مولوي محمد یوسف منیب : اسلامي امارت دنېشنلیستۍ او قوم پالنې ادرس نه دی .

org_admin
Sun, Apr 10 2022 8:41 AM
mopvpe

د هرات ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدو امریت له لوري د اطفایې په ریاست کې ناسته تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د امربالمعروف د محتسبینو سربېره دیاد ریاست کارمندانو هم ګډون درلود.
ناستې ته مولوي محمد یوسف منیب پخپلو خبرو کې وویل:

هغه کارمندان چې په دې ریاست او مختلفو ارګانونو کې کار کوي سیرت او صورت یې باید په اسلامي طریقه وي؛ چې په خبره یې هر ملت اونظام ځانته اولیتونه لري چې زموږ لپاره اولیت ځان او ټولنه په هغه طریقه جوړول لکه څرنګه چې د اسلام دمقدس دین غوښتنه ده او زموږ لپاره نه ښایي چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د پردي کلتور او قانون پیروي وکړو.

همدارنګه نوموړي وویل:
زموږ اخلاق او له خلکو سره چلندباید په اسلامي طریقه وي لکه څرنګه چې د اسلام په اوایلو کې زموږ رهبرانو له خلکوسره اختیار کړی وه.

نوموړي همدا راز په مسؤلینو غږ وکړ چې هیڅ کله دې هم په دولتي ادارو کې له قوم پرستي ،ژب پرستي نه کار نه اخلي او کار دې اهل کار ته وسپارل شي ځکه اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی او هر څوک پکې د شتون حق لري.

په دې برخه کې باید د امر د امر اطاعت وشي ځکه امران دا نه غواړي چې نظام دي د نیشنلیزم ادرس وي.

منیب همدارنګه پخپلو خبرو کې وویل:

هغو کسانو ته چې امیر المؤمنین عفوه کړې هغوۍ ته له پیغور ورکولو او بدو الفاظو له کارولو ډډه وشي ځکه چې زموږ لپاره تر دې دا مهمه ده چې فاسد او مغرِض کسان باید لیکو ته داخل نه کړو او د خواله رسنیو بې ځایه خبرو او افواهاتو ته غوږ وه نه نیسو او د خپلو امرانو په خبرو باید عمل وکړو ځکه چې د امر په اطاعت کولو کې مو د دنیا او اخیرت ګټه ده .

نوموړي همدا راز په مسؤلینو غږ وکړ چې د اسلامي امارت مرسته او همکاري وکړي تر څو د په ځان بسیا دولت خاوندان شو چې، د یاد ریاست کارمندانو ورته د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ او ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS