شیخ صاحب محمد ابراهیم: نظامونه په توره ګټل کېږي او په قلم ساتل کېږي.

org_admin
Sat, Apr 16 2022 8:45 AM
mopvpe

د لوګر ولایت د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسؤلینو د لوګر د پوهنې ریاست له مسؤلینو لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د ریاست مسؤلینو ته د نظام دتحفظ،د مسؤلیت درک کول او نورو مختلفو موضوعاتو په مورِد مفصلې خبرې وشوې.

ناستې ته مولوي محمد ابراهیم په خبرو کې وویل:د نظام تحفظ او ساتنه پر موږ فرض ده خو له نظام نه موږ هغه وخت ساتنه کولی شو چې موږ مطیع واوسو او د خپلو امرانو حکمونه عملي کړو ځکه چې د امر اطاعت واجب دی نوموړي همدا راز زیاته کړه:

همدا رنګه نوموړي د یاد ریاست له کارمندانو وغوښتل چې خپل ټول لمونځونه په جماعت سره ادا کړي ځکه چې له یوې خوا به دا کار د الله ج رضا او له بلېـخوا د امرانو د اطاعت سبب شوی وي.

همدا رنګه ښاغلي له کارمندانو وغوښتل چې خپلوـ کارونو ته هغسي ژمن پاته شي لکه څرنګه چې ښایي ځکه چې د یو نظام ساتنه او بقا د هغه نظام په چارواکو پسې اړه لري که چرته د یو نظام چارواکي خپله دنده کما حقهُ ادا کړي نو د هغه نظام بقا او شتون حتمي دی.

همدا رنګه نوموړي په خبرو کې وویل نظامونه په توره ګټل کېږي او په قلم ساتل کېږي چې موږ یې د ګټلو بیعه ادا کړې او د یو اسلامي نظام راتګ ته مو بې شمېره قرباني ورکړې اوس یې د ساتلو وخت دی که په هر قیمت وي چې موږ او تاسي باید د دې نظام ساتنه وکړو.

او له کار مندانو یې وغوښتل چې له خلکو سره له ښه چلند او ښو اخلاقو کار واخلي چې په خبره یې تر څو مو د ولس زړۀ ګټلی وي.

ورپسې یې په کارمندانو غږ وکړ چې د نظام مرسته او همکاري وکړي چې مسؤلینو ورته د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ او ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده

Latest news

Tue, Aug 18 2026 3:11 PM
Background image

The Muhtasibs rescued 23 women from domestic violence in five provinces

In the provinces of Balkh, Baghlan, Ghor, Zabul, and Takhar, the Muhtasibs have protected 23 women who had been subjected to mistreatment by their husbands and family members from. . .

Tue, Aug 18 2026 2:32 PM
Background image

In Baghlan, the Muhtasibs rescued a woman who had been subjected to three months of domestic confinement

In Baghlan, as part of their continued efforts to protect women’s Sharia-based rights, Muhtasibs rescued a woman from Farang District who had been subjected to physical abuse, domestic. . .

BACK TO NEWS