ننګرهار کې محتسبینو د ټولنیزو ستونزو پر سر راپورته  شوې اوږد مهاله شخړه حل کړه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۳۶
dr_nngrhar_yk_akhtlafat_hl_shd.jpg

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه د ځایي مسؤلینو، قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په هسکه مېنه ولسوالۍ کې  د کلیوالو تر منځ د ټولنیزو ستونزو پر سر راپورته شوې اوږد مهاله شخړه حل او د دواړو لوریو تر منځ یې روغه وکړه.

مسؤلین وایي، د یادې سیمې اوسېدونکي، چې له اوږدې مودې راهیسې پخپلو کې د یو لړ ټولنیزو ستونزو او بې اتفاقیو له امله په شخړو او دعوو بوخت وو، چې محتسبینو د دیني عالمانو، ځایي مسؤلینو او قومي مخورو په منځګړیتوب روغه وکړه او له ښکېلو اړخونو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د هغو ټولو بدو کړنو له کولو ډډه وکړي، چې دوامداره بدیو ته لار هواروي.

ورته مهال ځایي اوسېدونکو د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو اصلاحي  کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې مسؤلین، قومي مخور او متنفذین  باید د خلکو ترمنځ د شته ستونزو د‌ هواري لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS