میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د قتل پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وکړه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۳
mydan_wrdk_d_shkhrh_hl_wshwh.jpg

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ شریف الدین نقره کار د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ترافیکي پېښې پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

په دې پار جوړه شوې ولسي ناسته کې د یاد ولایت د امر بالمعروف رئیس د دې جوړې او د اسلام په مبارک دین کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې له دې وروسته پخپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د روان کال په سنبلې میاشت کې د هېواد په کچه د (۱۰۸) بېلا بېلو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

سه تن به اتهام جادوگری در ولایت بلخ بازداشت شدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، تأمین نظم و جلوگیری از اعمال و رفتارهای مغایر با ارزش‌های دینی، سه تن را به اتهام انجام اعمال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۳۰
Background image

حدود یک تُن ادویهٔجات تاریخ‌گذشته از دواخانه‌های ولایت زابل جمع‌آوری شد

منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر و سمع شکایات ولایت زابل، با همکاری مسئولان و کارکنان اتحادیهٔ داکتران و کارکنان صحی سکتور خصوصی، حدود یک تُن ادویه‌جات تاریخ‌گذشته را از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل با پرداخت دیه ( خون‌بها ) پایان یافت

یک قضیه قتل و دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل، با میانجی‌گری و تلاش‌های رئیس امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات و هیئت عالی‌رتبه ولایتی، بر اساس احکام. . .

BACK TO NEWS