د هېواد په دایکندي، تخار او نیمروز ولایتونو کې محتسبینو تاریخ تېر توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
Sun, Mar 01 2026 10:24 AM
az_byn_brdn_mwadt_tarykh_shdh_dr_tkhar_nymrwz_w_daykndy.jpeg

د دایکندي، تخار او نیمروز ولایتونو د محتسبینو له لوري په بازارونو کې د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د مخنیوي په موخه د جوړو شویو کمېټو د دوامدارو څارنو پر مهال، په یادو ولایتونو کې په زیاته تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي هدر کړل.

په تړاو یې محتسبین وایي، چې د خپلو څارنو پر مهال یې هغه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل، چې مسؤلینو یې په غیر شرعي توګه تار یخ تېر توکي د سیمې پر خلکو پلورل، چې دا چاره د خلکو د روغتیا او عامه سلامتۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د کمېټو د غړو له لوري تر تاریخ‌تېر توکي راټول او له منځه یوړل شول او مسؤل اشخاص د خپل سرغړونکي عمل له امله قانوني تعهد ته اړ کړای شول او ژمنه یط وکړه چې په راتلونکي کې به د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د خلکو د روغتیا ساتنې، د احتکار او فساد د مخنیوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو د تأمین په موخه، خپلې کړنې لا پیاوړې کړي او د هر ډول ناقانونه کړنو پر وړاندې به له هېڅ ډول شرعي اقدام څخه ډډه ونه کړي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS