په شپږو ولایتونو کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل

fazli_admin
Tue, Sep 29 2026 2:41 PM
dr_shsh_wlayt_smynar_payan_yaft.jpeg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو او آمرینو ته د یاد وزارت د قانون د ښه تطبیق، له خلکو سره د غوره چلند کولو، علمي پوهې، مسلکي وړتیا، په دعوتي برخه کې د ظرفیت لوړونې او د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د اولسمې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.

دا روزنیز سمینارونه چې موخه یې د یاد وزارت د قانون اورول، د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان تطبیق، له خلکو سره غوره چلند کول، د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه، په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی، ظرفیت لوړونه او دعوتي برخې ته لا زیاته پاملرنه وه د یادو ولایتونو د امارتي ادارو مسؤلینو په شتون کې پای ته ورسېدل.

د یاد ولو وړ ده، چې د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ په د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دوام ولري څو په دعوتي برخه، د ولس ستونزو ته رسېدنې او په اړوندو چارو کې د هغوی شته ستونزو ته د رسېدنې بهیر لا ګړندی شي.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

Sun, Sep 27 2026 2:56 PM
Background image

A four-day training seminar for Muhtasibs and preachers in Laghman province has concluded

A four-day training seminar organized by the General Directorate of Education and Training of Muhtasibs and Preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice,. . .

BACK TO NEWS