ننګرهار کې محتسبینو د ټولنیزو ستونزو پر سر راپورته شوې اوږد مهاله شخړه حل کړه
د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه د ځایي مسؤلینو، قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د کلیوالو تر منځ د ټولنیزو ستونزو پر سر راپورته شوې اوږد مهاله شخړه حل او د دواړو لوریو تر منځ یې روغه وکړه.
مسؤلین وایي، د یادې سیمې اوسېدونکي، چې له اوږدې مودې راهیسې پخپلو کې د یو لړ ټولنیزو ستونزو او بې اتفاقیو له امله په شخړو او دعوو بوخت وو، چې محتسبینو د دیني عالمانو، ځایي مسؤلینو او قومي مخورو په منځګړیتوب روغه وکړه او له ښکېلو اړخونو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د هغو ټولو بدو کړنو له کولو ډډه وکړي، چې دوامداره بدیو ته لار هواروي.
ورته مهال ځایي اوسېدونکو د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو اصلاحي کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې مسؤلین، قومي مخور او متنفذین باید د خلکو ترمنځ د شته ستونزو د هواري لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
