کاپیسا کې د امر بالمعروف مسؤلینو (۴۵) شکایتونه حل کړي دي

د کاپیسا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د روان (۱۴۰۴) کال د حمل میاشتې له شروع څخه تر سنبلې میاشتې پوري (۴۵) بېلا بېلې قضیې حل کړې دي.
په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف ریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو امریت مسؤلین وایي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې (۸۲) شکایتونه ثبت کړي، چې له جملې یې ۴۵ شکایتونه حل شوي او پاتې ۳۷ شکایتونه اړوندو ارګانونو ته د حل په موخه استول شوي دي.
د هغوی په وینا په حل شویو (۴۵) شکایتونو کې د کورني تاوترخوالي، دښمنیو، قتل، شخړو، طلاق، او میراث قضیې شاملې دي چې د دې ولایت د شکایتونو اورېدلو برخې د مسؤلینو له لوري حل شوې دي.
د یادولو وړه ده، چې د یاد ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلین د خلکو د شکایتونو اورېدلو تر څنګ له ځایي خلکو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، معروفاتو اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په ټولنه د معروفاتو په اقامه کې د پام وړبدلون راغلی.