روزګان کې یوه مېرمن د میراث له شرعي حقونو برخمنه شوه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۴۶
dr_rwzgan_hq_dw_zn_tamyn_shd.jpg

د روزګان ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

 مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وه توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ چلند څخه کار واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۵۷
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۵
Background image

زابل کې د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه جدي کړنې تر سره شوې

د زابل ولایت د امربالمعروف مسؤلینو په مشرۍ او د اړوندو ادارو په ملتیا په بازلرونو کې د سود، احتکار او نرخونو کنټرول په موخه جوړې شوې کمېټې په قلات ښار کې د ګرانۍ د مخنیوي په پار له ځینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۲۸
Background image

لوګر کې دوولس مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د لوګر ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري، د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا، ‌‌په تېرو دوو اونیو. . .

BACK TO NEWS