د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دي.
د رواني ناروغانو راټولونه:
د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په پکتیا او پنجشیر ولایتونو کې د امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم د تطبیق او د ټولنې د روغتیا د تأمین په موخه په روانه اونۍ کې، ۲۷۳ تنه هغه کسان چې د رواني اختلالاتو له ناروغۍ ځورېدل راټول او د درملنې لپاره یې د یادو ولایتونو د افغاتي سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته وروپېژندل.
د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۷۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې (۲۷) د کورني تاوتریخوالي، (۹) د میراث، (۱۳) د غیر شرعي نکاح ګانو، (۱۲) د مهر، (۴) د نفقې نه ورکولو او پاتې (۵) د طلاق قضیې حل شوې دي.
د قومي دښمنیو حل:
محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۸) لویې دښمنۍ او (۲۳) وړې شخړې حل کړې دي.
د کوډګرو نیول:
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۲) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.
له سوداګرو سره ناستې:
دغه راز محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۲۲) اصلاحي ناستې کړې دي.
