مولوی عارف: د حق داعي د ټولنې قاﺉيد بلل کېږي

org_admin
Sat, Jun 11 2022 10:18 AM
mopvpe

پنجشنبه، ذالفعده ۹، ۱۴۴۳

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د محتسبینو د اصلاح او روزنې رﺉیس مولوي محمد یحيی عارف د کابل ښار شپږمې حوزې محتسبینو سره ولیدل، هغوی ته یې د حق د داعي صفتونه بیان د دعوت ټولو اصولو پلي کولو ته یې متوجه کړل.

د اصلاح او روزنې رﺉیس محتسبینو ته وویل: ځمکې ته د انبیاء علیهم السلام د رالېږلو څخه هدف دعوت الی الله وو ، چې دا دروند مسؤلیت اوس تاسو ته در سپارل شوی نو لازمه ده چې په هغه طریقه سره دعوت ترسره کړﺉ څنګه چې د انبیأ علیهم السلام تګلاره وه.

مولوي عارف محتسبینو ته د دعوت د اصولو ترڅنګ د حق د داعي اړوند صفتونو ته په اشارې سره وویل چې د حق د داعي نیت باید د مقابل لوري اصلاح او خیرخواهي وي او په خبره یې چې د حق داعي باید له خلکو او ولس سره نيږدې پاتې شي، ځکه چې داعي په ټولنه کې د قاﺉید حیثیت لري او د قاﺉید شتون د ټولنې د هر ډول ستونزې د له منځه وړلو لامل کېږي.

دغه راز مولوي عارف له محتسبینو وغوښتل چې دعوت په داسې احسنه طریقه سره ترسره کړي چې د ټولنې د اصلاح او د ټولنې د اقشارو ترمنځ د یووالي لامل شي نه داسې چې همدا دعوت مو د ټولنې د فساد او اختلاف لامل وګرځي.

هیره دې نه وي چې محتسبینو د داسې ناستو او سمینارونو څخه خوښي څرګنده کړه او مسؤلینو ته یې د دعوت د ټولو اصولو پلي کولو ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 2:47 PM
Background image

In Faryab Province, inspectors helped five women obtain their inheritance rights in accordance with Islamic law

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, have comprehensively addressed five legal inheritance cases. . .

Wed, Jun 10 2026 11:14 AM
Background image

Inspectors resolved 27 disputes and conflicts in eight provinces and helped facilitate reconciliation between the parties involved

In line with strengthening Is/la/mic solidarity, promoting social peace, and resolving disputes and hostilities among tribes and families, personnel (Muhasibs) of the Ministry for the. . .

BACK TO NEWS