نورستان کې محتسبینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د منکراتو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
Wed, Jan 28 2026 9:53 AM
img-20260128-wa0006.jpg

د نورستان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د امر بالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو او په ټولنه کې د ناوړه د دودونو د مخنیوي او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
دا ولسي ناسته چې موخه یې په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی او په دې برخه کې له محتسبینو سره مرسته وه؛ محتسبینو وویل: په ټولنه کې د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو کړنې د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې حیاتي رول لري او له هغوی یې وغوښتل، چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې دې له بېلا بېلو لارو څخه له محتسبینو سره همکاري وکړي.
دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې کار کول خپل دیني او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او  ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د عامه ذهنیت د سمون، مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په نورو برخو کې اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی

Latest news

Mon, Sep 21 2026 1:54 PM
Background image

Nangarhar: Muhtasibs Prevent a Girl from Being Given Away in Exchange for a Large Sum of Money

Officials (Muhtasibs) of the Nangarhar Directorate for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, in an effort to uphold women’s rights and prevent. . .

Mon, Sep 21 2026 10:48 AM
Background image

Muhtasibs in Sar-e Pol and Nimroz Provinces Arrest Three Individuals on Charges of Practicing Sorcery

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, have arrested three people in the provinces of Sar-e Pol and. . .

Tue, Sep 15 2026 2:20 PM
Background image

Officials of the Ministry Resolve 29 Disputes in Seven Provinces

Over the past three days, as part of their ongoing activities, officials (Muhtasibs) with the mediation of religious scholars and tribal elders, have resolved 29 disputes between. . .

BACK TO NEWS