غزني کې یوې مېرمنې د محتسبینو په هڅو د نکاح شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
Mon, Jan 05 2026 9:22 AM
dr_ghzny_az_nkah_ghyr_shry_jlwgyry_shd.jpeg

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو هغه کونډه مېرمن د شرعي نکاح له حقوقو څخه برخمنه کړه، چې نا سکه زامنو یې نه غوښتل چې پخپله خوښه نکاح وکړي.

محتسبین وایي :یاده مېرمن چې خاوند یې وفات شوی و او د عدت موده یې پوره شوې وه، غوښتل یې چې د شریعت مطابق د خپلې خوښې نکاح وکړي، خو د ناسکه زامنو له لوري زامنو مخه نیول کېدله او اجازه یې نه ورکوله چې له چا سره نکاح وکړي.

محتسبین زیاتوي، چې د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي. په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS