د قدر شپې عبادت ثواب د زر میاشتو د عبادت د هومره دی

org_admin
Tue, Apr 26 2022 8:52 AM

سه شنبه، رمضان ۲۵، ۱۴۴۳

د لو ګر ولایت د برکی برک ولسوالۍ د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو امریت محتسبینو د برکی راجان د حوزې اړوند د نجم الدین کلا سیمې په جومات کې د قران کریم د ختم په مورِد رابلل شوې ناسته کې ګډون درلود.
ناستې ته سید عمر عمري د لیلة القدر، اعتکاف، او دحجاب اړوند ، په اسلامي لباس او نورو مهیمو موصوعاتو مفصلي خبرې وکړې.

چې په یاده ناسته کې د سیمې علماو، شیخو سربېره ډېری ځوانانو او باسواد طبقې ګډون درلود. نوموړي ګډون والو ته د روژې د میاشتې د فضایلو دبیان په حالت کې د قران کریم ددې ایت په مصداق خبره وکړه چې ( انا انزلنا ه فې لیلة القدر) چې خدا ج په دې میاشت کې قران کریم نازل کړی او په دغه میاشت کې د لیلة القدر شپه هم ده چې دیوې شپې ثواب یې د نورو عادي ورځو او شپو په نسبت د زرو کالو په اندازه زیات دی.

نوموړي په همدې تړاو زیاته کړه چې زموږ له پاره دا ښه خبره نه ده چې خالي د روژې عابدان یو او په نورو وختونو کې رانه فرض لمنځونه هم پاته وي چې په خبره یې خدای ج له موږ نه پوره بندګي غواړي داسې نه کېږې چې کله مو خوښه شي عبادت کو کنه نو نه یې کو.

همدا راز نو موړي د لیلة القدر د شپې په فضایلو کې وویل.: د انسانانود پلار ماده او عنصر په همدې شپه کې پیدا شوي او همدا رنګه د ملایکو تخلیق او پیدایښت په همدې شپه شوی دی.او همدا رنګه د جنتونو ونې په همدې شپه ایښودل شوې دي .

همدا راز یې له ګډون والو وغوښتل چې سیرت او صورت مو باید په اسلامي طریقه وي ځکه د یوې اسلامي خاورې او سېدونکې له پاره دا نه ښایې چې په پردي فکر او کلتور سمبال وي. او همدا راز یې له ګډون والو وغوښتل چې د نظام ملاتړ وکړي چې هغوی ورته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې د چې د هیواد په ډېری سیمو کې د امر بالمعروف وزارت روزنیزي لیدنې سر ته رسېدلې او په ځینو کې لاهم روانې دي چې هر ځل د خلکو له درانه هرکلي سره مخ کېږي.

Latest news

Tue, Aug 18 2026 3:11 PM
Background image

The Muhtasibs rescued 23 women from domestic violence in five provinces

In the provinces of Balkh, Baghlan, Ghor, Zabul, and Takhar, the Muhtasibs have protected 23 women who had been subjected to mistreatment by their husbands and family members from. . .

Tue, Aug 18 2026 2:32 PM
Background image

In Baghlan, the Muhtasibs rescued a woman who had been subjected to three months of domestic confinement

In Baghlan, as part of their continued efforts to protect women’s Sharia-based rights, Muhtasibs rescued a woman from Farang District who had been subjected to physical abuse, domestic. . .

BACK TO NEWS