محتسبینو د هېواد په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې(۲۰۵) تنه رواني ناروغان افغاني سرې میاشتې ته د درملنې په موخه سپارلي دي
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کاپیسا او سرپل ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم له مخې، د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو په موخه (۲۰۵) تنه رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین یاده کړنه د اسلامي مسؤليت له مخې د ټولنې د وګړو د رواني سلامتيا د تأمين او د زيان منونکو قشرونو د ستونزو د حل لپاره ترسره کوي څو یو سالم، با ثباته او د ژوند لپاره مناسب ټولنیز چاپېریال رامنځته شي.
د یادولو وړ ده، چې د کندز، جوزجان، هرات، فاریاب، سمنګان، غزني او بدخشان ولایتونو محتسبینو هم د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ(۱۰۲۳) تنه رواني ناروغان راټول او د یادو ولایتونو اړوند سرې میاشتې ریاستونو ته یې د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.
