د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۱
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دي.

د رواني ناروغانو راټولونه:

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په پکتیا او پنجشیر ولایتونو کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق او د ټولنې د روغتیا د تأمین په موخه په روانه اونۍ کې، ۲۷۳ تنه هغه کسان چې د رواني اختلالاتو له ناروغۍ ځورېدل راټول او د درملنې لپاره یې د یادو ولایتونو د افغاتي سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته وروپېژندل.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۷۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې (۲۷) د کورني تاوتریخوالي، (۹) د میراث، (۱۳) د غیر شرعي نکاح ګانو، (۱۲) د مهر، (۴) د نفقې نه ورکولو او پاتې (۵) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۸) لویې دښمنۍ او (۲۳) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۲) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

دغه راز محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۲۲) اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS