پکتیا کې محتسبینو هغه هټۍ تړلې چې له ټاکلې نرخ پاڼې څخه یې په لوړه بیه توکي پلورل

fazli_admin
Wed, Mar 11 2026 9:29 AM
bsth_krdn_yk_dkan_ahtkar_knndh_dr_pktya.jpeg

  د پکتیا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په مرکز ګردېز ښار کې د احتکار او د قیمتونو د غیر قانوني لوړوالي د مخنیوي په موخه له بازارونو څخه  جدي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال محتسبینو له هټۍوالو، سوداګرو او کسبه کارانو سره د اصلاحي ناستو پر مهال هغوی ته  د اسلامي اصولو له مخې د عادلانه سوداګرۍ، د احتکار د مخنیوي او د خلکو د حقونو د ورکړې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې خپلې ورځنۍ تجارتي کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي.

ورته مهال  د محتسبینو له لوري د اړوندو ادارو له لوري ټاکل شوې نرخنامې څخه سرغړونکو کسانو دوکانونه تړلي او سوداګرو او هټۍوالو ته یې ویلي، که هر څوک احتکار وکړي، یا له ټاکل شویو نرخونو څخه سرغړونه وکړي، د اسلامي امارت د نافذه قوانینو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS