ننګرهار کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

fazli_admin
Tue, Sep 29 2026 2:48 PM
yk_zn_dr_nngrhar_az_nkaj_jbry_njat_yaft.jpeg

 ننګرهار کې محتسبینو د  مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په روداتو ولسوالۍ کې یوه مېرمن، چې د خسرګنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د دې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه او یاده مېرمن له جبري نکاح څخه وژغورل شوه.

محتسبین وایي: یاده مېرمن چې د خاوند له وفات وروسته  نیږدې اووه کاله د پلار په کور ناسته وه او بې سر نوشته پاتې وه او د خسرګنۍ غړو یې غوښتل چې د هغې له خوښې پرته یې په نکاح ورکړي او له خپلو شرعي حقونو یې بې برخې کړي، چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه او له خپلو شرعي حقونو برخمنه شوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

Sun, Sep 27 2026 2:56 PM
Background image

A four-day training seminar for Muhtasibs and preachers in Laghman province has concluded

A four-day training seminar organized by the General Directorate of Education and Training of Muhtasibs and Preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice,. . .

BACK TO NEWS