روزګان کې محتسبینو د دوو اجباري نکاحو مخه نیولې

fazli_admin
Mon, Sep 29 2025 9:51 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د روزګان ولایت محتسبین وایي، په یاد ولایت کې د هغې پېښې مخه نیولې چې له امله یې دوه سپين ږیرو پلرونو غوښتل خپلې ځوانې لوڼې د هغوی له خوښې پرته یوبل ته په نکاح ورکړي.

هغوی زیاتوي چې دغه کسانو عمرونه د اویا کلونو شاؤخوا دي او په یاده برخه کې یې د خپلو لوڼو خوښه په پام کې نه وه نیولې، چې محتسبینو له خبرېدو سره سم د یادې پېښې  د مخنیوي ترڅنګ یې یادې مېرمنې له خپلو حقونو برخمنې کړي او دواړو کورنیو ته یې د مېرمنو حقونو په تړاو معلومات ورکړي دي.

محتسبین همداراز ډاډ ورکوي، چې د میرمنو د حقونو ساتنې ته ژمن دي او هېڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو او یا خپلو شخصي سلیقو له مخې د چا حقونه تر پښو لاندې کړي.

یاده دې وي چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له دې وړاندې هم د ورته زرګونو پېښو مخه نیولې ده‌.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS