میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د قتل پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وکړه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ شریف الدین نقره کار د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ترافیکي پېښې پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.
په دې پار جوړه شوې ولسي ناسته کې د یاد ولایت د امر بالمعروف رئیس د دې جوړې او د اسلام په مبارک دین کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې له دې وروسته پخپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند وکړي.
دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.
د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د روان کال په سنبلې میاشت کې د هېواد په کچه د (۱۰۸) بېلا بېلو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې ده.