محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې یوولس مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
Mon, Apr 06 2026 9:20 AM
njat_yazdh_zn_.jpeg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په زابل، ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه یوولس مېرمنې، چې د ناوړه دودونو په اساس ځورېدلې او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې وژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

مسؤلین وایي، چې د مېرمنو د شرعي حقونو د ورکړې قانون له مخې یې په یادو ولایتونو کې یوولس مېرمنې، چې له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS