مولوي عبدالحکیم حقاني د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت کې د ارشاد و دعوت رئیس وټاکل شو.

org_admin
Mon, Apr 11 2022 2:16 PM
mpveq

دا په داسې حال کې ده چې د رئیس الوزرا د حکم پر اساس د هیواد په ټولو وزارتونو کې د اصلاح او سمون په موخه یاد مسؤلین ټاکل کېږي چې په وزارتونو کې د منکراتو مخه ونیسي او مسؤلین خپلو کارونو ته متوجه کړي.

د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت کې دعوت ارشاد رئیس د ټاکل کیدو په مورِد ناسته رابلل شوې وه ناسته د یاد وزارت د غونډو تالار کې ترسره شوه چې په ناسته کې د یاد وزارت ډېری کارمندانو ګډون درلود .

ناستې ته رئیس دفتر مولوي محمد اسحاق حکیمي پخپلو خبرو کې وویل:

د اسلامي نظام د راتګ لپاره افغانانو بې شمېره قرباني ورکړې اوس له موږ نه هغه قربانۍ او دا نظام ساتنه غواړي نو په موږ لازمه ده چې د نظام ساتنه وکړو.

چې په خبره یې:
د یو نظام ساتنه هغه ده چې کار اهل کار ته وسپارل شي او په دولتي ادارو کې له واسطه بازي او نورو ناروا عملونو نه ځانونه وساتل شي چې په خبره یې مو ږ همدې اصل ته په کتو پر ځای او غوره ګمارنه کړې چې ښاغلی مولوي عبدالحکیم حقاني له تېر تحریک نه شروع د اسلامي امارت هر رنګه اصولو او قوانینو ته ژمن پاته شوی چې په دې لاره کې یې بې شمیره قربانۍ ورکړې.

همدا راز نوموړي وویل:

یاد کسان به په وزارتونو کې اصلاحي کارونه تر سره کوي .

ده همدا راز د امربالمعروف او نورو وزارتونو په کارمندانو غږ وکړ چې دیاد کاري ټیم مرسته او همکاري وکړي چې د امر بالمعروف کارمندانو ورته د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ او یاده ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS