کاپیسا کې د امر بالمعروف مسؤلینو (۴۵) شکایتونه حل کړي دي

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۱۵
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د کاپیسا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د روان (۱۴۰۴) کال د حمل میاشتې له شروع څخه تر سنبلې میاشتې پوري (۴۵) بېلا بېلې قضیې حل کړې دي.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف ریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو امریت مسؤلین وایي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې (۸۲) شکایتونه ثبت کړي، چې له جملې یې ۴۵ شکایتونه حل شوي او پاتې ۳۷ شکایتونه اړوندو ارګانونو ته د حل په موخه استول شوي دي.

د هغوی په وینا په حل شویو (۴۵) شکایتونو کې د کورني تاوترخوالي، دښمنیو، قتل، شخړو، طلاق، او میراث قضیې شاملې دي چې د دې ولایت د شکایتونو اورېدلو برخې د مسؤلینو له لوري حل شوې دي.

د یادولو وړه ده، چې د یاد ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلین د خلکو د شکایتونو اورېدلو تر څنګ له ځایي خلکو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، معروفاتو اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په ټولنه د معروفاتو په اقامه کې د پام وړبدلون راغلی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS