محتسبینو په پنځو ولایتونو کې۲۴ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق ورکړل

fazli_admin
Wed, Nov 11 2026 11:30 AM
whatsapp_image_2026

 محتسبینو په تخار، فاریاب، بلخ، کندز، جوزجان، غور او ننګرهار ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده‌ییز فرمان له مخې هغو ۲۴ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور شرعي حقوق ورکړل، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو او د کورنیو له غړو سره د خپلو شرعي حقونو قضیې نا حل پاتې وې.

 مسؤلین وایي: یادو مېرمنو چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث، نفقې او ولور غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپلو شرعي حقوقو په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حقوق ترلاسه کړل.

مسؤلین زیاتوي، چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار واخلي.

Latest news

Wed, Nov 11 2026 9:45 AM
Background image

Muhtasibs in five provinces helped 24 women obtain their Sharia rights to inheritance, alimony, and dowry

In line with their commitment to protecting women's rights and pursuant to the six-article decree issued by the esteemed Amir al-Mu'minin, officials (Muhtasibs) in Takhar, Faryab, Balkh. . .

Sun, Nov 08 2026 9:36 AM
Background image

A minor girl was saved from a forced marriage through the efforts of Muhtasibs in Zabul Province

Officials (Muhtasibs) of the Directorate for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in Zabul Province, demonstrating their commitment to women's rights and aiming to prevent. . .

BACK TO NEWS