د غزني ولايت محتسبينو يوه ورځ کې په يوولسو ولسواليو کې فعاليتونه کړي دي

org_admin
Sun, Apr 24 2022 11:01 AM
mopvpe

یکشنبه، رمضان ۲۳، ۱۳۴۳

د غزني ولايت محتسبينو په يوه ورځ کې هم مهاله د يوولسو ولسواليو له اوسيدونکو سره ليدنې وکړې او هغوى ته يې د نيکيو د ترسره کولو او له بديو څخه د مخنوي په هکله سپارښتنې وکړې.

دغو محتسبينو په يادو ولسواليو کې د ښوونځيو له ښوونکو او زده کوونکو، هټيوالو،کارګرو، نظامي مسٶلينو، د مسجدونو ملا امامانو او د سيمې اوسېدونکو سره لېدنې وکړې، هغوی ته يې د امربالمعروف وزارت سپارښتنې واورولې او د نيکو کړنو ترسره کولو يې ته را وبلل.

په دې ليدنو کې محتسبينو د يادو ولسواليو اړوند ښوونځيو له زده کوونکو ته دداسلامي علومو او په ځانګړي ډول د قرانکرم، حديثونو او اسلامي عقيدې په زده کړه ټينګار وکړ او په غوښتنه يې چې ښوونکي او زده کوونکي بايد خپل سيرت او صورت د نبي (ص)سنتو او ارشاداتو سره سم جوړ کړي.

دغه راز محتسبينو د ياد ولايت د مرکز او ولسواليو په مسجدونو کې خلکو ته د قدر شپې، د روژې مياشتې د اخېري لسيزې د اعتکاف او ناچارو ته د فطر صدقې ورکولو په فضليتونو مفصل بيانونه وکړل.

همدارنګه د غزني د ګېلان ولسوالۍ محتسبينو له لوري يو تن چې، مبايلونو ته به يې ناوړه فيلمونه لېږل، په احسنه طريقه له ياد ناوړه کار څخه منع شو.

د غزني ولايت محتسبينو د ياد وزارت د رهبرۍ د لارښوونو په بنسټ له ګڼ شمې هټيوالو او کارګرانو سره په ليدنه کې له هغوى وغوښتل چې د لمانځه په وخت کې دي خپل دوکانونه بند او د جماعت په لمانځه کې دي ګډون وکړي.

دوى همدا راز د خپل کاري پلان سره سم له نظاميانو او ملکي خدمتونو کارکوونکو سره لېدنې ترسره کړې، هغوى ته يې د امربالمعروف وزارت سپارښتنې بيان کړې او له دوى يې وغوښتل چې په دولتي ادارو د کم عمره هلکانو له ګمارنې په کلکه ډډه وکړي او خپل سيرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم عيار او د جماعت د لمانځه پابندي وکړي.

د يادونې وړ ده چې، د غزني ولايت اوسېدونکو د اسلامي اصولو په تطبيقولو کې محتسبينو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دوى له کړنو يې خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS