ننګرهار کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه
ننګرهار کې محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په روداتو ولسوالۍ کې یوه مېرمن، چې د خسرګنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د دې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه او یاده مېرمن له جبري نکاح څخه وژغورل شوه.
محتسبین وایي: یاده مېرمن چې د خاوند له وفات وروسته نیږدې اووه کاله د پلار په کور ناسته وه او بې سر نوشته پاتې وه او د خسرګنۍ غړو یې غوښتل چې د هغې له خوښې پرته یې په نکاح ورکړي او له خپلو شرعي حقونو یې بې برخې کړي، چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه او له خپلو شرعي حقونو برخمنه شوه.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.
