نظامیانو ته د امربالمروف وزارت سپارښتنه؛ د شهیدانو دوینو په خاطر له خلکو سره نیک چلند وکړئ

org_admin
Sun, Apr 24 2022 8:46 AM
mopvpe

۱۳۴۳/۹/۲۱

د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو رئيس مولوي محمد حامد د ریشخور لېوا څخه د لیدو پر مهال د دې لېوا مجاهدينو او نظامي مسؤلینو ته وویل: ((د شهیدانو د وینو په خاطر له خلکو سره نېک چلند وکړئ)). داسې عمل ونه کړئ چې د شهیدانو له وینو سره خیانت وي او له ټولو نظامیانو يې وغوښتل چې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره خپلې دندې پر مخ يوسي.

مولوي محمد حامد د یادې لېوا مسؤلینو سره په لیدن کې وویل د خلکو د سر او مال او همدارنګه د هیواد سرحدونو ساتل ستاسو زړورو او پامو مجاهدینو مسؤلیت، په خپلو ژمنو عمل وکړئ او هېڅکله داسې عمل ونکړئ چې د شهیدانو له وینو سره خیانت وي.

نوموړي همدارنګه وویل: هڅه وکړئ چې خپله دنده په پوره ایماندرۍ او اخلاص سره ترسره کړئ: (( له خلکو سره غوره اونېک چلند وکړئ او هڅه وکړئ چې د خلکو زړونه خپل کړئ او پر زړونو يې حکومت وکړئ.)) او زیاته يې کړه هېڅکله هم د ا.ا. له نوم څخه ناوړه استفاده ونه کړئ.

یاده دې وي چې په دې لیدنه کې د ریشخور لېوا قومندان مولوي امین الله امین او د همدې لېوا درستیزوال محمد نواب مبارز هم د ازاله منکراتو رئيس ملتیا کوله.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS