د امر بالمعروف او نهی عن المنکر څو پلاویو له ګڼو وزارتونو لیدنه وکړه

org_admin
Mon, Feb 21 2022 9:37 AM
news

 

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي)  په لارښوونه نن د یاد وزارت پلاويو له ګڼو وزارتونو څخه لیدنه وکړه.

دغه لیدنه د معارف وزارت، شهرسازي وزارت، د عدليې وزارت، اوبو او بریښنا وزارت، فوائد عامې وزارت، د کلیو د پراختیا وزارت، سترې محکمې او کابل ښاروالۍ څخه ترسره شوې، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څخه د تفتیش رئیس مولوي فضل ربي، د منکراتو د ازالې رئیس مولوي رازمحمد حامد، د اصلاح او تربیت رئیس مولوي محمد یحیا عارف، د کابل شهري ریاست رئیس مولوي معلم جان مسلم، د شکايتونو د مصوباتو د تطبيق رئس مولوي حجت الله صاحبزاده صاحب او څو نورو کسانو پکې ګډون درلود.

 یاد پلاوي په دغو وزارتونو کې له وزیرانو، معینانو د کابل ښاروالۍ معین او د سترې محکمې د دفتر له رئیس سره ولیدل او ترې و یې غوښتل چې باید ټولو شرعي اوامرو پلي کولو ته متوجه شي.

دوی همدا راز یادو وزارتونو کې دخپل وزارت  لارښووني په ليکلي بڼه  ورته وسپارلې  او په دې اړه يي د همکاري غوښتنه ترې وکړه، چې په دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې بايد شرعي حجاب حتما مراعات کړي، د حجاب نه مراعاتولو په صورت کې بايد منفک شي، نارينه مامورينو کار ځايونه بايد جلا وي، ددولتي مامورينو صورت او سیرت د شريعت مطابق وي، په وزارتونو او رياستونو کې دولتي کارکوونکي لمونځ په جماعت ادا کړي، کم عمره، بې ږيرې کسان په دولتي ادارو کې استخدامول په جدي توګه بند کړي، بې حجابه ښځې دولتي ادارو ته له تللو منع کړي او د فساد مخنیوي ته متوجه شي.

ټولو وزیرانو، معینانو او رئیسانو د همکارۍ ډاډ او اطمینان ورکړ، د نوموړي هيئت په ورتلو يې زياته خوښي څرګنده کړه او د امر بالمعروف په کار يي په جديت  ټينګار وکړو.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 2:47 PM
Background image

In Faryab Province, inspectors helped five women obtain their inheritance rights in accordance with Islamic law

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, have comprehensively addressed five legal inheritance cases. . .

Wed, Jun 10 2026 11:14 AM
Background image

Inspectors resolved 27 disputes and conflicts in eight provinces and helped facilitate reconciliation between the parties involved

In line with strengthening Is/la/mic solidarity, promoting social peace, and resolving disputes and hostilities among tribes and families, personnel (Muhasibs) of the Ministry for the. . .

BACK TO NEWS