امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې 

fazli_admin
Thu, Nov 12 2026 10:16 AM
whatsapp_image_2026

۱- د اصلاحي او عامه پوهاوي غونډو جوړول:
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره تر ۸۰۰ ډېرې اصلاحي او د پوهاوي غونډې کړې دي.

له بلې خوا، د دغه وزارت نظامي مسؤلینو او محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې له نظامي ارګانونو څخه د څارنې ترڅنګ، د وزارت د لارښوونو د پلي کولو او ګډې همغږۍ رامنځته کولو په موخه، له مسؤلینو او منسوبینو سره اصلاحي ناستې کړې دي.

همدارنګه، محتسبینو د بازارونو د چارو د تنظیم، د شرعي احکامو د تطبیق، د احتکار او ګران‌پلورنې د مخنیوي او د پټاقیو او اور اخیستونکو توکو د پېر او پلور د مخنیوي په موخه، له سوداګرو او هټۍوالو سره نږدې ۳۰۰ اصلاحي کړې دي، چې د دغو فعالیتونو په پایله کې د ښارونو له بېلابېلو سیمو څخه د پټاقیو او اور اخیستونکو توکو سلګونه زره فیره راټول او له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست مسؤلینو د وزارت د لاسته راوړنو د خپرولو ترڅنګ، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د لسګونو سرغړونو مخنیوی کړی او سرغړوونکو اشخاصو او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې کړې دي، څو د رسنیزو پروګرامونو او محتوا د خپرولو پر مهال د اسلامي شریعت احکام، دیني ارزښتونه او اخلاقي اصول رعایت کړي.

۲- د خلکو شکایتونو ته رسېدنه:

د شکایتونو اورېدلو معینیت منسوبینو د خلکو د ستونزو ته د رسېدنې په موخه، په دې اونۍ کې ۴۳۶ شکایتونه په حضوري ډول او د وړیا ټیلیفوني شمېرو له لارې ثبت کړي دي، چې له دې جملې څخه ۵۵ شکایتونه حل شوي دې او پاتې شکایتونه د اړینو اجراآتو په موخه اړوندو ارګانونو ته راجع شوي دې .

۳- د کوډګرو نیول:
 محتسبینو د خرافاتو پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي شریعت له احکامو او دیني ارزښتونو سره د مخالفو کړنو د مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې په کابل، پروان، زابل، تخار، بغلان او خوست ولایتونو کې ۱۱ هغه کسان نیولي چې د جادو او خرافاتي کړنو په کولو بوخت وو، چې د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

۴- د شخړو حل او دښمنیو پای ته رسول:
 محتسبینو د دښمنیو د له منځه وړلو او د خلکو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ روحیې د پیاوړتیا په موخه، په دې اونۍ کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ، په مرکز او ځینو لایتونو کې  ۹ دښمنۍ او ۷۳ شخړې د اسلامي شریعت له احکامو سره سمې حل کړې دي.

۵- د ښځو شرعي حقونو ته رسېدنه:
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت منسوبینو د ښځو د شرعي حقونو د تأمین په موخه د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۹۶ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

په دغو قضیو کې ظلم، اجباري نکاح، میراث ، مهر، نفقه، د شرعي نکاح د زمینې برابرول او طلاق شاملې دي.

Latest news

Wed, Nov 11 2026 9:45 AM
Background image

Muhtasibs in five provinces helped 24 women obtain their Sharia rights to inheritance, alimony, and dowry

In line with their commitment to protecting women's rights and pursuant to the six-article decree issued by the esteemed Amir al-Mu'minin, officials (Muhtasibs) in Takhar, Faryab, Balkh. . .

Sun, Nov 08 2026 9:36 AM
Background image

A minor girl was saved from a forced marriage through the efforts of Muhtasibs in Zabul Province

Officials (Muhtasibs) of the Directorate for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in Zabul Province, demonstrating their commitment to women's rights and aiming to prevent. . .

BACK TO NEWS