د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري د وزارت اړوند نظامي محتسبینو لپاره یو ورځنی سیمینار جوړ شو

fazli_admin
Thu, Jun 25 2026 12:23 PM
smynar_w_dydar_wzyr_sahb_-4_srtan.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په دعوتي چارو کې د لا ښې همغږۍ او دعوتي چارو پیاوړتیا په موخه په موخه د جوړ شوي یو ورځني سیمینار په ترڅ کې د یاد وزارت اړوند نظامي محتسبینو سره د یاد وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.

د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې د شرعي مسؤلیتونو په ترسراوي کې پر صداقت ټینګار وکړ او ویې ویل چې محتسبین باید د خپلو شرعي دندو او د الهي احکامو د تطبیق پر مهال له هېڅ مقام، مسؤول او یا شخص څخه وېره ونه لري.

ښاغلي شیخ صاحب زیاته کړه چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په برخه کې د محتسبینو مسؤلیتونه ستر ارزښت لري او هغوی مکلف دي چې ورسپارل شوې دندې د اسلامي شریعت له اصولو سره سمې، په امانتدارۍ، عدالت، حکمت او غوره توګه ترسره کړي.

شیخ محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې د احتساب مسؤلیت په اسلامي نظام کې ځانګړی او مهم وباله او څرګنده یې کړه چې د دې مسؤولیت په سمه او مؤثره توګه ترسره کول د ټولنې په اصلاح، د دیني او اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا او د سالم اسلامي چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

هغه همدارنګه پر دې ټینګار وکړ چې محتسبین باید په خپلو ټولو فعالیتونو کې د الله تعالی رضا، دین ته خدمت او د مسلمانانو خیر غوښتنه په پام کې ونیسي او د خپلو چارو د ترسره کولو پر مهال شرعي اصولو ته بشپړه پاملرنه وکړي.

د ناستې په اوږدو کې نظامي محتسبینو هم د خپلو اړوندو څانګو د فعالیتونو، لاسته راوړنو، ترسره شویو اقداماتو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د شرعي احکامو د تطبیق، ټاکل شویو موخو د تحقق او د قوانینو او کړنلارو له مخې د خپلو پلانونو د پلي کولو په برخه کې بشپړه هڅه کوي.

د یادونې وړ ده چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري په دعوتي چارو کې د لا ښې همغږۍ په موخه وخت نا وخت له ملکي او نظامي محتسبینو سره په منظم ډول ورته ناستې ترسره کوي.

Latest news

Thu, Jul 30 2026 11:47 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints' Activities During the Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA. stated that, in accordance with Is/la/mic law and through what it described as reform. . .

Wed, Jul 29 2026 3:40 PM
Background image

Muhtasibs rescued four women from domestic violence in three provinces

As part of their ongoing efforts, officials (Muhtasibs) in Maidan Wardak, Uruzgan, and Laghman provinces rescued four women who had allegedly been subjected to mistreatment by their. . .

Wed, Jul 29 2026 3:40 PM
Background image

Muhtasibs resolved six disputes in four provinces

Officials (Muhtasibs) in Baghlan, Nuristan, Farah, and Zabul provinces, with the mediation of religious scholars and tribal elders, resolved six disputes between families over various. . .

BACK TO NEWS