د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵هـ. ل کال د سرطان میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

fazli_admin
Sat, Jul 25 2026 10:04 AM
d_srtan_d_myashty_lasth_rawny

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵) لمریز کال په سرطان میاشت کې د هېواد په کچه د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي او کورنیو دښمنیو حل، عامه ذهنیت د سمون، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب، کوډګرو د نیولو او له سوداګرو سره په اصلاحي ناستو کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې درلودې.

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتي سفرونه:

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي د خپلو ولایتي سفرونو په دوام د هېواد شمالي، شمال ختیځ، ځتيځ، سوېل ختیځ، لوېدیځ او مرکزي زونونو له دیني عالمانو، قومي مخورو او متنفذینو سره د وزارت د قانون د تطبیق او په برخه کې د ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې او د سفرونو دا لړۍ به دوام ولري. 

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټول هېواد کې د مېرمنو د حقونو په برخه کې ۳۸۸ بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې په یادو قضیو کې ۴۶ د میراث، ۳۶ د ولور، ۱۹۹ د کورني تاوتریخوالي، ۳۳ د اجباري نکاحګانو، ۲۸ د نفقې د ورکړې، ۲۷مېرمنو ته د شرعي نکاح د زمینې برابرولو او ۱۹ د طلاق قضیې حل شوې دي.

 د کوډګرو نیول:

محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتي کړنو د مخنیوي او د سالمې اسلامي ټولنې د جوړولو په موخه په تېره سرطان میاشت  کې په بېلا بېلو ولایتونو ۳۲ کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.

له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې:

ورته مهال محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د جوړولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېرو او بې کیفیته موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره ۷۱۰ اصلاحي ناستې کړې او نږدې ۱۰ ټنه تاریخ تېر توکي یې سوځولي دي.

 د خپلمنځي، قومي او ژبنیو دښمنیو حل:

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د یووالي، قومي او ژبنو تعصباتو د مخنیوي په موخه ۴۹ لویې قومي دښمنۍ پر دوستۍ بدلې کړې او ۱۷۵ بېلا بېلې لویې او وړې شخړې یې حل کړې دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 2:51 PM
Background image

Six women were rescued from un Islamic marriage in four provinces

The inspectors of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, in the provinces of Paktika, Zabul, Balkh, and Ghor, as part of their. . .

Mon, Aug 17 2026 2:07 PM
Background image

22 disputes and hostilities were resolved by Muhtasibs in five provinces

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, through the mediation of religious scholars and tribal elders,. . .

Mon, Aug 17 2026 9:59 AM
Background image

Offcials in Nangahar province rescued a girl from forced marriage

 The officials (Muhtasibs) of the Nangarhar Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, reaffirming their commitment. . .

BACK TO NEWS