د ننګرهار محتسبینو د الحمزه استشهادي کنډک څخه لیدنه وکړه

org_admin
Mon, May 30 2022 11:20 AM
mopvpe

یکشنبه، شوال ۲۹، ۱۴۴۳

د ننګرهار ولایت محتسبینو د دې ولایت د میدان هوايي، فاتح ځواک او الحمزه استشهادي کنډکونو له مسؤلینو سره وليدل او له هغوی يې وغوښتل چې د امیـــ رالمــ ؤمنی ن له طرفه شوي عمومي عفوه په عمل کې ثابته کړي.

دې لیدنه کې محتسبینو نظامي منسوبینو او مسؤلینو ته د امربالمعروف وزارت له لوري وضع کړل شوي فرمانونه بیان کړل او له هغوی یې وغوښتل چې خپل سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

محتسبینو وویل: دا چې ټولو ته څرګنده ده چې د اسلامي نظام لپاره مجاهدینو خپل ځانونه قرباني کړل نو اوس لازمه ده چې موږ د هغوی دغه ارمان په احسنه طریقه سره پوره کړو.

دغه راز محتسبینو د امیرالمؤمنین فرمان ته په اشارې سره وویل: هیڅ نظامي مسؤل ته اجازه نشته چې زموږ هیوادوال وځوروي، او یا د عمومي عفوي خلاف عمل ترسره کړي.

دوی دغه راز له نظامي مسؤلینو غوښتنه وکړه چې کم عمره هلکان له خپلو لیکو څخه بهر کړي او هغوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS