محتسبینو د هېواد په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې(۲۰۵) تنه رواني ناروغان افغاني سرې میاشتې ته د درملنې په موخه سپارلي دي

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۱
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کاپیسا او سرپل ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د ځانګړي حکم له مخې، د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو په موخه (۲۰۵) تنه رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین یاده کړنه د اسلامي مسؤليت له مخې د ټولنې د وګړو د رواني سلامتيا د تأمين او د زيان منونکو قشرونو د ستونزو د حل لپاره ترسره کوي څو یو سالم، با ثباته او د ژوند لپاره مناسب ټولنیز چاپېریال رامنځته شي.

د یادولو وړ ده، چې د کندز، جوزجان، هرات، فاریاب، سمنګان، غزني او بدخشان ولایتونو محتسبینو هم د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ(۱۰۲۳) تنه رواني ناروغان راټول او د یادو ولایتونو اړوند سرې میاشتې ریاستونو ته یې د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

نورستان کې محتسبینو د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته وکړه.

د نورستان ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او د مسجدونو امامانو سره د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناوړه دودونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د هېواد په دایکندي، تخار او نیمروز ولایتونو کې محتسبینو تاریخ تېر توکي له منځه یو وړل

د دایکندي، تخار او نیمروز ولایتونو د محتسبینو له لوري په بازارونو کې د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د مخنیوي په موخه د جوړو شویو کمېټو د دوامدارو څارنو پر مهال، په یادو ولایتونو کې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۸
Background image

میدان وردګ کې سپین ږیري کس ته د ودېدونکې کم عمره نجلۍ د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د میدان وردګ ولایت محتسبینو د ۱۴ کلنې نجلۍ د نا خوښه نکاح مخه ونیوله، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل یوه ۶۰کلن کس ته یې د زیاتو. . .

BACK TO NEWS