د کونړ ولايت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، مقاماتو او محتسبينو ته روزنیز سمينار پیل شو

org_admin
Mon, Mar 07 2022 9:30 AM
mopvpe

دشنبې ورځ د ۱۴۴۳/۸/۲ نیټې سره سم، د کونړ ولایت، امربالمعروف او نهي عن المنكر ریاست، اړوند آمريتونو او محتسبینو ته د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د اصلاح و تربيت ریاست لخوا روزنیز سمینار پیل شو، چې څو ورځې به دوام وکړي،
د یاد سيمنار پیل د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو وشو، ورپسې له کابل څخه تللی هيئت د کونړ ولایت د امربالمعروف ریاست کارکوونکو ته د یاد ریاست د رئیس لخوا ور پېژندل شو،
راغلي هيئت غړو په نوبت سره سمینار کډونوالو ته وینا وکړه،
په لومړيو کې شیخ صاحب امير جان ثاقب د معرفاتو او منکراتو په اړه وینا وکړه، تر څو محتسبین معروف او منکر وپېژني او په حکمت سره یې د اصلاح هڅه وکړي، ورپسې مفتي صیب عبدالوهاب محسبین و هڅول او په ښو د امر او له بدو نه د منعې ګټې یې بیان ورته کړې
او ښاغلي ثواب خان حقاني په خپله وینا کې په اخلاقو بحث وکړ، محتسبین یې و هڅول چې په ښو اخلاقو د منکراتو له منځه وړلو او د معرفاتو په اقامه کې له خلکو سره چلند وکړي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS