرم۱۶، ۱۴۴۵
د خوست امنیه قومندان حافظ عبدالرشید عمري له لوري د همغږي په پار په جوړه شوې ناسته کې چې د یاد ولایت د امربالمعروف ، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس شیخ شریف الدین نقره کار په شمول د حوزو امرینو او د نورو اړونده داخلي ادارو منسوبینو او مسولینو ګډون درلود مولوي شریف الدین نقره کار وویل: قوانین د ځان تابع نه، بلکې ځانونه د قوانینو تابع وګرځوئ او پخپل منځ کې همغږي لا پياړوې کړئ د نظام او ولس ریښتونی خدمت وکړئ.
د یاد ولایت د امنیه قومندان حافظ عبدالرشد عمري له لوري دا جوړه شوې ناسته چې موخه یې د مسؤلینو همغږي او په یاد ولایت کې د شته ستونزو له منځه وړل وه د دې ولایت د امربالمعروف رئیس وویل، مسؤلین دې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې و اوسي او زیاته یې کړه ؛ نظام د ځان تابع نه، بلکې ځانونه د نظام تابع وګرځوئ او پخپل منځ کې همغږي لا پياړوې کړئ د نظام او ولس ریښتونی خدمت وکړئ.
هغه همدا راز پر مسؤلینو غږ وکړچې د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او اړونده چارې د مشرانو د هدایاتو سره سمې ترسره کړي.
د ناستې ګډون والو په یاد ولایت کې د امربالعروف کړنې وستایلې او په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
د امربالمعروف وزارت نظامي معینیت: د امربالمعروف وزارت قوانین د نظام اساسي غوښتنې دي
پنجشنبه، محرم۹، ۱۴۴۵
د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ غړو ټاکل شوي هیئت د کورنیو چارو وزارت اړوند نهم نظامي ټولي له مسؤلینو او کارمندانو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل، د ا مربالمعروف وزارت ټاکل شوي قوانین د نظام اساسي غوښتنې دي چې باید پلي شي .
ورغلي هیئت د یاد نظامي ټولي له مسؤلینو او کارمندانو سره په ناسته کې له هغوی وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سم جوړ کړي او خپلې کړنې د اسلامي امارت له ټاکل شوې پالیسي سره سمې تر سره کړي چې همدا د نظام اساسي غوښتنې دي .
یاد هیئت په ورته وخت کې د مجاهدینو له ځینو چیک پواینټونو لیدنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او پخپل سر د کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت له لوري په امارتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هیئت په پلازمینې کابل کې پر نظامي او ملکي ادارو ګرځي او د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ورسره په دې برخو کې دمنکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی .
میدان وردګ محتسبین: دیني عالمان مسؤل دي چې خلکو ته داسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي
پنجشنبه، محرم۹، ۱۴۴۵
د میدان وردګ ولایت د ( جلرېز، جغتو، دایمیرداد، نرخ او چک ) ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالیو ځایي خلکو ته د عوت پر مهال وویل: له شل کلن اشغال څخه خلاصون او د اسلامي نظام قایمېدل د الله جل جلاله نعمت دی چې د دې نعمت شکر ادا کول د نظام قوانینو ته غاړه ایښودل او په ټولنه کې د امربالمعروف تر سره کول دي.
محتسبینو وویل، الله جل جلاله موږ ته د بې شمېره قربانیو په نتېجه کې اسلامي نظام راکړ چې دا د الله جل جلاله نعمت دی اوس پر موږ او تاسې لازمه ده چې د دې نعمت شکر ادا کړو چې د دې نعمت شکر ادا کول د مسؤلینو په اطاعت او د ټاکل شوو قوانینو په پلي کېدلو کې دی.
په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو محتسبینو د سیمې له ملا مامانو وغوښتل چې د ممبرونو له لارې خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي څو خلک له الهي احکامو خبر او د اسلامي نظام غوښتنو ته ژمن و اوسي.
د یادولو ده چې د یاد ولایت محتسبین د مرکز په شمول په ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په سیمه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
قندز محتسبین: په روغتونونو کې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین تر ډېره حده پلي شوي دي
چهارشنبه، محرم۸، ۱۴۴۵
د قندز ولایت د امربالمعروف محتسبین وایي چې د امربالمعروف وزارت له لوري د روغتونونو له پاره د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین تر ډېره حده د یاد ولایت په روغتیایي مرکزونو کې پلي شوي دي.
په دې پار د یاد ولایت محتسبینو د مرکز اړوندو روغتونونو څخه د خپلو ټاکل شوو قوانینو په پار نظارت وکړ چې په وینا یې( په روغتونونو کې د امربالمعروف وزارت فرامین پلي او تر ډېره حده د شته ستونزو او منکراتو مخه نیول شوې ده).
دغه راز محتسبینو د یادو روغتونونو پر مسؤلینو ټینګار وکړ چې د ښځینه ډاکټرانو د کار ساحه او د تګ او راتګ لارې باید جلا کړي او دې کار ته ځانګړې توجه وکړي څو د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي او په دې برخه کې د منکراتو مخه په تمامه مانا ونیول شي.
د روغتونونو مسؤلینو په دې ولایت کې د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې ټاکل شوي قوانین به په پوره توګه پلي کوي.
غزني کې محتسبینو له روغتونونو د خپلو ټاکل شوو قوانینو د څار په موخه لیدنه وکړه
چهار شنبه، محرم۸، ۱۴۴۵
د غزني ولایت، د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت د ځینو خصوصي او دولتي روغتونونو له مسؤلیو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي، څو په یادو ځایونو کې د شته منکراتو او ستونزو مخه ونیول شي.
دا بېلا بېلې اصلاحي ناستې چې موخه یې په روغتیایي مرکزونو کې د وزارت له لوري د ټاکل شوو قوانینو پلي کول اود شته منکراتو له منځه وړل وه محتسبینو وویل، موږ د ټاکل شوې پالیسي په اساس کړنې تر سره کو نه د خپلو شخصي غوښتنو پر اساس؛ نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په روغتونونو کې د وزات له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړئ.
محتسبینو هغوی ته ور یاده کړه چې، سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، پر ښځینه ډاکټرانو حجاب وکړي او د هغوی د تګ او راتګ لارې بېلي کړي.
د یادولو ده چې د غزني ولایت د مرکز په شمول د ولسوالیو محتسبین له خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یاد ولایت کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د علمي بورډ غړي: له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلئ
چهارشنبه، محرم۸، ۱۴۴۵
د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ غړو د کورنیو چارو وزارت اړوند اتمې امنیتي حوزې له مسؤلینو سره په ناسته کې له هغوی وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي او له خلکو سره نرم او مسلکي چلند وکړي څو ولس له نظامه راضي او د شته ستونزو مخه ونیول شي.
د علمي بورډ غړو وویل، ستاسې کار له ولس سره دی،ستاسې کړنې د نظام نماینده ګي کوي د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د امارت له پالیسي سره په ټکر کې وي.
هغوی همدا راز په یاده امنیتي حوزه کې د ارشاد دعوت له مسؤلینو وغوښتل چې کارمندانو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي او د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پرې پلي کړي.
یاد هیئت په ورته وخت کې د حوزې له جنایي، کنټرول، کشف، اپراسیون او ستخباراتو امریتونو څخه لیدنه وکړه چې په وینا یې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین تر ډېره په نظامي ځایونو کې پلي شوي دي.
لومړنۍ هڅه مو په امارتي ادارو کې د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شوو قوانینو پلي کول دي
محرم۷، ۱۴۴۵
د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو د د ې ولایت مر کز ترین کوټ کې د ځینو نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: لومړنۍ هڅه مو په نظامي لیکو او امارتي ادارو کې د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پلي کول دي.
د یاد ولایت د امربالمعروف محتسبینو څو کسیز هیئت د یاد ولایت د ځینو نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوي د ټاکل شوو قوانینو پلي کول مو لومړنۍ هڅه ده څو ټاکل شوي قوانین پلي او په امارتي ادارو کې د شته ستونزو او منکراتو مخه ونیسو چې د دې له پاره موږ اړ یو ټاکل شوي قوانین لومړی پر دولتي کارمندانو پلي کړو څو یې ولس او نړیوالو ته د نمونې په ډول وړاندې کړو.
د یادولو چې د د ې اصلاحي لیدنو چې موخه یې د نظامي او ملکي ارګانونو مسؤلین د امربالمعروف وزارت له لوي د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو څخه خبرول او د شته منکراتو مخه نیول دي د مشرتابه د حکم پر اساس محتسبین په ټول هیواد کې پر نظامي ځایونو ګرځي او د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري ټلاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ورسره په نظامي او ملکي ادارو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د علمي بورد غړي : د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین د مشرتابه او امربالمعروف وزارت فرامین دي
محرم۷، ۱۴۴۵
د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو د علمي بورډ غړو د کورنیو چارو وزارت اړوند اووم نظامي ټولي له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل، ټاکل شوي قوانین د مشرتابه امر او د وزارت احکام دي چې باید په ټولو نظامي ځایونو کې په پوره توګه پلي شي څو په نظامي لیکو کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د وزارت له لوري ټاکل شوي هیئت د یاد ټولي له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل، موږ هڅه کوو چې د مشرتابه او وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړو.
د علمي بورډ غړو هغوی ته وریاده کړه چې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو ولس د نظام له کړنو راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
په ورته وخت کې یاد هیئت د علومو اګاډمي، خوړو درملو عمومی ریاست، د احصایی او معلوماتو ریاستونو له مسؤلینو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له کارمندانو وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
د خوست ولایت محتسبینو له روغتونونو د ټاکل شوو قوانینو د څارلو په موخه لیدنه وکړه
یکشنبه،محرم۵، ۱۴۴۵
د خوست ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت له دولتي او خصوصي روغتونونو د خپلو ټاکل شوو قوانینو د ارزیابي او څارنې په موخه لیدنه وکړه.
له دې لیدنې چې موخه یې د امربالمعروف وزارت له لوري د روغتونونو له پاره د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شوو قوانینو څارل وه؛ د یادو روغتونونو له هرې څانګې لیدنه وکړه چې د محتسبینو په وینا په یادو صحي ځایونو کې ټاکل شوي قوانین تر ډېره حده پلي شوي دي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د روغتونونو له مسؤلینو سره په جلا ناسته کې د هغوی کړنې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې د ټاکل شوو قوانینو پلي کولو ته پوره پاملرنه وکړي څو په دې ځایونو کې د شته ستونزو او منکراتو مخه په تمامه مانا ونیول شي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت محتسبین ادعا کوي چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د دولتي او ملکي ارګانونو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په یادو ځایونو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
محتسبین:د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤلین مو ستونزي اوري اود حل په مخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي
یکشنبه، محرم۵، ۱۴۴۵
د بلخ ولایت د هدادي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د سیمي له خلکو سره د هغوی د ستونزو اورېدو او د شته منکراتو د مخنیوي په موخه په جوړه شوې اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل :د امربالمعروف وزارت د شکایتونو او رېدلو مسؤلین مو ستونزي اوري او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي.
محتسبینو وویل، د امربالمعروف د مسؤلینو لومړنۍ هڅه پر معروفاتو امر او د منکراتو مخنیوی دی، نو په همدې اساس د شکایتونو اورېدلو مسؤلین هڅه کوي چې په ټولنه کې د شته جرمونو مخه ونیسي او د خلکو شته ستونزو ته پر وخت رسیده ګي وکړي .
په دې تړاو د دې برخې مسؤلین ادعا کوي چې تر اوسه یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د تېر دولت او اوسنۍ زر ګونه قضیې د حل تر بریده رسولې او ځینې نورې قضیې یي اړوندو ارګانونو ته د حل په موخه استولې دي .
د یادولو ده چې ولسي خلک د امربالمعروف وزارت له کړنو خوښي ښیي او دا د ټولنې د سمون او رغښت غوره لار بولي.
محتسبین: په روغتونونو کې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین باید پلي شي
شنبه، محرم۴، ۱۴۴۵
د پکتیا ولایت د امربالمعروف محتسبینو د یاد ولایت مرکز ګردېز اړوند روغتونونو له مسؤلینو سره په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی غوښتي چې د ښځینه ډاکټرانو کاري ساحه او د تګ او راتګ لاره باید جلا وي او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې پر ښځینه کارمندانو حجاب وکړي.
محتسبینو وویل: د امربالمعروف وزارزت له لوري ټاکل شوي قوانین دمشرتابه حکم او په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او د معروفاتو د اقامي له پاره دي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې پر ښځینه کارمندانو حجاب وکړئ او د هغوی د تګ او راتګ لارې بېلي کړئ څو د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبینو په ورته وخت کې د یادو روغتونونو له مسؤلینو او ډاکټرانو وغوښتل چې لمنځونه په جماعت سره ادا کړي، خپل سیرت او صورت د نبوي سنتو سره سم جوړ کړي.
په دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین د مشرتابه حکم او د نظام اساسي غوښتنه ده
سه شنبه، ذي الحجه۳۰، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ غړو ټاکل شوي هیئت د ملي دفاع وزارت اړوند د سروبي لیواء له مسؤلینو او کارمندانو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل، په دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین د مشرتابه حکم او د نظام اساسي غوښتنه ده چې باید ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي شي.
ورغلي هیئت د یادې لیواء له مسؤلینو او کارمندانو سره په ناسته کې چې شمېر یې نیږدې «دوه زره» تنو ته رسېده له هغوی وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سم جوړ کړي. چې په خبره یې د دولتي ادارو له پاره د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین د مشرتابه حکم او د نظام اساسي غوښتنه ده چې باید ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي شي څو د مشر تابه حکم پر ځای او د شته ستونزو او منکراتو مخه په تمامه مانا ونیول شي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت له لوري په امارتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هیئت په پلازمینې کابل کې پر نظامي او ملکي ادارو ګرځي او د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ورسره په دې برخو کې دمنکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی .
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس د ښار والي او اطلاعات او کلتور ریاستونو څخه لیدنه وکړه
سه شنبه، ذي الحجه۳۰، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي عبدالله محمد د یاد ولایت د ښاروالي اواطلاعات او کلتوریاستونوله مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: هر نظام خپل ټاکل شوي قوانین لري چې کارمندان اړ دي ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
د دې ولایت د امربالمعروف رئیس له لوري په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په دولتي ادارو کې د منکراتو مخنیوی او د ټاکل شو قوانینو پلي کول وه وویل، هر نظام خپل ټاکل شوي قوانین لري چې د نظام کارمندان اړ دي ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي څو ټاکل شوي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
ښاغلي محمد د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کارمندانو سره په ناسته کې هغوی ته وویل چې د نوي نسل د عامه ذهنیت جوړلو له پاره فرهنګي ناستې او پروګرامونه ترتیب کړي څو لوستي ځوانان په شعوري ډول د نظام قوانینو ته ژمن پاته شي او نوی نسل مو په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس د دې ولایت د امنیه قومنداني له مسؤلینو او مجاهدینو سره په جلا اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او پر مجاهدینو یې غږ وکړ چې د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د مجاهد وقار او درنښت له منځه وړي او د اسلامي امارت له پالیسي سره په ټکر کې وي.
د کابل شهري ریاست محتسبین: په روغتونونو کې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین تر ډېره حده پلي شوي دي
دوشنبه، ذي الحجه۲۹، ۱۴۴۴
د پلازمینې کابل شهري ریاست محتسبین وایي چې د امربالمعروف وزارت له لوري د روغتونونو له پاره د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین تر ډېره په روغتیایي مرکزونو کې پلي شوي دي.
په دې پار د یاد ریاست محتسبینو د د وه وشتمې حوزې اړوندو روغتونونو څخه د خپلو ټاکل شوو قوانینو په پار نظارت وکړ او هغوی وایې چې په روغتونونو کې د امربالمعروف وزارت فرامین پلي او تر ډېره حده د شته ستونزو او منکراتو مخه نیول شوې ده.
دغه راز محتسبینو د یادو روغتونونو پر مسؤلینو ټینګار وکړ چې د ښځینه ډاکټرانو د کار ساحه او د تګ او راتګ لارې باید جلا کړي او دې کار ته ځانګړې توجه وکړي څو د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي او په دې برخه کې د منکراتو مخه په تمامه مانا ونیول شي.
د روغتونونو مسؤلینو د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او د یادو شوو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ یې ورکړ.
د هلمند ولایت په اوو ولسوالیو کې اصلاحي ناستې تر سره سوې
پنجشنبه، ذي الحجه۲۵، ۱۴۴۴
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزات محتسبینو د هلمند ولایت په اوو ولسوالیو کې له خلکو سره په اصلاحي ناستو کې د ددعوت پر مهال هغوی ته د حجاب، امربالمعروف، یو والي او د نبوي سنتو د احیا پر ارزښت خبرې وکړې.
د یاد ولایت محتسبینو په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول او دعامه ذهنیت جوړول وه وویل: حجاب الهي حکم دی چې په کولو سره یې الهي حکم پر ځای کېږي او د مېرمنو د درنښت او وقار سبب کېږي.
محتسبینو دغه راز له هغوی سره په خبرو کې امربالمعروف د هر مؤمن دینی مسؤلیت وباله او د سیمې پر دیني عالمانو او د مسجدونو پر امامانو یې غږ وکړ چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښيي اود عامه ذهینیت په جوړولو کې ور سره مرسته وکړي.
دغه راز هغوی د سیمې خلکو ته د یو والي او اتفاق پر ارزښت خبرې وکړې او هغوی یې د یو والي لور ته را وبلل
د هلمند ولایت په اوو ولسوالیو کې اصلاحي ناستې تر سره سوې
پنجشنبه، ذي الحجه۲۵، ۱۴۴۴
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزات محتسبینو د هلمند ولایت په اوو ولسوالیو کې له خلکو سره په اصلاحي ناستو کې د ددعوت پر مهال هغوی ته د حجاب، امربالمعروف، یو والي او د نبوي سنتو د احیا پر ارزښت خبرې وکړې.
د یاد ولایت محتسبینو په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول او دعامه ذهنیت جوړول وه وویل: حجاب الهي حکم دی چې په کولو سره یې الهي حکم پر ځای کېږي او د مېرمنو د درنښت او وقار سبب کېږي.
محتسبینو دغه راز له هغوی سره په خبرو کې امربالمعروف د هر مؤمن دینی مسؤلیت وباله او د سیمې پر دیني عالمانو او د مسجدونو پر امامانو یې غږ وکړ چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښيي اود عامه ذهینیت په جوړولو کې ور سره مرسته وکړي.
دغه راز هغوی د سیمې خلکو ته د یو والي او اتفاق پر ارزښت خبرې وکړې او هغوی یې د یو والي لور ته را وبلل.
کابل د محتسبینو رئیس: د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د وزارت له پالیسي سره په ټکر کې وي
یکشنبه، ذوالحجه۲۱، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت اړوند د کابل شهري ریاست د محتسبینو رئیس «مولوي معلم جان مسلم» د دوه ویشتو حوزو له امرینو سره د همغږي او د کارونو د لاښه پر مختګ په موخه په جوړه شوې ناسته کې هغوی ته وویل: ستاسې کړنې د نظام نمایندګي کوي نو پر همدې اساس د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د وزارت له پالیسي سره په ټکر کې وي او په ټولنه کې بغاوتونو ته لار هواروي.
دا ناسته چې پکې د پلازمینې کابل د دوه ویشتو حوزو د محتسبینو امرینو، محتسبینو او نورو مسؤلینو شتون درلود مولوي معلم جان مسلم امرینو او محتسبینو ته په خطاب کې وویل؛ د امربالمعروف وزارت له لوري په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ځانګړې تګلاره او پالیسي ټاکل شوې، چې تاسې اړ یئ د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړئ ځکه ستاسې کړنې د نظام نمایندنګي کوي نو پر همدې اساس تاسې باید د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسي سره په ټکر کې وي او په ټولنه کې نا امنیو او بغاوتونو ته لار هواروي.
دغه راز ښاغلي معلم جان مسلم د محتسبینو ستونزې واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ور کړ چې د حل په موخه به یې تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
محتسبین:د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤلین مو ستونزي اوري اود حل په مخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي
یکشنبه، ذوالحجه۲۱، ۱۴۴۴
د بلخ ولایت د هدادي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د سیمي له خلکو سره په ناسته کې د دعوت پر مهال هغوی ته وویل:د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤلین مو ستونزي اوري او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي.
دا اصلاحي ناسته چې د یادې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکو پکې شتون درلود محتسبینو وویل، د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې ریاستونه او امریتونه لري؛ چې مسؤلین یې هڅه کوي څو د خلکو ستونزي واوري او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
په دې تړاو د دې برخې مسؤلین ادعا کوي چې تر اوسه یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د تېر دولت او اوسنۍ نوې زرګونه قضیې د حل تر بریده رسولې؛ چې په دې تېرو دریو میاشتو کې یې شمېر شاوخوا دوه نیمو زرو(۲۵۰۰) ته رسېږي.
د یادولو ده چې د یاد ریاست د مسؤلینو له لوري څلور فعالې شمېرې د خلکو د شکایتونو اورېدلو په موخه په سیمیزو رسنیو او د وزارت له خپلو ادرسونو په پرلپسې ډول خپرېږي، تر څو خلک وکولی شي خپل شکایتونه په اساني سره تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
قندهارمحتسبین: د اسلامي نظام ساتنه یوازي په اسبابو سره نه کېږي
یکشنبه، ذوالحجه۲۱، ۱۴۴۴
د قندهار ولایت د څلورو ولسوالیو( ښکته میوند، لوړ میوند، دامان او سپین بولدک) ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالیو له نظامي مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې د دعوت پر مهال وویل: د اسلامي نظام ساتنه یوازي په اسبابو سره نه کېږي بلکي د نظام ساتنه د ټاکل شوو قوانینو په پلي کولو او د مشرانو په اطاعت سره کېږي.
محتسبینو وویل، د اسلامي نظام له لوري د ټاکل شوو قوانینو پلي کول او د مشرانو اطاعت د نظام د پایښت سبب کېږي او زیاته یې کړه «د نظام ساتنه یوازي په اسبابو سره نه کېږي بلکي د مشرانو اطاعت او د ټاکل شوو قوانینو پلي کول د نظام د بقا او استحکام لومړنی راز دی»
د یادولو ده چې د یاد ولایت د نظامي او ملکي برخې محتسبین له ځایي خلکو او نظامي مسؤلینو سره اصلاحي ناستي کوي چې ور سره په یادو برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د علمي بورډ مسؤلین: د مشرتابه او امربالمعروف وزارت ټاکل شوي قوانین لومړی باید پر امارتي مسؤلینو پلي شي
یکشنبه، ذوالحجه۲۱، ۱۴۴۴
د امربامعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ غړو د کورنیو چارو وزارت د ساتنې ( دریم نظامي ټولي )له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین لومړی باید پر امارتي مسؤلینو پلي شي څو یې ولس او نړیوالو ته د نمونې په ډول وړاندې کړو.
د امربامعروف وزارت له لوري په نظامي لیکو کې د منکراتو د مخنیوي او د ټاکل شوو قوانینو د پلي کېدو په موخه دې ټاکل شوی هیئت د یاد نظامي کنډک له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل، هر نظام ټاکل شوي قوانین لري چې د نظام کار کوونکي اړ دي ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي؛ نو پر همدې اساس زموږ لومړنۍ هڅه همدا ده چې، د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین لومړی پر امارتي مسؤلینو پلي کړو، تر څو یې ولس او نړیوالو ته د نمونې په ډول وړاندې کړو.
یاد ټاکل شوي هیئت هغوی ته وریاده کړه چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او د هغو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د امارت له پالیسي سره په ټکر کې وي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت اړوند د ازاله منکراتو ریاست مسؤلین د پلازمینې کابل په شمول د هیواد په ټولو ولایتونو کې د نظامي اوملکي ارګانونو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
پکتیکا د امر بالمعروف محتسبینو د خپلو قوانینو د عملي پلي کولو په پار له نظامي ځایونو لیدنه وکړه
پنجشنبه، ذوالحجه،۱۸، ۱۴۴۴
د پکتیکا ولایت د پنځو ولسوالیو( زیړوک، برمل، چهار بران، خیرکوټ او یحیی خېل) ولسوالیو د امر بالمعروف محتسبینو د دې ولسوالیو له نظامي مسؤلینو د خپلو قوانینو د عملي پلي کولو په پار لیدنه وکړه او له هغوی یې په جدي توګه غو ښتنه وکړه چې سیرت او صورت د نبوي طریقې سره سم جوړ کړي څو ټاکل شوي قوانین پلي او په نظامي لیکو کې د شته ستونزو مخه ونیول شي.
دا لیدنې چې موخه یې په نظامي لیکو کې د شته ستونزو له منځه وړل او د ټاکل شوو قوانینو پلي کول وه محتسبینو وویل چې په نظامي لیکو کې شته مسؤلین باید د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي او هم یې له هغوی په ځانګړې توګه غوښتنه وکړه چې خپل وېښته اصلاح سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
د یادولو ده چې د یاد ولایت په شمول په ټولو ولسوالیو کې د امربالمعروف محتسبین له ځایي خلکو او دولتي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
بلخ کې د امر بالمعروف فعالیتونه په چټکي سره راون دي
دوشنبه، ذوالحجه۱۳، ۱۴۴۴
د بلخ ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت د هوټلونو او ایسکریم خانو له مسؤلینو غوښتي چې هیڅ بې حجابه او بې محرمه ښځو ته دې اجازه نه ورکوي چې یادو ځایو نو ته داخلي شي.
د یاد ولایت محتسبینو د خپلو ټاکل شوو قوانینو پر اساس د دې ولایت د هوټلونو او ایسکریم خانو له مسؤلینو غوښتي چې هیڅ بې محرمه او بې حجابه ښځو ته دې اجازه نه ورکوي چې یادو ځایونو ته داخلي شي؛ چې په وینا یې تر څو په دې ځایونو کې د منکراتو مخه ونیول شي او د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي شي .
په ورته وخت کې محتسبینو له ځایي هټۍ والو سره په اصلاحي ناسته کې د وزارت د ټاکل شو قوانینو پر اساس له هغوی وغوښتل چې خپل لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او د لمانځه د ادا په وختونو کې خپل دوکانونه وتړي.
د یادولو ده چې د بلخ ولایت د مر کز او ولسوالیو محتسبین له ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د غزني په دیارلس ولسوالیو کې د حجاب په ملاتړ اصلاحي ناستې تر سره شوې
دوشنبه، ذوالحجه۱۳، ۱۴۴۴
د غزني ولایت په دیارلس ولسوالیو( خوګیاڼي، دهیک، ګېرو، خواجه عمري، مقر، ګیلان، ناور، واغظ، جاغوري، زنخان، ناوه او رشیدان) ولسوالیو کې د حجاب په ملاتړ په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته د عوت پر مهال وویل: د حجاب رعایتول الهي حکم دی چې پر ځای کول یې د ښځو درنښت او وقار ساتي او په کولو سره یې په ټولنه کې د شته منکراتو مخه نیول کېږي.
د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اصلاحي ناستو د تر سره کولو پر مهال چې موخه یې په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او د وزارت د قوانینو پلي کول وه محتسبینو وویل: حجاب الهي حکم دی چې په تر سره کولو یې په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول کېږي چې رعایتول یې د ښځو د خوندي تابه تر ټولو غوره لار ده.
دغه راز محتسبینو د یادو ولسوالیو پر قومي مخورو غږ وکړ چې په ودونو او نورو خوښیو کې د بې حجابي مخه ونیسي او د سیمې له دیني عالمانو یې وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د حجاب پر ارزښت خبرې وکړي څو د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې نیږدې یوه میاشت واړندې د امربالمعروف محتسبینو د هیواد په ډېری ولایتونو کې په ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه رواجونو په تر سره کولو او د زیات ولور په اخیستلو بندیز لګولی چې ځایي خلکو د امربالمعروف وزارت له دې کاره خوښي ښودلې او له مسؤلینو یې غوښتي چې یاد قواینن په پوره توګه پلي کړي.
محتسبین: اسلام موږ یووالي ته رابولي او له خپلمنځي شخړو مو منع کوي
سه شنبه، ذوالقعده۱۴، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د څرخ او محمد اغې ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو له ځایي خلکو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې د دعوت پر مهال هغوی ته د یو والي، د ګاونډي د حقوقو او د لمانځه پر جماعت سره د ادا کولو پر ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپل لمنځونه په جماعت سره ادا کړي، له خپل منځي شخړو ډډه وکړي او ګاونډي ته هغه حقوق ورکړي چې اسلام یې غوښتنه کړې .
محتسبینو وویل، د اسلام مبارک دین موږ ته د خپلوي پاللو درس راکوي او له موږ غواړي چې خپلوي وپالو او له خپلمنځي شخړو ډډه وکړو تر څو الهي احکام پر ځای او په ټولنه کې د شته ستونزو او نا امنیو مخه نیول شوې وي .
محتسبینو دغه راز هغوی ته د ګاونډي د حقوقو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې په ورځنیو چارو کې د یو بل مرسته وکړي او خپل ژوند له اسلامي اصولو سره سم تر سره کړي.
همدارنګه هغوی ځایي خلکو ته وریاده کړه چې لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او د هغو ټولو منکراتو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د وزارت له پالیسي سره په ټکر کې وي.
محتسبین: په خپلو نېکوکړنو د ولس په زړونو کې ځای پیدا کړئ
یکشنبه، ذوالحجه۸و ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو د د ې ولایت د ځینو نظامي ځایونو له مسؤلینو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: ستاسې کار له ولس سره دی؛ پخپلو نېکو کړنو د ولس په زړونو کې ځای پیدا کړئ او له هغوی سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلئ څو هغوی د منکراتو له تکرار ډډه وکړي او د نظام ټاکل شوو قوانینو ته ژمن و اوسي.
محتسبینو وویل: ستاسې کړنې د نظام نمایندګي کوي او ستاسې کړنې نظام ته منسوبېږي نو په همدې اساس له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلئ څو هغوی د منکراتو له کولو ډډه وکړي او د نظام ټاکل شوو قوانینو ته ژمن و اوسي.
دغه راز محتسبینو هغوی ته وریاده کړه چې سیرت او صورت دنبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د نظامي کسانو له پاره د امربالمعروف وزارت ټاکل شوي قوانین پر ځانونو په پوره توګه پلي کړي .
د نظامي برخې مسؤلین: د امربالمعروف د مسؤلینو لومړنۍ هڅه په ټولنه او نظام کې د شته ستونزو له منځه وړل دي
د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ غړو د کورنیو چارو وزارت اړوند د وزارتونو د ساتنې نظامي قطعې له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: د امربالمعروف وزارت د مسؤلینو لومړنۍ هڅه په ټولنه او نظام کې د شته ستونزو او منکراتو له منځه وړل دي ،نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې دنظامي برخې له پاره د وزارت او مشر تابه له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلۍ کړئ؛ څو الهي احکام پر ځای او په نظامي لیکو کې د شته ستونزو مخه ونیول شي.
هغوی وویل، زموږ کړنې د مشرتابه احکام او د وزارت فرامین دي او په دې برخه کې زموږ مسؤلیت د دې احکامو تر خلکو او امارتي کارمندانو رسول دي.
د علمي بورډ مسؤلینو په همدې تړاو زیاته کړه، دا د مشرتابه حکم دی چې د امارت کارکوونکي باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او نظامي کسان باید د هر ډول نشه یي موادو له کارولو ډډه وکړي.
د یادولو ده چې د چې په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هیئت پر ټولو نظامي ارګانونو ګرځي او د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ور سره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
محتسبینو د واده تالارونو له مسؤلینو غوښتي چې د ودونو پر مهال د موسیقي له غږولو ډډه وکړي
پنج شنبه، ذوالحجه۴، ۱۴۴۴
د پلازمینې کابل شهري ریاست د اوومې، اتمې، نهمې او لسمې امنیتي حوزو محتسبینو د دې حوزو اړوندو واده تالارونو له مسؤلینو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د ودونو او نورو خوښیو پر مهال دې د موسقي له غږولو ډډه وکړي او هم یې پر هغوی ټینګار وکړ چې د ودونو او خوښیو پر مهال دې د اختلاط مخه ونیسي.
محتسبینو په دې ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د ودونو پر مهال دې د موسیقي له غږولو ډډه وکړي او د خوښیو پر مهال دې د اختلاط مخه ونیسي څو د امر بامعروف وزارت ټاکل شوي قوانین پلي او په ټولنه کې منکراتو مخه ونیول شي؛ چې په وینا یې په ټولنه کې امربالمعروف او د منکراتو مخنیوی د هر مؤمن دیني وجیبه ده.
په ورته وخت کې د امربالمعروف محتسبینو د یادو حوزو اړوندو مارکېټونو له مسؤلینو وغوښتل چې په هغو مارکېټونو کې چې مسجدونه پکې شتون نه لري مسجدونه فعال کړي څو هټۍ وال وکولی شي چې په اساني سره خپل لمنځونه په جماعت سره ادا کړي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف د محتسبینو د کړنو په نتېجه کې د پلازمینې کابل په شمول په ډېری ولایتونو کې په واده تالارونو کې د ودونو پر مهال اصلاحي ناستې جریات لري چې ولسي خلک د دې اقدام هر کلی کوي او دا د بې ځایه رواجونو د مخنیوي غوره لار بولي.
میدان وردګ: دیني عالمان مسؤل دي چې خلکو ته داسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي
پنجشنبه، ذوالحجه۴، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د ( جلرېز، جغتو او چک ) ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالیو ځایي خلکو ته د عوت پر مهال وویل: له شل کلن اشغال څخه خلاصون او د اسلامي نظام قایمېدل د الله جل جلاله نعمت دی چې د دې نعمت شکر ادا کول د نظام قوانینو ته غاړه ایښودل او په ټولنه کې د امربالمعروف تر سره کول دي.
محتسبینو وویل، الله جل جلاله موږ ته د بې شمېره قربانیو په نتېجه کې اسلامي نظام راکړ چې دا د الله جل جلاله نعمت دی اوس پر موږ او تاسې لازمه ده چې د دې نعمت شکر ادا کړو چې د دې نعمت شکر ادا کول د مسؤلینو په اطاعت او د ټاکل شوو قوانینو په پلي کېدلو کې دی.
په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو محتسبینو د سیمې له ملا مامانو وغوښتل چې د منابرو له لارې خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي څو خلک له الهي احکامو خبر او د اسلامي نظام غوښتنو ته ژمن و اوسي.
خوست: دولتي کارمندان باید ټاکل شوي قوانین پلي کړي کنه له دندو به ګوښه کړلی شي
چهار شنبه، ذوالحجه۳، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت پاسپورټ، زراعت، ترافیک او معارف ریاستونو له کارمندانو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې صورت او سیرت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي کنه له دندو به ګوښه کړلی شي.
دا بېلابېلې اصلاحي ناستې چې د یادو ریاستونو مسؤلینو او کارمندانو پکې شتون در لود د یاد ولایت د امربالمعروف محتسبینو وویل: دولتي کارمندان اړ دي چې د نظام ټاکل شوي قوتنین په پوره توګه پلي کړي، څو د مشرتابه حکم پر ځای او په دې برخه کې د شته منکراتو او ستونزو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې محتسبینو په ځانګړې توګه د تېرې ادارې له کارمندانو وغوښتل چې د ږیرې له کمولو ډډه وکړي، خپل سیرت او صورت د نبوي سنتو سره سم جوړ کړي کنه د تخلف په صورت کې به متخلفین له دندو ګوښه کړلی شي.
غزني دامربالمعروف رئیس اوورسره مل پلاوی د یادولایت له نظامي کنډک څخه لیدنه وکړه
د غزني ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمدعالم ناصح اوورسره مل پلاوي د یاد ولایت نظامي کنډک له مسؤلینو او مجاهدینوسره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: په در سپارل شوو مسؤلیتونو کې له قوم پالنې او ژبپالنې څخه په کلکه ډډه وکړئ او د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتئ چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسي سره په ټکر کې وي .
هغه وویل، پخپلو نېکو کړنو ملت ته د اسلامي نظام واقعي تصویر وړاندې کړئ او په دې برخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړئ. په در سپارل شویو مسؤلیتونو کې له پوره اخلاص څخه کار واخلئ او هم یې پر هغوی ټینګار وکړ چې له قوم پالنې، ژبپالنې او خپلوي پاللو ډډه وکړي تر څو ولس ته ریښتونی خدمت وړاندې شي.
ښاغلي ناصح دغه راز مسؤلین اومجاهدین متوجه کړل ترڅود راغلي نظام دفاع وکړي، سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د مشرتابه له لوري ټاکل شوي قواینن په پوره توګه پلي کړي.
د لیدنې په پای کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد کنډک مسؤل مولوي جواد، د ارکان رئیس هجرت اوعقیدتي آمرحذیفه سره په جلا ناسته کې د هغوی ستونزې واورېدې او له هغوی یې وغوښتل چې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
چې هغوی د امربالمعروف وزارزت کړنې وستایلې او په دې برخه کې یې د پوره همکاري ژمنه وکړه
محتسبین: په روغتونونو کې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین باید پلي شي
سه شنبه،ذوالحجه۲، ۱۴۴۴
د پلازمینې کابل شهري ریاست د لسمې، یوولسمې او دوولسمې حوزو محتسبینو د یادو حوزو اړوندو روغتونونو له مسؤلینو سره په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی غوښتي چې د ښځینه ډاکټرانو کاري ساحه او د تګ او راتګ لاره باید جلا وي او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې پر ښځینه کارمندانو حجاب وکړي.
محتسبینو وویل: د امربالمعروف وزارزت له لوري ټاکل شوي قوانین دمشرتابه حکم او په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او د معروفاتو د اقامي له پاره دي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې پر ښځینه کارمندانو وکړئ او د هغوی د تګ او راتګ لارې بېلي کړئ څو د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبینو په ورته وخت کې د یادو روغتونونو له مسؤلینو او ډاکټرانو وغوښتل چې لمنځونه په جماعت سره ادا کړي، خپل سیرت او صورت د نبوي سنتو سره سم جوړ کړي.
د غزني په یوولسو ولسوالیو کې د حجاب د ملاتړ په باب ناستې تر سره شوې
یکشنبه، ذوالقعده۲۹، ۱۴۴۴
د غزني ولایت د یوولسو ولسوالیو( واغظ، زنخان، ګیلان، جاغوري، دهیک، رشیدان، قره باغ، ګیرو، اندړ او آب بند) ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو په یادو ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره د حجاب رعایتولو او نورو منکراتو د پرېښودلو په پار اصلاحي ناستې تر سره کړې.
دا بېلابېلې اصلاحي ناستې چې موخه یې په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او د وزارت د قوانینو پلي کول وه محتسبینو وویل: حجاب الهي حکم دی چې په تر سره کولو یې په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول کېږي او حجاب اسارت او بندي توب نه بلکي د ښځو د وقار او درنښت ساتلو نښه ده.
محتسبینو دغه راز په ټولنه کې دمنکراتو د مخنیوي په تړاو د سیمې پر خلکو غږ وکړ چې په ودونو او نورو خوښیو کې د بېځایه رواجونو له تر سره کولو او د موسیقي له غږولو ډډه وکړي څو الهي احکام پر ځای او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف د محتسبینو له لوري د هیواد په ټولو ولایتونو کې اصلاحي ناستې روانې دي چې ور سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
محتسبین جوزجان برای ۲۰۰۰ تن از باشندگان هفت روستای این ولایت وعظ دینی نمود
یکشنبه- ۲۹ذوالقعده ۱۴۴۴ ه.ق
مولوی محمدیاسین وقاص رئیس امربالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت جوزجان با فرستادن خبرنامه ای می گوید محتسبین این ولایت روزگذشته برای بیش از ۲۰۰۰تن از باشندگان هفت روستای این ولایت وعظ دینی نمودند.
رئیس امربالمعروف می گوید محتسبین به طور یومیه در جاده ها؛ ایست بازرسی ایجاد نموده و رانندگان و مسافرین را به معروفات دعوت و از منکرات نهی می نمایند به گفته وی مسئولین سمع شکایات این ولایت روزگذشته به شکایت ۳۰ تن از مراجعین رسیدگی نموده و مطابق اصول وزارت امربالمعروف در حل شکایات آنان اجراات نمودند.
مولوی وقاص می گوید محتسبین در جریان یک هفته با کارمندان ۱۵ نهاد امارتی و غیر امارتی دیدن نموده و کارمندان را به ادای نماز جماعت، برخورد نیک با مراجعین، برابر نمودن صورت و سیرت مطابق سنت و اطاعت از فرامین عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله توصیه نمودند.
محتسبین این ولایت شب گذشته به روستاها رفته و برای بیش از ۴۰۰ تن از نمازگزاران وعظ دینی نمودند به گفته آنان به اثر تلاش های محتسبین در یک شبانه روز بیش از ۷۰۰ تن از روستانشینان این ولایت از توصیه های دینی آنان مستفید شدند.
باشندگان این ولایت از ابلاغ فرامین وزارت امربالمعروف حمایت نموده گفتند محتسبین به طور مداوم از روستاها و محل زندگی آنان بازدید نموده و توصیه های شان را به بسیار اخلاق حسنه به مردم بیان می کنند و گراف منکرات نسبت گذشته در سطح محلات زندگی شان کاهش چشم گیری یافته است.
د خوست ولایت د امربالمعروف د دې ولایت نادرشاه کوټ، شمل دوه منده او تڼیو ولسوالیو ته سفر وکړ.
یکشنبه، ذوالقعده۲۹، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي شریف الدین نقره کار د دې ولایت نادرشاه کوټ، شمل دوه منده او تڼیو ولسوالیو له محتسبینو سره په بېلا بېلو روزنیزو ناستو کې هغوی ته وویل: په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي له پاره د ورازت له ټاکل شوې پالیسۍ کار واخلئ او د هغو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د وزارت له پالیسي سره په ټکر کې وي.
دا ناستې چې موخه یې په یادو ولسوالیو کې د محتسبینو کړنې ارزول او د هغوی ستونزې اورېدل وه مولوي شریف الدین وویل، در سپارل شوي مسؤلیتونه په هغه ډول تر سره کړئ لکه څنګه چې د مشرانو غوښتنه ده او د هغو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسي سره په ټکر کې وي.
هغه همدا راز پر محتسبین ټینګار وکړ چې له خلکو سره له نېک چلند څخه کار واخلي څو هغوی د منکراتو له تر سره کولو ډډه وکړي او ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف مسؤلین وایې چې د لیدنو دا لړۍ به په ټول ولایت کې دوام ولري څو په دې ولایت کې د محتسبینو ستونزې حل او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبینو هوټلونو ته د بې محرمه ښځو په ورتګ بندیز لګولی
شنبه، ذوالقعده۲۸، ۱۴۴۴
د کابل شهري ریاست د امربالمعروف ریاست محتسبینو د اوومې، اتمې او نهمې حوزو اړوندو هوټلونو له مسؤلینو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې له شرعي عذره پرته دې بې محرمه ښځې هوټلونو ته نه پرېږدي.
محتسبینو د خپلو ټاکل شوو قوانینو پر اساس د یادو هوټلونو له مسؤلینو غوښتي چې له شرعي عذره پرته دې بې محرمه ښځې هوټلونو ته نه پرېږدي او هم یې پر هغوی تینګار کړی چې د هغو ټولو منکراتو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسي سره په ټکر کې وي.
دغه راز یې هغوی ته ور یاده کړه چې په هوټلونو کې د قیلون او نورو نشه یې موادو پر کارولو بندیز ولګوي څو د وزارت امر پر ځای او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبین: د نوي نسل د ښې راتلونکې مسؤلیت ستاسې ښوونکو پر غاړه دی
ذوالقعده۲۴، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت محتسبینو د پلازمینې کابل په شمول په نهو ولایتونو(لوګر، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردګ او ارزګان) ولایتونو کې د عامه ذهنیت جوړونې او د خپلو قوانینو د پلي کولو په پار د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره په اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: د نوي نسل د سالمې راتلونکې مسؤلیت ستاسې دی چې باید په دې برخه کې له پوره اخلاص څخه کار واخلئ.
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو د ښوونځیو ښوونکو ته په خبرو کې وویل: دا ستاسې الهي مسؤلیت دی چې راتلونکې نسل ته سالمه روزنه ورکړئ او هغوی له اسلامي احکامو خبر کړئ او هم یې هغوی ته وریاده کړه چې سیرت او صورت د نبوي سنتو سره سم جوړ کړي .
دغه راز محتسبینو پر ښوونکو ټینګار وکړ چې زده کوونکو ته فکري او دیني درسونه شروع کړي څو راتلونکی نسل په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.
د یادولو ده؛ چې د هیواد په ډېری ولایتونو کې د امربالمعروف محتسبین له خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
محتسبین: د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین لومړی باید پر مجاهدینو پلي شي
یکشنبه، ذوالقعده۲۲، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت له نظامي مسؤلینو سره په درې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته د دعوت پر مهال وویل: د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین لومړی باید پر مجاهدینو پلي شي څو ولس ته الګو وي.
محتسبینو وویل، موږ پر مجاهدینو د ټاکل شویو قوانینو پر پلي کېدو زیات ټینګار ځکه کوو چې هغوی د امارت له روح بلد دي او د مشرانو اطاعت یې لومړنۍ هیله ده.
دغه راز یې له هغوی وغوښتل چې خپل اوږده وېښتان اصلاح کړي، سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي چې په وینا یې څو ملت ته د اطاعت او امر منلو الګو وي.
محتسبینو هغوی ته وریاده کړه چې ور سپارل شوی مسؤلیتونه په پوره اخلاص تر سره کړي او له ولس سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو نظام ته ژمن او د منکراتو له کولو ډډه وکړي
محتسبینو د واده تالارونو له مسؤلینو غوښتي چې د ودونو پر مهال د موسیقي له غږولو ډډه وکړي
یکشنبه، ذوالقعده۲۲، ۱۴۴۴
د پلازمینې کابل شهري ریاست د امربالمعروف محتسبینو د واده تالارونو له مسؤلینو سره په نا سته کې له هغوی وغوښتل چې د ودونو او نورو خوښیو پر مهال دې د موسیقي له غږولو ډډه وکړي.
په دې یو ځایي ناسته کې محتسبینو د واده تالارونو له مسؤلینو د امربالمعروف وزارت د حکم پر اساس له هغوی وغوښتل چې په ودونو او نورو خوښیو کې د موسیقي له غږولو او د هغو کارونو له تر سره کولو ډډه وکړي چې له اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي.
محتسبینو هغوی ته ور یاده کړه چې لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
محتسبین: د حجاب رعایتول د مېرمنو وقار او درنښت ساتي
سه شنبه، ذوالقعده۱۷، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې، برکي برک، محمد اغې او خوښي ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو د یادو ولسوالیو له اوسېدونکو سره د حجاب په تړاو په جوړو شویو ناستو کې هغوی ته وویل: د حجاب رعایتول په ټولنه کې د ښځو وقار او درنښت ساتي او د الهي امر پر ځای کول دي؛ نه د محتسبینو شخصي غوښتنه.
محتسبینو وویل، حجاب الهي امر دی چې رعایتول یې په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او دا د یوې میرمنې د وقار او درنښت نښه ده.
محتسبینو په ټولنه کې د امربالمعروف د کړنو په تړاو د سیمې خلکو ته په خطاب کې وویل، زموږ هره کړنه د الهي احکامو او د مشرتابه د حکم پر اساس تر سره کېږي چې پلي کول یې د نظام اساسي غوښتنه ده څو الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده؛ چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د امربالمعروف محتسبین له خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په سیمه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
محتسبین: د دیني مدارسو او ښوونځیو تر منځ را منځ ته شوی واټن باید ختم شي.
یکشنبه، ذوالقعده۱۵، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو د د ې ولایت د ښوونځیو او کورسونو له مسؤلینو سره په اصلاحي او په دې برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه په جوړه شوې ناسته کې هغوی ته وویل: د دیني مدارسو او ښوونځیو تر منځ را منځ ته شوی واټن باید ختم شي.
محتسبینو وویل، دیني مدارس او د عصري علومو مرکزونه د یوې سکې دوه مخونه دي چې باید رامنځته شوی واتن له منځه یو وړل شي څو په ګډه د دین او هیواد د پر مختګ له پاره کار وکړو.
هغوی په همدې تړاو د ښوونځیو له مسؤلینو وغوښتل چې د شاګردانو او د د یني مدارسو له طالبانو سره د فکري او عقیدوي درسونو او د علمي سیالیو ضمینه برابره کړي، څو په یادو ځایونو کې رامنځته شوی واټن ختم او راتلونکی نسل له الهي احکامو خبر او په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.
د ښوونځیو سر ښوونکو او ښوونکو د محتسبینو کړنې وستایلې او د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ یې ورکړ.
د پکتیا ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت له والي سره وکتل
یکشنبه، ذوالقعده۱۵، ۱۴۴۴
د پکتیا د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو رئیس مولوي سیدجمال جمالي د یاد ولایت له والي محمد خان دعوت، امینه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص او د نظامې محکمې له رئیس شیخ عبدالهادي همت سره په مشورتي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په دولتي ادارو او سیمه کې د منکراتو په مخنیوي او د وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو په پلې کېدو کې ور سره مرسته وکړي.
دا ناسته چې موخه یې په دولتي ادارو او سیمه کې د منکراتو مخنیوی وه د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل، د منکراتو له منځه وړل او ولس ته خدمت کول مو شریک مسؤلیت دی څو په ګډه وکړو او ولس او نظام ته ریښتونی خدمت وړاندې کړو.
ښاغلي جمالي په ځانګړې توګه د یاد ولایت امنیه قومندان څخه وغوښتل چې په نظامي برخه کې د شته ستونزو مخه ونیسي او ویې ویل چې نظامي کسان باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، د د اسې کارونو له کولو ځان وساتي چې د مجاهد وقار او درنښت پکې زیانمنېږي.
هغوی په ټولنه او نظام کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د امربالمعروف د محتسبینو کړنې د ستایلو وړ وبللې او په دې برخه کې یې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
د یادولو ده چې د پکتیا ولایت له پاره د امربالمعروف نوي ټاکل شوي رئیس ښاغلي جمالي د یاد ولایت له ټولو نظامي مرکزونو د خپلو ټاکل شویو قوانینو د عملي پلي کولو په پار لیدنې پیل کړې چې دا به په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په مورد ګټور ګام وي.
مولوي شریف الدین نقره کار د خوست ولایت د امر بالمعروف د رئیس په توګه وګمارل شو
شنبه، ذوالقعده۱۳، ۱۴۴۴
په دې پار جوړې شوې ناسته چې پکې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي نور الدین پرور په شمول د امربالمعروف وزارت د محتسبینو د اصلاح او روزنې رئیس مولوي شریف الله حقاني، د یاد ولایت د امربالمعروف مخکني رئیس مولوي سید جماالدین جمال او نورو ګڼو مسؤلینو شتون درلود د یاد ولایت د مرستیال والي له لوري ګډون والو ته ور وپېژندل شو.
ناستې ته د آمربالمعروف، نهي عن المنکر وزارت د محتسبینو د اصلاح او روزنې رئیس مولوي شریف الله حقاني وویل، تغیر او تبدیل د حکومتدارۍ یو اصل دی، څو روانې چارې لا ښې تنظیم او پرمختګ ومومي.
هغه محتسبینو ته په خطاب کې وویل، له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلئ له ولس سره ډېر صمیمانه او نیک چلند وکړی او د هر ډول تاوتریخوالي او سختو الفاظو له استمعال ډډه وکړئ او زیاته یې کړه زمونږ او ستاسو دنده دا ده، چې د حکمت او بصیرت له لارې خلک له منکراتو منع او په نیکو امر کړو.
هغه په ځانګړي ډول پر محتسبینو غږ وکړ چې په دې برخه کې د وزارت له لوري د ورکړل شوې پالیسي پر اساس خپلې کړنې تر سره کړي او پر خلکو د خپلو شخصي له منلو ډډه وکړي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت له پاره نوي ټاکل شوي رئیس شېخ الحدیث مولوي شرف الدین نقراکار وویل، د آمر اطاعت واجب دی، د دغه امر پر بناء د مشرانو په لزوم دید مسؤلیت راسپارل شوی، څو د خپلو درنو همکارانو او دیني عالمانو په ملتیا پدې ولایت کې د منکراتو ختمونې او معروفاتو قایمولو لپاره کار وکړم.
د یادلو ده چې د خوست ولایت د امربالمعروف مخکنی رئیس مولوي سید جمال الدین جمال د پکتیا ولایت د امربالمعروف د رئیس په توګه وګمارل شو.
محتسبین: په ودونو او او نورو خوښیو کې د موسیقي له غږولو ډډه وکړئ
شنبه، ذوالقعده۱۳، ۱۴۴۴
د کابل شهري ریاست د لسمې، یوولسمې او د وولسمې حوزو محتسبینو له ځایي خلکو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې موسیقي غږول یو ناروا عمل وباله او له هغوی یې وغوښتل چې په ودونو او نورو خوښیو کې یې له غږولو ډډه وکړي.
محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په سیمه کې د منکراتو مخنیوی او خلک د امربالمعروف له قوانینو خبرول وه د موسیقي په حرمت خبرې وکړې او د سیمې له خلکو یې وغوښتل چې په ودونو او نورو مجالسو کې د موسیقي له غږولو ډډه وکړي څو الهي حکم پر او په ټولنه کې د دې منکر د خپرېدو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې محتسبینو د یادو حوزو له ملا امامانو وغوښتل چې خلکو ته د اسلامي نظام او حجاب پر اهمیت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو د لومړنیو احکامو د ور ښودلو په پار درسونه شروع کړي څو خلک له اسلامي احکامو خبر او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
چې هغوی په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو کړنې وستایلې او د شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدوژمنه یې وکړه.
محتسبین: د امربالمعروف مسؤلین هغه څه ته بلنه کوي چې الهي دین یې غوښتونکی دی
سه شنبه، ذوالقعده۳، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو ځایي خلکو ته د عوت پر مهال وویل: د امربالمعروف محتسبین هغه څه ته بلنه کوي چې الهي دین یې غوښتونکی دی، چې په دې سره په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول کېږي او خلک نیکې لارې ته را بلل کېږي.
محتسبینو وویل، د امربالمعروف وزارت له لوري په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین الهي احکام او د مشرتابه امر دی چې پلي کول یې زموږ مسؤلیت دی او زیاته یې کړه؛ محتسبین په ټولنه کې د هغه څه پلي کول غواړي چې د اسلام دین یې غوښتنه کوي.
هغوی په همدې تړاو د سیمې پر خلکو غږ وکړ چې د وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي چې هغوی ورته پّه دې برخه کې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.
محتسبین: د ولس ستونزې له منځه وړل مو لومړنۍ هڅه ده
سه شنبه، ذوالقعده۳، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف رئیس د منکراتو د مخنیوي او د معروفاتو د اقامې او د خلکو د ستونزو اورېدلو په پار په جوړه شوې ناسته کې ګډون والو ته وویل: د ولس ستونزې له منځه وړل او هغوی ته د ارام ژوند زمینه برابرول مو لومړنۍ هڅه ده څو له ولس سره شوې وعدې تر سره کړو او ریښتونی خدمت ورته وکړو.
دا ناسته چې پر دولتي مسؤلینو سر بېره ځایي خلکو هم شتون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل، لومړنۍ هڅه مو د معروفاتو اقامه او په ټولنه کې د منکراتو له منځه وړل او ولس ته ریښتونی خدمت وړاندې کول دي. موږ هڅه کوو له ولس سره کړې وعدې ریښتونې کړو او ریښتونی خدمت یې وکړو.
هغه همدا راز له دولتي مسؤلینو او ځایي اوسېدونکو وغوښتل چې د منکراتو په مخنیوي او د بې ځایه راوجونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي او پر ځان او ټولنه د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
چې هغوی د امربالمعروف کړنې وستایلې او په دې برخه کې یې د هر ډول مرسې ژمنه وکړه.
مولوي ناصح: په هیواد کې حاکم اسلامي نظام د بې شمیره قربانیو ثمره ده چې ساتل او خدمت ورته کول مو الهي مسئولیت دی
سه شنبه، ذوالقعده۳، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت مقام په جومات کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور(رح) د شهادت د اووم تلین په مناسبت د قران کریم د ختم او د هغه د کړنو او امارت د شویو خدمتونو په پار جوړې شوې ناستې ته د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس په خبرو کې وویل: په هیواد کې حاکم اسلامي نظام د بې شمیره قربانیو ثمره ده چې ساتل او خدمت ورته کول مو الهي مسئولیت دی.
ناستې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح په خبرو کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور(رح) په ایماندارۍ، رښتینولۍ، په ملکي او نظامي برخه کې د شویو خدمتونو او زړورتیا باندې هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، امیر المؤمنین شهید ملا اختر منصور(رح) د ځان په ټوټه او قرباني کولو سره وښودله چې د ا.ا.ا مشران په قول او عمل کې برابر دي .
نوموړي په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت د مشرانو، کشرانو مجاهدینو او ولسونو د قربانیو برکت وباله او له ټولو یې وغوښتل چې له بیت المال سره له خیانت کولو ډډه وکړي او ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه توګه سر ته ورسوي.
محتسبین: مجاهدین باید د هغو کالیو له جوړولو ډډه وکړي چې پکې له ښځو سره مشابهت راغلی وي
چهار شنبه، شوال المکرم۲۷، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت امنیه قومنداني او استخباراتو ریاست له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: مجاهدین باید د هغو کالیو له جوړولو ډډه وکړي چې مشابهت یې له ښځو سره شوی وي.
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې د یادو ریاستونو ډېری مسؤلینو پکې شتون درلود محتسبینو وویل، مجاهدین باید د هغو کالیو له جوړولو ډډه وکړي چې له ښځو سره مشابهت پکې وي او د مجاهد وقار او درنښت زیانمنوي.
دغه راز یې له هغوی وغوښتل چې خپل اوږده وېښتان اصلاح کړي او سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي چې په وینا یې د مجاهد کړنې باید د ټولنې له پاره الګو وي څو نور خلک ترې عبرت واخلي او د نظام له خوا ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت په نظامي برخه کې د ازاله منکراتو مسؤلین د پلازمینې کابل په شمول په ټولو ولایتونو کې پر نظامي او ملکي ادارو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ورسره په ملکي او نظامي ادارو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د امربالمعروف مسؤلین: د وزارت له لوري د منکراتو دمخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین باید په پوره توګه پلي شي
یکشنبه، شوال المکرم۲۴، ۱۴۴۴
د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت د ازاله منکراتو ریاست د علمي بورډ غړو د کورنیو چارو وزارت اړوند بایومتریک عمومي ریاست، داخلي امنیت، ملي امنیت او د انټک تخنیک اوپراتیفي ریاستونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي شي
د وزارت له لوري په نظامي برخه او دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي او د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي هیئت د یادو ریاستونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل چې دولتي کارمندان باید سیرت او صورت د نبوي سنتو سره سم جوړ کړي، په بیت المال کې له خیانت څخه ځان وساتي او ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه توګه سر ته ورسوي
د یادولو ده چې د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هيئت پر نظامي ځایونو او دولتي ادارو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ورسره په نظامي ځایونو او ادارو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د میدان وردګ د امربالمعروف رئیس د سید اباد ولسوالۍ له مسؤلینو او قومي مخورو سره وکتل
شنبه، شوال المکرم۲۲، ۱۴۴۴
د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمدعالم ناصح د سیدآباد ولسوالۍ په مقام کې د ولسوالۍ له مسؤلینو، مجاهدینواوقومي مخورو سره په ناسته کې د منکراتو په مخنیوي، د معروفاتو په اقامه، مسؤلیتونو ته متوجه کېدو اود خپل ځان او تر لاس لاندې کسانو په شریعت جوړونې او د شته ستونزو پر حل خبرې وکړې.
هغه وویل، د اسلامي امارت قیام چې دیو لوی جهادي بهیر او بې شمېره قربانیو ثمره ده، ساتل او خدمت کول یې الهي مسؤلیت دی چې موږ باید په پوره اخلاص کار ورته وکړو او ټاکل شوي قوانین یې په پوره توګه پلي کړو.
ښاغلي ناصح په همدې تړاو پر قومي مخورو او ځوانانو غږ وکړ چې په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي او د بې ځایه رواجونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي چې په وینا یې؛ د د ې کارونو تر سره کول یې الهي او ټولنیز مسؤلیت دی.
په ورته وخت کې یې د یادې ولسوالۍ له زندان څخه لیدنه وکړه او د زندانیانو ستونزې یې له نیږدې واورېدې او هغوی ته یې د حل ډاډ ورکړ.
محتسبین: د ټولنې لوستې طبقه باید د ټولنې له پاره الګو وي
دوشنبه، شوال المکرم۱۸، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د امربالمعروف محتسبینو د یاد ولایت د ځینو دولتي او خصوصي ښوونځیو له مسؤلینو او استادانو سره په ناسته کې هغوی ته وویل: راتلونکي نسل ته سالمه روزنه ورکول مو الهي مسؤلیت دی چې باید په سمه توګه یې سر ته ورسوئ، څو د ټولنې لوستې طبقه د ټولنې له پاره الګو وي.
محتسبینو په دې ناسته کې له استادانو وغوښتل چې زده کوونکو ته د اسلامي او فکري درسونو لړۍ شروع کړي تر څو نوی نسل په اسلامي روحیه سمبال او د ټولنې له پاره الګو وي.
هغوی په همدې تړاو زیاته کړه: په تېر کې په نصاب کې شته ستونزو او فرهنګي بې بندوباري مو لوستي ځوانان له اسلامي او ملي ارزښتونو لري کړل چې اوس هغوی نیکې لارې ته رهبري کول او په تعلیمي بهیر کې د شته ستونزو له منځه وړل مو ګډ مسؤلیت دی، چې باید په پوره اخلاص سره یې سر ته ورسو.
په ورته وخت کې د لېسو استادانو او امرینو په یاد ولایت کې د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او هغوی ته یې د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ.
د ارزګان د امربالمعروف رئیس: د منکراتو د مخنیوي په پار کړنې مو باید له ټاکل شوې پالیسي سره سمې وي
یکشنبه، شوال المکرم۱۷، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف د ریاست له لوري د یاد ولایت د ولسوالیو د امرینو د کارونو د ارزونې او په دې برخه کې د شته ستونزو د مخنیوي په موخه په جوړه شوې ناسته کې د دې ولایت د امربالمعروف رئیس وویل: په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او د خلکو نېکې لارې ته د رابللو له پاره باید له هغې تګلارې کار واخلو چې رهبري یې د کولو امر کړی وي او په دې برخه کې باید پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړو.
هغه وویل، د منکراتو له منځه وړل او خلک پر نیکیو امر کول الهي حکم دی؛ چې د دې کار د لا ښه تر سره کولو له پاره باید د رهبري له لوري ټاکل شوې تګلاره پر مخ یوسو او په دې برخه کې باید پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړو، څو الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې یې د محتسبینو ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
محتسبین: د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین الهي احکام دي چې پلي کول یې زموږ او ستاسې مسؤلیت دی
شنبه، شوال المکرم۱۶، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته د عوت پر مهال وویل: د وزارت له لوري په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین الهي احکام دي چې پلي کول یې زموږ او ستاسې الهي مسؤلیت دی.
د یادې ولسوالي ځایي اوسېدونکو ته د دې ولسوالۍ محتسبینو د یوې اصلاحي ناستې پر مهال وویل، د امربالمعروف محتسبین هڅه کوي څو د هغو کړنو مخه ونیسي چې الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی.
دغه راز هغوی وویل، د وزارت له لوري په ټولنه او نظام کې دمنکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین الهي احکام دي نه د مسؤلینو شخصي غوښتنې چې پلي کول یې زموږ او ستاسې الهي مسؤلیت دی.
په ورته وخت کې محتسبینو ځایي خلکو ته د امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې په ټولنه کې دشته منکراتو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي؛ چې هغوی ورسره په یاده برخه کې د پوره همکاري ژمنه وکړه.
ولسي خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او مرسته کول یې الهي مسؤلیت بولي
چهارشنبه، شوال المکرم۱۲، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د امربالمعروف د محتسبینو له لوري دیادې ولسوالۍ په بېلا بېلو مسجدونو کې په جوړو شوو اصلاحي ناستو کې دیني عالمانو او ځایي اوسېدونکو د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او د دې برخې له مسؤلینو سره یې مرسته الهي مسؤلیت وباله .
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې د سیمې ډېری ځایي اوسېدونکو، دیني عالمانو او قومي مخورو شتون درلود؛ دیني عالمانو د امربالمعروف د محتسبینو کړنې د ټولنې د اصلاح لومړنۍ لار یاده کړه او په ټولنه کې امربالمعروف او نهی عن المنکر یې خپل الهي مسؤلیت وباله او هم یې له خلکو وغوښتل چې، په دې برخه کې د مسؤلینو مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د امربالمعروف محتسبینو د سیمې له خلکو د مننې تر څنګ وویل: امربالمعروف په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او د مسؤلینو یې لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او ټولنه له منکراتو ژغورل دي.
هغوی همدا راز وویل، چې له دولتي مسؤلینو او عامو خلکو څخه د شکایت درلودلو په صورت کې کولی شي د یاد وزارت د شکایتونو د اورېدلو څانګې ته خپل شکایتونه د حل په موخه ثبت کړي، چې د دې برخې مسؤلین شپه ورځ د خپلو هیواد والو په خدمت کې دي.
د یادولو ده چې د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست څانګې لري چې اوسېدونکي کولی شي خپل شکایتونه د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
ولسي خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او مرسته کول یې الهي مسؤلیت بولي
چهارشنبه، شوال المکرم۱۲، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د امربالمعروف د محتسبینو له لوري دیادې ولسوالۍ په بېلا بېلو مسجدونو کې په جوړو شوو اصلاحي ناستو کې دیني عالمانو او ځایي اوسېدونکو د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او د دې برخې له مسؤلینو سره یې مرسته الهي مسؤلیت وباله .
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې د سیمې ډېری ځایي اوسېدونکو، دیني عالمانو او قومي مخورو شتون درلود؛ دیني عالمانو د امربالمعروف د محتسبینو کړنې د ټولنې د اصلاح لومړنۍ لار یاده کړه او په ټولنه کې امربالمعروف او نهی عن المنکر یې خپل الهي مسؤلیت وباله او هم یې له خلکو وغوښتل چې، په دې برخه کې د مسؤلینو مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د امربالمعروف محتسبینو د سیمې له خلکو د مننې تر څنګ وویل: امربالمعروف په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او د مسؤلینو یې لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او ټولنه له منکراتو ژغورل دي.
هغوی همدا راز وویل، چې له دولتي مسؤلینو او عامو خلکو څخه د شکایت درلودلو په صورت کې کولی شي د یاد وزارت د شکایتونو د اورېدلو څانګې ته خپل شکایتونه د حل په موخه ثبت کړي، چې د دې برخې مسؤلین شپه ورځ د خپلو هیواد والو په خدمت کې دي.
د یادولو ده چې د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست څانګې لري چې اوسېدونکي کولی شي خپل شکایتونه د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
محتسبین: استادان او شاګردان باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي
دوشنبه، شوال المکرم۱۰، ۱۴۴۴
د پلازمینې کابل شهري ریاست د یوویشتمې حوزې دامربالمعروف محتسبینو د یادې حوزې اړوند د ځینو ښوونځیو له استادانو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
په دې ناسته کې چې د بېلابېلو لېسو مدیرانو او استادانو شتون درلود محتسبینو له هغوی د وزارت د حکم پر اساس وغوښتل چې استادان او شاګردان باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په دې برخه کې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
دغه راز محتسبینو په دې برخه کې د هغوی ستونزې واورېدې او تر مسؤلو چارواکو یې د حل په موخه د رسولو ډاډ ورکړ.
همدا رنګه د یادو لېسو مسؤلینو هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ.
د پکتیا د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره وکتل
دوشنبه، شوال المکرم۱۰، ۱۴۴۴
د پکتیا ولایت، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اوریدلو رئیس د یاد ولایت د عامي روعتیا، له رئیس سره په ناسته کې له هغوی وغوښتل ؛چې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د شته روغتونونو له مسؤلینو وغواړي څو د روغتونونو په داخل کې د ښځینه او نارینه ډاکټرانو او کارمندانو کاري ساحه جلا او د شته منکراتو مخه ونیسي.
په دې مشورتي ناسته کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس شریف الدین نقره کار د پکتیا ولایت د عامي روغتیا له رئیس صدرالدین عزام سره په ناسته کې د وزارت د حکم پر اساس له هغوی وغوښتل چې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د شته روغتونونو ښځینه او نارینه ډکټرانو او کارمندانو له پاره جلا کاري ساحه برابره کړي چې په وینا یې څو د وزارت ټاکل شوي قوانین پر ځای او په دې برخه کې د منکراتو مخه نیول شوې وي.
دغه راز د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ښاغلي صدرالدین عزام د امربالمعروف رئیس ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ او د امربالمعروف وزارت کړنې یې د ټولنې د خلاصون او رغښت لومړنۍ لار وبلله.
محتسبین: د امربالمعروف وزارت ټاکل شوي قوانین الهي احکام او د مشر تابه امر دی
دوشنبه، شوال المکرم۱۰، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د چهار چینو او دهراود ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو د د ې ولسوالیو له نظامي مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین الهي حکم او د مشرتابه امر دی چې باید په پوره توګه یې پلي کړو څو الهي حکم پر ځای او په نظامي لیکو کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
په دي بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې د د ې ولسوالیو ډېری نظامي مسؤلینو پکې ګډون درلود محتسبینو وویل، د امربالمعروف محتسبین هڅه کوي چې د وزارت او مشرتابه له لوري په ټولنه او نظام کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي او په دې برخه کې د هغوی شته ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو د هیواد والو شته تونزې حل او د نظام ملاتړي و اوسي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د نظامي معینیت له لوري دهیواد په ټولو ولایتونو کې محتسبین پر نظامي ځاینو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ور سره په نظامي برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او د اسلامي فکر خپرول مو الهي مسؤلیت دی
شنبه، رمضان المبارک۲۴، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالۍ له ځوانانو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: د راتلونکي نسل سالم راتلونکی ستاسې په لاس کې دی نو په همدې اساس تاسې باید د اسلامي فکر په خپرولو او د منکراتو په مخنیوي کې له موږ سره مرسته وکړئ څو راتلونکی نسل په اسلامي روحیه سمبال او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دا اصلاحي ناسته چې د سیمې ډېری ځوانانو پکې ګډون درلود محتسبینو وویل: په ټولنه کې امربالمعروف، نهی عن المنکر د هر مؤمن اسلامي وجیبه ده چې باید تر سره یې کړي نو په همدې اساس تاسې ځوانان مسؤلیت لرئ چې له محتسبینو سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي او د اسلامي فکر په خپرولو کې مرسته وکړئ.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې په تعلیمي مراکزو کې د ځوانانو له پاره د فکري درسونو او فکري رغښت په موخه د فکري درسونو لړۍ شروع کړي څو مو ځوان نسل په اسلامي روحیه سمبال او د پردیو فکرونو له ضرر څخه خبروي.
د یادولو ده چې د سیمې ځوانانو په ټولنه کې د امربالمعروف د محتسبینو کړنې وستایلې او هغوی ته یې په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
د خوست محتسبین: له زندانیانو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلئ
شنبه، رمضان المبارک۲۴، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت له زندان څخه په لیدنه کې د یاد زندان له مسؤلینو د مشرتابه د حکم پر اساس وغوښتل چې له مجرمینو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو په راتلونکي کې شوي جرمونه بیا تکرار نه کړي او ټولنه له شته ستونزو وژغورل شي.
په دې لیدنه کې چې د امربالمعروف د محتسیبنو سر بېره د یاد ولایت ډېری مسؤلینو پکې ګډون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس ښاغلي جمال الدین جمالي د زندان له مسؤ لینو د مشرتابه د حکم پر اساس وغوښتل چې له مجرمینو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي.
هغه همدا راز د زندان د ارشاد دعوت له مسؤلینو وغوښتنل چې زندانیانو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي تر څو د منکراتو له تر سره کولو خان وساتي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې یاد هیئت دغه راز له زندانیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او هغوی ته یې تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
محتسبین:د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو پلي کول مو مسؤلیت دی
شنبه،رمضان المبارک۲۴، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت د امنیه قومندانۍ له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو پلي کول مو مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو.
په دې اصلاحي لیدنه کې د یاد ولایت د امربالمعروف محتسبینو د امنیه قومنداني له مسؤلینو سره په ناسته کې لومړی هغوی ته د منکراتو د مخنیوي په پار د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین واورول او په همدې اساس یې له هغوی وغوښتل چې پخپلو کارمندانو ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي.
دغه راز یې له هغوی وغوښتل چې په نظامي لیکو کې د کم عمره، کل ږیرو او د تېرې ادارې د نظامي کسانو له ګمارنې ډډه وکړي څو د مشرتابه حکم پر ځای او د شته منکراتو مخه ونیول شي او زیاته یې کړه چې د تخلف په صورت کې به متخلفین له دندو ګوښه کړلی شي.
د خوست محتسبین: له زندانیانو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلئ
شنبه، رمضان المبارک۲۴، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت له زندان څخه په لیدنه کې د یاد زندان له مسؤلینو د مشرتابه د حکم پر اساس وغوښتل چې له مجرمینو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو په راتلونکي کې شوي جرمونه بیا تکرار نه کړي او ټولنه له شته ستونزو وژغورل شي.
په دې لیدنه کې چې د امربالمعروف د محتسیبنو سر بېره د یاد ولایت ډېری مسؤلینو پکې ګډون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس ښاغلي جمال الدین جمالي د زندان له مسؤ لینو د مشرتابه د حکم پر اساس وغوښتل چې له مجرمینو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي.
هغه همدا راز د زندان د ارشاد دعوت له مسؤلینو وغوښتنل چې زندانیانو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي تر څو د منکراتو له تر سره کولو خان وساتي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې یاد هیئت دغه راز له زندانیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او هغوی ته یې تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
د کابل شهري ریاست محتسبینود ټاکل شویو قوانینو د څارنې په موخه له ځینو روغتونونو لیدنه وکړه
پنج شنبه، رمضان المبارک۲۲، ۱۴۴۴
د پلازمینې کابل شهري ریاست د امربالمعروف محتسبینو د یوولسمې،دوولسمې او دیارلسمې حوزو له ځینو روغتنونو د امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو د نظارت او څارنې په موخه لیدنه وکړه.
محتسبینو په دې اصلاحي لیدنو کې د روغتونونو له مسؤلینو وغوښتل چې په دې برخه کې دامربالمعورف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي، پخپلو ښځینه کارمندانو حجاب رعایت کړي د کار او تګ راتګ ساحه یې باید جلا وي څو د شته منکراتو مخه ونیول شي او هیواد والو ته ریښتونی خدمت وړاندي شي.
په ورته وخت کې محتسبینو د ناروغانو څخه په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او تر مسؤلو چارواکو یې د حل په موخه د رسولو ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د یاد ریاست محتسبین د کابل ښار د ټولو برخو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره د منکراتو په مخنیوي او د امربالمعروف وزارت د ټاکل شویو قوانینو په پلي کېدو کې د پام وړ بدلون راغلی.
مولوي ناصح: تر خلکو د الهي احکامو رسول او د منکراتو مخه نیول مو الهي مسؤلیت دی
پنج شنبه، رمضان المبارک۲۲، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس د جلرېز ولسوالۍ له محتسبینو سره د کارونو د لا ښې چټکتیا په موخه په جوړه شوې مشورتي ناسته کې هغوی ته وویل: تر خلکو د الهي احکامو په سمه توګه رسول او په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخه نیول مو الهي مسؤلیت دی چې باید په سمه توګه یې سر ته ورسو.
د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولو ي محمد عالم ناصح د جلرېز ولسوالۍ د محتسبینو له خلکو سره د چلند او د کارونو د ارزونې په موخه په جوړه شوې ناسته کې محتسبینو ته په خطاب کې وویل:په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او د منکراتو له منځه وړل مو الهي مسؤلیت دی چې باید په سمه توګه یې سر ته ورسو څو الهي احکام پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې ښاغلي ناصح له خلکو سره په یوې ځانګړې ناسته کې هغوی ته وویل، امربالمعروف وزارت ستاسې د مشکلاتو د اورېدلو او تر مسؤلو چارواکو د رسولو له پاره د شکایتونو اورېدلو کمېسیون جوړ کړی چې دا کمېسیون د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې څانګې لري تر څو خلک په ازاد ډول وکولی شي خپل شکایتونه د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
د یادولو ده چې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وخت پر وخت د محتسبینو د کړنو د ارزونې او د خلکو د شکایتونو اورېدلو په موخه ولسوالیو ته سفرونه کوي چې ورسره د امربالمعروف فعالیتونه زیات شوي او د خلکو ستونزې د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو رسول شوې دي .
د امربالمعروف وزارت د علمي بورډ غړو د پاسپورټ عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه
چهار شنبه، رمضان المبارک۲۱، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ غړیو د پلازمینې کابل پاسپورټ عمومي ریاست څخه د ارزونې اود امر بالمعروف وزارت د قوانینو د تطبیق په موخه لیدنه وکړه او له مسؤلینو یې په جدي توګه غوښتنه وکړه چې د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري په دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
د وزارت له لوري ټاکل شوي هیئت د دې ریاست له ای ټي، ثبت نام ،او بایومترک مدیریتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پورته امانتداري سره سر ته ورسوي او له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي وکړي.
دغه راز د هیئت غړو وویل چې د هغو کارونو له تر سره کولو ځان وساتي چې د نظام په قوانینو کې پرې بندیز لګېدلی وي؛د رشوت له اخېستلو او د ناقانونه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي، سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او زیاته یې کړه چې د تخلف په صورت کې به متخلفین له دندو ګوښه کړلی شي.
د یادولو ده چې د یاد وزارت له لوري په دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هیئت له دولتي ادارو د ارزونې په موخه لیدنې کوي چې ورسره په ادارو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د دایکندي ولایت محتسبین؛ روږدتیا په فرد سربېره ټولنیز ژوند ګواښي
۱۴۴۴/۹/۱۹ دوشنبه
د دایکندي ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو او اړوند محتسبینو د دې ولایت د معتادینو له ۲۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.
د دې ولایت محتسبینو په یاد شل بستریز روغتون کې له هغو روږدو کسانو سره وکتل چې د درملنې او یاد کرغیړن عمل څخه د پرهېز په موخه دلته راوړل شوي و.
محتسبینو معتادینو ته په خطاب کې وویل چې د نشه یي توکو استعمال د اسلام له نظره ناوړه عمل دی، ځکه چې نشه یي توکي په فرد سربېره ټولنې ته جدي او مهلک ګواښ دی. او هم یي له یادو معتادینو څخه وغوښتل څو له تداوي وروسته بیرته د یاد شوم عمل په طرف مایل نه شي.
دا راز محتسبینو د یاد روغتون له مسؤلینو وغوښتل څو خپله دا سپیڅلي دنده کما حقه ادا کړي او دلته هر اوسیدونکی معتاد د خپلې کورنۍ یو غړی وګڼي او په تداوي کې یې له بشپړ اخلاص څخه کار واخلي
محتسبین:په ورځنیو کړنو کې د هغه څه له تر سره کولو ځان وساتئ چې الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی وي
چهار شنبه،رمضان المبارک۱۴، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د باک، نادشاه کوټ، قلندر او اسماعیل خېلو ولسوالیو د امربالعروف محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته د عوت پر مهال وویل: هغه کارونه تر سره کړئ چې الله جل جلاله ورباندې امر کړي یاست او دهغو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې ورڅخه منعه شوي یاست؛ ځکه د پخوانیو قومونو د هلاکت سبب همدا نافرماني او د ناوړه اعمالو تر سره کول وه.
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو له ځایي خلکو وغوښتل چې په معاملاتو کې له خیانت او په کارونو کې له بې انصافي څخه ځان وساتي او خپلې ورځنۍ کړنې له الهي احکامو سره سمې تر سره کړي څو الهي احکام پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز محتسبینو هغوی ته وویل، د امربالمعروف، نهی عن المنکر په ټولنه کې تر سره کول او د ستونزو له منځه وړل الهي حکم دی چې باید تر سره یې کړو څو خلک د منکراتو له تر سره کولو ډډه وکړي او الهي احکام پلي شي.
د ورځنیو کړنو د تر سره کولو له پاره د قرأن کریم ټاکل شوي قوانین پلي کړئ
سه شنبه، رمضان المبارک۱۴، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس د نرخ ولسوالۍ په مقام کې د قرآن کریم د ختم په مناسبت دجوړې شوې ناستې پر مهال مسؤلینو ته په خبرو کې وویل: د ورځنیو کړنو د تر سره کولو له پاره د قرأن کریم ټاکل شوي قوانین پلي کړئ، په احکامو یې عمل وکړئ او په سمه توګه یې تر خلکو ورسوئ او له هغوی یې وغوښتل چې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي وکړي.
ناستې ته چې د دې ولایت ډېری مسؤلینو پکې ګډون در لود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح په خبرو کې وویل: د قران کریم احکام مو د ورځنیو کړنو د تر سره کولو له پاره الګو وګرځوئ څو مو د قران کریم قدر کړی وي او ورځنۍ کړنو مو له الهي احکامو سره سمې تر سره کړې وي.
ښاغلي ناصح دغه راز د یادې ولسوالۍ محتسبینو ته په خطاب کې وویل چې خپلې کړنې د وزارت له لوري د ټاکل شویې لایحې په اساس تر سره کړي او د لایحې خلاف کړنو له تر سره کولو دې ډډه وکړي.
محتسبین:لومړنۍ هڅه مو د الهي قوانینو پلي کول او د خلکو ستونزې له منځه وړل دي
سه شنبه، رمضان المبارک۱۴، ۱۴۴۴
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالۍ له ځایي اوسېدونکو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: د الهي قوانینو پلي کول او په ټولنه کې د شته منکراتو له منځه وړل او د خلکو د ستونزو د حل په موخه اورېدل مو مسؤلیت دی.
دا اصلاحي ناستې چې موخه یې خلکو ته د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو اورول او په دې برخه کې د هغوی ستونزې اورېدل وه، محتسبینو وویل: لومړنۍ هڅه مو په ټولنه کې د الهي قوانینو پلي کول او د خلکو ستونزې دحل په موخه اورېدل او تر مسؤلو چارواکو رسول دي.
محتسبینو په همدې تړاو زیاته کړه، د خلکو د ستونزو د اورېدلو او تر مسؤلو چارواکو د رسولو له پاره د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې ریاستونه او امریتونه لري څو خلک په ازاد ډول وکولی شي چې خپل شکایتونه د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
محتسبین: امربالمعروف د ټولنې د اصلاح او د منکراتو د مخنیوي غوره لار ده
سه شنبه، رمضان المبارک۶، ۱۴۴۴
د پلاز مینې کابل شهري ریاست محتسبینو د پنځمې حوزې اړوند اوسېدونکو سره په اصلاحي ناسته کې د دعوت پر مهال هغوی ته وویل : امربالمعروف د ټولنې د اصلاح لومړنۍ او غوره لار ده چې نشتون یې په ټولنه کې د منکراتو د زیاتېدو او بې عدالتۍ سبب ګرځي.
محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته د امربالعروف وزارت له لوري د ټولنې د اصلاح او د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو له اورولو وروسته هغوی ته وویل: د امربالمعروف محتسبین په ټولنه کې د هغه څه پلي کېدل غواړي چې د اسلام د دین غوښتنه ده، چې په دې سره په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول کېږي چې نشتون یې د منکراتو د زیاتېدو او په ټولنه کې د بې عدالتۍ سبب ګرځي.
هغوی همدا رنګه له ځایي خلکو وغوښتل چې په ورځنیو کړنو کې له خیانت او بې انصافي څخه ځان وساتي او د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتي چې د اسلام دین یې د نه کولو امر کړی دی.
چې هغوی ورته د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ او په ټولنه کې د محسبینو اصلاحي کړنې یې وستایلې .
په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه دنظامي امربالمعروف د مسؤلینو اصلاحي کړنې جریان لري
یک شنبه، رمضان المبارک۴، ۱۴۴۴
دامربالمعروف،نهی عن المنکراوشکایتونواورېدلو وزارت د ازاله منکراتوریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو د علمي بورډ له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي او د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوي هیئت د استخباراتو د عمومي ریاست اړوند د اولسمې حوزې او د واکونیش عملیاتي کنډک له مسؤلینو سره اصلاحي ناسته تر سره کړه.
د وزارت د رهبري له لوري ټاکل شوي هیئت لومړی د دې نظامي ځایونو له مسؤلینو سره د هغوی په کار ځایونو کې د امر بالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي اصول واورول او له له هغوی د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د هیئت غړو وویل، د امربالمعروف وزارت د نظامي برخې مسؤلین د مشرتابه د حکم پر اساس خپلې کړنې تر سره کوي، نه د خپلو شخصي غوښتنو پر اساس.
دغه راز یې د یادو نظامي ځایونو د د عوت ارشاد له مسؤلینو وغوښتل چې ټولو کارمندانو ته د اسلام و عباداتو لومړني احکام ور وښیي او د اسلامي نظام پر ارزښت او ساتلو خبرې ورته وکړي.
ټاکل شوي هیئت د لیدنې په پای کې د دې ځای د مسؤلینو ستونزې واورېدې او د حل په مخه یې تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د نظامي معینیت د مسؤلینوله لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه وخت پر وخت له نظامي ځایونو لیدنه کېږي چې ور سره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی
د امربالمعروف وزارت ورځني مهم خبرونه
شنبه، رمضان المبارک۳، ۱۴۴۴
ارزګان ولایت :
د ارزګان ولایت د امر بالمعروف محتسبینو د یاد ولایت د مر کز په شمول د ځینو ولسوالیو له نظامي ځایونو د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي: ولس زموږ کړنې تکراروي نو په همدې اساس موږ او تاسې باید د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتو چې دنظام له ټاکل شویو قوانینو سره په ټکر کې وي.
لوګر ولایت:
د لوګر ولایت د مر کز پول عالم ښار محتسبینو ځایي دوکاندارانو ته د عوت پر مهال وویل: روژه د عبادتونو میاشت ده په دې میاشت کې عبادات، صدقې تر بل وخت زیات تر سره کړئ. او له هغوی یې وغوښتل چې د ښار والۍ د نرخ نامې سره سم خپل اجناس وپلورئ.
پلازمینه کابل:
د پلازمینې کابل سروبي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو په یاده ولسوالي کې د دوو قومونو د خپل منځي شخړو د حل په موخه جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې وویل: اسلام موږ ته د یووالي لارښوونه کوي او اتفاق ته مو رابولي او هر څوک چې په ټولنه کې نفاق خپروي د اسلام له ټاکل شویو قوانینو سرغړونه کوي.
پلازمینه کابل:
د پلاز مینې کابل د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت په کلکان ولسوالي کې ددې ولسوالۍ د امربالمعروف د محتسبینو له لوري جوړې شوې اصلاحي ناستې ته په خبرو کې وویل: د امربالمعروف د محتسبینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول او د الهي قوانینو پلي کول دي.
محتسبین: ولس زموږ کړنې تکراروي؛ موږ باید د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتو چې د نظام له قوانینو سره په ټکر کې وي
شنبه، رمضان المبارک۳، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امر بالمعروف محتسبینو د یاد ولایت د مر کز په شمول د ځینو ولسوالیو له نظامي ځایونو د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي: ولس زموږ کړنې تکراروي نو په همدې اساس موږ او تاسې باید د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتو چې دنظام له ټاکل شویو قوانینو سره په ټکر کې وي.
محتسبینو په دې اصلاحي لیدنو کې نظامي مسؤلینو ته په خبرو کې وویل، زموږ او تاسې ټولې کړنې باید د امر بالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو سره سمې وي او دولتي کارمندان باید د ولس له پاره الګو وي څو په ټولنه کې د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي شي.
محتسبینو دغه راز له هغوی په جدي توګه وغوښتل چې په نظامي لیکو کې دې د کم عمره، کل ږیرو او د تېرې ادارې نظامي کسانو له ګمارنې ډډه وکړي او خپل وېښتان دې د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
نظامي مسؤلینو د امربالمعروف محتسبینو ته د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ ور کړ او د دوی کړنې یې د نظام او ټولنې د سمون غوره لار وبلله.
د یادولو ده چې د امربالمعروف د محتسبینو له لوري د هیواد په ټولو نظامي ځایونو کې د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو د عملي پلي کولو لړۍ جریات لري چې ورسره په نظامي برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی
محتسبین: روژه د عبادتونو میاشت ده په غفلت او د ګنا هونو په تر سره کولو یې مه تېروئ
شنبه، رمضان المبارک۳، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د مر کز پول عالم ښار محتسبینو ځایي دوکاندارانو ته د عوت پر مهال وویل: روژه د عبادتونو میاشت ده په دې میاشت کې عبادات، صدقې تر بل وخت زیات تر سره کړئ. او له هغوی یې وغوښتل چې د ښار والۍ د نرخ نامې سره سم خپل اجناس وپلورئ.
محتسبینو وویل، په ترازو کې له خیانت او په کارونو کې له بې انصافي څخه ځان وساتئ او ورځنۍ کړنې مو له الهي احکامو سره سمې تر سره کړئ څو په تجارتي برخه کې د شته ستونزو مخه ونیول شي.
هغوی همدا رنګه له ځایي دوکاندارانو وغوښتل چې اجناس د ښار والۍ له لوري د ټاکل شوې نرخ نامې سره سم وپلوري او تر تاریخ د تېرو اجناسو له پلورلو څخه ځان وساتي.
محتسبینو دغه راز د امربالمعروف وزارت د ټاکل شویو قوانینو پر اساس له هغوی وغوښتل چې ځپل لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او د لمانځه د ادا پر وخت له پېر و پلور څخه ډډه وکړي. چې هغوی ورته په دې برخه کې د همکاري ژمنه وکړه او د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ یې ور کړ.
اسلام مو له خپل منځي دښمنیو منع کوي او د یو والي لارښوونه راته کوي
د پلازمینې کابل سروبي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو په یاده ولسوالي کې د دوو قومونو د خپل منځي شخړو د حل په موخه جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې وویل: اسلام موږ ته د یووالي لارښوونه کوي او اتفاق ته مو رابولي او هر څوک چې په ټولنه کې نفاق خپروي د اسلام له ټاکل شویو قوانینو سرغړونه کوي.
د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف د محتسبینو او قومي مخورو په هڅو جوړې شوې ناستې ته د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو په خبرو کې وویل، دا د شکر ځای دی چې د دې قومونو تر منځ د کلونو دښمني په دوستي بدلېږي او د اسلامي اصلو په پام کې نیولو سره خپله دښمني په دوستي بدلوي.
دغه راز په بدي کې ښکېلو اړخونو د امربالمعروف له محتسبینو او د قومي مخورو له هڅو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به شوي جرمونه بیا نه تکراروي.
د یادولو ده ؛ چې په بدي کې ښکېلو اړخونو له څو کلونو را هیسي تقریبا تر شل زیات قتلونه کړي وه چې اوس د امربالمعروف د محتسبینو او قومي مخورو په هڅو دا څو کلنه بدي په دوستي بدله شوه.
د کابل د امربالمعروف رئیس: د محتسبینو لومړنۍ هڅه د وزارت او مشرتابه له لوري د ټاکل شویو قوانینو پلي کول دي
د پلاز مینې کابل د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت په کلکان ولسوالي کې ددې ولسوالۍ د امربالمعروف د محتسبینو له لوري جوړې شوې اصلاحي ناستې ته په خبرو کې وویل: د امربالمعروف د محتسبینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول او د الهي قوانینو پلي کول دي.
دا اصلاحي ناسته چې د امربالمعروف پر محتسبینو سر بېره د نورو دولتي ادارو مسؤلینو هم پکې ګډون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس پخپلو خبرو کې و ویل، امربالمعروف، نهی عن المنکر الهي امر دی چې باید په ټولنه کې تر سره شي، چې په دې اساس د امربالمعروف د محتسبینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو او د امربالمعروف وزارت له لوري دټاکل شویو قوانینو پلي کول او د خلکو نېکې لارې ته را بلل دي.
هغه همدا راز پخپلو خبرو کې وویل: زموږ کړنې د الهي قواننیو او د مشر تابه د حکم پر اساس مخته ځي نه د خپلو شخصي غوښتنو پر اساس او زموږ اصلاحي کړنې به په ټولنه او نظام کې تر هغه دوام ولري څو مو د منکراتو کچه په تمامه مانا نه وي نیولې.
د دې اصلاحي ناستې په پای کې دولتي مسؤلینو او ځایي خلکو د امربالمعروف کړنې وستایلې او له هغوی سره یې په دې برخه کې د هر زار همکاري ژمنه وکړه.
ولسي خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او مرسته کول یې الهي مسؤلیت بولي
شعبان المعظم۲۸، ۱۴۴۴
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو له لوري په جوړو شوو اصلاحي ناستو کې ځایي اوسېدونکو د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او د دې برخې له مسؤلینو سره یې مرسته الهي مسؤلیت وباله .
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې د دولتي مسؤلینو سر بېره دیني عالمانو او قومي مخورو ګډون درلود ځایي خلکو د امربالمعروف د محتسبینو کړنې د ټولنې د اصلاح لومړنۍ لار یاده کړه او په ټولنه کې امربالمعروف او نهی عن المنکر یې خپل الهي مسؤلیت وباله.
په ورته وخت کې د امربالمعروف محتسبینو د سیمې له خلکو د مننې تر څنګ وویل: امربالمعروف په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او د مسؤلینو یې لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او ټولنه له منکراتو ژغورل دي.
د یادولو ده چې د هیواد په ډېری ولایتونو کې د امربالمعروف وزارت له لوري اصلاحي ناستې جریان لري چې خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او لاسنیوی یې الهي مسؤلیت بولي.
د امربالمعروف مسؤلین: په نظامي او ملکي ادارو کې باید د مشر تابه او امر بالمعروف وزارت احکام پلي شي
شعبان المعظم۲۸، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د دهراود او خاص ارزګان ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالیو له نظامي ځایونو څخه د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي چې د مشر تابه او د امربالمعروف وزارت د حکم پر اساس باید ځانونه د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په نظامي لیکو کې د کم عمره او بې ږیرې کسانو له ګمارنې څخه ډده وکړي.
په دې لیدنو کې محتسبینو دهغوی د کارونو د ارزونې تر څنګ له هغوی غوښتي چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او خپل اوږده وېښتان اصلاح کړي .
محتسبینو همدا راز هغوی ته ویلي چې په نظامي لیکو کې د کم عمره او بې ږیرو کسانو له ګمارنې ډډه وکړي څو د مشرتابه او د دې وزارت احکام پلي او د منکراتو مخه نیول شوې وي. چې هغوی ورته په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
محتسبین: د ورځنیو کړنو د تر سره کولو له پاره اسلامي قوانین په نظر کې ونیسئ
شنبه، شعبان المعظم۲۶، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت؛ د چهار چینو ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته د عوت پر مهال وویل: د هغو کارونو له تر سره کولو ځان وساتئ چې، الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی وي ،څو الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول شوې وي.
په دې بېلابېلو اصلاحي لیدنو کې، محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته دعوت پر مهال وویل، د اسلام مبارک دین د ژوند د چارو د تر سره کولو له پاره، قوانین ټاکلي موږ اړ یو چې د هغو اصلو په رڼا کې ورځنۍ چارې تر سره کړو او د هغو کارونو له تر سره کولو ځان وساتو چې الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی وي، څو الهي حکم پرځای او په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز محتسبینو د سیمې له ملا امامانو وغوښتل ؛چې ځایي اوسېدونکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي او په ټولنه کې ور سره د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
چې هغوی ورته په دې برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ او د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
محتسبین: ورځني کارونه مو له الهي قوانینو سره سم تر سره کړئ
چهار شنبه، شعبان المعظم۲۲، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د جلرېز، جغتو او چک ولسوالیو د امربالمعروف مسؤلینو د سیمې خلکو ته د عوت پر مهال وویل: ورځنۍ کړنې مو د الهي قوانینو سره سمې تر سره کړئ، له بې اتفاقي څخه ځان وساتئ او له ګاونډي سره هغسې چلند وکړئ لکه څرنګه چې یې د اسلام مبارک دین لارښوونه کړې تر څو الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د بې اتفاقي او شته منکراتو مخه نیول شوې وي.
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې ځایي اوسېدونکو ته د امربالمعروف محتسبینو وویل، له بې اتفاقي څخه ځان وساتئ او په ورځنیو کړنو کې یو د بل مرسته وکړئ څو دا الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د بې اتفاقۍ مخه نیول شوې وي.
هغوی وویل، ګاونډی مو پر تاسې حق لري چې د ژوند د ټولو ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړئ ځکه چې دا د اسلام د مبارک دین لارښوونه ده چې باید پلې شي.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې په ټولنه کې د د منکراتو د مخنیوي په موخه د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکبل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
چې ځایي اوسېدونکو ورته د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ.
مولوي ناصح:د شل کلنو نیمګړتیاو پوره کول او هیواد والو ته ریښتونی خدمت مو مسؤلیت دی
سه شنبه، شعبان المعظم۲۱، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د پیل پر مهال په خبرو کې وویل؛د شل کلنو نیګړتیاوو تکمیلول او په هره برخه کې هیواد والو ته ریښتونوی خدمنت وړندې کول مو مسؤلیت دی چې باید په پوره توګه یې سر ته ورسو.
د زینتي نیالګیو د کېنولو په دې ملي کمپاین کې چې د میدان وردګ ولایت د ډېری نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو پکې ګدون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس پخپلو خبرو کې وویل: موږ او تاسې باید د شل کلنو نیمګړتیاو د پوره کولو هڅه وکړو، هیواد والو ته ریښتونی خدمت مو مسؤلیت دی او په تېر شل کلن اشغال کې چې هیواد والو څه له لاسه ورکړي ترې برخمن کړو څو هیواد وال په امن او سو کالۍ کې ژوند وکړي.
هغه همدا راز د نیالګیو پر ګټو خبرې وکړې او د ښار والۍ له مسؤلینو یې وغوښتل چې د ښار پاکوالي او د نیالګیو ساتنې ته پوره توجه وکړي.
د خوست ولایت د امربالمعروف محتسبینو د لوړ ولور پر اخیستلو بندیز لګولی
سه شنبه، شعبان المعظم۲۱، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف محتسبینو د مرکز اتون په شمول د نادر شاه کوټ، سپېرې، قلندر او موسی خېلو ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو ځایي خلکو ته د عوت پر مهال وویل: په ودونو او نورو خوښیو کې د جاهلیت د دودونو له تر سره کولو او د لوړ ولور له اخیستلو څخه ځان وساتئ څو مو ورځنۍ کړنې له شرعي احکامو سره سمې او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبینو وویل، د ناوړه رواجونو تر سره کول او د لوړ ولور اخیستل په ټولنه کې د منکراتو د زیاتېدو سبب ګرځي نو په همدې اساس موږ او تاسې الهي مسؤلیت لرو چې په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیسو او خپلې ورځنۍ چارې د شریعت له اصولو سره سمې تر سره کړو.
په همدې تړاو د امربالمعروف محتسبینو د سیمې قومي مخورو ته په خطاب کې وویل چې د لوړ ولور پر اخیستلو، په ودونو او نورو خوښیو کې پر بې ځایه مصارفو او د ناوړه رواجونو په تر سره کولو بندیز ولګوي.
چې قومي مخورو ورته په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د یادو شویو سپارښتونو پلي کېدل یې د ټولنې د سمون غوره لار وبلله.
د امربالمعروف محتسبین: د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتئ چې الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی وي
دوشنبه، شعبان المعظم۲۰، ۱۴۴۴
د قندهار ولایتد دامان، سپین بولدک، او معروف ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته د عوت پر مهال وویل، د الهي قوانینو پلي کول مو په دنیوي ژوند کې د کامیابي لومړنۍ لار ده، په ورځنیي ژوند کې هغه څه تر سره کړئ چې الله جل جلاله یې د کولو امر کړی وي.
د دې ولسوالیو محتسبینو له ځایي اوسېدونکو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې په معملاتو کې له بې انصافي، په امانت کې له خیانت کولو او نورو منکراتو له تر سره کولو ځان وساتي څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
هغوی په همدې تړاو زیاته کړه؛ الله جل جلاله په قران کریم کې د هغو قومونو د هلاکت یادونه کړې چې ورځنۍ چارې یې د الهي احکامو پر بنسټ نه تر سره کولې، نو په همدې اساس موږ ته لازمه ده چې هغه کړنې تر سره کړو چې الله جل جلاله یې د کولو امر کړی او له هغه څه نه ځان وساتو چې الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی دی.
دغه راز یې د سیمې له خلکو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي چې په خبره یې، امربالمعروف او نهی عن المنکر د هر مسلمان دیني مسؤلیت دی.
چې د سیمې خلکو ور سره په دې برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه او د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ یې ورکړ
د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو په سیمه کې د منکراتو د مخنوي او عامه ذهنیت جوړونې په پار روزنیز سمینار پیل کړ
دوشنبه، شعبان المعظم۲۰، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف مسؤلینو؛ د یاد ولایت د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې د امربالمعروف د قوانینو د ابلاغ او د عامه ذهنیت جوړونې په پار، څو ورځني روزینر سمینارونه پیل کړل؛چې له دې کاره یې موخه په سیمه کې د امربالمعروف د قوانینو ابلاغ او د منکراتو مخه نیول دي.
د دې روزنیزو سمینارونو، د پیل کېدو په تړاو د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس په یوې لویې ناسته کې وویل؛ چې له دې کاره یې موخه د سیمې خلکو ته، د اسلام او عباداتو لومړني احکام ورښودل او د امربالمعروف وزارت له لوري په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه، د ټاکل شویو قوانینو پلي کول دي.
هغوی په همدې تړاو زیاتوي چې، په دې اصلاحي او روزنیز پرګرام کې به، د امربالمعروف د محتسبینو له لوري د شرعي احکامو د ورښودلو تر څنګ ، ځوانانو ته د فکري جوړښت په موخه د فکري درسونو لړۍ هم دوام ولري څو د ټولنې ځوان قشر د پردیو افکارو له ضرر نه خبر شي او په اسلامي روحیه وروزل شي.
د یادولو ده چې؛ د سیمې خلک د یلاد ولایت د مربالمعروف د محتسبینو له دې کاره خوښي ښیي او دا د ټولنې د سمون او جوړښت غوره لار بولي.
محتسبین: ولس زموږ کړنې تکراروي پر موږ لازمه ده چې د مشرتابه له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړو
شنبه، شعبان المعظم۱۱، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د د ې ولایت د باک، صبریو، موسی خېلو او قلندر ولسوالیو له نظامي ځاینو څخه د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته په خبرو کې و ویل: ولسونه زموږ کړنې تکراروي؛نو لازمه ده چې زموږ کړنې د نظام او امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو سره سمې وي.
محتسبینو په دې لیدنو کې د یادو نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل، ولس زموږ کړنې تکراروي نو دولتي کارمندان باید ولس ته الګو وي او د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره ټوګه پلي کړي څو په ټولنه کې عدل حاکم وي او د شته منکراتو مخه نیول شوې وي.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې په بیت المال کې له خیانت څخه ځان وساتي او له ولس سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو ولس راضي او شته ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي وشي.
مولوي ناصح:ستاسې په علم کې د ملت حق دی له هغه ټولنه برخمنه کړئ او د منکراتو مخه ونیسئ
شنبه، شعبان المعظم ۱۱، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس د سید اباد ولسوالۍ د باغک د تعلیم القران دیني مدرسې د دیني عالمانو او حافظانو د دستار تړلو په مناسبت جوړي شوې جلسې ته په خبرو کې وویل: ستاسې په علم کې د ملت حق دی له هغه ټولنه برخمنه کړئ او په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیسئ.
دا جلسه چې د سیمې د دیني علمانو سر بېره پکې دولتي مسؤلینو ګډون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح فارغ شویو دیني عالمانو او حافظانو ته په خبرو کې وویل، ستاسې په علم کې ملت حق لري څو له زده کړي علم څخه ټولنه برخمنه کړئ او د شته منکراتو مخه ونیسئ او پر الهي احکام یې خبر کړئ.
هغه په همدې تړاو زیاته کړه، د ټولنې جوړښت او له نظام څخه دفاع ستاسې مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړئ څو مسؤلین او عام وګړي د مشرانو اطاعت وکړي او د رهبري له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
ښاغلي ناصح همدا رنګه د ناستې په پای کې د منکراتو مخنیوی او پر معروفاتو امر د ټولو مسؤلیت وباله او له راغلیو دولتي مسؤلینو یې وغوښتل چې ماتحت افرادو باندې د رهبري او امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پلي کړي او د سیمې وګړي یې د نظام او دیني مدارسو سره همکاري ته وهڅول چې هغوی ورته د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدلو ډاډ ورک.
محتسبین: نوي نسل ته د علمي روزنې تر څنګ اخلاقي روزنه ورکول د استادانو او دیني عالمانو مسؤلیت دی
پنج شنبه، شعبان المعظم۹، ۱۴۴۴
د پلازمېنې کابل شهري ریاست، د امربالمعروف محتسبینو د یوولسمې، دوولسمې او د یارلسمې حوزو اړوند شخصي کورسونو او پوهنتونونو مسؤلینو سره د بېلا بېلو ناستو پر مهال له هغوی وغوښتل چې شاګردانو او محصلینو ته د اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړي او هغوی د دیني او فکري کتابونو مطالعې ته وهڅوي څو هغوی له اسلامي احکامو خبر او پر اسلامي روحیه وروزل شي.
محتسبینو وویل، د نوي نسل په اسلامي روزنه روزل او د علمي روزنې تر څنګ هغوی ته اخلاقي روزنه ورکول زموږ او ستاسې مسؤلیت دی چې باید پوره پاملرنه ورته وکړو څو هغوی له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه وروزل شي.
هغوی استادانو ته په خطاب کې وویل، په فزیکي ډول اشغال پای ته رسېدلی خو د فکري اشغال اثار اوس هم زموږ په ټولنه کې لیدل کېږي چې د دې بد حالت مخه نیول ستاسې مسؤلیت دی چې د دې په مخنیوي کې موږ ستاسو هر ډول مرستې ته ژمن یو.
دغه راز د یادو کورسونو او پوهنتونو استادانو د محتسبینو له کړنو خوښي وښوده او د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاد ورکړ.
د خوست محتسبین؛ پخواني قومونه خپلو عملونو هلاک کړل!
چهارشنبه، شعبان المعظم۸، ۱۴۴۴
د خوست ولایت اړوند قلندر، باک او تڼیو ولسوالیو اړوند محتسبینو ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل: د هغه څه متابعت وکړئ چې الله جل جلاله ورباندې امر کړي یاست او له هغو کړنو ډډه وکړئ چې ورڅخه منعه شوي یاست؛ ځکه د پخوانیو قومونو د هلاکت سبب همدا نافرماني او د ناوړه اعمالو ارتکاب و.
د دې ولایت اړوند محتسبینو ځایي اوسیدونکو ته په ستونزو د صبر، تقدیر باندې راضي کیدل، معاملاتو کې انصاف، بې اتفاقي څخه ډډه کول، له خپل اهل سره نېک چلند او د الله جل جلاله د اوامرو په اطاعت کولو سره لازمې سپارښتنې وکړې.
همداراز یي ځایي اوسیدونکو ته په خطاب کې وویل چې د الله ج نافرماني مو د هلاک سبب کېږي؛ ځکه پخواني قومونو چې د الله ج نافرماني وکړه الله متعال ورباندې ډول ډول عذابونه نازل او هغوی یي ورباندې هلاک کړل.
دغه راز دوی له یادو خلکو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې یي لازمه همکاري وکړي؛ ځکه په وینا یي چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د هر مسلمان دیني وجیبه ده.
همدارنګه ځایي اوسیدونکو هم محتسبینو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یي کړه چې دوی د یاد ولایت اړوند د امربالمعروف د مسؤلینو او محتسبینو له نېک چلند څخه زیات خوښ دي.
محتسبین:د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤلین مو ستونزي اوري اود حل په مخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي
دوشنبه، شعبان المعظم۶، ۱۴۴۴
د بلخ ولایت د هدادي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د سیمي له خلکو سره په ناسته کې هغوی ته وویل :د امربالمعروف وزارت د شکایتونو او رېدلو مسؤلین مو ستونزي اوري او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي.
ناستې ته د امربالمعروف محتسبینو په خبرو کې وویل، د امربالمعروف د مسؤلینو لومړنۍ هڅه پر معروفاتو امر او د منکراتو مخنیوی دی، نو په همدې اساس د شکایتونو اورېدلو مسؤلین هڅه کوي چې په ټولنه کې د شته جرمونو مخه ونیسي.
په دې تړاو د دې برخې مسؤلین ادعا کوي چې تر اوسه یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د تېر دولت او اوسنۍ نوې قضیې د حل تر بریده رسولې چې په دې تېرو دریو ربعو کې یې شمېر تر دوه نیمو زرو(۲۵۰۰) څخه اوړي.
د یادولو ده چې ولسي خلک د امربالمعروف وزارت له کړنو خوښي ښیي او دا د ټولنې د سمون او رغښت غوره لار بولي.
د امربالمعروف وزارت ورځني مهم خبرونه
دوشنبه، شعبان المعظم۶، ۱۴۴۴
وردګ:
د میدان وردګ ولایت؛ په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دولتي چارواکو او رسنیو تر منځ، معلوماتو ته د لاسرسي او د ژورنالیستانو د خوندیتوب په پار جوړه شوې مشورتي ناسته کې، د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل؛ رسنۍ د منابرو حیثیت لري او خپلې کړنې باید د اسلامي احکامو او د نظام له ټاکل شوې پالیسۍ سره سمې پر مخ بوځي .
بلخ:
د بلخ ولایت، د هدادي ولسوالۍ، د امربالمعروف محتسبینو د سیمي له خلکو سره په ناسته کې هغوی ته وویل :د امربالمعروف وزارت د شکایتونو او رېدلو مسؤلین مو ستونزي اوري او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي.
لوګر:
د لوګر ولایت د امربالمعروف محتسبینو، د مر کز پول عالم ښار له هټۍ والو سره په لیدنه کې له هغوی وغوښتل، چې دوی خپل لمنځونه په جماعت سره ادا کړي، سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د ښار د سلمانیو له مسؤلینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې د امربالمعروف وزارت ټاکل شوي اصول په پوره توګه پلي کړي څو د امربالمعروف قوانین پلي او د منکراتو مخه ونیول شي.
زابل:
زابل کې د امربالمعروف محتسبینو، د سیمې له دیني عالمانو سره په مشورتي ناسته کې له هغوی وغوښتل؛ چې خلکو ته د اسلامي نظام پر اهمیت وکړي،د عباداتو لومړنی احکام ور وښیي او د ځوان نسل د فکري سمون په موخه په تعلیمي مراکزو کې فکري درسونه شروع کړي څو الهي احکام پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبین:د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤلین مو ستونزي اوري اود حل په مخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي
دوشنبه، شعبان المعظم۶، ۱۴۴۴
د بلخ ولایت د هدادي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د سیمي له خلکو سره په ناسته کې هغوی ته وویل :د امربالمعروف وزارت د شکایتونو او رېدلو مسؤلین مو ستونزي اوري او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي.
ناستې ته د امربالمعروف محتسبینو په خبرو کې وویل، د امربالمعروف د مسؤلینو لومړنۍ هڅه پر معروفاتو امر او د منکراتو مخنیوی دی، نو په همدې اساس د شکایتونو اورېدلو مسؤلین هڅه کوي چې په ټولنه کې د شته جرمونو مخه ونیسي.
په دې تړاو د دې برخې مسؤلین ادعا کوي چې تر اوسه یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د تېر دولت او اوسنۍ نوې قضیې د حل تر بریده رسولې چې په دې تېرو دریو ربعو کې یې شمېر تر دوه نیمو زرو(۲۵۰۰) څخه اوړي.
د یادولو ده چې ولسي خلک د امربالمعروف وزارت له کړنو خوښي ښیي او دا د ټولنې د سمون او رغښت غوره لار بولي.
د امربالمعروف رئیس: رسنۍ د منابرو حیثیت لري او دا باید د اسلامي احکامو او د نظام د پرمختګونو رسا غږ وي
شنبه، شعبان المعظم۴، ۱۴۴۴
د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دولتي چارواکو او رسنیو تر منځ معلوماتو ته د لاسرسي او د ژورنالیستانو د خوندیتوب په پار جوړه شوې مشورتي ناسته کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل؛ رسنۍ د منابرو حیثیت لري او خپلې کړنې باید د اسلامي احکامو او د نظام له ټاکل شوې پالیسۍ سره سمې پر مخ بوځي
دا ناسته چې موخه یې د رسنیو خوندي توب او له هغوی سره هر راز همکاري کول وه د یاد ولایت مقام په مشرۍ او اطلاعاتو فرهنګ رياست له لوري جوړه شوې وه چې پکې د د ولت او رسنیو تر منځ د همغږي په موخه څو کسیزه کمېټه جوړه شوه چې د دې کمېټې د غړیو مسؤلیت د رسنیو او دولت همغږي او د کارونو لا چټکتیا ده .
دامربالمعروف ریس مولوي محمدعالم «ناصح» درسنیوپر اهمیت خبرې وکړې اوویې ویل له رسنیو څخه باید د منابرو کار واخیستل شي او خپل ټول کارونه د نظام له پالیسي سره سم پر مخ بوځي او زیاته یې کړه :رسنۍ دنظام مهمه برخه اودنظام څلورمه قوه ده او دعامه ذهنیت په جوړولو کې باید رغنده اومثبته برخه واخلي.
په غونډه کې د اطلاعاتوامرنجیب الله «فکرمن» پخپلو خبرو کې و ویل ،اسلامي امارت داسلام مبین دین په رڼااوافغاني فرهنګ په چوکاټ کې دبیان ازادۍ ته ژمن دی او ویې ویل چې میدان وردګ کې د خبریالانوپروړاندې هیڅ ستونزه نشته کارونه داطلاعات اوفرهنګ ریاست سره په همغږۍ مخته وړي.
همدارنګه دامنیه قومندانۍ عقیدتي اوفرهنګي مسۇل اود استخباراتوریاست دمطبوعاتو د څار مسۇل رسنیوته پخپلو برخوکې دملاتړډاډ ورکړ.
ورپسې ګلاب الدین امیري د افغان خبريالانو دخوندیتوب کمیټې دمرکزي زون مسؤل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له کړنو مننه وکړه، او ویې ویل د یادې کمېټې په جوړېدو به د دولت او رسنیو تر منځ همغږي لا پیاوړې شي.
په پای کې اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ښاغلي مولوي حبیب الله مجاهد له رسنیو مننه وکړه، له ژورنالیستانو یې و غوښتل چې د اسلامي نظام له اصولو سره سم افغاني کلتور ته په کتو بې پرې نشرات وکړي.
لوګر د امربالمعروف رئیس د ملګرو ملتونو د یوناما د بشري حقوقو څانګي استازې سره وکتل.
۳/حوت/۱۴۰۱ ه ش
دلوګر ولایت دامربالمعروف رئیس مولوی حجت الله (صاحبزاده) د ملګرو ملتونو د یوناما دبشري حقوقو څانګي د افسرې کاترین تیروچ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل .
په دې مخامخ لیدنه کې ټيروچ د یاد ولایت د امربالمعروف له رئیس څخه د مننې تر څنګ و ويل چې زموږ د ماموريت هدف له تاسي سره د خپل کار په اړه معلومات شريک کول او د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکايتونو اوريدلو ادارې په اصولو ځان خبرول دي تر څو د بشري حقوقو اړوند خدمتونو په اړه ښه تفاهم او همغږي رامنځته شي .
دغه راز اغلې تیروچ دافغانستان د اسلامي امارت اړوند زندانونو په ځانګړې توګه د ښځينه زندانيانو او شکایتونو اورېدلو ادارې په اړه معلومات وغوښتل .
د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس ښاغلي حجت الله صاحب زاده هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی د پوښتنو په ځواب کې وويل؛ موږ د اسلام او اسلامي امارت په چوکاټ کي هر چا ته خپل حقوق ورکړي او ښځينه زندانيانو ته انساني او اسلامي حقوق ورکوو ، جلا ځايونه مو ورکړي او ټول ضرورتونه مو ورته پوره کړي دي او د شکایتونو اورېدلو اداره مو د ملت د مشکلاتو د حل لپاره جوړه کړې چي له شروع څخه تراوسه یې ډیر شکايتونه اورېدلي او حل کړي دي او کوم چې د دې ادارې اړوند نه وي هغه مو خپلو اړوندو ارګانونو ته استولي دي.
د د ې لیدنې په پای کې اغلې تیروچ د یاد ولایت د امربالمعروف څخه مننه وکړه او په دې برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.
محتسبین: بېځایه رواجونه او د لوړ ولور اخیستل؛ په ټولنه کې د منکراتو د پېښېدو لوی عامل دی
دوشنبه، رجب المرجب۲۹، ۱۴۴۴
د نیمروز ولایت ،د دلارام ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو، د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په اصلاحي ناسته کې له هغوی غوښتي؛ چې په ودونو کې د زیاتو ولورونو له اخیستلو او د بې ځایه مصارفو او پردیو رواجونوله تر سره کولو ځان وساتي.
د امربالمعروف د محتسبینو له لوري دا جوړه شوې ناسته چې موخه یې په ټولنه کې د بې ځایه رواجونو او د لوړ ولور اخیستلو مخنیوی وه.
د امربالمعروف محتسبینو د ناستې ګدون والو دیني عالمانو او قومي مخورو ته په خطاب کې و ویل: په ټولنه کې د منکراتو د تر سره کېدو لوی عامل د لوړ ولور اخیستل او د پردیو رواجونو تر سره کېدل دي موږ او تاسې اړ یو چې د الهي احکامو او د امربالمعروف وزارت د قوانینو پر اساس د د ې منکراتو مخه ونیسو، څو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبینو همدا راز د سیمې له دیني عالمانو او قومي مخورو څخه وغوښتل؛ چې د د ې برخې له پاره اصول وضع کړي او د منبرونو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي څو په ټولنه کې د دې ناوړه کار مخه ونیول شي.
د یادولو ده ؛چې د سیمې اوسېدونکو د امربالمعروف وزارت له دې اقدامه خوښي وښوده او له محتسبینو یې د دې ټاکل شویو قوانینو د نظارت او څارنې غوښتنه وکړه او د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په دې برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
د امربالمعروف محتسبین الهي احکام په ټولنه کې پلي کوي او د منکراتو مخه نیسي
دوشنبه، رجب المرجب۲۹، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د قلندر ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د یادې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته و ویل: امربالمعروف د اسلامي نظام مهمه برخه ده او د دې برخې د مسؤلینو لومړنۍ هڅه د الهي احکامو تر خلکو رسول او خلک نېکې لارې ته رابلل دي .
ناستې ته محتسبینو و ویل، د امربالمعروف د محتسبینو لومړنۍ هڅه د معروفاتو اقامه او د منکراتو له منځه وړل دي، موږ د مشرتابه او امربالمعروف وزارت د فرمانونو پر اساس کړنې تر سره کو.
دغه راز هغوی د امربالمعروف د قوانینو پر اساس له هغوی وغوښتل چې لمنځونه پر جماعت سره ادا کړي او له هغو ټولو منکراتو ځان وساتي چې د اسلام دین او د امربالمعروف وزارت مسؤلینو یې د پرېښودو امر کړی دی.
د ناستې په پای کې د ناستې ګډون والو د امربالمعروف له محتسبینو پر کړنو خوښي وښوده او په دې برخه کې یې له هغوی سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
محتسبین: امربالمعروف الهي امر او د هر مسلمان مسؤلیت دی
شنبه، رجب المرجب۲۷، ۱۴۴۴
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو له خلکو سره په یوه اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: په ټولنه کې د هر منکر رواجېدل زموږ او ستاسې په تاوان دی چې باید مخه یې ونیسو د مشر تابه او امربالمعروف وزارت ټاکل شوي اصول په پوره توګه پلي کړو.
محتسبینو وویل، د امربالمعروف د مسؤلینو هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول و د معروفاتو اقامه ده نو په دې کې هر مؤمن اړ دی چې برخه واخلي او د منکراتو مخه ونیسي .
دغه راز محتسبینو د سیمې له خلکو وغوښتل چې لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او د نورو منکراتو له تر سره کولو ځان وساتي څو الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه نیول شوې وي چې خلکو ورسره د یادو شویو قوانینو د پوره پلي ژمنه وکړه.
محتسبین: د زده کووکو د علمي روزنې تر څنګ د هغوی اخلاقي روزنه هم وکړئ
دوشنبه، رجب۲۲، ۱۴۴۴
د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه ښار کې، د د وهمې حوزې اړوند د کارته لګان او انور خان لېسو له استادانو او شاګردانو سره په دوو بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له استادانو وغوښتل، چې د زده کوونکو د علمي روزنې تر څنګ د هغوی اخلاقي روزنه هم وکړي او هغوی ته د فکري کتابونو د مطالعې او د فکري درسونو زمینه برابره کړي.
دا ناستې چې پکې د لېسو استادانو او شاګردانو ګډون درلود، محتسبینو استادانو ته په خطاب کې وویل، چې د شاګردانو د علمي روزنې تر څنګ د هغوی اخلاقي روزنه هم وکړي او له هغوی یې وغوښتل چې د شاګردانو له پاره د فکري کتابونو د مطالعې او دفکري درسونو زمینه برابره کړي څو هغوی له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه وروزل شي.
دغه راز یې زده کوونکي زده کړو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي څو د مشرتابه او امربالمعروف فرامین پلي او د منکراتو مخه ونیول شي.
مولوي معلم جان: په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې له حکمت او پوهې څخه کار واخلئ
دوشنبه،رجب۲۲، ۱۴۴۴
د پلازمېنې کابل شهري ریاست رئیس مولوي معلم جان مسلم د کابل ښار د ټولو حوزو له امرینو سره په مشورتي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې له حکمت او پوهې څخه کار واخلي او د هغو اصلو مطابق خپلې کړنې مخ ته بوځي چې د مشرتابه او وزارت له لوري ټاکل شوي دي.
دا ناسته چې د ټولو حوزو امرینو پکې ګډون درلود ښاغلي معلم جان وویل: د ټولنې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلئ څو الهي احکام په سم ډول تر خلکو ورسېږي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز ښاغلي مسلم د محتسبینو له امرینو وغوښتل چې د وزارت له لوري د ورسپارل شویو مسؤلیتونو اړوند ټاکل شوي اصول په پوره توګه پلي چې هغوی ورته په دې برخه کې د ټاکل شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ژمنه وکړه.
هغه همدا راز په دې برخه کې د محتسبینو ستونزې واورېدې او هغوی ته یې د حل او تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
د امربالمعروف مسؤلین: په نظام او ټولنه کې د مشرتابه او وزارت له لوري ټاکل شوي اصول باید په پوره توګه پلي شي
شنبه، رجب۲۰، ۱۴۴۴
د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالۍ د برېښنا او ځینو نورو مدیریتونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په دې برخه کې د مشرتابه او وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو د یادو شویو ادارو له مسؤلینو وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، د نظام او امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي اصول په پوره توګه پلي کړي څو د مشرتابه امر پر ځای او په اداراتو کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې؛ د دې وزارت محتسبین او په نظامي برخه کې د ازاله منکراتو مسؤلین وخت پر وخت پر خلکو ګرځي او په نظامي لیکو کې د وزارت او مشرتابه قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ور سره په ټولنه او نظام کې د منکراتو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی.
محتسبین:ولس ته د امربالمعروف د کړنو وضاحت ورکړئ، چې هغوی الهي احکام پلي کول غواړي؛ نه شخصي غوښتنې پر خلکو منل
یکشنبه، رجب۲۱، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو، د یادې ولسوالي د ځینو مسجدونو له ملا امامانو سره په مشورتي ناسته کې، په ټولنه کې د شته منکراتو په مخنیوي او د معروفاتو پر اقامي خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې په مسجدونو کې دې اصلاحي درسونه شروع کړي.
دا لویه ناسته ؛چې د یادې ولسوالۍ د محتسبینو له لوري د بېلابېلو کلیو له ملا امامانو سره په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او د الهي احکامو د پلي کېدو په موخه جوړه شوې وه، پکې له ملا امامانو وغوښتل شول چې د امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو په پلي کېدو کې ورسره مرسته وکړي څو الهي احکام پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبینو همدارنګه له ملا امامانو وغوښتل ؛چې خلکو ته د امربالمعروف وزارت پر کړنو او د اسلامي نظام پر اهمیت خبرې وکړي څو د ولس او نظام تر منځ واټن ختم او له نظام سره نوري همکاري ته هم ژمن و اوسي.
د امر بالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح د څلورم کنډک څخه د مشر تابه د حکم د پلي کېدو په موخه لیدنه وکړه.
نېټه :۱۴۴۴ ھ ق کال / ۱۶/ رجب
د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف رئیس مولوي محمد عالم (ناصح) په دغه ولایت کې مېشت د لومړۍ پلې لېوا اړوند څلورم کنډک له مجاهدينو سره په لیدنه کې له هغوی و غوښتل چې د ا.ا. د مشرتابه ټول فرامین او حکمونه عملي کړي، له خلکو سره ښه چلند وکړي، ځانونه د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي څو د ولس په زړونو حکومت وکړي .
ښاغلي (ناصح) د ماښام له لمانځه وروسته مجاهدينو ته په خبرو کې وویل، کوم لباس؛ چې ستاسو پر تن دی ډېر مقدس لباس دی، خو له بده مرغه چې په تېر شل کلن تور دور کې د ولس په ذهن کې نفرین شوی تاسو باید په اسلامي اخلاقو د دغه یونیفورم جلال وساتئ تر څو د ولس مینه تر لاسه کړی.
د امر بالمعروف رئیس مجاهدينو ته وویل تاسو باید ځانونه داسې برابر کړئ چې، د محراب، ممبر او دفتر ریښتینی استازیتوب وکړي او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې د امربالمعروف وزارت ټاکل سوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
دغه راز د یاد کنډک مجاهدينو د رئیس له ورتګ خوښي څرګنده کړه او د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
دولتي کارمندان باید ولس ته الګو وي
شنبه، رجب المرجب ۱۳، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي ناصح د یاد ولایت د نظامي مسؤلینو له پاره په جوړه شوې اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: ملت زموږ له صورت او سیرت څخه الهام اخلي، نو زموږ کړنې باید د ولس له پاره الګو وي.
دا ناسته چې د یاد ولایت ډېری نظامي مسؤلینو پکې ګډون درلود د دې ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي ناصح پخپلو خبرو کې و ويل، ملت زموږ له صورت او سیرت څخه الهام اخلي او هغه کړنې کوي چې چارواکي یې تر سره کوي نو په همدې اساس دولتي مسؤلین باید د ولس له پاره الګو وي .
ښاغلي ناصح همدا راز د ناستې ګډون والو ته په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین واورول او له هغوی یې د پوره پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د یادولو ده؛ چې د یاد وزارت د رهبري له لوري په نظامي برخه کې ټاکل شوی څو کسیز هیئت پر نظامي ځایونو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي؛چې د تخلف په صورت کې متخلفین له دندو ګوښه کېږي.
ولسي خلک د امربالمعروف له کړنو راضي دي او پر شویو سپارښتنو له مسؤلینو د ټینګار غوښتنه کوي
یکشنه، جمادی الثاني ۲۲، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د یادې ولسوالۍ له قومي مخورو سره د همغږي په پار په جوړه شوې ناسته کې له هغوی غوښتي چې د ټولنې په سمون او د ناوړه رواجونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي .
د یادې ولسوالۍ محتسبینو په دې ناسته کې چې د ځینو دولتي مسؤلینو په ګډون د سیمې دیني عالمانو، قومي مخورو پکې ګډون درلود ویلي چې: د ټولنې د سمون په موخه د یاد وزارت له لوري د وضع کړی شویو قوانینو په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي او هم یې له هغوی غوښتي چې په ټولنه کې د بېځایه رواجونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي.
هغوی په دې هکله زیاتوي چې زموږ موخه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او خلک نېکې لارې ته را بلل دي چې په دې کار کې موږ ستاسې مرستې ته اړتیا لرو څو وکولی شو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیسو.
د یادولو ده چې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو او په دې برخه کې د همکاري ژمنه وکړه او دې د ټولنې د سمون غوره لار وبلله.
د امربالمعروف وزارت د شکایتونو د تحلیل او پلټنې ریاست مسؤلینو ننګر هار ولایت ته سفر وکړ
پنجشنبه، جمادالثاني ۱۲، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري د خلکو د شکایتونو د حل په موخه ټاکل شوي څو کسیز هيئت چې مشري یې د دې وزارت د شکایتونو د تحلیل او پلتنې رئیس مولوي فضل الرحمن مجددي پر غاړه وه د یو رسمي سفر پر مهال د ننګر هار ولایت له قومي مخورو ،دیني عالمانو سره په ناسته کې ویلي ( هیڅ دولتي او غیر دولتي کسان نه شي کولی چې د چا په حق کې تېری وکړي. د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤلین هڅه کوي چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي او ستونزې یې د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي)
دا ناسته چې پکې د دې ولایت ګڼو دولتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو شتون درلود د یاد وزارت د شکایتونو د تحلیل او پلتنې رئیس و ویل: د امربالمعروف د مسؤلینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول او د خلکو ستونزې د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو رسول دي او زیاته یې کړه موږ هیچا ته اجازه نه ورکو چې د چا په حق کې تېری وکړي .
په ورته وخت کې ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د امر بالمعروف وزارت دا اقدام وستایه او په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او خلکو ته د ښه خدمت کولو غوره یې وبلله.
په ټولنه کې د منکراتو د لوړېدو لوی عامل د زیاتو ولورونو اخیستل دي چې؛ باید مخه یې ونیول شي!
پنجشنبه،جمادی الثاني۱۲، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د امربالمعروف مسؤلینو، د دې ولایت له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د همغږي او او د بې ځایه رواجونو د ختمولو په پار په جوړه شوې ناسته کې هغوی ته ویلي ، په ټولنه کې د منکراتو د زیاتېدو او د ځوانانو په نا قانونه توګه بهر هیوادونو ته د تلوو لوی عامل، د لوړو ولورونو اخیستل او د بې ځایه رواجونو تر سره کول دي، چې مخه نیول یې د یني عالمانو او قومي مخورو مسؤلیت دی .
ناستې ته د یاد ولایت د امربالمعروف مسؤلینو پخپلو خبرو کې و ویل: پر دیني عالمانو او قومي مخورو لازمي ده چې د ټولنې په جوړښت او د منکراتو په له منخه وړلو کې له موږ سره مرسته وکړي .
محتسبینو همدا رنګه په ټولنه کې د منکراتو د لوړېدو او د ځوانانو په نا قانونه توګه بهر هیوادنو ته د تلوو لوی عامل د لوړو ولورونو اخیستل او په ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه مصارفو تر سره کول یاد کړل او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي. چې هغوی ورته په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د یادو شویو فرامینو د پوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلئ
یکشنبه، جمادی الثاني۸، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د ګېزاب ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالیۍ له ځینو نظامي ځاینو د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي چې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او له هغوی یې غوښتي چې ځانونه د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د یادو شویو نظامي ځاینو له مسؤلینو سره په ناستو کې لومړی هغوی ته د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو اصولو له اورولو وروسته له هغوی غوښتي چې ور سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتداري سر ته ورسوي او له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو هغوی د نظام له لوري ټاکل شویو قوانینو څخه سر غړونې ته مجبور نه شي.
محتسبینو دغه راز له هغوی غوښتي چې د امربالمعروف وزارت له لوري وضع کړی شوي قوانین په نظر کې ونیسي سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي .
د نظام غوښتنې او د امربالمعروف د قوانینو پلي کول د نظام د پایښت سبب ګرځي
شنبه، جمادی الثاني ۷، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي ځایونو کې د منکراتو د مخنوي په موخه ټاکل شوي څو کسیز هیئت چې مشري یې د دې وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي رازمحمد حامد پر غاړه د کابل پلچرخي (۳۱۳) مرکزي لېوا له مسؤلینو سره په تر تیب شوې ناسته کې هغوی ته وویل" د نظام غوښتنې او د امربالمعروف د قوانینو پلي کول د نظام د پایښت سبب ګرځي"
ناستې ته چې د لېوا رئیس ارکان(شیخ نقیب الله) او نور ګڼو مسؤلینو پکې ګډون در لود مولوي رازمحمد حامد وویل، که غواړو چې نظام مو پایښت وکړي نو لازمه ده چې د نظام غوښتنې او د امربالمعروف قوانین پر ځان او ټولنه په پوره توګه پلي کړو څو په نظام کې د منکراتو مخه ونیول شي او مسؤلین د ولس ریښتونی خدمت وکړي.
ښاغلي حامد همدا راز وویل: زموږ د لیدنو یوه موخه دا ده چې خپل ټاکل شوي قوانین تر مسؤلو چارواکو په سم ډول ور ورسو څو یې په پلي کولو کې ځنډ ونه کړي او د شته منکراتو مخه ونیول شي؛دښمن د تبلیغاتو له لارې غواړي د ولس او نظام تر منځ تفرقه را منځته کړي او زموږ ټاکلې پالیسي تر مسؤلینو او عامو وګړو په غلط ډول ور ورسوي.
هغه په همدې تړاو وویل، دامربالمعروف مسؤلین د چا توهین نه کوي بلکي پر ټولنه د الهي قوانینو پلي کول یې مسؤلیت دی.
ښاغلي حامد د خبرو په پای کې له مسؤلینو وغوښتل چې د بیت المال ساتنه وکړي او له بې ځایه استعمال څخه یېـډډه وکړي.
د ناستې په پای کې د لېوا رئیس ارکان شیخ نقیب الله د امربالمعروف وزارت له لوري راغلي استازي ته د ښه را غلاست تر څنګ په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د لېوا له مسؤلینو یې وغوښتل چې پخپلو کامندانو د وزارت له لوري وضع کړی شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
د امربالمعروف محتسبین: په ټولنه کې د منکرتاو مخنیوی او خلک له دیني احکامو خبرو د دیني عالمانو مسؤلیت دی
چهار شنبه، جمادی الاول۲۷، ۱۴۴۴
د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ د امربالمعروف د مسؤلینو له لوري د دیني عالمانو او قومي مخورو را بلل شوې ناستې ته د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو په خبرو کې د امربالمعروف وزارت د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو اصلو د اورولو تر څنګ هغوی ته وویل: د ټولنې د سمون مسؤلیت زموږ او ستاسې پرغاړه دی چې باید کارو ورته وکړو او خلک د نېکو کارونو کولو ته متوجه کړو.
دا ناسته چې پکې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو پکې ګدون درلود د امربالمعروف محتسبینو وویل: موږ او تاسې اړ یو چې په ټولنه کې د منکراتو او ناوړه رواجونو مخه ونیسو څو خلک د الهي احکامو پلي کولو ته متوجه شي او د بدو کارونو څخه ډډه وکړي.
هغوی همدا راز دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل چې خلکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي چې هغوی ورته په دې برخه کې پوره ډاد ورکړ او د یادو شویو قوانیتو د پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
د پکتیا د دیني عالمانو شورا د دې ولایت د امربالمعروف له مسؤلینو سره ناسته وکړه
د پکتیا ولایت د د یني عالمانو ولایتي شورا، د دې ولایت د امربالمعروف د ریاست له مسؤلینو سره د ناستې پر مهال هغوی ته ویلي «ستاسو کار، په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او خلک نېکې لارې ته رهبري کول دي؛ چې دا د ټولنې د اصلاح تر ټولو غوره لاره ده»
دا ناسته چې پکې د امربالمعروف د مسؤلینو سربېره، ډېری دیني عالمانو پکې ګډون درلود ، د یاد ولایت د د یني عالمانو ولایتي شورا رئیس ناستې ته پخپلو خبرو کې وویل : د امربالمعروف محتسبین په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او خلک نېکې لارې ته رهبري کوي چې؛ دا د ټولنې د اصلاح او سمون تر ټولو غوره لار ده او پر موږ لازمه ده چې په دې برخه کې یې مرسته وکړو او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیسو .
دغه راز د یاد ولایت، د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د دیني عالمانو څخه د مننې تر څنګ په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه او د هغوی همغږي یې د دعوت د بریا راز وباله.
هېره دې نه وي چې د ناستې په پای کې ددواړو لوریو د مسؤلینو له لوري په دې برخه کې د شته مشکلاتو پر حل خبرې وشوې او له یو بل سره یې د پوره همکاري ژمنه وکړه.
د امربالمعروف محتسبین: د ښوونځیو او دیني مدارسو تر منځ را منځ ته شوی واټن باید ختم شي
یکشنبه، جمادی الاول۲۴، ۱۴۴۴
د هلمند ولایت، د مرکز لښکر ګاه ښار، د امربالمعروف مسؤلینو د اهل هنود عالي لېسې له استادانو او شاګردانو سره، په دوو بېلو ناستو کې له استادانو غوښتي چې، د دیني مدارسو او ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ علمي مسابقې جوړي کړي چې په خبره یې: د د یني مدارسو او ښوونځیو ترمنځ را منځ ته شوی واټن باید ختم شي.
د یادو لیدنو پر مهال، محتسبینو د یادې لېسې له استادانو د مننې تر څنګ له هغوی غوښتي چې، د دیني مدارسو او ښوونځیو د شاګردانو تر منځ دې علمي مسابقې جوړې کړي څو په دې برخه کې رامنځ ته شوی واټن ختم شي او هم یې له هغوی غوښتي چې د شاګردانو د علمي روزنې تر څنګ دې د هغوی اخلاقي روزنه وکړي.
په ورته وخت کې محتسبینو، د یادې لېسې له شاګردانو سره په ناسته کې هغوی درسونو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې د خپلو درسي کتابونو تر څنګ د دیني او فکري کتابونو مطالعه وکړي او هغوی ته یې له خپل لوري د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
د امربالمعروف مسؤلین: زده کوونکي له پردیوفکرونو خبرول او په اسلامي روحیه روزل یې ستاسې استادانو مسؤلیت دی
شنبه، جمادی الاول۲۳، ۱۴۴۴
د کابل شهري ریاست د یوولسمې حوزې محتسبینو د دې حوزې اړوند د شخصي کورسونو او دولتي ښوونځیو له مسؤلینو سره په ترتیب شوېو اصلاحي ناستو کې هغوی ته ویلي چې د زده کوونکو له پاره د فکري او دیني درسونه شروع کړي څو هغوی له دیني احکامو خبر شي او په اسلامي روحیه وروزل شي.
په دې لیدنو کې د یادې حوزې محتسبینو د یادو شویو کورسونو او ښوونځیو له مسؤلینو سره د امربالمعروف وزارت له لوري په اړونده برخه کې د ټاکل شویو قوانیو له اورولو وروسته هغوی ته ویلي چې د دیني عالمانو په مرسته دې په ښوونځو او کورسونو کې د دیني او فکري درسونو لړۍ شروع کړي څو زده کوونکي له اسلامي احکامو خبر شي او په اسلامي روحیه وروزل شي چې په خبره یې«د راتلونکو نسلونو له دیني احکامو خبرول اود پردیو افکارو سره د مبارزې او هغوی ته اسلامي روحیه ورکول زموږ او ستاسې مسؤلیت دی چې باید په پوره اخلاص یې تر سره کړو»
هغوی همدا راز په دې لیدنو کې له هغوی غوښتي چې د ښځینه او نارینه زده کوونکو د درس او تګ راتګ ساحې جلا کړي او په دې برخه کې یې له هغوی د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه چې هغوی ورته د یادوشویو غوښتنو او د امربالمعروف وزارت د ټاکل شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ.
د امربالمعروف مسؤلین: په نظامي او ملکي ادارو کې باید د مشر تابه او امر بالمعروف وزارت احکام پلي شي
پنجشنبه، جمادی الاول۲۱، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالۍ له نظامي ځایونو څخه د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي چې د مشر تابه او د امربالمعروف وزارت د حکم پر اساس باید ځانونه د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په نظامي لیکو کې د کم عمره او کل ږیرو کسانو له ګمارنې څخه ډده وکړي.
په دې لیدنو کې محتسبینو دهغوی د کارونو د ارزونې تر څنګ له هغوی غوښتي چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او خپل اوږده وېښتان اصلاح کړي .
محتسبینو همدا راز هغوی ته ویلي چې په نظامي لیکو کې د کم عمره او کل ږیرو کسانو له ګمارنې ډډه وکړي څو د مشرتابه او د دې وزارت احکام پلي او د منکراتو مخه نیول شوې وي . چې هغوی ورته په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
د امربالمعروف محتسبین: په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او د امربالمعروف پلي کول د ملا امامانو الهي مسؤلیت دی
دوشنبه، جمادی الاول۱۸، ۱۴۴۴
د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولسوالۍ له ملا امامانو او ولسي خلکو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی غوښتي چې دوی باید د امربالمعروف وزارت له لوري د ټولنې د اصلاح په موخه ټاکل شوي احکام پلي کړي او هم یې د یادې ولسوالۍ له ملا امامانو غوښتي چې خلکو ته باید د اسلام لومړني احکام ور وښیي او په ټولنه کې د امربالمعروف پر ارزښت خبرې ورته وکړي چې په خبره یې« دا مو الهي مسؤلیت دی».
د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبیتو د دې ولسوالۍ د مسجدونو له ملا امامانو سره د همغږۍ او په ټولنه کې د اصلاح راوستو په موخه په بېلابېلو جوړیو شویو ناستو کې هغوی ته ویلي چې له دوی سره د ټولنې په اصلاح او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي چې په خبره یې خلکو ته اسلامي احکام ور ښودل او په ټولنه کې امربالمعروف پلي کول یې الهي مسؤلیت دی.
د یادولو وړ ده چې د هیواد په ډېری ولایتونو کې د امربالمعروف د محتسبینو د ټولنې د سمون په موخه ناستې جریان لري چې د خلکو له درانه هر کلي سره مخ کېږي.
ولسي خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او مرسته کول یې الهي مسؤلیت بولي
یکشنبه، جمادی الاول۱۷، ۱۴۴۴
د بغلان ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالۍ په پنځو بېلابېلو لویو مسجدونو کې په اصلاحي ناستو کې خلکو ته د امربالمعروف او د اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړې او په ټولنه کې امربالمعروف کول او له نظام سره همکاري یې د ټولو مسؤلیت وباله.
په دې اصلاحي ناستو کې چې د سیمې د عالمانو سربېره ډېری کسانو پکې ګډون درلود د امربالمعروف مسؤلینو وویل: امربالمعروف په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او د مسؤلینو یې لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او ټولنه له منکراتو ژغورل دي.
د یادولو ده چې د هیواد په ډېری ولایتونو کې د امربالمعروف وزارت له لوري اصلاحي ناستې جریان لري چې خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او لاسنیوی یې الهي مسؤلیت بولي.
امربالمعروف مسؤلین: د زده کوونکو د علمي روزنې تر څنګ باید د هغوی اخلاقي روزنه هم وشي
شنبه، جمادی الاول۱۶، ۱۴۴۴
د هلمند ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت مرکز لښکر ګاه ښار کې د امان الله خان عالي لېسې له زده کوونکو او ښوونکو سره په دوو بېلو ناستو کې استادانو ته ویلي: د زده کوونکو د علمي روزنې تر څنګ باید د هغوی اخلاقي روزنه هم وشي څو مو راتونکی نسل له اسلامي احکامو خبر او په دیني روزنه سمبال شي .
د دې ولایت د امربالمعروف رئیس د یادې لېسې له استادانو سره په ناسته کې هغوسی ته ویلي : د راتونکي نسل راتلونې ستاسې په لاسونو نو کې ده چې باید هغوی ته سالمه روزنه ورکړل شي. او له هغوی یې وغوښتل چې دوی باید د شاګردانو له پاره د فکري درسونواو فکري کتابونو د مطالعه کولو لړۍ پیل کړي څو زده کوونکي له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه وروزل شي.
په ورته وخت کې د دې ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د یادې لېسې زده کوونکو ته د خبرو پر مهال وویل: ستاسې کورنۍ او ټولنه له تاسې څخه د تعلیم تر څنګ د سالیمې روزنې هیله هم لري چې ستاسې چلند باید له عادي خلکو بېل وي چې دا چاره تاسو د دیني او فکري کتابونو په لوستلو او دیني عالمانو سره په ناسته سر ته رسولی شئ.
محتسبینو همدا راز د یادې لېسې له زده کوونکو او ښوونکو وغوښتل چې سیرت او صورت یې باید له نبوي ارشاداتو سره سم وي چې هغوی ورته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د امربالمعروف وزارت کړنې یې وستایلې.
فراه ولايت د امر باالمعروف رئيس د شیخ ابونصر فراهي بندر له ګڼو چارواکو او ملي سوداګرو سره وکتل.
فراه باختر خبري آژانس
۰۴ / جمادي الاول / ۱۴۴۴
۰۷ / لیندۍ / ۱۴۰۱
فراه ولايت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست رئيس مولوي عبدالمجید "صمیم" د دې ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر ته د یو ورځني سفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د محتسبینو آمر سید فضل احمد اغا یې هم ملتیا کوله د یاد بندر د ګمرک له رئیس ملا شمس الحق، مرستیال کمیسار عبدالرحیم "مختار"، قوماندان جهادالله، د نرم استندرد رئیس مولوي احسان الله، استخباراتو مدیر مستري نور احمد، ملي سوداګرو او ډریورانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.
ښاغلي "صمیم" ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې د ټولو لپاره اړېنه ده، ترڅو د منکراتو د ورک کولو، معروفاتو د عملي کولو، له یو بل او په ځانګړې توګه له ولسي وګړو سره د ښه چلند په اړه د وس اړوند لارښوونې وکړو.
د یادونې وړ ده، چې د امر باالمعروف رئيس مولوي عبدالمجید "صمیم" تر دې یوه ورځ وړاندې د پشتکوه ولسوالي له مرستیال ولسوال مولوي "مسرور"، امنیه قوماندان "مخلص اغا" او استخباراتو مدیر حافظ "ضرار" سره هم ولیدل.
د امربالمعروف مسؤلین:دیني مدارس او ښوونځي د یوې سیکې دوه مخونه دي.
یکشنبه، جمادی الاول۳، ۱۴۴۴
د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولسوالۍ په يوه دیني مدرسه کې د حافظانو د دستار بندي په مناسبت جوړې شوې جلسې ته په خبرو کې وویل:" د دیني مدارسو شاګردان باید د دیني زده کړو تر څنګ عصري زده کړې هم وکړي چې موږ له دوی څخه د یوه ډاکټر، معلم تمع هم ولرو چې په دې سره به په تعلیمي بهیر کې را منځته شوې خلاع هم ختمه شي او دا به د یوې سیکې دوه مخومه شي"
دې جلسې ته د امربالمعروف محتسبینو چې دسیمې د علماو او قومي مخورو سر بېره د سیمې ځوانانو پکې ګډون درلود وویل: د تعلیمي چارو د مسؤلینو لومړنۍ هڅه دا ده چې د دیني مدارسو او عصري ښوونځیو تر منځ رامنځته شوی واټن ختم کړي. چې په خبره یې " دا د یوې سیکې دوه مخونه دي او بېلېدل یې ناممکن کار دی.
د یادولو ده چې د سیمې علماو، قومي مخورو د خپلو خبرو تر څنګ د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او دوی ته یې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
د امربالمعروف مسؤلین: ولس زموږ مرستې ته اړ دی؛ چې باید ستونزې یې پر وخت حل شي
یکشنبه، جمادی الاول۳، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو په یو وخت له دیني مدارسو او نظامي ارګانونو څخه د لیدنې پر مهال نظامي مسؤلینو ته ویلي چې دوی دې لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او له خلکو سره دې له نېک او نرم چلند څخه کار واخلي .
د یادې ولسوالۍ د امر بالمعروف محتسبینو د وزارت د لایحې مطابق له نظامي مسؤلینو سره په خبرو کې وویل چې له نظامي لیکو کم عمره او کل ږیري کسان وایستل شي او کم عمره کسانو ته د درس ویلو زمینه برابره شي.
هغوی همدا رنګه وویل چې صورت او سیرت د نبوي ارشاداتو سره برابر جوړ کړي، لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند نه کار واخلي څو هغوی له نظام سره هر ډول مرستې ته ژمن و اوسي.
په ورته وخت کې هغوی له دیني مدارسو څخه د لیدنې پر مهال د مدارسو استادانو ته په خبرو کې ویلي: د ټولنې د سمون مسؤلیت موږ او تاسې ته متوجه دی چې باید هغوی د اسلام او عباداتو له لومړنیو احکامو خبر کړو او له منکراتو یې وژغورو.
د امربالمعروف مسؤلین: په اوامرو کې اطاعت مو د بریا لومړنی راز دی
شنبه، جمادی الاول ۲، ۱۴۴۴
د ننګرهار ولایت د چپر هار ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولسوالۍ په مقام کې له نظامي مسؤلیو سره په ناسته کې وویل: د ا.ا د بریار زاز په اطاعت او یووالي کې دی نو په همدې اساس موږ باید د مشرتابه له لوري راکړل شوي احکام په پوره توګه پلي کړو او په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیسو.
محتسبینو په یاده ناسته کې د دې ولسوالۍ له نظامي مسؤلینو او د دعوت ارشاد له رئیس نه وغوښتل چې کارمندانو ته د عباداتو لومړني احکام ور وښي او سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره برابر جوړ کړي.
هغوی همدا راز د یادې ولسوالۍ مسؤلو کسانو ته په خبرو کې وویل چې دوی باید کم عمره او کل ږیره کسان نظامي لیکو ته داخل نه کړي څو د منکراتو مخه ونیول شي او د مشرتابه امر پر ځای شي .
د امربالمعروف مسؤلین: له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند نه کار واخلئ
پنجشنبه، ربیع الثاني ۲۹، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د اداري مسؤلینو، د کارونو د میاشتنۍ ارزونې په ناسته کې هغوی ته وویل: د کارونو په تر سره کولو کې له شفافیت او مسلکي چلند څخه کار واخلئ، څو ولسونه راضي او حق حقدار ته ورسېږي.
د خوست ولایت، د امنیه قومنداني د مسؤلینو له لوري، د دې ولایت د نظامي مسؤلینو د یوې میاشتې د کارونو د ارزونې په موخه جوړې شوې ناستې ته چې پکې د دې ولایت ډېری مسؤلینو ګډون درلود د امربالمعروف مسؤلینو وویل:" دولتونه هغه وخت پایښت مومي چې چارواکي یې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او حق حقدار ته وسپاري چې په دې سره ولسونه ځانونه امن بولي او له نظام سره همکاري ته هڅېږي"
ورپسې ،د ناستې په جریان کې د اړوند ادارو د مسؤلینو له لوري، د تېرې اونۍ کاري راپورونه او لاسته راوړنې د ګډون کوونکو سره شریکې شوې چې د دې ولایت، امنیه قومندان د امنیتي چارواکو هڅې وستایلې او دوی یې د ولسونو د خونیتوب له پاره د لا ښه خدمت په موخه وهڅول.
د امربالمعروف د مسؤلینو له لوري په ډېری ولایتونو کې غیر فعال مسجدونه فعال او ملا امامان ورته مقرر شول.
دوشنبه، ربیع الثاني۲۶، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت په مختلیفو ولسوالیو کې د دیارلس بابه مسجدونو د لیدنې او نظارت تر څنګ دوه بابه غیر فعال مسجدونه بېرته له سره فعال او ملا امامان ورته مقرر کړل.
محتسبینو د یادو شویو مسجدونو له ملا امامانو غوښتي چې دوی باید خلکو ته د منبرونو له لارې د عباداتو او نورو شرعي احکامو درسونه ورکړي څو خلک له دې احکامو خبر شي او په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د محتسبینو له لوري د دوه بابه غیر فعال مسجدونو له پاره ملا امامان مقرر شول چې د یادو مساجدو ملا امامانو ته به میاشتنی معاش د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د مسؤلینو له لوري په دې ورستیو کې په پلازمېنه کابل کې د اذان له پاره د لاوډسپیکرونو له نصبولو وروسته د هیواد په ټولو ولایاتو کې ډېری غیر فعال مسجدونه بېرته له سره فعال او ملا امامان ورته مقرر شول.
ارزګان ولایت کې د امربالمعروف د محتسبینو له لوري (۱۸) مسجدونه فعال شول
شنبه، ربیع الثاني۲۴، ۱۴۴۴
د ا.ا.ا له قیام وروسته او د امربالمعروف وزارت د فعالیتونو په جریان کې د ارزګان ولایت د محتسبینو په مرسته د دې ولایت د مرکز په شمول په بېلابېلو ولسوالیو کې اتلس مسجدونه فعال او دروازې یې د لمونځ کوونکیو پر مخ خلاصې شوې.
د دې ولایت دامربالمعروف د محتسبینو د کړنو په نتېجه کې د یاد ولایت په مرکز ترین کوټ سربېره دهراود، شهید حساس،چنارتو ،خاص ارزګان، ګېزاب، او چوره ولسوالیو کې اتلس مسجدونه بېرته له سره فعال او ملا امامان ورته مقرر شول چې د دې مسجدونو ملا امامانو ته میاشتنی معاش د سیمې اوسېدونکي ورکوي.
همد راز د دې مسجدونو امامان د امامت تر څنګ د سمیې ماشومانو ته دیني زده کړي ورښیي او د لومړنیو زده کړو ټولګي هم پکې شروع دي.
د یادولو ده چې د پلازمېنې کابل په شمول د هیواد په ډېری ولایتونو کې د امربالمعروف د مسؤلینو په مرسته ډېری غیر فعال مسجدونه فعال شوي چې ولسي خلک یې له کړنو راضي دي.