د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو سرپرست وزیر د مجمع الفقه الاسلامي له ګڼو علماء سره ولیدل
نن سه شنبه د غبرګولې یا جوزا په ۳۱مه د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتوتو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د دوکتور قطب په مشري د مجمع الفقه الاسلامي له ګڼو علماء سره ولیدل.
یاد علماء چې له سعودي، اردن، ترکیې، پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو څخه یې هیئت جوړ و هدف یې اسلامي همدردي او دا یې لومړی ځل یې و چې افغانستان ته راغلي و.
شیخ محمد خالد (الحنفي) په لومړي سر کې یادو علماء ته هر کلی و ویل او هغوی هم خوښي وښودله چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د امن په فضا کې افغانستان ویني.
دوکتور قطب و ویل مونږ به له افغانستان سره د نړۍ د مسلمانو هیوادونو او مسلمانو شتمنو شخصیتونو په هڅونه افغانستان کې ګڼ د تعلیم، پرمختګ او خیریه کارونه ترسره کړو، خوشحاله یو افغانستان کې داسې نظام دی چې د دین مهمه برخه امر بالمعروف او نهی عن المنکر لري، دا ډیر مهم بخش دی خکه ډیر شیان تر تاسو پورې اړوند دي.
د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) و ویل: مونږ هغه سنت راژوندي کړل چې د مکې مکرمې په ورځ رسول اکرم ﷺ کومه عفوه ترسره کړه.
نوموړي زیاته کړه چې زمونږ دین کې افراط او تفریط ځای نلري، مونږ د تولنې د هر قشر هغه که نارینه او که ښځینه وي ټولو حقوقو ته یې ژمن یو کوم چې اسلام ورکړي.
دوکتور قطب په پای کې و ویل د ا.ا مشران د ډیر فراست څښتنان دي چې دا یې د قطر مذاکراتو کې ثابته کړه، مونږ غواړو چې دا فراست وساتي.