روزګان کې یوه مېرمن د میراث له شرعي حقونو برخمنه شوه

fazli_admin
Wed, Dec 10 2025 9:46 AM
dr_rwzgan_hq_dw_zn_tamyn_shd.jpg

د روزګان ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

 مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وه توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ چلند څخه کار واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS