د امر بالمعروف وزارت اړوند ولایتي رئیسانو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت ټولو ولایتي رئیسانو، د شکایتونو اورېدلو آمرینو او د مالي او اداري برخې کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې، لا ښې همغږۍ، شته اداري او کاري ستونزو حل او د دعوتي چارو لا پیاوړتیا په موخه د یاد وزارت د وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي، مرستیالانو او ځينو مرکزي رئیسانو په شتون کې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې ولایتي رئیسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: الله جل جلاله په ځمکه کې د احتساب دنده خپلو نېکو بنده ګانو ته سپاري، تر څو شرعي قوانین په ښه ډول تر خلکو ورسوي او خلک د الله جل جلاله لوري ته راوبولي.
ښاغلي شيخ صاحب همدا راز زیاته کړه، چې د اسلامي احکامو پلي کول او د خلکو حقونه هغوی ته ورسپارل د دې وزارت له اساسي مسؤولیتونو څخه دي او یاده چاره ژمنتیا، همغږۍ او د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
ښاغلي شيخ صاحب ټینګار وکړ، چې د خلکو شکایتونو ته په رسېدهګي کې جدیت کوئ، د اصولو او قانون په رڼا او د مظلوم په دفاع کې د هیچا مراعت مه کوئ او قانون په ټولو يو شان تطبیق کړئ.
همدارنګه د یاد وزارت د شکایتونو اورېدلو مرستیال شیخ صدیق الله هم په خپلو خبرو کې وویل، چې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی، د یووالي راوستل او د مظلوم دفاع زموږ د جهاد اساسي موخې وې او زیاته یې کړه، چې د شکایتونو اورېدلو قانون د ولسونو د ستونزو اورېدلو او له هغوی سره د مرستې په موخه جوړ شوی. هیڅوک تر دې قانون نه دي لوړ؛ بلکې د قانون په اساس پر کړنو مجبور دي.
د غونډې په اوږدو کې د یاد وزارت مالي او اداري لوی رئیس الحاج مولوي حمید الله امین، د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نور الرحمن عابد، د تدارکاتو رئیس مولوي محمد یحیی عارف، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مولوي سیف الاسلام خیبر او د یاد وزارت د محتسبیو د ښوونې او روزنې رئیس مولوي راز محمد حامد هم د خپلو ریاستونو اړوند چارو په تړاو هر اړخیزې ویناوې وکړې او په دې برخو کې یې شته ستونزې له ولایتي رئیسانو سره شريکې کړې.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدل شوې او د ستونزو حل په برخه کې د وزارت د رهبري له لوري د بشپړ حل ډاډ ورکړل شو.
