د امر بالمعروف وزارت اړوند ولایتي رئیسانو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۳:۵۶
smynar_bray_rwsay_wlayty-_khbr_az_skhnrany_wzyr_sahb-_22_hml_.jpeg

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت ټولو ولایتي رئیسانو، د شکایتونو اورېدلو آمرینو او د مالي او اداري برخې کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې، لا ښې همغږۍ، شته اداري او کاري ستونزو حل او د دعوتي چارو لا پیاوړتیا په موخه د یاد وزارت د وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي، مرستیالانو او ځينو مرکزي رئیسانو په شتون کې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې ولایتي رئیسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: الله جل جلاله په ځمکه کې د احتساب دنده خپلو نېکو بنده ګانو ته سپاري، تر څو شرعي قوانین په ښه ډول تر خلکو ورسوي او خلک د الله جل جلاله لوري ته راوبولي.

ښاغلي شيخ صاحب همدا راز زیاته کړه، چې د اسلامي احکامو پلي کول او د خلکو حقونه هغوی ته ورسپارل د دې وزارت له اساسي مسؤولیتونو څخه دي او یاده چاره ژمنتیا، همغږۍ او د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي شيخ صاحب ټینګار وکړ، چې د خلکو شکایتونو ته په رسېده‌ګي کې جدیت کوئ، د اصولو او قانون په رڼا او د مظلوم په دفاع کې د هیچا مراعت مه کوئ او قانون په ټولو يو شان تطبیق کړئ.

همدارنګه د یاد وزارت د شکایتونو اورېدلو مرستیال شیخ صدیق الله هم په خپلو خبرو کې وویل، چې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی، د یووالي راوستل او د مظلوم دفاع زموږ د جهاد اساسي موخې وې او زیاته یې کړه، چې د شکایتونو اورېدلو قانون د ولسونو د ستونزو اورېدلو او له هغوی سره د مرستې په موخه جوړ شوی. هیڅوک تر دې قانون نه دي لوړ؛ بلکې د قانون په اساس پر کړنو مجبور دي.

د غونډې په اوږدو کې د یاد وزارت مالي او اداري لوی رئیس الحاج مولوي حمید الله امین، د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نور الرحمن عابد، د تدارکاتو رئیس مولوي محمد یحیی عارف، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مولوي سیف الاسلام خیبر او د یاد وزارت د محتسبیو د ښوونې او روزنې رئیس مولوي راز محمد حامد هم د خپلو ریاستونو اړوند چارو په تړاو هر اړخیزې ویناوې وکړې او په دې برخو کې یې شته ستونزې له ولایتي رئیسانو سره شريکې کړې‌.

د غونډې په پای کې د ګډونوالو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدل شوې او د ستونزو حل په برخه کې د وزارت د رهبري له لوري د بشپړ حل ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

فشرده فعالیت‌ های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت‌ های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی، تأمین نظم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

زمینه اجرای عقد نکاح شرعی دو زن جوان در غزنی و فاریاب فراهم شد

به‌ منظور حمایت از حقوق شرعی زنان، ترویج ارزش ‌های اسلامی و رفع موانع موجود در مسیر ازدواج، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های غزنی و فاریاب، زمینه عقد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۲
Background image

اعاده حقوق شرعی پنج زن  در زمینه مهریه و نفقه

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به پنج قضیه حقوقی زنان در زمینه های مهریه و نفقه در ولایات تخار، غزنی،. . .

BACK TO NEWS