فاریاب کې محتسبینو ۱۷ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

fazli_admin
Sun, Apr 19 2026 8:57 AM
dr_faryab_hfdh_zn_az_zlm_njat_yaft

 د فاریاب ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په تېرو دوو اونیو کې ۱۷ مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 محتسبین وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

ولایتي مسؤلین زیاتوي، چې د یادې شمېرې له مخې ډېری یې هغه مېرمنې دې، چې د خپلو خاوندانو له لوري له دوامداره روحي او فزیکي ځورونې سره مخ وې چې د محتسبینو له لوري وژغورل شوې او له خاوندانو یې ژمنه واخیستل شوه چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 3:03 PM
Background image

Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints in the First Month (Hamal) of the Current Year

In the first month of the year 1405, the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, in light of the rulings of Islamic Sharia and through the. . .

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS