محتسبینو په روزګان ولایت کې اویا کلن سپین ږیري ته د ځوانې نجلۍ د غیر شرعي نکاح مخنیوی وکړ

fazli_admin
Tue, Oct 07 2025 9:20 AM
d_rwzgan_ghyr_shry_nkah_mkhnwy_wshwh

د روزګان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال یوه ځوانه نجلۍ چې ترونو یې غوښتل د نوموړې له خوښې پرته یې د زیاتو پیسو په بدل کې اویا کلن سپین ږیري ته په غیر شرعي نکاح ورکړي، مخنیوی وکړ.

محتسبین وایي: یاده نجلۍ چې پلار یې ګونګ و او رواني حالت یې هم ښه نه و، د نوموړې نجلۍ کاکا غوښتل، چې اویا کلن سپین ږیري ته یې د زیاتو پیسو په بدل کې ورکړي چې د محتسبینو له لوري د دې ناوړه عمل مخه ونیول شوه.

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ څرګندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

Latest news

Wed, Jun 24 2026 9:51 AM
Background image

A sorcerer was arrested in Sayedabad District of Maidan Wardak Province

A man was arrested in Sayedabad District of Maidan Wardak Province by personnel (Muhtasibs) of the Department for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints. . .

Wed, Jun 24 2026 9:34 AM
Background image

Seven women were rescued from domestic abuse and oppression in the provinces of Jawzjan, Badghis, Nangarhar, Parwan, and Nimroz

Personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Jawzjan, Badghis, Nangarhar, Parwan, and. . .

BACK TO NEWS